د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ډله ډله طالبان وسلې پر مځکه ږدي.

میرویس
09.12.2013

السلام علیکم
دا لاندې خبر ښیي چې طالبان په مدار مدار پدې پوهییږي چې د طالبانو د تحریک دا روان جنګ، د خارجیانو د پاره نیابتي جنګ دئ، او د افانستان د خلکو سره ظلم او د ملک د بقا دپاره خطر دئ.
===
دېرش کسيزه وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سول
9 Dec 2013, 3:04
وروسته له دي چې په افغانستان کې د سولي پر روانه پروسه نيوکي ډيري سوي دي ور سره سم د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دېرش کسيزه وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سول.
دغه ډله چې مشري يې د ملا رحمت الله او جمعه ګل په نومونو دوه د منځۍ کچي وسله وال طالب قومندان کوي نن يې يو شمېر وسلي، ماينونه او نور مهمات دولت ته وسپارل.
د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال ددي مراسمو پر مهال وويل چې په کندهار کې امنيت تر مخکي سم سوى دى او تر ټولو ډېر اغيز پري د سولي د پروسي دى.
د پتيال په وينا چې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي سوي دي که چېري وسله وال طالبان د سولي لار خپله نه کړي نو يا خو به ووژل سي او يا خو به ونيول سي.

د کندهار د سولي د ولايتي کميټي مشر عطا محمد احمدي وويل چې دغه دېرشو تنو وسله والو طالبانو د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ په زنګي آباد او ځينو نورو سيمو کې خپل فعاليتونه تر سره کول او تر ډېره يې په ماين چاودنو او وسله والو نښتو کې دندي درلودي.
د نوموړي په وينا چې ملا رحمت الله او جمعه ګل تازه دمه په وسله وال فعاليت بوخت ول او هغوى دا درک کړل چې افغان دولت پر حق او وسله وال طالبان د نورو استخباراتي کړيو په اشاره او مرسته فعاليت تر سره کوي.

ددي سره په يوه وخت کې د سولي د پروسي يو ځاى سوى قومندان ملا رحمت الله او يو تن افراد يې وايې چې د سولي دپروسي سره وروسته له هغي يو ځاى سول کله چې يې وليدل افغان دولت د خلکو او ولس په ګټه چاري تر سره کوي.
هغه ومنل چې د افغانستانه بهر يو شمېر ديني عالمان او نورو کړيو ورته لارښوونه کول تر څو په افغانستان کې تخريبي اعمال تر سره کړي.
دوى وايې چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې يې فعاليت د ماينونو اېښودل او وسله والي جګړي وي.
د سولي د پروسي سره د يو ځاى سويو کسانو په ډله کې ځيني د دلګيو مشارن بلل کيدل او د پنجوايې ولسوالۍ تر څنګ په ژړۍ، ميوند او ځينو نورو سيمو کې فعاليتونه تر سره کول او د فعاليتونو ساحه يې محدوده نه ول.

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي December 9, 2013.

Re: ډله ډله طالبان وسلې پر مځکه ږدي.

pattang
09.12.2013

داد هېره کړې چې ډېر ملي پوليس هم طالبانو ته تښتي !
ته د طلوع اولمر د تلويزيونو پروپاګنده خوشې تکراروي !

[quote:3171264781="میرویس"]السلام علیکم
دا لاندې خبر ښیي چې طالبان په مدار مدار پدې پوهییږي چې د طالبانو د تحریک دا روان جنګ، د خارجیانو د پاره نیابتي جنګ دئ، او د افانستان د خلکو سره ظلم او د ملک د بقا دپاره خطر دئ.
===
دېرش کسيزه وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سول
9 Dec 2013, 3:04
وروسته له دي چې په افغانستان کې د سولي پر روانه پروسه نيوکي ډيري سوي دي ور سره سم د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دېرش کسيزه وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سول.
دغه ډله چې مشري يې د ملا رحمت الله او جمعه ګل په نومونو دوه د منځۍ کچي وسله وال طالب قومندان کوي نن يې يو شمېر وسلي، ماينونه او نور مهمات دولت ته وسپارل.
د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال ددي مراسمو پر مهال وويل چې په کندهار کې امنيت تر مخکي سم سوى دى او تر ټولو ډېر اغيز پري د سولي د پروسي دى.
د پتيال په وينا چې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي سوي دي که چېري وسله وال طالبان د سولي لار خپله نه کړي نو يا خو به ووژل سي او يا خو به ونيول سي.

د کندهار د سولي د ولايتي کميټي مشر عطا محمد احمدي وويل چې دغه دېرشو تنو وسله والو طالبانو د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ په زنګي آباد او ځينو نورو سيمو کې خپل فعاليتونه تر سره کول او تر ډېره يې په ماين چاودنو او وسله والو نښتو کې دندي درلودي.
د نوموړي په وينا چې ملا رحمت الله او جمعه ګل تازه دمه په وسله وال فعاليت بوخت ول او هغوى دا درک کړل چې افغان دولت پر حق او وسله وال طالبان د نورو استخباراتي کړيو په اشاره او مرسته فعاليت تر سره کوي.

ددي سره په يوه وخت کې د سولي د پروسي يو ځاى سوى قومندان ملا رحمت الله او يو تن افراد يې وايې چې د سولي دپروسي سره وروسته له هغي يو ځاى سول کله چې يې وليدل افغان دولت د خلکو او ولس په ګټه چاري تر سره کوي.
هغه ومنل چې د افغانستانه بهر يو شمېر ديني عالمان او نورو کړيو ورته لارښوونه کول تر څو په افغانستان کې تخريبي اعمال تر سره کړي.
دوى وايې چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې يې فعاليت د ماينونو اېښودل او وسله والي جګړي وي.
د سولي د پروسي سره د يو ځاى سويو کسانو په ډله کې ځيني د دلګيو مشارن بلل کيدل او د پنجوايې ولسوالۍ تر څنګ په ژړۍ، ميوند او ځينو نورو سيمو کې فعاليتونه تر سره کول او د فعاليتونو ساحه يې محدوده نه ول.

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي December 9, 2013.[/quote:3171264781]

Re: ډله ډله طالبان وسلې پر مځکه ږدي.

Hashmat Kahn
26.12.2013

[quote:f1ce5a502b="pattang"]داد هېره کړې چې ډېر ملي پوليس هم طالبانو ته تښتي !
ته د طلوع اولمر د تلويزيونو پروپاګنده خوشې تکراروي !

میرویس خانه!
دا خو یوه ښکاره خبره ده چې طالبان په غلطه او غیر اسلامی لاره روان دي. خدای دي وکړي‌چې نور طالبان هم په دي پوه شې چې جګره د حل لاره نده او هغه غوټه چې په لاس خلاسیږي‌ ولی یې په خوله خلاصه کړو. د پتنګ په خبرو پسی مه ګرځه هغه ته څو ځلی نه یوازی ما چې نورور د فورم خلکو هم لیکلی چې ولی حق نه وایې او تل د طالبانو څخه په نا حقه دفاع کوي‌. خو د هغو چرګه یوه پښه لري او د بل چا نه منی. خدای دي‌ وکړي‌چې پتنګ هم لکه دغه طالبان چې په خپلو کړونو پیښمانه دي‌ ،‌پښیمانه شې. آمین

په درنښټ
حشمت

[quote:f1ce5a502b="میرویس"]السلام علیکم
دا لاندې خبر ښیي چې طالبان په مدار مدار پدې پوهییږي چې د طالبانو د تحریک دا روان جنګ، د خارجیانو د پاره نیابتي جنګ دئ، او د افانستان د خلکو سره ظلم او د ملک د بقا دپاره خطر دئ.
===
دېرش کسيزه وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سول
9 Dec 2013, 3:04
وروسته له دي چې په افغانستان کې د سولي پر روانه پروسه نيوکي ډيري سوي دي ور سره سم د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دېرش کسيزه وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سول.
دغه ډله چې مشري يې د ملا رحمت الله او جمعه ګل په نومونو دوه د منځۍ کچي وسله وال طالب قومندان کوي نن يې يو شمېر وسلي، ماينونه او نور مهمات دولت ته وسپارل.
د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال ددي مراسمو پر مهال وويل چې په کندهار کې امنيت تر مخکي سم سوى دى او تر ټولو ډېر اغيز پري د سولي د پروسي دى.
د پتيال په وينا چې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي سوي دي که چېري وسله وال طالبان د سولي لار خپله نه کړي نو يا خو به ووژل سي او يا خو به ونيول سي.

د کندهار د سولي د ولايتي کميټي مشر عطا محمد احمدي وويل چې دغه دېرشو تنو وسله والو طالبانو د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ په زنګي آباد او ځينو نورو سيمو کې خپل فعاليتونه تر سره کول او تر ډېره يې په ماين چاودنو او وسله والو نښتو کې دندي درلودي.
د نوموړي په وينا چې ملا رحمت الله او جمعه ګل تازه دمه په وسله وال فعاليت بوخت ول او هغوى دا درک کړل چې افغان دولت پر حق او وسله وال طالبان د نورو استخباراتي کړيو په اشاره او مرسته فعاليت تر سره کوي.

ددي سره په يوه وخت کې د سولي د پروسي يو ځاى سوى قومندان ملا رحمت الله او يو تن افراد يې وايې چې د سولي دپروسي سره وروسته له هغي يو ځاى سول کله چې يې وليدل افغان دولت د خلکو او ولس په ګټه چاري تر سره کوي.
هغه ومنل چې د افغانستانه بهر يو شمېر ديني عالمان او نورو کړيو ورته لارښوونه کول تر څو په افغانستان کې تخريبي اعمال تر سره کړي.
دوى وايې چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې يې فعاليت د ماينونو اېښودل او وسله والي جګړي وي.
د سولي د پروسي سره د يو ځاى سويو کسانو په ډله کې ځيني د دلګيو مشارن بلل کيدل او د پنجوايې ولسوالۍ تر څنګ په ژړۍ، ميوند او ځينو نورو سيمو کې فعاليتونه تر سره کول او د فعاليتونو ساحه يې محدوده نه ول.

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي December 9, 2013.[/quote:f1ce5a502b][/quote:f1ce5a502b]

Re: ډله ډله طالبان وسلې پر مځکه ږدي.

tandar
26.12.2013

سلامونه
دلته ٢ خبري شته
١، يا خوګوډاګي واکداران خپلو اجيرانو ته زاړه ټوپک په لاس ورکوي اودطالبانو په نوم له پروپاګنده ډکه صحنه تمثيلوي چه داهم دجنګ يوتکتيک دي
٢، ياخو واقعا طالبان دي غواړي چه زړه سلاح تسليم اوددوستي په سيستم په مرورزمان دملي اردو اوپوليسو په قطار کي ځان شامل اوله اشغالګر نه مدرنه سلاح ترلاسه اوبله ورځ يې دهمدوي سلاح په ډيره اساني ديوي داخلي کودتا په نوم په اشغالګرو اواجيرانو يې استعمال ا وخپل هدف په لاس راوړي ومن الله التوفيق
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
[quote:19116b6cab="میرویس"]السلام علیکم
دا لاندې خبر ښیي چې طالبان په مدار مدار پدې پوهییږي چې د طالبانو د تحریک دا روان جنګ، د خارجیانو د پاره نیابتي جنګ دئ، او د افانستان د خلکو سره ظلم او د ملک د بقا دپاره خطر دئ.
===
دېرش کسيزه وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سول
9 Dec 2013, 3:04
وروسته له دي چې په افغانستان کې د سولي پر روانه پروسه نيوکي ډيري سوي دي ور سره سم د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دېرش کسيزه وسله واله ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سول.
دغه ډله چې مشري يې د ملا رحمت الله او جمعه ګل په نومونو دوه د منځۍ کچي وسله وال طالب قومندان کوي نن يې يو شمېر وسلي، ماينونه او نور مهمات دولت ته وسپارل.
د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال ددي مراسمو پر مهال وويل چې په کندهار کې امنيت تر مخکي سم سوى دى او تر ټولو ډېر اغيز پري د سولي د پروسي دى.
د پتيال په وينا چې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي سوي دي که چېري وسله وال طالبان د سولي لار خپله نه کړي نو يا خو به ووژل سي او يا خو به ونيول سي.

د کندهار د سولي د ولايتي کميټي مشر عطا محمد احمدي وويل چې دغه دېرشو تنو وسله والو طالبانو د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ په زنګي آباد او ځينو نورو سيمو کې خپل فعاليتونه تر سره کول او تر ډېره يې په ماين چاودنو او وسله والو نښتو کې دندي درلودي.
د نوموړي په وينا چې ملا رحمت الله او جمعه ګل تازه دمه په وسله وال فعاليت بوخت ول او هغوى دا درک کړل چې افغان دولت پر حق او وسله وال طالبان د نورو استخباراتي کړيو په اشاره او مرسته فعاليت تر سره کوي.

ددي سره په يوه وخت کې د سولي د پروسي يو ځاى سوى قومندان ملا رحمت الله او يو تن افراد يې وايې چې د سولي دپروسي سره وروسته له هغي يو ځاى سول کله چې يې وليدل افغان دولت د خلکو او ولس په ګټه چاري تر سره کوي.
هغه ومنل چې د افغانستانه بهر يو شمېر ديني عالمان او نورو کړيو ورته لارښوونه کول تر څو په افغانستان کې تخريبي اعمال تر سره کړي.
دوى وايې چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې يې فعاليت د ماينونو اېښودل او وسله والي جګړي وي.
د سولي د پروسي سره د يو ځاى سويو کسانو په ډله کې ځيني د دلګيو مشارن بلل کيدل او د پنجوايې ولسوالۍ تر څنګ په ژړۍ، ميوند او ځينو نورو سيمو کې فعاليتونه تر سره کول او د فعاليتونو ساحه يې محدوده نه ول.

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي December 9, 2013.[/quote:19116b6cab]

میرویس
31.12.2013

تندر صاحب، السلام علیکم
د جنګ او وحشت نه د طالبانو د غړوسکو بیزاره کیدل، اظهر من الشمس غوندې اوڅاره او ښکاره خبره ده. یوه شي ته ستاسې مهربانه توجه را اوړم او هغه دا چې، زه اوتاسې چې دلته بحث کوو، باید داسې څه ونه وایو چې پخپله هغه طالبان چې د جنګ نه یې لاس اخیستئ او دهماغې سیمي خلک چې دغو طالبانو هلته فعالیت کاوه، پرما او تاسې لعنت ووایي، چې یا ولې دروغ وایو چې طالبان د سولي د بهیر سره یو ځای شویدي، او یا ولې دحقایقو د کتمان او مسخ کولو کوښښ کوو.

همدغسې طالبان چې په عام محضر کې دماکې کوي او بې ګناه مسلمانان وژني، اوبیا دروغ وایي، د پيښو د ځای خلک لعنت ورباندې وايي. زه دا خبره ځکه کوم چې په کراتو مراتو داسې واقع شوي او زه بلکل په جرئیاتو پرې خبر یم چې داخبره کوم.

د طالبانو نه د جګړه مارانو جلا کیدل، د حکومت دوکه نده، بلکه د طالبانو بیدار شوې او هوښیا شوي افراد پخپله خوښه دا کار کوي. ستاسې داخبره چې طالبان به پوځ او پولیسو ته ننوزي چې عصري وسلې ترلاسه کړي. نه، د طالبانو نه جلا شوې ډلې د حکومت دپوځ سره نه یو ځای کیږي، ځکه چې دوی نور جنګ نه غواړي، او حکومت هم هغوی ته په اردو او پولیسو کې د شمول حق نه ورکوي، البته ستاسې د تعبیر د اټکل نه به ویریږي.

تاسې اورئ چې د طالبانو نه وتلې ډلې بیا بیا شکایت کوي چې حکوت کافي مرسته نه ورسره کوي.
وګوره چې نن په ننګرهار کې د طالبانو بله لس کسیزه ډله د سولې د بهیر سره یو ځای شوه. داخبر خبریال ورکړیدئ.
زه یقین لرم چې پتنګ به په خبریال هم د چا د ګوډاکي تور لګوي. پتنګ باید هغه رسنې راو ښیي چې صادقې دي، او زه به دطالبانو د مظالمو په برخه کې د هماغو رسنیو رپوټونه ورکړم، خو په شرط ددې چې پتنګ یې هم بیاتائید کړي.
د پتنګ چرګ تل یوه پښه لري.
==
ننګرهار:لس کسيزه وسله واله ډله د سولۍ له بهير سره يو ځاى شوه
۱۰ دی ۱۳۹۲, ۱۲:۰۲
په ننګرهار ولايت کې د دري ځوانانو په ګډون د فرمان شاه قوماندان تر مشرۍ لاندې يو لس کسيزه وسله واله ډله په داسې حال کې د سولۍ له بهير سره يوځاى شوه چې يو شمير وسلي يې هم له ځانه سره لرلي.
يو ځاى شوې وسله وال وايې غوليدلي وه او د پرديو په اشارو يې د کوټ ، بټي کوټ په ولسوالۍ کې د تورخم جلال اباد پر لويه لاره د افغان دولت ضد فعاليتونه پر مخ بيول.
دوې وايې له دې وروسته به د نورو په څير د خپل هيواد په بيا رغونه کې برخه واخلي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل چې دغه وسله وال د کوټ ولسوالۍ هستوګن دې چې د حقيقت په پوهيدو سره او د سولۍ او پخلاينې د ولايتي کميټي او ملي امنيت په هڅو د سولۍ له بهير سره يوځاى شول.
نوموړې د دې سربيره له نورو وسله والو هم وغوښتل چې د سولۍ له بهير سره دې يوځاى شي او د خپل هيواد په ابادي او بيا رغونه کې دې له موږ سره يوځاى برخه واخلي.
(( جنګ نه نور ستړي شوي يو ، نورو ورونو ته مې هم دا پيغام دې چې د جنګ نه نور څه نه جوړيږي وسله پر ځمکه کيدي او راځې د دې ورونو په څير د نورو سره د وطن په ابادي کې برخه واخلي ترڅو هيواد د بدبختيو وژغورو))
د سولۍ او پخلاينې د ولايتي کميټي سرپرست مولوي عباس وايې د يوځاى شو وسله والو سره د بيړنې مرستي سربيره د شپږو مياشتو لپاره د فې کس سره اته زره او له قوماندان سره يې ديارلس زره افغانې کومک ترسره کوي.
د يادونې وړ ده تر دې مهال دننګرهار د سولۍ او پخلاينې د ولايتي کميټي په هڅو دوه سوه يو پنځوس تنه د سولۍ له بهير سره يو ځاى شوي دي.
په درناوي.

pattang
31.12.2013

کرزي خو په هندکې ۶ سمستره درس لوستلی دی او د سياسئ
bitch په تو ګه یې bachelor اخيستې ده خو پلويان یې دهندي
فلم کارکونکي دي ، ټوله نړۍ پوهيږي چې درواغ دي او ټوله نړۍ
نفرت ترې لري !

[quote:97e8268742="میرویس"]تندر صاحب، السلام علیکم

په درناوي.[/quote:97e8268742]

میرویس
07.01.2014

پتنګه، السلام علیکم
پکه دا دې بله سپکه!
====
يولس تنه وسله وال د سولي د پروسي سره يو ځاى سول
۱۷ دی ۱۳۹۲, ۶:۳۵

نن په هرات ولایت کې د سولي د پروسي سره یولس تنه د دولت مخالفین یو ځاى او د جنګ جګړو څخه يې لاس واخیست.
یاد کسان د ملا رحمان کالسک په مشرۍ د هرات د شینډنډ ولسوالۍ څخه د سولي له بهیر سره یو ځاى سول.
په هرات کې د سولي شورا د ولایتي څانګي د دارالنشاَء مشر یما امیني وویل تسلیم سوي کسان یولس تنه دي او خپلي لاس لرلي وسلي يي هم د سولي عالي شورا ته سپارلي دي.
د امیني په خبره، په یادو وسلو کې یو راکټ، پنځه میله کلاشینکوفونه، یومیل تومانچه، یوه حلقه ماین، دوي پايي مخابري شاملي دي.
د هرات د سولي شورا د ولایتي کميټي چارواکي وايې تسلیم سوو کسانو ډاډ څرګند کړى چې ددي وروسته به په جنګ جګړو لاس نه پوري کوي او د وطن په ابادى او سوکالى کې به رغنده رول لوبوي.
د یادوني وړ ده چې د روان کال د پیل څخه تر اوسه په هرات کې د۱۷ ډلو په چوکاټ کې ۲۱۹ تنه د دولت مخالفین د سولي له پروسي سره یو ځاى سوي دي خو لا هم په دي ولایت کې ناامني او د دولت د وسله والو مخالفینو په جګړو کې کموالي نسو رامنځته.
هاخوا طالب وسله وال وايې چې تسلیم سوي کسان د دوى ملګري نه دي او دا هغه کسان دي چي تر اوسه څوڅو ځلي د مادي امکاناتو د لاسته راوړني په موخه د سولي له بهیر سره یو ځاى سوي دي.

Print PDF
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي دی ۱۷, ۱۳۹۲.on January 7, 2014.

pattang
07.01.2014

وروره که ورځنی حرکت او وضعيت ستا خبرو ته تقرب کوي نو
د امريکايانو سره تعهد به يو بې مانا شی او بې ضرورته وي او
اشغالګروته به سابته وي !
خو نه داسې ندی دټولو پرتوګونه ډک دي او دا خال خال پروپاګنده
او يا هم واقعت خو معکوسه بڼه هم لري !
که دسرو زرو لښتی پرې سپور کړې غله او فاسدين به اصلاح نشي
ترڅو چې یې جرړې ونه باسې !!

[quote:de8b1c4542="میرویس"]پتنګه، السلام علیکم
پکه دا دې بله سپکه!
====
يولس تنه وسله وال د سولي د پروسي سره يو ځاى سول
۱۷ دی ۱۳۹۲, ۶:۳۵

نن په هرات ولایت کې د سولي د پروسي سره یولس تنه د دولت مخالفین یو ځاى او د جنګ جګړو څخه يې لاس واخیست.
یاد کسان د ملا رحمان کالسک په مشرۍ د هرات د شینډنډ ولسوالۍ څخه د سولي له بهیر سره یو ځاى سول.
په هرات کې د سولي شورا د ولایتي څانګي د دارالنشاَء مشر یما امیني وویل تسلیم سوي کسان یولس تنه دي او خپلي لاس لرلي وسلي يي هم د سولي عالي شورا ته سپارلي دي.
د امیني په خبره، په یادو وسلو کې یو راکټ، پنځه میله کلاشینکوفونه، یومیل تومانچه، یوه حلقه ماین، دوي پايي مخابري شاملي دي.
د هرات د سولي شورا د ولایتي کميټي چارواکي وايې تسلیم سوو کسانو ډاډ څرګند کړى چې ددي وروسته به په جنګ جګړو لاس نه پوري کوي او د وطن په ابادى او سوکالى کې به رغنده رول لوبوي.
د یادوني وړ ده چې د روان کال د پیل څخه تر اوسه په هرات کې د۱۷ ډلو په چوکاټ کې ۲۱۹ تنه د دولت مخالفین د سولي له پروسي سره یو ځاى سوي دي خو لا هم په دي ولایت کې ناامني او د دولت د وسله والو مخالفینو په جګړو کې کموالي نسو رامنځته.
هاخوا طالب وسله وال وايې چې تسلیم سوي کسان د دوى ملګري نه دي او دا هغه کسان دي چي تر اوسه څوڅو ځلي د مادي امکاناتو د لاسته راوړني په موخه د سولي له بهیر سره یو ځاى سوي دي.

Print PDF
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي دی ۱۷, ۱۳۹۲.on January 7, 2014.[/quote:de8b1c4542]

میرویس
09.01.2014

پتنګ صاجب، السلام علیکم
دا کومه پروپاګنده او دسیسه نده، دا یو بربډ حقیقت دئ
دادي بله ډله طالبان چې پوه شوی چې په غلطه لاره روان وو، وسلې یې پر مځکه ایښې او د سولې لاره یې غوره کړیده.
اوس به بیا وايي دا خبر چې خبریال خپور کړیدئ، دا رسنئ یا د کمونستانو او یا دغربیانو او یا د کابل د حکومت ده.
خو تاسې هیح وخت را ته ونه ښودل چې کومه صادقه رسني ده چې زه د هماغې رپوټونه درته خپاره کړم
====
پنځه تنه وسله وسله وال د سولي د پروسي سره يو ځاى سول
۱۹ دی ۱۳۹۲, ۲:۱۳
د کندهار ولايت د سولي د پروسي مسؤلين وايي چي دغه وسله وال طالبان د کندهار د سولي د شورا په هلو ځلو دې ته چمتو سول چي وسله کښيږدي او د سولي له روان بهير سره يو ځاى سي.
د سولي دولايتي کميټي مشر عطامحمد احمدي وايي چي دوي له ډيري مودي راهيسي په دي هڅه کي وه چي ياده ۵ کسيزه ډله دي ته چمتو کړي څو د وسلوال مخالفته لاس واخلي او دسولي له پروسي سره يو ځاى سي .
احمدي وايي چې دغه ۵ کسیزه ډلې د کندهار ولایت په شاولیکوټ او د هلمند ولایت په کجکې ولسوالی کي فعاليت کاوه چې بیا ددوی په هلو ځلو د سولي د پروسې سره یو ځای سول .
احمدي د سولي سره د یو ځای سوو کسانو سره ژمنه وکړه چې د سولي د شورا به ددوی د حقوقو څخه دفاع کوي او دوی ته به ژر تر ژره کاري زمینه برابره کړي .
نوموړي د سولي دپروسي سره د يوځاى شويو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې دوی هغه کسان چي دوي یې پيژني هغه هم وپوهوي چي ددولت له مخالفت څخه لاس واخلي او دسولي له پروسي سره يوځاى سي .
بل پلو د سولي د پروسې سره یو ځای سوو کسانو ویل چې دوی په سیمه کې خپله وسلواله دلګی درلودل او په سیمې کې به یې چرکي بریدونه کول په وینا یې چې دوی اوس د مخالفت څخه لاس واخیستی او د وطن د خدمت دپاره به کار وکړي .
دوی ویل که دولت ورته کاري زمينه برابره کړي نو بيا به هيڅ کله هم دمخاليفينو په ليکه کي ونه دريږي
داپه داسي حال کي ده چي د کندهار دسولي دشورا چارواکي وايي چي دسولي دپروسي دپيل څخه تر اوسه پوري په دې ولايت کي په ١۷ ګروپونو کي ٢۱۳ تنه وسله وال طالبان دسولي له بهير سره يوځاى سوي دي
صديق الله عليزئ

pattang
09.01.2014

داخبرې کوم اساس نلري طالبانو رد کړې او دلاسپوڅي دولت
پرو پاکنده یې وبلله ! پاتې شول تسليمېدل ! نو وروره هر څوک
کلک غيرت نلري خلک به ځې او راځي ! خو زمونږ هدف داشغالګرو
ايستل اوشړل دي !

[quote:b8ddad2717="میرویس"]پتنګ صاجب، السلام علیکم
دا کومه پروپاګنده او دسیسه نده، دا یو بربډ حقیقت دئ
دادي بله ډله طالبان چې پوه شوی چې په غلطه لاره روان وو، وسلې یې پر مځکه ایښې او د سولې لاره یې غوره کړیده.
اوس به بیا وايي دا خبر چې خبریال خپور کړیدئ، دا رسنئ یا د کمونستانو او یا دغربیانو او یا د کابل د حکومت ده.
خو تاسې هیح وخت را ته ونه ښودل چې کومه صادقه رسني ده چې زه د هماغې رپوټونه درته خپاره کړم
====
پنځه تنه وسله وسله وال د سولي د پروسي سره يو ځاى سول
۱۹ دی ۱۳۹۲, ۲:۱۳
د کندهار ولايت د سولي د پروسي مسؤلين وايي چي دغه وسله وال طالبان د کندهار د سولي د شورا په هلو ځلو دې ته چمتو سول چي وسله کښيږدي او د سولي له روان بهير سره يو ځاى سي.
د سولي دولايتي کميټي مشر عطامحمد احمدي وايي چي دوي له ډيري مودي راهيسي په دي هڅه کي وه چي ياده ۵ کسيزه ډله دي ته چمتو کړي څو د وسلوال مخالفته لاس واخلي او دسولي له پروسي سره يو ځاى سي .
احمدي وايي چې دغه ۵ کسیزه ډلې د کندهار ولایت په شاولیکوټ او د هلمند ولایت په کجکې ولسوالی کي فعاليت کاوه چې بیا ددوی په هلو ځلو د سولي د پروسې سره یو ځای سول .
احمدي د سولي سره د یو ځای سوو کسانو سره ژمنه وکړه چې د سولي د شورا به ددوی د حقوقو څخه دفاع کوي او دوی ته به ژر تر ژره کاري زمینه برابره کړي .
نوموړي د سولي دپروسي سره د يوځاى شويو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې دوی هغه کسان چي دوي یې پيژني هغه هم وپوهوي چي ددولت له مخالفت څخه لاس واخلي او دسولي له پروسي سره يوځاى سي .
بل پلو د سولي د پروسې سره یو ځای سوو کسانو ویل چې دوی په سیمه کې خپله وسلواله دلګی درلودل او په سیمې کې به یې چرکي بریدونه کول په وینا یې چې دوی اوس د مخالفت څخه لاس واخیستی او د وطن د خدمت دپاره به کار وکړي .
دوی ویل که دولت ورته کاري زمينه برابره کړي نو بيا به هيڅ کله هم دمخاليفينو په ليکه کي ونه دريږي
داپه داسي حال کي ده چي د کندهار دسولي دشورا چارواکي وايي چي دسولي دپروسي دپيل څخه تر اوسه پوري په دې ولايت کي په ١۷ ګروپونو کي ٢۱۳ تنه وسله وال طالبان دسولي له بهير سره يوځاى سوي دي
صديق الله عليزئ[/quote:b8ddad2717]

طالبان-بلخ-کې-۱۳-پولیس-را-سره-یو-ځای-شوي

pattang
13.02.2014

افغانستان 13.02 2014 لیکوال: وحید پاڅون:

نن ټکی آسیا: طالبانو د بلخ ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې د دوی له لیکو سره د دیارلسو تنو فعالیو پولیسو د یو ځای کېدا خبر ورکړ.
طالبانو همداراز په یوه جلا خبرپاڼه کې د حکومتي چارواکو ادعا چې ، ګنې په بدخشان او بغلان ولایتونو کې ورسره طالبان یو ځای شوي په کلکه رد کړې.

د طالبانو ویاند نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کي ویلي، چې د شورتیپې ولسوالۍ د جنايي امر الله بردي په شمول د مختلفو کلیو اړوند ۱۳ تنه پولیس او فعال عسکر د حقایقو په درک کولو او په تېر وخت د پښېمانتیا څرګندولو سره، له خپلو وسلو سره یو ځای دوی ته ورغلي او ورسره یو ځای شوي دي.
د طالبانو خبرپاڼې د تسلیم شویو حکومتي منسوبینو اجمالي شهرت داسې ښودلی :
۱ــ د ولسوالۍ جنايي آمر الله بردي دملا دولت ګلدي زوی
۲ــ عبدالرسول د رحمت الله زوی
۳ــ حق محمد د الله نظر زوی د شورارق کلي اوسیدونکي
۴ــ عابد نظر د اولیاقل زوی
۵ــ دین محمد د پيرنفس زوی
۶ــ محمدجمعه د عبدالرحمن زوی
۷ــ نوبت ګلدي د ولي نظر زوی د توقي کلي اوسیدونکي
۸ــ عبدالرشید د سیدقلي زوی
۹ــ بیک مراد دسفر زوی
۱۰ــ سخي د هارون زوی
۱۱ــ الله بردو دهارون زوی د السلام پنجاه د کلي اوسیدونکي
۱۲ــ محمدحلیم د حق مراد زوی د پس آرق د کلي اوسیدونکی
۱۳ــ عبدالله د پنجي زوی د بزآرق د کلي اوسیدونک

watan jan
14.02.2014

تازه خبر:
ننګرهار: د ملي اردو ۱۶ عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي

وسلوال طالبان وايي چې، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ملي اردو ۱۶ عسکر له دوی سره يو ځای شوي دي. طالبانو د دغو عسکرو نومونه هم رسنيو ته ليږلي.

د تسليم شويو عسکرو نومونه، شفيق د شيرمحمد زوی، وطن د ملنګ زوی، حسن ګل د محمد حسن زوی، رحمت الله د عبدالرحمن زوی، روزي خان د اکبرخان زوی، ګل نبي د سخي زوی، علي محمد د سيد رحيم زوی، حيات الله د حبيب الله زوی، محمد حسين د اول دين زوی، بلال د ببرک زوی، رحمت الله د سنګين زوی، هاشم د مرجان زوی، ايوب خان د عبدالروف زوی، ذاهدالله د محمداجان زوی، محمد هاشم د ولي محمد زوی او يوسف د جبارخان زوی شامل دي.

د يادونې وړ ده چې د ملي اردو په ليکو کې داسې خلک په ډېريدو دي چې، وخت نا وخت پر امريکايي او نورو ايتلافي عسکرو وسلوال بريدونه کوي او ځينې يې بيا وسلوالو طالبانو ته تسليميږي او يا هم پر خپلو کورونو کښيني. د ملي دفاع وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more