د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

افغانيت په زور او چل نه منل کېږي : څوک-متعصب-دي!

pattang
08.12.2013

افغانيت په زور او چل نه منل کېږي : څوک-متعصب-دي

[img:55031c8402]http://nunn.s3.amazonaws.com/a_images/not_afghan.jpg[/img:55031c8402]

تر هر څه دمخه ټولو افغانانو ته چې د زرګونو کلونو راهیسې یی په یوه واحده جغرافیه کې په یو واحد قلمرو کې یو له بل سره د ورورنو په څیر ژوند کړی د یو والی، اتفاق او د زړونو د نژدیتوب غوښتونکی یم او ټولې هغه داخلي او بهرنٌۍ کړۍ چې ددغه واحد ملت د ټوټې کیدو په تکل کې دي د څښتن تعالی څخه ناکامې او شرمیدلې غواړم.

د افغان ملت د ټوټې کیدو لپاره بهرني او داخلي دښمنانو د ډیر پخوا څخه ددې ملت د کمزورۍ او بلاخره د ټوټې کیدو لپاره ډیرې هڅې کړي خو نیکبختانه هیڅوک ندی توانیدلي چې دغه ملت سره جدا کړي تر څو د جدایی په صورت کې دښمنان خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.

د امریکایانو د فوځي یرغل څخه وروسته په افغان ملت باندې د امریکایانو له خوا یو ټیم مقرر شو چې اکثریت یی د شمالي ټلوالې له غړو څخه چې تل یی د نورو په اشاره او کومک د افغان ملت د ټوټې کیدو هڅې کړي جوړ شوی وه او ددې ټیم په سر کې حامد کرزی د یو سمبول په شکل د رئیس جمهور په صفت دنده اجراء کوله.

د امریکایانو د فوځي یرغل په لومړیو کې پښتانه به د شمالیوالو له خوانه د ترویستانو په نوم نومول کیدل، امریکایانو ته به سپارل کیدل، هغوی به وژل کیدل، بندیان کیدل، توحین کیدل حتي په لومړیو کې په کابل کې پښتنو ته په کابل کې په پښتو ژبه غږیدل هم ډیر غټ سر دردی جوړ کړي وه او د دري ژبو سره به چې کله هم چا په پښتو ژبه خبرې وکړې نو لومړي ځواب به یی داوه چې ویل به یی( وه بچه به مسلمانی ګپ بزن) هغه کس چې په دري ژبه نشوای ګړیدلای نو ورته ویل به یی ( تو چیرا زبان دري را یاد نګرفتی) او له بلې خوانه زیاترو پښتنو خپله هم جراءت نشواي کولای چې په پښتو ژبه دې په کابل کې یا په شمالي ولایاتو کې وغږیږی ځکه زمونږ رئیس جمهور او هم له غرب نه راغلو په نوم پښتنو که څه هم د وزارت، ولایت او ریاست په پوستونو به مقرر ول هم دا جراءت نه کولو چې په خپله ژبه دې یو دوه کلیمې ووایی. په پښتو ژبه خو هیچا هم دا جراءت نه لرودلو چې په کابل کې دې په رسمي ادارو کې یو لیک ولیکي که چیرته هم په اتفاقي ډول داسې کړنه کیدله نو کیدونکي ته به یی متعصب ویل کیدلو او په همدې نوم به ډیر رټل کیدلو خو د وخت په تیریدو سره پښتنو سره هم د امریکایانو د ډالرو او د هغوي له خوانه د چوکیو تر لاسه کولو لیوالتیا اضافه شوه چې د کرزی د انتقالي دورې څخه وروسته د پښتنو تعداد په ادارو کې زیات شو او ددغه زیادت په وجه دري ژبو د پخوا په شان په ډاډه زړه سره د پښتنو احانت نشواي کولاي. خوه یوه غټه بد بختي چې تر نن پورې یی مخه نده نیول شوې هغه د طالب او حزبي په نوم د پښتنو توحین او سپکاوي دی د تل لپاره پښتانه د طالب او حزبی په نوم رټل شوي او توهین شوي ځکه په دې سره هیچا هم دا جراءت نه لرلو او نه یی لري چې په ځواب کې یی څه ووایی د ویلو په صورت کې دغه کس یا کسان هم د طالب او حزبی په نوم تورنیدلو او امریکایانو ته سپارل کیدل او سپارل کیږي، د شماليوالو په څنګ کې بعضې بې غیرته ، ذلیل او شرمینده په نوم پښتنو هم د شمالیوالو خبرې غبرګه ولې او هر باغیرته مسلمان پښتون یی د طالب او حزبي په نوم نومولو نو د همدغې ټاپې څخه د ویرې په خاطر هیڅ یو پښتون هم دا جراءت نشوالي کولای چې په پښتو ژبه خبرې وکړي او یا په کومه رسمي اداره کې دې یو رسمی لیک ولیکی.

د پورتنیو خبرو باوجود د امریکایانو راتګ څخه وروسته په کابل او شمال کې په سل ګونه بې ګونا معصوم پښتانه د دوستمیانو، جمعیتانو، نظاریانو او هزارګانو له خوا پرته له کوم جرم په ډیرې بې رحمۍ سره په شهادت ورسیدل چې ښه مثال یی د هزاره شجاعي او د هغه په مثال نور دوستمیان او شمالیوال وه چې عام بې ګناه پښتانه یی د پښتونیت په ګناه ووژل او قسم قسم ظلمونه یی ورباندې وکړل خو هیڅ حکومتي چارواکي د شمالیوالو او هزاره ګانو دداسې کړنو په بدل کې عکسلعمل ونه ښودلو.
په کابل کې هزاره ګانو د کوچیانو سره د حکومتي چارواکو په مرسته جنګ وکړلو او د ډیر وخت لپاره یی په کړاو کړل هیڅ یو حکومتی چارواکي او پښتون هم په دې باره سر ونه خوږاوه خو لیکن د هزاره ګانو مشر محقق د هزاره ګانو د جنګیالیو په سر کې روان وه.

په ولسي جرګه کې د انور سادات ازبکی له خوانه د ټول پښتون قوم سپکاوی وشو خو هیڅ یو حکومتی چارواکي پرې غوږ ونه ګراوه.

د لطیف پدرام له خوانه بار بار د پښتون قوم سپکاوي شوي خو هیچا هغه ته سزا ور نه کړله او نه یی د هغه خوله په سوک ووهله.

د اساسي قانون په غوښتنه په ملک کې ټول عام فهمه لغات او نومونه باید وساتل شي او د هغه په ځای نوې اصطلاحات رامنځ ته نشي خو د اساسي قانون برخلاف شمالي ټلوالې او هزاره ګانو همدا شعار وه چې د پوهنتون نوم باید په دانشګاه او د پوهنځي نوم په دانشکده بدل شي او یواځیني علت یی داوه چې د پوهنتون او پوهنځي لفظونه د پښتو دي نو د پښتو سره د تعصب په وجه خاص دغه دوه نومونه نه شی زغملي په داسې حال کې چې کابل پوهنتون یو مرکزي او ملي پوهنتون دي نو تحصیل هم پکې باید په ملي ژبه او که ملي نه وي لږ تر لږه په دواړو رسمي ژبو پکې تدریس وشي خو ددې برعکس د کابل په پوهنتون کې تحصیل په دري ژبه کیږي چې په همدې وجه هر کال زیاتره پښتانه محصلین نشي کولاي د کابل په پوهنتون کې تحصیل وکړي او ددې په څنګ کې په ټول کابل کې یو یا دوه لیسې دي چې په پښتو ژبه تعلیم پکې کیږی په نورو ټولو لیسو کې په دري ژبه تدریس کیږي خو هیڅ یو پښتون دا شکایت ندي کړي او که کړي یې وي چا ورته غوږ ندي نیولي.

د بلخ والي عطا محمد نور په خپل ولایت کې د ایرانیانو په نوم څلور لارې ونومولې، د خپل زون والا د تل لپاره د پښتنو خلاف هڅوي او هغوي ته وایی چې مونږ افغانان نه یو بلکې افغانستاني یو افغانان خاص الخاص پښتانه دي نو ددې لپاره د افغانستان نوم هم باید بدل شي ځکه دا فغان نوم پښتنو پورې خاص دي او مونږ پښتانه نه یو ددې هدف لپاره یی په ولسي جرګه کې هم ډیر د شمالي ټلوالي کاندیدان دیته اماده کړي چې د افغانیت له نوم څخه ډډه وکړي او په بریښنايي تذکره کې هم نه غواړي چې د ځانونو لپاره د افغان نوم د افغانستان د مملکت د غړو په صفت وپیژندل شي او دعوه کوي چې مونږ ته دا کفایت کوي چې یواځې زمونږ قوم ولیکل شي او بس نور موژ د افغان کلیمي ته هیڅ ضرورت نه لرو.

په افغانستان کې ډیري شخصي رسنۍ چې تمویل یی د بهرني هیوادونو څخه کیږي هم د پښتنو په خلاف ښه په زغرده خپلې خپرونې کوي. ددغو رسنیو اکثره یی د امریکا او ایران څخه تمویل کیږي او خپرونې یی ورته د امریکا او ایران په سفارتونو کې ترتیبیږي.

هغه رسنۍ چې زیاتره خپرونې یی د پښتنو، پښتو په خلاف جوړیږي د طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزونونه دي چې په غالب ګمان سره نژدې ټولې خپرونې یی ورته د امریکا په سفارت کې ترتیبیږي او د امریکایانو د غوښتنو سره سم له امریکایی پلوو اشخاصو سره ، پښتون ضده اشخاصو سره چې په دې کې بعضې په نوم پښتانه هم حضور لري مرکې او بحثونه کوي.

ډیری وختونه زه د طلوع تلویزون له لیارې د (تاوده بحثونه) خپرونه اورم چې د مرکې لپاره یې اکثره پښتانه مبصرین راغوښتل کیږي چې په څنګ کې یی یو دري ژبي مبصیر هم ناست وي، د طلوع تلویزون د ژورنالیستانو هغه سوالونه چې د میلمنو څخه مطرح کیږي داسي سوالونه دي چې فکر به کوې د امریکې یو نماینده د افغان سیاست پوه یا حکومتي چارواکي څخه پوښتنې کوي، د تل لپاره په خپلو سوالونو کې پړه په افغان حکومت او عامو افغانانو ور اچوي، طالبان او حزبیان خو بیخي سل په سلو کې دوي ته د کفارو په شان ښکاري.

په دې ټوله دولس کلنه دوره کې یو څو ورځې مخکې د جنرال طاقت له خوانه په ژوندون ټلویزون کې د دري ژبو د افغان کلیمې د نه قبلولو په ځواب کې یو څو ستوغې خبرې وشوې چې په دې سره زمونږ رئیس جمهور هم را ویښ شولو، دکابل ښاریانو هم مظاهرې وکړلې، ټول امریکایی او ایراني رسنیو هم همدا د جنرال صاحب طاقت خبرې اړولې راړولې او همدا نارې یی وهلې چې داشان کسان باید محکمې ته کش کړاي شي، جنرال طاقت ټولو هغو اقوامو ته چې د افغانیت له کلیمې نه منکر دي سپکاوي کړي خو په اصل کې جنرال طاقت هغوي ته سپکاوي ندي کړي، هغوي خپله خپل قومونه سپک کوي، هغوي دي چې ځانونه د افغانیت له نوم نه اوکاږي، هغوي دي چې د افغان نوم چې ډیر ویاړلي نوم دي په ځان نه مني نو دا توحین اصل کې دوي خپله خپلو ځانونو ته کوي نه د جنرال طاقت له خوانه دوي ته سپکاوي شوي او نه د بل کوم پښتون له خوانه.

اوس ددې لپاره چې لیکنه رانه اوږده نشي غواړم د کرزي څخه او هم د اوسني حکومت له چارواکو څخه یو څو پوښتنې وکړم:

ایا د غیر پښتنو څخه چې ټول پورتني غیر اسلامي، غیر افغاني، ناوړه، جاهلانه، د نورو په اشاره او مرسته د پښتنو په وړاندې قسم قسم جرمونه شوي او کیږي ولې رئیس جمهور او نورو حکومتي چارواکو نه دا کړنې وغندلې او نه یی مجرمینو ته سزا ورکړله؟.

هغه امریکایی او ایراني رسني چې په دوامداره توګه د پښتنو، پښتو په ضد خپرونې کوي ولې د هغوي مخه نه نیول کیږي؟.

هغه خلک چې د افغان له کلیمې نه منکر کیږي ایا دا کړنه ملي اتفاق ته صدمه نه رسوي ایا دې نه غټه بله کومه کړنه شته چې ملي اتفاق پرې خراب شي ولې رئیس جمهور کرزي او یا نور دولتي چارواکي ددغه شان خلکو مخه نه نیسی؟.
ایا هغه خلک چې د پوهنتون او پوهنځي الفاظ نشي زغملي پداسې حال کې چې مونږ یی ټول پوهنتون په دري ژبه زغملي ولې دداسې خلکو مخه نه نیول کيږي؟. ایا داسې کړنې ملي اتفاق او اتحاد ته صدمه نه رسوي تر اوسه کومې رسنۍ دغه کړنه غندلې ؟. د شمالي ټلوالې کوم غړي دغه شان اعمال ناروا او د ملي اتفاق پر ضد یی ګڼلي خو اوس چې د جنرال طاقت له خوانه یوه خبره کیږي هر شماليوال دا چغي وهي چې د جنرال طاقت خبرې ملي اتفاق ته صدمه رسوي. ددوي دغسې کړني ملې اتفاق زیاتوي او د پښتنو يي خرابوي؟.

د هزاره شجاعي او دنورو شمالیوالو له خوانه په لس ګونه بې ګناه پښتانه د پښتونیت په ګناه شهیدان کیږي ایا داسې کړنه ملي اتفاق ته صدمه نه رسوي؟. ولې هیڅ یو شماليوال دغه کړنه ونه غندله ، ولې هیڅ یوې امریکایی او ایراني رسنۍ دغه کړنې عام ولس ته په ډاګه نه کړلې او نه یی په دې باره کې خپرونې او مرکې جوړې کړي؟.
ایا یواځې د پښتون جرم جرم دي او د شمالیوالو جرم جرم ندي د هغوي جرم قانوني دي او د پښتنو جرم غیر قانوني دا کوم منتطق او کوم استدلال دي؟.

پوښتنې زښتې ډیرې دي که یی خلاصه کړو نو دې نتیجې ته رسیږو چې شمالیوال اول تر اخره غواړي چې دغه ملک د پردیو په مرسته تجزیه کړي. د جهاد په دورو کې یی هم د ایران او روسې په مرسته ډیرې هڅې وکړې چې ملک په دوه برخو شمالي او جنوبي تجزیه کړي چې ددې لپاره یی په جبل السراج کې شمالي ایتلاف جوړ کړلو چې یواځیني هدف یی د ملک تجزیه کول وه او د امریکایانو له فوځی یرغل څخه وروسته چې ددوي په ملتیا ترسره شو هم دا غوښتنه او تلوسه لري چې افغان ملت دې په دوه ټوټو شمالي او جنوبی وویشل شي.

زه ټولو شمالیوالو ته د یو مسلمان پښتون په صفت څو خبرې کووم:

دا وطن د پښتنو دي، د افغانانو دي هر هغه څوک چې ځان افغان بولي په دې پیژندل شوې جغرافیه کې د اوسیدو حق لري او که څوک دغه پاک او سپیڅلي نوم په ځان نه مني مونږ هم دوي په دې ویاړلې خاوره کې نه منو دوي دې هغه ځاي ته لاړ شې له کومه چې راغلي، تاجکان دې تاجکستان ته لاړ شي، ازبکان دې ازبکستان ته لاړشي، ترکمن دې ترکمنیستان ته لاړشی او هزاره دې اول ځان ته ځاي پیدا کړي او بیا دې ور کډه شي.
زه د افغان ملت ، افغان هوئیت او د افغان د خاورې د ساتنې لپاره د پښتنو یو والي او اتفاق کافي ګڼم. که چیرته پښتانه په اتفاق شي هیڅوک به د افغان هوئیت د له منځه وړلو لپاره هیڅ قسمه قدم پورته نه کړي او که پورته یی کړي ډیر ژر به له هیواد څخه کډه شي.

په اخر کې لوي څښتن تعالي ته لاسونه لپه کووم او دوعا کوم چې یا څښتن تعالي ته نور پښتانه په اتفاق کړې، له بد بختیو څخه یی وژغورې، یو ځل بیا د پخوا په شان برم او عزت ورته په نصیب کړې ، ته پښتون د ټولې نړي سردار کړې تر څو ستا دين او عدالت په ټوله ځمکه کې پلي کړي.

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

ستاسو ورور

ذبیح الله جبارخیل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more