د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د-مسلمان-ښکنځل-فسق-او-ګناه-ده

pattang
03.01.2014

خوارا په زړه پورې اخلاقي ، تربيوي مضمون داسلام له نظره !

لیکوال: عبد الحکیم جوزجاني كـــتني:

داسلام مبارک دین دچاله ښکنځلو څخه په ډیرتاکیدسره منع فرمایلې
تردې چه هغوکسانوته یې دجنت ضمانت فرمایلې چاچې له
فحشواوبدوردو کنځلو خپله ژبه ساتلې وي.اوهمدارازپه احادیثوکښي
دمسلمان ښکنځل فسق اوګنابلل سوې راځي چه"سباب المسلم فسوق"
ښکنځلي اوبدي ردي فحشیات په ټولنه کښي دوګړو ترمینځ هغه سپک
او منفورعمل دی چه نه تنها ښکنځلمار پرې سپک اوخفیف معلومیږي
بلکه دمقابل لوري په عزت اوآبروهم تورداغ لګوي.

[color=darkred:b8ac1e46b7]ښکنځلماري:[/color:b8ac1e46b7]

معمولادوډوله ښکنځلماري دي' یوهغه دي چه ښکنځلي پوچ وپاش یې
یو سم رسمي عادت ګرځیدلې وي هره خبره کښي دهرچاپه مورد
کښي به یې ښکنځلي له خولې راووځي.داډول ښکنځلمارمعمولادخپل
نفس دتسکین اوسړه ولو په غرض په مقابل لوري ورغوریږي که
فرض کړه هغوي ورته په ځواب ورکولوکښي چپ پاتي شي نو دغه
فحش ګویي ته یوډول انانیت محسوس شي چې: ولابس هرڅه چه
ماویلي هغه حق دي اوزه کله هم دچاپه وړاندي پاته اوملامته نه
یم.داډول کنځل ماري هروخت په ټولنه کښي دخپلې غلیظي خولې له
لیاري دخلکوآبرو او حقوق لوټوي چې یوزهرجن بوټې شمیرل
کیږي.ولي بعضي دغه ډول نورښکنځل ماري بیاچاته دومره ضررنه
رسوي ولي بدرداوپوچ پاش یې دغذاپه ډول یوعادت جوړشوي وي.
اویاهم دخلکودخوش طبعۍ په غرض دمذاق اوټوکوپه شکل ښکنځلي
کوي.چه داعمل هم داسلامي تعلیماتونبوي ارشاداتو اوښوعاداتوسره
سمون نه خوري .دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله راغلي چه
: ”لم یکن النبی صلی الله علیہ وسلم فاحشا ولا متفحشا“یاني
حضوراکرم صلی الله علیه وسلم
نه فطرتابدګویه وو'اونه یې هم په تکلف زورسره بدویل.بلکه هغوي
صلی الله علیه وسلم خوش ګویه اوخوش کلامه ول.
دوهم هغه ښکنځل ماري دي چه کنځلي عام عادت نه وي ولي دچاسره
دجګړې اوخصومت په وخت کښي یې لاس له خولې اخیستې وي
اومقابل لوري ته سپکي سپوري لوغوړني کوي.
داډول عمل نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سوچه منافق خاصیت
بللې دې اوفرماییلي دي چه :چاکښي دا څلورخویونه وي هغه سوچه
منافق دی.....څلورم یې د جګړې اوخصومت په وخت پوچ پاش
اوکنځل ښوولي.
انسان ته په کاردي چه په خپله ژبه اوویناووکښي له احتیاطه
کارواخلي.دنبی اکرم صلی الله علیه وسلم له خولې مبارکي څخه به
هروخت حقه اوریښتونې ښه خبره وتله.

[color=darkred:b8ac1e46b7]ښکنځل څه شې دي؟[/color:b8ac1e46b7]

دغصې په حالت کښي یاپه عادي حالت کښي چاته یوه داسي نامناسبه
خبره کول چه تقریبا دټولوخلکو په نظربده ورځي اونه یې
خوښوي.دمثال په ډول چاته بده خبره اویابدفعل منسوبول
.یادچادمتعلقینوپه اړه غلطه اونامناسبه خبره کول 'دچاپه مورخور
زوی اولورپسي تورپوري کول اوناموسي غلط نسبتونه ورته کول.
اویانوري هغه سپکي ویل چه دځناورو او حشروپه نومونوایجادسوې
مثلاچاته سپې ‘خر'غویې'لیوه ګیدړ اوداسي نورویل…

[color=darkred:b8ac1e46b7]په کورنیوکښي ددې بدعادت ترویج:[/color:b8ac1e46b7]

ډیرې کورنۍ دپوچوپاشواوکنځلوعام استعمال کوی .چې ټول مسؤلیت
یې مشرانواولویانوته راجع کیږي ځکه دوي په کورکښي دکنځلوباب
پرانیستې وي خپلوکشرانوته نازیبا کلمات استعمالوي. ددوي په
وړاندي څوک دمخنیوي جرأت نه شي کولې چه وروورو بیادغه
عادت ددوي په کشرانوکښي سرایت کوي اودکورنۍ نورغړي
مور'خوراوورورپرې مخاطب کوي.اوبهرنورملګري همصنفیان هم
پرې اذیت کوي چه بیایې ضررونه دټولنو اواجتماع لمن ته اور
پوري کوي. اونوري کورني پوره اغیزمني کوي. ډیرې کورنۍ
دهمدې بد عمل له لاسه شکایت لري چه داعمل له کومه دوي ته
راغلې ؟ ولي خبرنه دي چه ددې ټولومنفي کړنو ذمه واره په خپله
دوي دي.که بعضي مشران کومه کنځل دتکیه کلام په توګه استعمالوي
ماشومان یې ترې زده کوي اوبهرخپل ملګري دکنځاووپه توګه
مخاطبوي او ددوي په مینځ کښي دنورو بدوردودتبادلې سبب ګرځي.

ددې عمل دمخنیوي دپاره بایدهروګړی له پوره وس نه کارواخلي
ترڅو داډول عملونه زمونږ سنتي ټولنه دبداخلاقۍ بدچلنۍ او بې
فرهنګۍ په نیلي سوره نه کړي. خصوصا دیني اومذهبي ګروهې
بایددخپل دعوت تبلیغ او ارشاد په لاره کښي اسلامي تعلیماتوته په
پوره پام سره له بدوردو اوښکنځلوډډه وکړي.ترڅودغه عمل ددوي
دشخصیت اودعوت په لمن داغ جوړنه شي.ولي بدبختانه ځینه کسان
دخپل ذهنیت اونبوغ په اتکاء قرآني اونبوي فرامینوته په دې مورد
کښي چندان توجه نه کوي. اوله مخالفوسره په بحث وجرکښي له
تندي تیزي اوترخې لهجې څخه کاراخلي.

دیوه داعي مبلغ اودحق څخه دمدافع په حیث که یوڅوک څومره هم
عبقري اوذهین وي اوهمداذهنیت اونبوغ هغه دقرآن اوحدیث له
فرامینو بې لاري کولوته اړ باسي نوفکرکوم چه په ایماني لحاظ به
هغه سراسر په نقصان اوخساره کوي.ځکه چي عقلیت اوذهنیت بې
له ایمان بالله څخه سیده دجهنم پر لور تللې لیاره ده . چه دنجات
څرک په کښي هیڅ نه ترسترګو کیږي دکوم داعي خیالات اوآراراء
که څه هم مدلل اومدقق ولي نه وي په قرآن اوسنت یې مقدم شمیرل
یې.داسلام پرافاقي روح چه عبارت دې له انقیاده 'یو برملاتیرې ګڼل
کیږي.

الله تعالی دي مونږته دتل دپاره دنیکوښواخلاقو توفیق رانصیب کړي
اوله ټولو هغو بدو شومو اومنفي اعمالوڅخه نجات رانصیب کړي چه
څښتن تعالی پرې ناراضه کیږي.

آمین ثم آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more