د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

بیایې خبل جهالت ثابت کړ.

میرویس
30.12.2013

قدرمنو لوستونکو السلام علیکم
دا متل خو به مو ښه اوریدلئ وي چې وایي[مخ تور تلې شنې].
ثواب د آخرت توښه ده او ګناهونه د آخرت دبربادۍ وسیله ده.
یوه ګنه پخپله د ګنهکار په تاوان ده، اما بله کنه هغه ده چې ضرر یې عام وي.
الله تعالا مهربان دئ چې فردي ګنه وبخښي، خو قتلونه او نورداسې ګناهونه چې د انسنانو حقوق پکې پایمال شوي وي، په عفوه کې یې د متضررینو رضا مندې هم پکار ده.
په پيښور او کوټه کې بیا د پولیو په کارکونکو حملې شویدي چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
چا چې دا کار کړئ د جهالت په دوره کې ژوند کوي. جهالت او ناپوهي د کناه نه برائت نشي ورکولئ. ددغو قاتلانو مخ تور تلې شنې دي.

د خيبر پښتونخوا سر ښار پېښور په متنو سيمه کې وسله والو د پوليو په مرکز ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې د پوليو يو کارکوؤنکې وژل شوی اود يوې زنانه په گډون دوه نورکسان ژوبل شوي دي .

دغه رازد کویټې په پښتون اباد سیمه کې نن د غرمې نه وړاندې د پولیو په ډله برید شوی دی چې په ترڅ کې یې د یوې میرمنې او یوې ماشومې په 'ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي.

پولیسو پېښه تایید کړې ده. په پېښه کې ژوبل شوي کسان د کویټې ( سنډیمن )روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي. د برید پړه په سم لاسي ډول چا قبوله کړې نه ده.
دا رپوټونه دډېوې او مشال رادیو ګانو ورکړیدي.


watan jan
31.12.2013

[quote:e2f6af4737]ورداسې ګناهونه چې د انسنانو حقوق پکې پایمال شوي وي[/quote:e2f6af4737]
تاسي هم انساني حقوق او کرامت پیژنۍ؟
دا انساني حقوق هغه وخت چیري وي چی کله په زرهاوو ټڼه نیمه اتومي بمونه په مونږ راغورځول کیږي
دا انساني کرامت هغه وخت چیری وي چی بندیان له جامو بربنډ او په مړو باندی متیازی کیږي
په ګریوان کي سر ښکته کړی او دانسان کرمت او انسانی حقوقو دپاک نوم څخه غلطه استفاده مه کوی


میرویس
31.12.2013

وطن جانه، السلام علیکم
ډیره ښه او پر ځای مهرباني مو کړیده، زه دغه اعمال چې تاسې په ګوته کړیدي، په همدومره شدت تفبیح کوم او عندم یې، لکه د پولیو په واکسیناتورانو باندې حملې او فتل.

تاسې هم را پاڅیږئ، لاس راسره یو کړئ، دحق ملاتړ او د باطل رد ووایاست.
اصلې خبره داده چې چې خارجي قوتونه چې راغلې، د مجبوریت له مخې دي، د اسلامي ملک ترکیې قواوې هم پکې دي، او د القاعدې او د اسلام او انسانیت ددښمنانو د تکولو دپاره راغلي، نه د طالبانو د ټکولو دپاره.

د ۹/۱۱ نه وروسته حتی ترسعودي عربستان پورې، نړیووالې ټولنې طالبان ته وویل چې د القاعدې نه لاس واخلئ، د خپل ملک نه یې وشړئ، موږ ستاسې سره داد او معامله نلرو، خو طلبانو د القاعدې د منګلو نه ځان خلاص نکړئ شو، خپل حکومت یې د هغوی قرباني کړ، او افغان ولس ته یې دښمني وګټله. دا ټولې غمیږي د هغوی د لاسه دي.

زما اول اولوی هدف، لارې ته د طالبان راوستل دي، چې دوي افغانستان د ابد دپاره ددنیا بدو ونه ګرزوي، او ملک منزوي، او بدوي ادوارو ته بونزي.
خارجيان د نورو ملکونو خلک دي، پر خپله مخه به ځي، مشکل طالب دئ چې زما د ملک سړئ دئ، ولو که د خارج نه ځان تمولوي او پر موږ باندې د خارج نه حملې کوي، په خارج کې روزل کیږي، او دخارج دپاره نیابتي جنګ کوي.
په درنښت.


watan jan
31.12.2013

د اسامه موضوع او پر افغانستان دامریکا یرغل مو ناسم تحلیل کړیدی او دا ځکه:
که په تاریخي لحاظ لږ شاته وګورو او داسامه دموضوع پرسر د امریکا او طالبانو ناندریو ته نظر واچوو دي نتیجی ته رسیږو چی امریکا دخپل استعماري تعقل پر بنیاد داسامه په موضوع کي هیڅ راز چون اوچرا ته موقع نه ورکوله، دټولو بین المللي قوانینو او اعرافو برخلاف یی وچ په وچه له طالبانو څخه امریکا ته داسامه تسلیمول غوښتل. دا سمه ده چی دطالبانو امارت یو کمزوری، ضعیف،او په ملل متحد کی یو غیررسمی دولت وه اما په دی کی شک نه شته چي افغانستان یو مستقل او ازاد هیواد و، دغسی وچه او جامده غوښتنه دامریکایانو دغرور او استکباري چالچلند غوره دلیل و چي نه دبین المللي قوانینو په چوکاټ برابره وه اونه یی دافغاني ټولنی دعنعناتو سره سمون خوړ.
داسامه په اړوند دطالبانو دریځ ډیر معقول، منطقي، او یوداسي دریځ وه چي که عمل پری شوی وای د دریواړو (طالبان، امریکا، اسامه) عزت او ابرو په کی خوندی او افغانستان دورانۍ او دربدرۍ څخه ژغورل کیدو. طالبانو دري وړاندیزونه درلودل:

اول دا چی امریکا په تروریستي پیښو کی داسامه دلاس درلودلو شواهد او اسناد طالبانو ته وسپاري او طالبان به يي ددغو اسنادو پر اساس دطالبانو داسلامي امارت په شرعي محکمه کې محاکمه کړي.

که امریکا ته داوړاندیز دقبول وړ نه وي بیا د سعودي (چي اسامه يي تابعیت لري) او افغانستان څخه علاوه په یو دریم اسلامي هیواد کی یوه مشترکه محکمه دایره شي چي افغانستان به هم په کی شامل وي، که دغي محکمي هره فیصله وکړي طالبان ورته غاړه ایښودل په ځان لازمي بولیي.

که امریکا دا هم نه مني بیا طالبان همدومره تعهد کولای شي چی داسامه ارتباط به دټولي نړۍ سره قطع کوي او دنظر بند په ډول به یي هر ډول فعالیتونه په ټپه دروي.

خو امریکا ته په دغو دری وړاندیزونو کی یو هم دمنلو وړ نه و او له پیله تر اخیره یي همدا خبره ټینګه کړی وه چی اسامه به امریکا ته سپارل کیږي. په داسی حال کی چی طالبانو له امریکا سره داسی کوم تړون اومعاهده نه درلوده چی له مخی به یي مطلوب مجرمین دغه هیواد ته سپآرل کیږی او لکه مخکی چي وویل شول طالبانو ته خپل استقلال تر هرڅه محترم وه او دي.

خو مستکبری امریکا خپل ښکرونه همدی ته اړم کړی وه چی داسامه په اړوند دبلی طرحي ګنجایش نه شته او لږترلږه دی ته هم قانع نه وه چي اسامه دملګرو ملتونو په چوکاټ کی محکمی ته وسپارل شی.
که امریکا دنړۍ دولسونو استقلال او ازادۍ ته ګواښ نه متوجه کوی نو بیاولی دغه بین المللي نزاکتونه په پام کی نه نیسی؟

دغسي غوښتنه چي بی له کوم قید، شرط، ثبوت، شواهد، دلیل، مخکني تعهد څخه وچ په وچه اسامه امریکا ته وسپارل شي.. د یو پسه او چرګ په اړه که څوک وکړي دیو واقعي انسان په مزاج ښه نه لګیږي، څه فکر کوۍ چي د یو انسان او مسلمان په اړه به دغسي غوښتنی ته دمثبت ځواب توقع څومره منطقي او دعقل سره سمون خوري

خو دافغانانو له پاره ډیره دخوښي خبره دا ده، هغه متکبره امریکا چی پخوا دطالبانو سره دخپلمنځي شخړو دحل له پاره خبرو او مذاکراتو ته نه حاضریده، الحمدلله د اشغال پروړاندي د مسلح مقاومت فولادي او تندریزو ګذارونو یي عقل سر ته ور وستلو او وروسته د دولسو کالو څخه يي دطالبانو هغی غوښتنی ته غاړه کیښوده چي راځۍ خپلمنځي شخړی دجګړي پر ځای دخبرو او مذاکراتو له لاري حل کړو او نن ورځ موږ وینو چي امریکا دهماغو طالبانو سره چي یو وخت یی دهغوی وړاندیز ته منفي ځواب ورکولو، نن مخامخ دخبرواترو میز ته کښینی او خپل اختلافات د مذاکراتو له لاري په سوله ییزه توګه دحل غوښتونکي دي.

خدای دي وکړي چي دامریکا دغه ناکام سیاست او شکست خوړلي پالیسي دنړۍ دنورو ولسونو له پاره دعبرت درس وګرځي


عبدالحميد/افغ
10.01.2014

دامیرالمؤمنين ملامحمدعمر مجاهد اطال الله بقآئه ليکل شوی مضمون کوم چي يې ودافغانستان وعلماوو ته وليکی درته نقل کوم :

المكتب الخاص لأمير المؤمنين حفظه الله
رقم …… تاريخ 3 /8/1420هـ

بسم الله الرحمن الرحيم

العلماء الكرام المحترمين السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ...
وبعد نحن وأنتم في هذا العالم قد أحيينا اسم الإسلام إلى قدر ما .
ومن جهة أخرى لن تقبل أمريكا أي كلام غير تسليم أسامة بن لادن ، وفي حالة تسليمه ستسقط قلوب المسلمين وستكون ضربة لحيثية وسياسة الإسلام ، وعند ليونة جانبنا(لهم- أي أمريكا) ومن بعدها الإنكار ستقوى شوكتهم .

ملاصاحب محترم همداسي ليکي چي امریکا یوازی داسامه تسلیم غواړي اوکه تسليم سي نودابه ژرده چي داسلام اومسلمانانودحيثيت اوسياست لپاره يوه لویه ضربه سي
: دبيان په بل ځای کي بيا فرمايي :
ولأجل رفع راية الإسلام يجب أن يتحمل المسلمون كل المشاكل ، وقد استعملنا جميع الحِكم ، ولكن "ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم"

.يعني داسلام دبيرغ دپورته کېدو دپاره بايد مسلمانان هردقسم مشکلاتو اوتکلیفا تو تحمل و کړي .

اوپه تحقيق سره موږ ټولي دحکمت لاري په کار اچولي دي نورنو الله جل جلاله فرمايلي دي چي : دایهود اونصاری به له تاسي څخه خوشحاله يعني راضي نسي ترڅوچي تاسي ددوی ددين پيروي نه وي کړي . والسلام .

دا داميرالمؤمنين خپل بيان دی اوداموضوع نوره ښه په ډاګه معلوميږي چي اسامه بن لادن يې ولي امريکا ته هيڅ نه ورسپاری ؟؟؟


میرویس
13.01.2014

السلام علیکم، وطن جانه
ورور ګله، زما خبرې تحلیل نه، بلکه د وخت حقایق دي.
متحده ایلاتو د ۹/۱۱ نه ډیر مخکې د طالبانو نه دا ُسامه غوښتنه کړې وه، ځکه چې اُسامه د متحده ایالاتو مجرم ؤ. اُسامه په سعودي کې د خُبار په برجونو په حملو کې امریکایان وژلي وو، اُسامه د اکیلارو په بیړۍ حمله کړې وه، آُسامه د امریکا د کول په بیړې په حمله کې امریکایان وژلې وو، اُسامه په کنیا او تانزانیا کې د امریکي سفارته الوزولي او ګڼ شمیر امریکایان یې وژلي وو. او آُسامه په سومالیه کې په امریکایانو په حملو کې ډیر امریکایان وژلي وو او بلک هاک هیلیکوپتر یې غورځولې ؤ.

امریکا په ۱۹۹۸ کې د طالبانو نه اُسامه وغوښت او ورته ویې ویل چې دریم ګړي ملک ته یې ورکړئ. طالبانو ورسره ومنله او اعلان یې وکړ چې اُسامه د طالبانو سره نشته او په افغانستان کې یوه نامعلوم لوړري ته لاړ. خو بیا ثابته شوې چې طالبانو اُسامه چیرې نه ؤ لیږلئ، بلکه ددوی سره ؤ. دا اعلان هسې خوشي د طامریکایانو د سترګو تورول وو.

طالبانو اصلاً نیت ندرلود چې اُسامه چا ته رکړي. کله چې پخپله، آوسامه، الظواهرې، د اُسامه زوم، او په افغانستان کې د القاعدې د هغه وخت مسؤل ټولو اعتراف وکړ او د القاعدې د ۹/۱۱ طراح شیخ محمد ونیول شو او اعتراف یې وکړ چې ۹/۱۱ د القاعدې کار ؤ، بیا هم طالبانو د القاعدې او اُسامه نه لاس وانه خیست، او دبسوګۍ دغه سر لا هم ندئ کوڅۍ شوی، او طالبانو اوس هم د القاعدې نه ندي تیر شوي.
په الله دې سپارم.


watan jan
15.01.2014

[quote:b11b2d95fe="میرویس"]
طالبانو اصلاً نیت ندرلود چې اُسامه چا ته رکړي.[/quote:b11b2d95fe]
ایا داسامه دموضوع د حل کولو یوازینۍ لار همدا وه چی امریکا ته لاستړلی وسپارل شي؟
ولی امریکا دطالبانو په نورو تجویزونو غور او فکر نه کاوه؟
اصلا امریکا نه غوښتل چی داسامه موضوع دخبرو اترو له لاري حل شی، امریکا ځان ته دټولی نړۍ دآمر په سترګه کتل او ځان یی دټولو عنعنوي او نړیوالو قوانینو او حقوقی ارزښتونو څخه لوړ باله
خو الحمدلله په افغانستان کی یی دخپل غرور له لاسه داسی ډغری وخوړی چی ماغزه یی سرته وروستل اوس له طالبانو سره هره شخړه دخبرو اترو له لاری حل کول غواړی حال داچی طالبانو له نن څخه ۱۵ کاله مخکی امریکایانو ته دا وړاندیز کړی وه
که امریکایانو هغه وخت دطالبانو دا تجویز منلی وای ځآن به یی هم له مالی اوځانی تلفاتو ساتلی وای او افغانستان به هم له لوټی لوټی کیدو بچ وای


میرویس
17.01.2014

عبدالحميد/افغ صاحب، السلام علیکم
اول خو ته باید پدې خبره پوه شي چې ملا صاحب محمد عمر آخند، آخند دئ، نه د عربي ژبې ژبپوه. ملا صاحب د پښتو د لیکلو سواد نلري، څه وار شو په عربي ژبه د لیکلو.

دا هر ابیات چې تاسې را نقل کړۍ خامخا د ملاصاحب لیکل ندي.
که ملا صاحب د افغانستان عالمانو ته څه لیکئ، نو پخپله مورنۍ ژبه پښتو به یې لیکي وو.
ته باید په پټو سترګو دا خبرې ونه منې، او یو څه سوچ هم پکار دئ.
په ملا صاحب باندې خو د حرمین شریفین خادمانو هم ځانونه ستړي کړل چې اُسامه او القاعده د افانستان نه وشړي، چون ملا عمر د اُسامه سره د خویشاوندۍ کښت کړئ ؤ، او د ملت او اسلام دبقا نه ناخبره ؤ، هم یې د طالبانو حکومت د اُسامه د سر قرباني کړ، او هم د اافغانستان علیا مصالح.
په درناوي.


pattang
18.01.2014

[چون ملا عمر د اُسامه سره د خویشاوندۍ کښت کړئ ؤ]

له دې خبرې د مالوميږې چې دسقاوېانو خبرې کوې او خوشې
درواغ وایې ، لکه خلقی تيوريسن په خپل فاميل هم بند نه یې !
نالتي دخدایه کله ملا صيب له بن لاډن سره خېښي لري؟
نو ولې درواغ وایې !
داخو دستميانو او سقاويانو اوازې دي !!

[quote:f5f5241891="میرویس"]عبدالحميد/افغ صاحب، السلام علیکم
اول خو ته باید پدې خبره پوه شي چې ملا صاحب محمد عمر آخند، آخند دئ، نه د عربي ژبې ژبپوه. ملا صاحب د پښتو د لیکلو سواد نلري، څه وار شو په عربي ژبه د لیکلو.

دا هر ابیات چې تاسې را نقل کړۍ خامخا د ملاصاحب لیکل ندي.
که ملا صاحب د افغانستان عالمانو ته څه لیکئ، نو پخپله مورنۍ ژبه پښتو به یې لیکي وو.
ته باید په پټو سترګو دا خبرې ونه منې، او یو څه سوچ هم پکار دئ.
په ملا صاحب باندې خو د حرمین شریفین خادمانو هم ځانونه ستړي کړل چې اُسامه او القاعده د افانستان نه وشړي، چون ملا عمر د اُسامه سره د خویشاوندۍ کښت کړئ ؤ، او د ملت او اسلام دبقا نه ناخبره ؤ، هم یې د طالبانو حکومت د اُسامه د سر قرباني کړ، او هم د اافغانستان علیا مصالح.
په درناوي.[/quote:f5f5241891]


پتوال
20.01.2014

د القاعدې مشراسامه بن لادن د سعودي و او سعودي د امریکا بهترین دوست دی، د القاعدې اوسنی مشر الظواهري مصری دی او مصر هم د امریکا په لاس کې دی، القاعدې مرکز په پاکوستان کې دی او پاکوسسسستان د پنجابی اولس په شمول د امریکا غلام دی ، د ۹ / ۲۰۰۱ برید که ۵۱ ٪ القاعدې تر سره کړی وي نو ۴۹٪ په کې د امریکا د استخباراتو لاس دخیل و، په توره بوړه کې
د محاصرې څخه هم امریکایانو اسامه ته د وتلو چانس ورکړ، د ISI د یوه صاحب منصب له خوا د اسامه د بدرګه کولو رسوايي چې د لغمان او کونړ په غرونو کې ور سره ملګری و په افغاني مطبوعاتو کې د انګلستان د صدراعظم توني بلیر په فشار ختمول او نور ګڼ شمیر فکتونو ثابته کړې چې دا جګړه دواړو خواو ته د امریکا له خوا رهبري ، تادیه ، تقویه او غځول کیږي او هدف یې له سیمې څخه د پښتنو د ځواک ، واک او شتون ختمول دي، هغه هدف چې انکلیسي استعمار ورته په ۱۹ بیړۍ ، شوروي په شلمه پيړۍ کې ونه رسیده، ولې ډیر افغانان په تیره تیره پښتانه يې شهیدان کړل داځل انګلیس ، امریکا ورته د ټولو لویدیځوالو قوتونو سره په ګډه ملا تړلې او شعوري القاعده يې هم په کې د مقابل اړخ په نقاب استخدام کړې ده !
طالب بیچاره په کې بې شعوره د هغه ځمري رول په غاړه اخیستی چې ښکاري ورته د ژورو او بو له غاړې څخه ګواښ کوي ځمری پرې ورغړم کړي ، خو خو ښکاري ترې د خیږ پواسطه په اوبو کې تښتي نو کله ځمری په اوبو کې پسې ور ټوب کړي نو لامبو وهلی نشي او د ښکاري نور ملګري پرې جال ورغورځي او د جال په زولانه کې يې بند کړی له اوبو راباسي!، یايي وژني او یايي د ګوانتانامو غوندې ښکیلتون( ژوبڼ) ته لیږدوي! د طالب خپل هدف سپېڅلی، ملي او اسلامي دی، خو صرف هدف یې سپېڅلی دی، نه لاره او نه يې ستراتیزي او ټاکټیک ! دا د ملي - اسلامي روښانفکرانو کار و او دی ، خو دوی تر اوسه پورې غوږ نه ښوروي او په خاینانه توګه اوبه د دوښمن په ژرنده ور برابروي! روښانفکران په سیاست کې تل درنې تلې ته ګوري، نه حق او حقیقت ، او نه خپل ملي اسلامي رسالت ته، الله دې دوی ته د خپل (ملي اسلامي) رسالت په لوري هدایت وکړي، څو سراسري افغان شموله ملي اسلامي غورځنګ رامنځته کړي ، د روان وسلوال مقاومت تر څنګ دیو غښتلی سیاسی مقاومت جبهه پرانیزي او وارخطا شوی دوښمن سرسام او په ګونډو کړي!!! دادی د روښانفکرانو رسالت !!!!
که په دې سترګې پټې نکړو چې د هر افغان رسالت ملي او اسلامي دی او له دې پرته بل هېڅ شی نه دی، که وړلسواکي هم ور سره وي نو هم ملي او اسلامي ولسواکي به وي او که دیکتاتوري وي نو هم ملي اسلامي به وي، خو په دې ټول پوهیږو چې دیکتاتوري رسالت نه دی، نه کیدلای شي او نه هم کله دیکتاتوري دچا ملي او اسلامي رسالت ګرځېدلې ده . لهذا د افغانانو رسالت ملي او اسلامي دی او بس!
چې دا منو نو نو بیا څوک ویلی شي چې لویدیځوال د افغانستان د اشغال له پآره نه ، بلکې دافغانانو د ملي رسالت له پاره افغانستان ته راغلي دي؟؟؟؟
ایا څوک ویلی شي چې امریکایانو د اشغال له پآره نه ، بلکې د اسلامي رسالت له پاره يې په افغانستان برید کړی او مسلمانان د اسلام له پاره وژني؟؟؟؟؟

او که نه لکه څنګه چې کمونستانو د سوسیالیزم او خلقي دموکراسۍ له پاره شوروي یرغل ته لبیک وایه، شته اوس هم داسې افغانان چې د کپیټالیزم او غربي دموکراسۍ له پاره د امریکا یرغل ته ګډیږي ؟؟؟؟ هو شته او له خلقیانو او پرچمیانو نه کم هم نه دي خو ایا دوی هم لکه کمونستان ملي خاینان نه دي؟؟؟؟
د اسلام په وړاندې خیانتکاران او جنایتکاران نه دي؟؟؟ د نړیخور امپریاالیزم او استعمار ګوډاګیان نه دي؟؟؟؟ دآزادۍ او ملي خپلواکۍ دوښمنان نه دي ؟؟؟؟ د اسلام دوښمنان او د شیطان امتیان نه دي ؟؟؟؟؟؟ مغضوب علیهم
و عذاب الیهم نه دي؟؟؟؟؟ په دنیا کې رسوا رسوا او په قیامت کې تباه تباه نه دي؟؟؟؟
والسلام ! ستاسې ، د ملي پت
او اسلامي عزت غوښتونکی،
پتوال


pattang
21.01.2014

پتوال صيب ښې خبرې دې ليکلې دي ، کوردودان په پردويو مطبعاتو
به باورنه کوو !خو کومې خبرې دې چې له خپلو مغزو کړې دي ماته هم
دحقيقت وړ ښکاري او باور پرې لرم !
پښتانه دواړو خواوته بند پاته دي وژل کېږي ژبه او کلچر یې له منځه
ځي اودنس مرض يې را اچولی دی !
نه يواځې نن ورځ بلکې په تېروکې هم پښتانه په غلطه لاره تللي او لار
ښودونکې یې پخپله پښتانه وو او دي !
که خدای وکړي چې لراوبر طالبي حرکتونه داسې سياسي حرکت منځ ته
راولي لکه په يوو زروي لابراتوار کې چې ټکر ګر
[Teilchenbeschleuniger/particle accelerator]
، چې دزراتو له ټکر څخه يوه واحده بله زره لاسته راوړي !
چې په هغې کې هغه ګډ پخوانی کلتور،يوه سياس‍ي نقشه او خپل
سياسي ابعاد شتون ولري ! دا به زما دلاتري خوب وي ؟
خو احتمال لري !
ستاسو دابله خبره:
[روښانفکران په سیاست کې تل درنې تلې ته ګوري، نه حق او... ]

په حقيت کې جنایتکاره فاسقين دي چې حقيقت او رښتيا پټوي اودخپلو
مادي ګټو څخه یې قرباني کوي او داهغه خائنه طائفه ده!
داخلک د حلالو پيسو د ګټلو استعداد نلري ! نو له همدې کبله د طالب
سپی پر دوی شرف لري !
ټول هغه فاسقين او بېکاره له اروپا او امرېکي څخه هلته ورکوچېدلي دي
او اولس ته یې نرخونه د cia دپلان سر ه سم دومره جګ کړل چې
داولس دازادي ټوله اراده یې ځبلې ده ! ‍ځینې له دې فاسقينو څخه
په کابل کې د Cia په مېلمستون کې وراسته شول او خيراتونه خوري !


میرویس
28.01.2014

پتوالصاحب، السلام علیکم
که څه هم چې زموږ د بحث اصلي موضوع د پولیو د مرض د مخنیوي سره د پاکستاني طالبان ددښمنېۍ په برخه کې ده، خو زه به ستاسې دې نوو، او د بې معلوماتۍ، معلواتو ته ځواب درکړم.
باید دا خبره هم ورزیاته کړم، چې د طالبانو د ګواښونو له وجهې زرګونو استادانو په کوزه پښتونخوا کې د پولیو د واکسیناسیون نه انکار کړيدي. دا یې هم پښتنو ته د طالبانو بل سوغات.

پتوال صاحب، ستاسې دا خبرې صحیح دي چې دغه عربان د عربي ملکونو وو، خو د القاعدې مشر اُسامه بن لادن او د القاعدې نورغړي طالبانو ساتلي وو. دغو عربو د افغانستان نه، د ۹/۱۱ ځان وژونکي خذب کړي او رهبري کړي وو. خالد شیخ محمد اعترافونه وکړل چې د اُسامه تر مشرۍ لاندې یې د ۹/۱۱ د حملو طراحي کړیده.
وروره، پدې ارتباط ستاسې څرګندونې، نه دا چې بنیاد نلري، بلکه د منطق په لحاظ هم د منلو نه دي.
ستاسې دا خبرې چې روشنفکران دې د طالبانو سره مرسته وکړي، هم عملی ندي ، ځکه چې طالبان ددیني علم نه پرته نورعلوم کسب بولي، او د نورو مسلکونو عالمان اهل کسبه ګڼي. طالبانو نه د خپل امارت په وځت کې بل چاته مهمې چوکۍ وسپارلې او نه به یې بیا ورکړي.

دطالبان ټول کارونه د الهیاتو پر بنیاد سنجوي، حال دا چې د اسلام ستر پیغمبر داسې نه کول، لکه طالبان چې یې کوي. د طالبانو کارونه او اعمال د الله د قوانینو او آنحضرت د روش سره مغایرت لري. دوی بدعت کوي او د طالبانودا جنګ چې تاسې یې د حق دلاري جهاد بولئ، د خوارجو د جګړو پرته بل څه ندي.

الله دې دوی اصلاح کړي، او تاسې ته دې خیر درکړي.


میرویس
11.03.2014

السلام علیکم. وروڼو
موږ دا بحث د طالبانو لخوا د پولیو د واکسیناسیون د کار کونګو په وژنه، او دغه راز د پولیو د مرض نه دماشومانو د بچ کیدو او شل شوټ کیدو باندې پیل کړئ ؤ.
دالاندې رپوټ وګورئ چې طالبانوبیا څه توره کړیده.
دارپوټ ډېوې خپور کړیدي.
====
ډيره اسماعيل خان کې وسله والو دپوليوډلې ساتونکي دوه پوليس وژلي :
دوه پوليس عسکر الياس اؤ ادريس خپلو کورونو ته ستنيدل چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
11.03.2014
پيښور — وسله والو جنگيالو دپاکستان دخيبرپښتونخوا په ډير اسماعيل خان ضلع کې دنهې په ورځ دپوليو دمخنيوي دډلې په حفاظت مامور دوه پوليس عسکر وژلي دي.
دسرچينو وينا ده دډيره اسماعيل خان احمدگړهـ سيمه کې دپوليو ديوې ډلې دحفاظت دفرائضو ترسره کولو وروستو دوه پوليس عسکر الياس اؤ ادريس خپلو کورونو ته ستنيدل چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دمړو شوؤ پوليسو مړي يې دپوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسولي دي.
پاکستان کې دپوليو دمخنيوي په ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورو پوليس عسکرو دتيرو څو کلونو راهسې خونړۍ حملې روانې دي چې پکې گڼ شمير دپوليو کارکوونکي اؤ پوليس عسکر وژل شوي دي.
پاکستان دنړۍ په هاغو دريوؤ هيوادونو کې شامل دى ، چرته چې دپوليو پشان دمعذوره کوونکې بيمارۍ څخه په لويې شمير کې ماشومان اغيزمن دي.
بل لوري ته په وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دپوليو دټاسک فورس دغونډې دمشرۍ کولو په مهال پاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف په نزدې کلونو کې دتندلارو لخوا دپوليو دډلو دپه نخښه کولو اؤ دټوپک په زور ددغه کمپائن داودرولو په پيښو دخفگان څرگندونه کړې ده.
ښاغلي شريف وويل هيواد څخه دپوليو دناروغۍ ختمولو لپاره دروغتيا بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې دپوليو دمخ په زياتيدونکو کيسونو دانديښنې څرگندولو په ترڅ کې وزيراعظم وويل بايد دپوليو ويکسين هر ماشوم پورې ورسول شي.
دجنورۍ په ١٧مه نيټه دصحت نړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دخيبرپښتونخوا سرښار ټوله نړۍ کې دپوليو ستر مرکز گرځولى ؤ اؤ په حکومت يې دپوليو دخاتمې لپاره دچټک گامونو اخستو غږ کړى ؤ.


میرویس
28.03.2014

السلام علیکم
داځل خو طالبانو د خپل جهالت تر ثبوت هم پښه واړوله، او دا خبره یې په اثبات وروسله چې دوی نه یوازې داچې جاهلان دي، بلکه د پښتونقام، علم، معرفت او تمدن دښمنان هم دي.
طالبانو د پیښورد ښار په څنډه کې د پولیو د واکسین کارګره سلما فاروقي اول وټښتوله بیايې شکنجه کړه، په چړو یې ووهله او وروسته یې د هغې بدن په ګولیو غلبل کړاو بیا یې مړئ په یوه بیابان کې وغورځاوه.

آیا دطالبانو دا کار په کوم مسلک برابر دئ؟ طالبان چې د اسلام رمباړې وهي آیا دالله جل جلاله په نصرت او د پولیو دواکسین په برکت د نایجیریا، پاکستان او افغانستان نه پرته په بل ملک کې د پولیو مرض ندئ ورک شوئ؟ طالبان دې خجالت وباسي چې ګاونډئ ملک هند هم سږ کال د پولیو نه فارغ اعلان شو. همدغه بد مرغه طالبان دي چې لاهم ددوي دبرکته پولیو په پښتنو کې شته ده.
وړمه ورځ د پاکستان د بلوچستان د ایالت په لورلایي کې د پولیو د واکسین محافظ عسکر یې وویشت او ویې واژه.
که څه هم طالبانو ددغو وروستیو پیښو مسؤلیت په غاړه ندئ اخیستئ، خو ټول ولس پوهیږي چې غوا توره پۍ یې سپينې.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ:
===
کوئټه : د پوليو څاڅکي ورکونکي ټيم باندې ډزو کې پوليس محافظ وژل شوی
ډيټي کمشنر وئيلي د پېښې وروستو په علاقه کې د پوليو کمپائن نه دی ودورول شوی .
27.03.2014
د بلوچستان صوبې په لورالائي ضلع کې د پوليو څاڅکي ورکوؤنکي ټيم باندې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د ټيم په حفاظت مامور پوليس وژل شوی دی .
د چارواکو په وينا د لورالائي ضلعې په ناصر اباد سيمه کې دغه پېښه نن د زيارت په ورځ په داسې حال کې رامنځته شوې چې په سيمه کې د پوليو ټيمونو ماشومانو ته د پوليو د مخ نيوي څاڅکي ورکول .
د لورالائي ډپټي کمشنر عبدالواحد کاکړ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د پوليو ټيم دننه په کوڅه کې موجود ؤ ، او پوليس يې د کوڅي په سرکې په حفاظت ولاړ ، چې نامالومه کسانو په پوليس حمله وکړه او د هغه نه يې د ټوپک د اخستو هڅه کوله .
په دغه مهال حمله کوؤنکو په پوليس ډزې وکړې چې له امله يې هغه ووژل شو ، او حمله کوؤنکو د پوليس کلاشنکوف ځان سره وړی او په تېښته کې بريالي شوي دي .
ولې ډيټي کمشنر زياته کړې د پېښې وروستو په علاقه کې د پوليو کمپائن نه دی ودورول شوی .
د چارواکو په وينا د پېښې وروستو پوليس او ليويز موقعې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
د پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې .
د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ، پشين او نورو برخو کې له دې وړاندې هم په پوليس او ليويز دغه ډول بريدونه شوي دي .
د راپورونو ترمخه په کال ۲۰۱۲م کې بلوچستان صوبه کې د پوليو ۷۳ کېسونه مخې ته راغلي وو ، ولې په روان کال کې په صوبه کې د پوليو کوم کېس نه دی رپورټ شوی .


تيمور
02.04.2014

مننه میرویس صیب ستاسو له مالوماتو نه خدای دی مونږ به هم توفیق راکړی چې خپل د مشرانو لاری تعقیب کړو، لکه چې د حضرت عمر رضی الله عنه دا وینا وریادول غواړي چې:
«نحن قوم أعزنا الله بالإسلام فمهما ابتغينا العزة بغيره أذلنا الله.»
موږ ته الله په اسلام عزت راکړی، که د اسلامه پرته مو په بل څه کې د عزت موندلو کوښښ وکړ، الله به مو ذليله کړي.

په درناوئ،


pattang
02.04.2014

وروره داخبرې دې د چا په درد خوري ؟
داخبرې دصليبي اشغالګرو او فاسدينو لپار پرو پاګنده ده !
داخبرې څوک کوي ؟
داسې يو پلوه خبرې دالري اجنټان کوي !
خدای پاک به سزا در کړي !

[quote:04752f8e08="میرویس"]السلام علیکم
داځل خو طالبانو د خپل جهالت تر ثبوت هم پښه واړوله، او دا خبره یې په اثبات وروسله چې دوی نه یوازې داچې جاهلان دي، بلکه د پښتونقام، علم، معرفت او تمدن دښمنان هم دي.
طالبانو د پیښورد ښار په څنډه کې د پولیو د واکسین کارګره سلما فاروقي اول وټښتوله بیايې شکنجه کړه، په چړو یې ووهله او وروسته یې د هغې بدن په ګولیو غلبل کړاو بیا یې مړئ په یوه بیابان کې وغورځاوه.

آیا دطالبانو دا کار په کوم مسلک برابر دئ؟ طالبان چې د اسلام رمباړې وهي آیا دالله جل جلاله په نصرت او د پولیو دواکسین په برکت د نایجیریا، پاکستان او افغانستان نه پرته په بل ملک کې د پولیو مرض ندئ ورک شوئ؟ طالبان دې خجالت وباسي چې ګاونډئ ملک هند هم سږ کال د پولیو نه فارغ اعلان شو. همدغه بد مرغه طالبان دي چې لاهم ددوي دبرکته پولیو په پښتنو کې شته ده.
وړمه ورځ د پاکستان د بلوچستان د ایالت په لورلایي کې د پولیو د واکسین محافظ عسکر یې وویشت او ویې واژه.
که څه هم طالبانو ددغو وروستیو پیښو مسؤلیت په غاړه ندئ اخیستئ، خو ټول ولس پوهیږي چې غوا توره پۍ یې سپينې.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ:
===
کوئټه : د پوليو څاڅکي ورکونکي ټيم باندې ډزو کې پوليس محافظ وژل شوی
ډيټي کمشنر وئيلي د پېښې وروستو په علاقه کې د پوليو کمپائن نه دی ودورول شوی .
27.03.2014
د بلوچستان صوبې په لورالائي ضلع کې د پوليو څاڅکي ورکوؤنکي ټيم باندې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د ټيم په حفاظت مامور پوليس وژل شوی دی .
د چارواکو په وينا د لورالائي ضلعې په ناصر اباد سيمه کې دغه پېښه نن د زيارت په ورځ په داسې حال کې رامنځته شوې چې په سيمه کې د پوليو ټيمونو ماشومانو ته د پوليو د مخ نيوي څاڅکي ورکول .
د لورالائي ډپټي کمشنر عبدالواحد کاکړ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د پوليو ټيم دننه په کوڅه کې موجود ؤ ، او پوليس يې د کوڅي په سرکې په حفاظت ولاړ ، چې نامالومه کسانو په پوليس حمله وکړه او د هغه نه يې د ټوپک د اخستو هڅه کوله .
په دغه مهال حمله کوؤنکو په پوليس ډزې وکړې چې له امله يې هغه ووژل شو ، او حمله کوؤنکو د پوليس کلاشنکوف ځان سره وړی او په تېښته کې بريالي شوي دي .
ولې ډيټي کمشنر زياته کړې د پېښې وروستو په علاقه کې د پوليو کمپائن نه دی ودورول شوی .
د چارواکو په وينا د پېښې وروستو پوليس او ليويز موقعې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
د پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې .
د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ، پشين او نورو برخو کې له دې وړاندې هم په پوليس او ليويز دغه ډول بريدونه شوي دي .
د راپورونو ترمخه په کال ۲۰۱۲م کې بلوچستان صوبه کې د پوليو ۷۳ کېسونه مخې ته راغلي وو ، ولې په روان کال کې په صوبه کې د پوليو کوم کېس نه دی رپورټ شوی .[/quote:04752f8e08]


میرویس
03.04.2014

تیمور وروره، السلام علیکم
ستاسې فرموده د کاڼي کرښه ده. دغه طالبان دي چې د اسلام ددین لمن یې ترک کړېده، اود القاعدې، پنجابي اونورو ګاونډیو ملکونو د ترورستانو او افغانستان د سر سپرده دښمنانو لمن یې نیولې ده. طالبان ددغو بدعتیانو سره ګمراه شویدي. پخپله چې ناروغ شي رمباړې وهي ډاکترانو ته د علاج دپاره ورځي، خو د پولیو د واکسین کارکونکي او دهغوی محافطان وژني. طالبان په لوی لاس زموږ راتلونکئ نسل د پولیو د موزي مرض د خطر سره داسې مخامخ کوي چې یا یې ووژني او یایې تر ابده شل او شوټ کړي.
طالبان د پښتون قام دپاره یو لوی شر او آفت دي.
األه جل جلاله به ددوی سره حساب وکړي.


میرویس
03.04.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
پتنګ خان بیا اوتې بوتې ویشتلې دي. پتنګ داسې ځواب راکړيدئ:

وروره داخبرې دې د چا په درد خوري ؟
داخبرې دصليبي اشغالګرو او فاسدينو لپار پرو پاګنده ده !
داخبرې څوک کوي ؟
داسې يو پلوه خبرې دالري اجنټان کوي !
خدای پاک به سزا در کړي

ګرانو وطنوالو، زه یو ځل بیا د پتنګ سره په پوره صداقت او سړیتوب غږېږیم.
پتنګ صاحب، د خبرې د کړلو نه مخکې اول لږ فکر وکړه.
داخبرې ولې د صلیبیانو په ګټه دي؟
که ته دا خبرې د هغوی په ګټه بولې، نو طالبان دغه کار د خپلو ماشومانو پر خلاف او د صلیبیانو په ګټه کوي.

وروره دا خبرې د طالبانو اصلي بڼه ولس ته څرګندوي. طالبان په لوی لاس پښتون قام تباه کوي. له یوې خوا یې وژني، له بلې خوا یې د تعلیم نه محروم کوي، له بلې خوايې ماښوماان معیوب کوي او دغه راز یې په ټوله دنیا کې شرموی.
نن سبا پولیو ته د پښتون ویروس وایي.
پتنګه ته او طالبانو خجالت وباسئ.


pattang
06.04.2014

[quote:e8547ecbef="میرویس"]ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
پتنګ خان بیا اوتې بوتې ویشتلې دي. پتنګ داسې ځواب راکړيدئ:
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
ګرانو وطنوالو، زه یو ځل بیا د پتنګ سره په پوره صداقت او سړیتوب غږېږیم.
پتنګ صاحب، د خبرې د کړلو نه مخکې اول لږ فکر وکړه.
داخبرې ولې د صلیبیانو په ګټه دي؟
که ته دا خبرې د هغوی په ګټه بولې، نو طالبان دغه کار د خپلو ماشومانو پر خلاف او د صلیبیانو په ګټه کوي.
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
پتنګه ته او طالبانو خجالت وباسئ.[/quote:e8547ecbef]

د پښتو ليک د زدکړی خو مکتبي نه یې !

دطالب سپکاوی ، صليبيانو ته درنښت ، هر کلی او قانو نيت ورکوي
او اشغال په افغانستان کې ټينګوي او فاسدين جنايتکاره ددولت په
چوکويو نور هم کلکه وي او د غلا ګوډې یې نور هم لو ئيږي !
دطالب کارونه دماشومانو او يا ملکي وګړو د وژنې په هکله دفاسد
دولت او cia پروپاګنده ده ، طالب هيڅ وخت خپل اولس نه وژني
اونه یې هدف دوژلو لري هغوی مخکې هم په افغانستان کې حکومت
کړی دی !
ستا دالري پرو پا ګنده د cia په لومه کې تړلې ! اوداپردې مانا که
صليبيان ورک شي بيا به دا سړي خواره طالبان راشي ، خو هله جار
له صليبيانو اوروک دې شي طالب !

صليبيان + فاسدين = {دالر، فحشا، غصب،بې ناموسي ، اسلام وژنه،
پښتون وژنه،تاجک سالاري، رشوت ، بې عدالتي ، بې مسلکي ،
جعليت ، افغانستان دصليبيانو دعشق مرکز ۰۰۰۰۰ }


اتل
11.04.2014

پتنګ صاجب، سلامونه
وروره ته ړوند، کوڼ او بې احساسه یې او ماغزه دې کنګل شویدي.
کله چې ددغو نقایصو نه ورغیږي، بیا ه پوه شي چې دنیا څو ډانګه ده؟
آلله جل جلاله دې مرسته درسره وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more