د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د طالبانو معنوي پلار مولانا سمیع الحق

میرویس
13.12.2013

السام علیکم وطنوالو
د پاکستان مولانا سمیع الحق چې ځان دطالبانو معنوي پلار ګڼي، وړمه ورځ فتوی ورکړه چې د ماشومانو د ګوزن یا فالج واکسین د اسلامی ارشاداتو سره هیځ اختلاف نلري. پداسې حال کې چې د ځان او اولاد ساتنه فرض ده، او دپولیو واکسین ماشومان د مرګ او ابدي فلج نه بچ کوي، نو بیا ولې طالبان د الله د ارشاداتو نه سر غړوی، او خپل معنوي پلارخبره نه مني.
دا خبر بي بي سي ورکړیدئ:
====
خيبراؤ صوابۍ کې دپوليوپه ډلو حملې، دعسکرو پشمول درې کسان وژل شوي
دوه پوليس عسکر دپوليو دمخنيوي ډلې ته دتحفظ ورکولو لپاره په موټر سائيکل روان وؤ چې دصوابۍ په ټوپۍ روډ پرې خواؤشا څلورو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړي.

فاروق فراق
13.12.2013
پيښور- دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ سيمه اؤ قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دپوليو دمخنيوي ډلو ته په امنيت ورکوونکو پوليس عسکرو نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې له امله يې درې عسکر وژل شوي دي.
دمقامي پوليسو ترمخه دوه پوليس عسکر دپوليو دمخنيوي ډلې ته دتحفظ ورکولو لپاره په موټر سائيکل روان وؤ چې دصوابۍ په ټوپۍ روډ پرې خواؤشا څلورو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړي.
ددغو ډزو له امله يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ دوهم ژوبل شوى اؤ هغه دعلاج لپاره دصوابۍ هسپتال ته رسول شوي اؤ دغلته يې دزخمونو تاب نۀ دى راوړى اؤ ساه يې ورکړې.
دمقامي پوليسو يو چارواکي محمد سجاد ددغه پيښې په خبريالانو ته وئيلي دي چې دواړو عسکرو ته په سيمه کې دروان پوليو ويکسينيشن دکمپائن دتحفظ ذمه واري سپارل شوې وه.
ددغو عسکرو سره دجون دمياشتې څخه پاکستان کې دپوليو دمهم سره دتړلو کسانو دمړو شميره ٢٦ؤ ته رسيدلې ده.
دبريد وروستو امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دشکمنو بريدکوونکو په ضد يې دلټونې عمليات پيل کړي.
په يوه بله پيښه کې دخيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو دپوليو په يوه ډله ډزې کړي چې له امله يې دپوليو يو کارکوونکى وژل شوى دى.
بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
له دې وړاندې هم دخيبرپښتونخوا په صوابۍ، مردان، پيښور اؤ نورو سيمو کې دنامعلومو وسله والو لخوا دپوليو په ډلو بريدونه شوي چې پکې گڼ شمير کسان وژل شوي اؤ دپوليو په ډلو دمخ په زياتيدونکو حملو په نظر کې نيولو سره دپاکستان حکومت دغو ډلو ته دحفاظت لپاره پوليس عسکر ورکړي دي.
په ٣٠م نومبر هم دپيښور په بډهـ بيره سيمه کې وسله والو دپوليو دمخنيوي په ډله حمله کړې وه اؤ يو پوليس عسکر يې وژلى ؤ.
پاکستان کې دپوليو په ډلو ددغسې حملو په وجه څو ځله دغه مهم دځنډ ښکار شوى اؤ په سلگونو ماشومان دپوليو دناروغۍ دمخنيوي دڅاڅکو څخه محرومه پاتې کيږي.


Re: د طالبانو معنوي پلار مولانا سمیع الحق

pattang
14.12.2013

زما په ولايت کې اکسره طالبان دي ټول واکسينو ته ځي او واکسين
کوي ! که کومه ژوبله شوې وي هغه به سي ای اې کړې وي او يابه
د واکسين په نوم د cia اجنټان وژل شوي وي ! !

[quote:d6b8e7bf24="میرویس"]السام علیکم وطنوالو
د پاکستان مولانا سمیع الحق چې ځان دطالبانو معنوي پلار ګڼي، وړمه ورځ فتوی ورکړه چې د ماشومانو د ګوزن یا فالج واکسین د اسلامی ارشاداتو سره هیځ اختلاف نلري. پداسې حال کې چې د ځان او اولاد ساتنه فرض ده، او دپولیو واکسین ماشومان د مرګ او ابدي فلج نه بچ کوي، نو بیا ولې طالبان د الله د ارشاداتو نه سر غړوی، او خپل معنوي پلارخبره نه مني.
دا خبر بي بي سي ورکړیدئ:
====
خيبراؤ صوابۍ کې دپوليوپه ډلو حملې، دعسکرو پشمول درې کسان وژل شوي
دوه پوليس عسکر دپوليو دمخنيوي ډلې ته دتحفظ ورکولو لپاره په موټر سائيکل روان وؤ چې دصوابۍ په ټوپۍ روډ پرې خواؤشا څلورو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړي.

فاروق فراق
13.12.2013
پيښور- دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ سيمه اؤ قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دپوليو دمخنيوي ډلو ته په امنيت ورکوونکو پوليس عسکرو نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې له امله يې درې عسکر وژل شوي دي.
دمقامي پوليسو ترمخه دوه پوليس عسکر دپوليو دمخنيوي ډلې ته دتحفظ ورکولو لپاره په موټر سائيکل روان وؤ چې دصوابۍ په ټوپۍ روډ پرې خواؤشا څلورو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړي.
ددغو ډزو له امله يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ دوهم ژوبل شوى اؤ هغه دعلاج لپاره دصوابۍ هسپتال ته رسول شوي اؤ دغلته يې دزخمونو تاب نۀ دى راوړى اؤ ساه يې ورکړې.
دمقامي پوليسو يو چارواکي محمد سجاد ددغه پيښې په خبريالانو ته وئيلي دي چې دواړو عسکرو ته په سيمه کې دروان پوليو ويکسينيشن دکمپائن دتحفظ ذمه واري سپارل شوې وه.
ددغو عسکرو سره دجون دمياشتې څخه پاکستان کې دپوليو دمهم سره دتړلو کسانو دمړو شميره ٢٦ؤ ته رسيدلې ده.
دبريد وروستو امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دشکمنو بريدکوونکو په ضد يې دلټونې عمليات پيل کړي.
په يوه بله پيښه کې دخيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو دپوليو په يوه ډله ډزې کړي چې له امله يې دپوليو يو کارکوونکى وژل شوى دى.
بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
له دې وړاندې هم دخيبرپښتونخوا په صوابۍ، مردان، پيښور اؤ نورو سيمو کې دنامعلومو وسله والو لخوا دپوليو په ډلو بريدونه شوي چې پکې گڼ شمير کسان وژل شوي اؤ دپوليو په ډلو دمخ په زياتيدونکو حملو په نظر کې نيولو سره دپاکستان حکومت دغو ډلو ته دحفاظت لپاره پوليس عسکر ورکړي دي.
په ٣٠م نومبر هم دپيښور په بډهـ بيره سيمه کې وسله والو دپوليو دمخنيوي په ډله حمله کړې وه اؤ يو پوليس عسکر يې وژلى ؤ.
پاکستان کې دپوليو په ډلو ددغسې حملو په وجه څو ځله دغه مهم دځنډ ښکار شوى اؤ په سلگونو ماشومان دپوليو دناروغۍ دمخنيوي دڅاڅکو څخه محرومه پاتې کيږي.[/quote:d6b8e7bf24]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more