د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

(احزاب) اسلامي افغانستان

حمید هڅــاند
30.12.2013

د ښاغلي وهاج افغان له فیسبوک پاڼې څخه

جمعيت اسلامي افغانستان
اتحاد اسلامي افغانستان
حزب اسلامي افغانستان
حرکت اسلامي افغانستان
محاذ اسلامي افغانستان
وحدت اسلامي افغانستان
انقلاب اسلامي افغانستان
دعوت اسلامي افغانستان
اقتدار اسلامي افغانستان
دا څو ډوله اسلام دی؟ آيا دا کار په اسلام تجارت نه دی؟ څومره مسلمانان مو په دې کار سره په کشمکش کې اچولي دي؟ چې د چا اسلام ومني؟. د چا اسلام ښه دی؟ او د چا نه؟ د چا سم دی او د چا کوږ.
که مسلمانان ياست؛ او اسلام ته خدمت غواړئ؛ نو اسلام کې تحزبات نشته. د مسلمانانو يو جماعت وي؛ چې د يوه مسلمان امير لاندې راټوليږي. (جماعة المسلمين وامامهم)
که چېرې وايئ، چې سياسي ډلې دي؛ سياسې موخې لري؛ ديموکراسي ده. احزابو ته اړتيا ده.
نو بيا مهرباني وکړئ، دا د اسلام روستاړی ترې لرې کړئ. بس دی دومره تجارت مو بس دی. ستاسې اسلاميت به ستاسې په انتماء او کړنو کې ښکاري، هسې هم ټول يو دين او يو فکري مکتب ته منتسب ياست.


Re: (احزاب) اسلامي افغانستان

pattang
01.01.2014

هڅاند صيب سلامونه !
ښه ده چې دکرزي دفاسدينوپه منځ کې پاک پاته او فاسد شوی نه
یې!
وراره ګله! هلته چې پيسې وي اسلام نشته ! ډېر کم انسانان شته
چې له پيسو سره صادق مسلمان پاتې شوی وي !
داټول سياسي نومونه دي خو يو یې هم په سياست نه پوهيږي او
نه پوهېدل ! دپيسو په خربازي کې هم کيفي ورګډ شول او د مليونو
بېګناه انسانانو وينې یې خرځې کړې !

[quote:9c3b07c00e="حمید هڅــاند"]د ښاغلي وهاج افغان له فیسبوک پاڼې څخه
جمعيت اسلامي افغانستان
اتحاد اسلامي افغانستان
حزب اسلامي افغانستان
حرکت اسلامي افغانستان
محاذ اسلامي افغانستان
وحدت اسلامي افغانستان
انقلاب اسلامي افغانستان
دعوت اسلامي افغانستان
اقتدار اسلامي افغانستان
دا څو ډوله اسلام دی؟ آيا دا کار په اسلام تجارت نه دی؟ څومره مسلمانان مو په دې کار سره په کشمکش کې اچولي دي؟ چې د چا اسلام ومني؟. د چا اسلام ښه دی؟ او د چا نه؟ د چا سم دی او د چا کوږ.
که مسلمانان ياست؛ او اسلام ته خدمت غواړئ؛ نو اسلام کې تحزبات نشته. د مسلمانانو يو جماعت وي؛ چې د يوه مسلمان امير لاندې راټوليږي. (جماعة المسلمين وامامهم)
که چېرې وايئ، چې سياسي ډلې دي؛ سياسې موخې لري؛ ديموکراسي ده. احزابو ته اړتيا ده.
نو بيا مهرباني وکړئ، دا د اسلام روستاړی ترې لرې کړئ. بس دی دومره تجارت مو بس دی. ستاسې اسلاميت به ستاسې په انتماء او کړنو کې ښکاري، هسې هم ټول يو دين او يو فکري مکتب ته منتسب ياست.[/quote:9c3b07c00e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more