د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

امریکا افغانستان کې د بي پیلوټه الوتکو بریدونه زیاتوي

میرویس
30.12.2013

السلام علیکم، ګرانو لوستونکو
د سیاسي چارو پاکستاني ماهرانو بیا بیا ویلي چې د القاعدې او نورو ترورستي دلو د سرغنه قاتلانو پرخلاف د بې پیلوټه الوتکو عملیات بیخې زیات مؤثردي. په رپوټونو کې دغه راز ویل شوي وو، چې ځایې خلک هم د ترورستانو نه د خپل د نجات دپآره، د بې پیلوټه الوتکو عملیات ستايي او ملاتړ یې کوي.

دخبریال ننئ رپوټ وايي چې متحده ایالات غواړي په راتلونکې کال کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات په افغانستان کې زیات کړي. دسیاسي چارو افغان ماهران او د منځنۍ آسیا د مطالعاتو د مرکز ماهرمراد اکبروف دغه عملیات مؤثر ګڼي.
دا لاندې رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
====
امریکا افغانستان کې د بي پیلوټه الوتکو بریدونه زیاتوي
۸ دی ۱۳۹۲, ۴:۵۷
د افغانستان د دفاع وزارت سرچیني وایي د امریکا متحده ایالتونو پوځ غواړی رتلونکی کال په افغانستان کې د ترهګرو د قوماندانانو د وژلو لپاره د بي پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون یو راپور چې تیره میاشت کې خپور شو ښيي، په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو په شمیر کې ۷۲ سلنه زیات والی راغلی او یوازي په ۲۰۱۲ کال کې د دغه ډول ۵۰۶ بریدونه تر سره شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت هم وایي د دغو بریدونو د شمیر زیاتیدل له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له وتلو سره نیغه اړیکه لري.
دلته د پوځي چارو کاارپوهان هم د دغو الوتکو بریدونه د طالبانو او القاعدې د مشرتابه کړیود دړي وړي کولو لپاره ډیر اغیز ناک بولي.
دپوځي چارو شنونکي اسحاق اتمر وايي له پیلوټانو پرته، او له ځمکنیو قواوو او سیمیزملاتړ پرته بي پیلوټه الوتکي په ډیره دقیقه توګه بریدونه تر سره کولای شي .
اتمر وايي که ځمکنۍ قواووي یوي سیمی د عملیاتو لپاره ځي نو نه یوازي دا چې تلفات ورته اوړي عملیات یي هم هغسي اغیزمنتوب نه لري لکه څرنګه چې یې تمه کیږي.
اتمر:
(( هوايي ځواکونه البته پیلوټ لرونکی الوتکي نه شي کولای دقیق اهداف په نښه کړي ځکه ترینه ملکی تلفات هم اوړي، خو که بي پیلوته الوتکي وکارول شي اول نښه ډیره ښه ویشتلای شي، اودا ډیر ګټور کار دی)).
د امریکا د بي پیلوټه الوتکو ګزارونه په افغانستان کې له ۲۰۱۱ کال راهیسي پیل شوي دي خو د دغو بریدونو ډیري بیلګي د ډیورنډ د کرښي هغه غاړي ته ثبت شوي.
په دغو بریدونوکې چې په وزیرستانونو او د قبایلو په نورو سیمو په تیرو څو کلونوکې تر سره شوي د القاعدي د رهبري شورا او طالبانو عمده قوماندانان له مینځه وړل شوي خود پاکستان دولت بیا شکایت کړی چې ولسي خلکو ته یي هم پکې مرګ ژوبله اوښتي او باید ودرول شي.
د ملکي تلفاتو مسله د ډیورنډ دغې غاړي ته هم ډیره حساسه ده او حکومت یي جدي بولي.
اوس پوښتنه دلته ده چې که د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د افغانستان په خاوره کې ملکی خلکو ته زیان ورسیږي نو پایلي به یي څه وي.
د منځنۍ اسیا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څیړونکی مراد اکبروف وایي:
(( د ملکي تلفاتو په پایله کې د خلکو ناراضایتي پراخیږي، د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د امریکا ډیر شمیر ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، که چیرته سرتیري کم شي نو په نظامي عملیاتو کې به یي حضور هم کم شي او بیا کیدای شي چې د ملکیانو تلفاتو هم را کم شي)).
د پوځي چارو ماهرین په دې اند دي چې ډران حملي ډیري دقیقي تر سره کیږي نو ځکه پکې له مشخصو اهدافو پرته نورو موخو ته له زیان رسولو مخ نیوی شونی دی.
د ملګرو ملتونو یو راپور چې همدا تیره میاشت خپور شو وویل په افغانستان کې د هوایي بریدونو پر مهال د تیرو کلونو په پرتله ۴۲ سلنه ملکي تلفات کم شوي دي.
میرویس جلالزی


watan jan
31.12.2013

ووژنۍ ووژنۍ څومره چی وژلی شۍ افغانان ووژنۍ
او په هر نامه يي وغواړۍ وژلی یي شۍ، تاسي نه دجاپان دلسهاوو زره بي ګناه انسانانو د قتل عام پوښتنه چا ونکړه، دافغان بیچاره قتل خو درته د مچ تر قتل هم اسان دی
خو افسوس چی زما ساده ولس د همدومره هوښیارتیاسره سره ډیر وروسته داستعماري قوتونو توطییو او خطراتو ته متوجه کیږي
که په پیلوټ داره الوتکو یي وژنۍ او که په بې پیلوټه.. څوک مو مخه نه شي نیولی
خو مونږ نهیلی نه یو او امید مو ندی بایللی بلکه په دی عقیده لرو چي خدای پاک به ډیر ژر تاسو دنورو ظالمو ابرقدرتونو سره په برخلیک اخته او دهلاکت کندي ته ورغورزوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more