د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

لوګر کې چاودنې ۶ ملکيان شهیدان او ۱۳ يې ټپيان

شاه ولي
26.12.2013

قدرمنو هیوادوالو اسلام علیکم،
د لوګر ولايت نه راپورونه وايي چې نن (چارشنبه) له ماسپښن وروسته په دوه نيمو بجو کې د طالبانو د ماين په يوې چاودنې کې لږترلږه شپږ (۶) بیګناه افغانان شهیدان او (۱۳) چې اکثراً ملکی وګړې دي سخته ټپیان شوي دي، د دې دردونکې پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.
الله تعالی په قرآنکریم کې داسې فرمایلي دي:
سُوۡرَةُ النِّسَاء
وَمَن يَقۡتُلۡ مُؤۡمِنً۬ا مُّتَعَمِّدً۬ا فَجَزَآؤُهُ ۥ جَهَنَّمُ خَـٰلِدً۬ا فِيہَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ وَلَعَنَهُ ۥ وَأَعَدَّ لَهُ ۥ عَذَابًا عَظِيمً۬ا (٩٣)
ترجمه: او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره نو جزأ د ده دوزخ دي، چې تل به وي دې په دوزخ کښې، او غضب کړي دي، الله په ده باندې او لری کړي دي (الله) دا قاتل له خپل رحمت څخه او تیار کړي دي ده ته عذاب ډېر لوي.
طالبان د کوم دین او مذهب پیروان دي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more