د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

کاشکې نور هم د شپیتو په قدم لاړ شي

اتل
19.12.2013

محترمانو، السلام علیکم
کاشکې په افغانستان کې د سولې په لاره کې دغه پرمختګونه دوام وکړي، ځکه چې په اوږده موده، کې په ملک کې د سولې د راتلو د جریان ملا ور تړي، او سمدستي، دنورو قتلونه مخه نیول کیږي.
دا لاندې خبر خبریال خپور کړیدئ:
====
شپيته تنه وسله وال طالبان د سولي د پروسي سره يو ځاى سول: بدخشان
28 قوس / لیندۍ 1392, 03:34

د بدخشان ولايت چارواکي وايې چې ددي ولايت په اړونده کې شپيته تنه وسله وال طالبان ددو قومندانانو په ګډون د افغان دولت سره يو ځاى سوي دي.
د بدخشان ولايت سيمه ايز چارواکي وايې چې دغه شپيته تنه وسله وال طالبان د نوموړي ولايت په جرم ولسوالۍ کې د سولي پروسي ته ورغلي دي.
د بدخشان د امنيت آمر سيد کرامت جهانګير وايې چې دغه شپيته تنه وسله وال طالبان په نوموړي ولسوالۍ کې له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځاى تسليم سوي دي او له جګړي يې لاس اخيستى دى.
په جرم ولسوالۍ کې د وردوج ولسوالۍ وروسته وسله والو طالبانو خپل فعاليتونه پراخ کړل او په دي ولسوالۍ کې يې افغان ځواکونو ته ګڼه مرګ ژوبله هم واړول.
د بدخشان امنیه قومندانی د امنیت آمر سمونوال سید جهانګیر کرامت په ټلیفونی اړیکه کې خبریالانو ته وویل دغه دوه وسله والو قومندانانو مولوي عباس او مولوي عنایت الله تر دي وړاندي د جرم ولسوالۍ په خوستک سیمه کې د دولت پر ضد وران کاري فعالیتونه تر سره کول چې په دي سره به په دغه ولسوالی کې ډاډمن امنیت رامنځ ته سي.


Re: کاشکې نور هم د شپیتو په قدم لاړ شي

tandar
20.12.2013

داټوله ساختګي پروپاګنده ده له ٦٠ څه نه جوړيږي اوپه يوه ګل غوړيدو سره پسرلي هم نه راځي ترڅو ١٠٠ فيصده نه شي يعني اشغالګر ووځي کرزي اونوروطن فرشان او دملت قاتلان ، جنګ سالاران پړي په غاړه اوواښه په خوله ملت ته تسليم اوتري بښنه وغواړي نوبيا دسولي دراتلو يو امکان شته
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي

[quote:5680da286f="اتل"]محترمانو، السلام علیکم
کاشکې په افغانستان کې د سولې په لاره کې دغه پرمختګونه دوام وکړي، ځکه چې په اوږده موده، کې په ملک کې د سولې د راتلو د جریان ملا ور تړي، او سمدستي، دنورو قتلونه مخه نیول کیږي.
دا لاندې خبر خبریال خپور کړیدئ:
====
شپيته تنه وسله وال طالبان د سولي د پروسي سره يو ځاى سول: بدخشان
28 قوس / لیندۍ 1392, 03:34

د بدخشان ولايت چارواکي وايې چې ددي ولايت په اړونده کې شپيته تنه وسله وال طالبان ددو قومندانانو په ګډون د افغان دولت سره يو ځاى سوي دي.
د بدخشان ولايت سيمه ايز چارواکي وايې چې دغه شپيته تنه وسله وال طالبان د نوموړي ولايت په جرم ولسوالۍ کې د سولي پروسي ته ورغلي دي.
د بدخشان د امنيت آمر سيد کرامت جهانګير وايې چې دغه شپيته تنه وسله وال طالبان په نوموړي ولسوالۍ کې له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځاى تسليم سوي دي او له جګړي يې لاس اخيستى دى.
په جرم ولسوالۍ کې د وردوج ولسوالۍ وروسته وسله والو طالبانو خپل فعاليتونه پراخ کړل او په دي ولسوالۍ کې يې افغان ځواکونو ته ګڼه مرګ ژوبله هم واړول.
د بدخشان امنیه قومندانی د امنیت آمر سمونوال سید جهانګیر کرامت په ټلیفونی اړیکه کې خبریالانو ته وویل دغه دوه وسله والو قومندانانو مولوي عباس او مولوي عنایت الله تر دي وړاندي د جرم ولسوالۍ په خوستک سیمه کې د دولت پر ضد وران کاري فعالیتونه تر سره کول چې په دي سره به په دغه ولسوالی کې ډاډمن امنیت رامنځ ته سي.[/quote:5680da286f]


Hashmat Kahn
17.01.2014

ګرانو لوستونکو!
دا خو یوه ښکاره خبره ده چې د جګړي نه ټول افغانان په دوو پزو رسیدلی او غواړي چې نور په سوله کې ژوند وکړي. اوس نو طالبان هم په دي‌ پوه شول چې په جګړه کې ددوي ګټه نشته ځکه خو طالبان ددولت سره یو ځای کیږي.
په درنښت
حشمت


دهزاد
18.01.2014

این خبر بوی دروغ دارد


pattang
18.01.2014

په دالرو خرڅ شویه بې ناموسه داخوب به د ګور ته در سره يوسې
خو په سترګو به یې ونه وينې !!

[quote:f4cd3a0f4f="Hashmat Kahn"]ګرانو لوستونکو!
دا خو یوه ښکاره خبره ده چې د جګړي نه ټول افغانان په دوو پزو رسیدلی او غواړي چې نور په سوله کې ژوند وکړي. اوس نو طالبان هم په دي‌ پوه شول چې په جګړه کې ددوي ګټه نشته ځکه خو طالبان ددولت سره یو ځای کیږي.
په درنښت
حشمت[/quote:f4cd3a0f4f]


اتل
12.03.2014

ګرانو وروڼو، السلام علیکم
تاسې د مړې ګیډې نه خبرې کوئ چې په یوه ګل نه پسرلئ کیږي. دا یوازنئ عمل ندئ چې د طالبانو نه خلک اوړی. د طالبانو پرخلاف مقاومتونه هم دوام لري. زموږ د بل ګډون کوني خبره درسته ده چې افغانا د جنګ نه ستومانه شوي دي، او صلحه غواړي. تاسې واریدل چې په لکونو ښخو طالبانو ته پلو وغوړاوه چې د جنګ نه لاس وخلي او په ملک کې صلح او ثبات ته کار وکړي، خو چاته وايي؟
وروڼو، تاسې د صلحې او جنګ په برخه کې خپلې افراطي موخې لرئ، او تاسې د ولس په غوښتنو سترګې پټې کړیدي. ولس پدې کې ندئ چې څوک د حیوان غوند ې تسلیم شي او څوک دې نشي. ولس د افغا وژنې بندول او د امنیت راتلل غواړي.
پتنګ بیا خپله خوله مرداره کړیده. پتنګ یې هم خوري او هم مښوکه څنډي.
په احترام.


pattang
13.03.2014

لکه خلقی نطاق او تيوريسن چې په لمر او تلوع تلويزونو کې
لګياوي او په تېرو نه شرميږي !
خو له تا څخه يوه پوښتنه کوم اوهغه داده چې که طالب نوي نو
تاسو به څرنګه کوۍ ؟؟

- ژوند به کوۍ له اشغالګرو او فاسدينو سره يو ځای؟
- اوکه يو نوی حرکت به دازادي لپاره رامنځ ته کوۍ؟

زه ګمان نکوم چې تاسو خپل خراب د غلامي ګېن ته تغير ورکړی !

ژوندي دې وي :

درواغ، جعل کاري، رشوت، فحشا، بچه بازي ، دمځکو غصبونه
ناپوهي، انسان وژنه ، تحقير او بې ايماني !

[quote:7886954384="اتل"]ګرانو وروڼو، السلام علیکم
تاسې د مړې ګیډې نه خبرې کوئ چې په یوه ګل نه پسرلئ کیږي. دا یوازنئ عمل ندئ چې د طالبانو نه خلک اوړی. د طالبانو پرخلاف مقاومتونه هم دوام لري. زموږ د بل ګډون کوني خبره درسته ده چې افغانا د جنګ نه ستومانه شوي دي، او صلحه غواړي. تاسې واریدل چې په لکونو ښخو طالبانو ته پلو وغوړاوه چې د جنګ نه لاس وخلي او په ملک کې صلح او ثبات ته کار وکړي، خو چاته وايي؟
وروڼو، تاسې د صلحې او جنګ په برخه کې خپلې افراطي موخې لرئ، او تاسې د ولس په غوښتنو سترګې پټې کړیدي. ولس پدې کې ندئ چې څوک د حیوان غوند ې تسلیم شي او څوک دې نشي. ولس د افغا وژنې بندول او د امنیت راتلل غواړي.
پتنګ بیا خپله خوله مرداره کړیده. پتنګ یې هم خوري او هم مښوکه څنډي.
په احترام.[/quote:7886954384]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more