د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

چې يووارې خادست شي تل خائن پاته کېږي وګورۍ چې پخوانی خادست څه ليکي !

pattang
04.12.2013

چې يووارې خادست شي تل خائن پاته کېږي وګورۍ
چې پخوانی خادست څه ليکي !

که کرزی د طالبانو او ګلبدین مشورې ومني، نو بیا!

سرلوڅ مرادزی
04.12.2013 16:03

ولسمشر کرزی د ازادۍ راډیو د جنوبي اسیا د سیمه ییز مشراکبر ایازي سره په یوه ځانګړې مرکه کې چې د نومبر په۲۷ مه ترسره شوې، د نوموړي د دې پوښتنې « محترم رییس صاحب مشورتي لویه جرګه تاسو په خپله راغوښتې وه او تاسو رابللې وه، اوس سوال دا دی چې آیا د دغې جرګې د نتایجو څخه تاسو راضي یاست او هغه څه چې تاسو توقع درلوده چې په دې جرګه کې یې ترلاسه کړئ هغه نتایج مو ترلاسه کړل، راضي یاستئ؟ »
په ځواب کې ولسمشرکرزی داسې ویلي دي :
« جرګه د افغانانو د قرنونو رسم دی او په جرګه کې د افغانستان د ټولو خلکو، د ټولو افکارو او نظراتو نمایندګي کیږي نو په همدې دلیل په ټولو ملي مهمو مسایلو کې چې په دې تیرو دولسو کالونو کې زه مسوول یم دلته ما جرګه راغوښتې ده او بې جرګې مې هیڅ فیصله په هیڅ ملي مورد کې نه ده کړې.
تیره جرګه چې څو شپې دمخه د افغانستان ولس پکې ګډون وکړ د دې لپاره وه چې له امریکا سره پر امنیتي قرارداد بحث وکړي، ټول ابعاد یې وسنجوي، مفاد او ضرر یې افغانستان ته وسنجوي او بیا د افغانستان د ولس مشران، سپین ږیري، حقوق دانان، مخور، پوهان، خویندې وروڼه نظر پکې راکړي. دوی کیناستل، په کامله ازادي او نظر یې ورکړ، مشوره یې راکړه، مشوره یې ماته په تمامه معنی د احترام او تایید وړ ده، لکه چې تر جرګې مخکې مې ویلي وچې د احترام او تایید وړده. په جرګه کې له امریکایانو سره د امنیتي قرارداد د تړون تایید وشو»
بلخوا لويي جرګې په دې ټینګار وکړ چې امریکا سره امنیتي تړون دې د روان میلادي کال له پایته رسیدو مخکې لاسلیک شي.
خو د جرګې پریکړه لیک له تصویب روسته او د جرګې د بریالي پایته رسیدو سم، ولسمشر کرزی خپله پایلګړې« اختتامیه » وینا کې دا خبره راټینګه کړه چې دا قرارداد دې افغانستان ته سوله او امنیت راوړي نو بیا به يي لاسلیک کړي
اوس پوښتنه دا ده د کرزي په وینا « په جرګه کې له امریکا سره د امنیتي قرارداد تړون تایید » چې د لويي جرګې لخوا وشو، د ولسمشر کرزي له لاسلیک، د ولسي او مشرانو جرګو له تصویب او د امریکا د ولسمشر له لاسلیک څخه مخکې څنګه کېدای شي، پلی شي او افغانستان ته سوله او امنیت راوړي، نو هله به يي کرزی لاسلیکوي؟ لومړی خو باید دا تړون خپل قانوني بهیر ووهي، د رسمي او قانوني تړون بڼه وموي او روسته پلی شي چې افغانستان ته سوله او امنیت راوړي.
د لويي جرګې د ټولیزې پوهې او پریکړې په وړاندې چې دغه تاریخي شېبه او پړاو کې لومړی د امنیتي تړون لاسلیک او بیا پلیتوب، د افغانستان د سولې او امنیت لپاره ګټور بولي، ولسمشر کرزی څنګه په یوازې ځان او خپلسرۍ، که د بل چا ټاکې او مشوره ورسره نه وي، مقابله کوي او یا له مخکې پوهیږي چې دا تړون سوله او امنیت منځته نه شي راوړلای؟
د لويي جرګې تر جوړیدا او په بریا د هغه د پایته رسیدا پورې د کرزي ملتیا، له جرګې سره وه، روسته بیا د پریکړو د لاسلیک او د هغو د پلیتوب په وړاندې د کرزی مخالفت اخر د څه لپاره او ولې رامنځته شو، دا هغه معما ده چې کرزي لويي جرګې ته هم ونه ویله او تر اوسه پورې يي ځان سره شاربي او پټه يي ساتي؟
کرزي باید، لويي جرګې ته لګه څنګه چې خپله وايي « جرګه د افغانانو د قرنونو رسم دی او په جرګه کې د افغانستان د ټولو خلکو، د ټولو افکارو او نظراتو نمایندګي کیږي» خپلې ټولې پټې او ښکاره خبرې او اندیښنې په ډاګه بیان کړی وای، جرګې سره يي زړه خواله کړی وای او خپلې غوښتنې يي یو په یو د جرګې مخکې راسپړلی او وړاندې کړی وای.
اوس لویه جرګه او د هغې پریکړې چې د افغانستان په ګټه دی، په یوه لوري او کرزی په یوازې سر په بل لوری روان دی! اوس کرزی د خپلو لومړیو څرګندونو په توپير، د افغانانو د قرنونو رسم ته سپکاوی کوي او د هغې پریکړې بابیزه او بې ارزښته ګڼي!
د کرزي د داسې عصبي او لنډپارې دریځ څخه د افغانستان د سولې، امنیت او سوکالۍ مخالفین او دښمنان ګټه اخلي او دوی هم د لويي جرګې د پریکړې په وړاندې په زړورتیا او سپينسترګۍ د مقابلې لپاره رادانګي!
د لیندۍ په لسمه، د پژواک خبري اژانس په وینا « د دولت د وسله والې مخالفې ډلې حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار په يوه ليک کې له ولسمشر حامد کرزي غوښتي، چې د امريکا پر وړاندې په خپلو شرايطو ټينګ پاتې شي. هغه په دې لیک کې لیکلي« ښه به وي چې د خپلې واكمنۍ په دې وروستيو شېبو كې داسې څه وكړې چې ماضي جبران كړې او په تاريخ كي تا ته نېك نوم پرېږدي، معلومه نه ده چي ژوند به څومره نور درسره ياري وكړي... له دې هيڅ وېره او اندېښنه مه لره چې امريكا خپل پوځونه اوباسي او خپلې مرستې بندې كړي، د هغو خلکو مشورې مه منه چې د امريکايانو تر وتلو وروسته د بحران رامنځته کېدو خبرې کوي... شل ميليونه افغانان موبايل لري، که هر يو يې د ورځې يو ډالر لګښت وکړي، نو دا د کال اوه ميليارده او دوه سوه ميليونه ډالر کېږي.»
کرزي ته د ګلبدین په یاده مشوره کې، د افغانستان د امنیت او سوکالۍ په وړاندې د نوموړي ټول پټ نیتونه او تګلارې له ورایه ځلیږي.
پوښتنه داده چې ګلبدین ولې خپله توره ماضي نه سپينوي او هغه نه جبرانه وي چې نورو ته د هغو د جبرانیدو مشوره ورکوي؟ ګلبدین له کومې څمڅې او یا د لاهور له کومې بنګلې، د افغانستان ولسمشر ته په سپکاوۍ د داسې مشورې جرات کوي؟ که ګلبدین لومړی ځان افغان بولي او بیا ځان د افغان ولسمشر د مشورې وړ بولي، لومړی دې د پنجاب تور سوټی چې له لسیزو يي د افغان خاورې د بربادۍ او د افغانانو د سپکاوۍ لپاره پر اوږو ایښی، له اوږو وغورځوي، د پنجاب غلامي او نوکري دې پریږدي، خپل هیواد او پلازمېنه کابل ته دې راستون شي، دلته دې خپله ماضي سپينه کړي او بیا که چیری کوم افغان له ده وغوښتل، مشوره دې ورکړي!
افغانانو ته دده اقتصادي مشوره هم ډېره جالبه او خندنۍ ده! نوموړی د موبایلونو له کاروونو څخه یادونه کوي هغه موبایل چې لویدیځوالو او امریکایانو يي افغانانو ته په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دی او ډله يي په توغندیو ولي؟
که افغانانو سره د لویدیځ او امریکایانو اړیکې چې ګلبدین او شریکباڼي يي په پریکولو کې، په هیڅ شی صرفه نه کوي وشلیږي، افغانان به اووه میلیارده ډالرله کومه کړي چې د تلیفونو په کارولو سره يي افغان دولت ته ګټه ورسيږي!
د مالي وزیر زاخېلوال سږکال د افغانستان د پڅې ودې خبره کوي. په تېرو کلونو کې د هیواد د ودې کچه ۱۰ ــ ۱۳ په سلو کې اټکل کېده، خو سږکال ډېره ټيټه شوې او یوازې ۲ ــ ۳ په سلو کې ګڼل کیږي. د ګمرکاتو عایدات هم سږکال د تېر په پرتله په سلو کې ۲۰ لږ شوي دي. پانګه له هیواده د وتلو په درشل کې ده او د هیواد نامالومې وضعې ته په اندیښنې، پانګوال په افغانستان کې پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي!
که له ګلبدین پوښتنه وشي چې پخواني ټانکونه، شوبلې او په تېره بیا د ننګرهار د قول اردو باروړونکي موټرې، د جنګلک د فابریکې اوسپنې، د لویو لارو د تلیفون مزي او پايي چې حزبیانو او ملګرو دې پنجاب ته وچلولې او د عادي ااسپنې په تول يي پر پنجاب وپلورلې، ولې د هغو په اړه چوپ يي، افغان دولت او افغانانو ته د هغو حساب ولې نه ورکوي؟ د بیت المال د هغه لوټ شویو پيسو ورکړه، ولې دولت ته د یوې زیرمې پتوګه نه یادوي؟
که افغان دولت پخواني حربي وسایل چې مجاهدینو او د هغې په لړ کې د ګلبدین ډلې ته له تېر رژیم څخه په میراث پاتې شول، په زیرمتونو کې درلودلای او مجاهدینو هغه، د عادي اوسپنې په بیه په پنجاب نه وای پلورلای، اوس به کرزي د ګلبدین له مشورې سره سم چې که لویدیځ له افغانستانه ووځي، اندیښنه مه کوه، امنیتي بحران سره نه وو نه مخ!
کرزي ته د سر د خیر مشورې پرځای هم خپله ګلبدین ته دا مشوره ورکول پکار دی، چې له پنجابه ووځه، که نه بله ورځ دې پنجابیان، په خورا ارزانه بیه، یوازې په څو دینارو پرکوم سوداګر خرڅوي!
کرزي ته پخپل روستي دریځ سره، اوس د وسلوالو طالبانو هم هیله پیدا شوې او د یوې اعلامیه په خپرولو له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر کرزي د روستي دریځ هرکلی کوي.
که څه هم پاکستان په ښکاره ، د تړون مخالفت نه دی ښودلی خو ډاریږي، نه چیري افغانستان امریکا سره په تړون، سیمه کې په یو مرکزي ځواکمن دولت بدل شي او ددې هیواد لپاره د پنجاب اوږمهاله ستراتیژي په اوبو لاهو شي.
خو د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د روستیو پراختیاوو سره په تړاو، په افغانستان کې د ایساف او امریکایي ځواکونو شتون د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خطر بولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندویې مرضیې افخم وايی « د ایران اسلامي جمهوریت د امنیتي موافقې لاسلیک او تصویب د افغانستان د ګټو لپاره په اوږدمهال کې ښه نه بولي.»
ولسمشر کرزی هم د ایران په نیت ښه خبردی او په لویه جرګه کې ویلي وو چې امریکا سره د امنیتي تړون په اړه په بهرنیو هیوادونو کې یوازې ایران خپل مخالفت ښودلی دی. خو د خپلو څرګندونو سره سره، په داسې نازکو حالاتو کې بیا هم په راتلونکي اوونۍ کې غواړي ایران ته سفر وکړي او ښايي د تړون په اړه خپلې اندیښنې د ایراني چارواکو له اندیښنو سره شریکې کړي.
د لويي جرګې او د امنیتي تړون په وړاندې د ۹۰ لسیزې د سیاف د تنظیم مرستیال او لومړي وزیر احمدشا احمدزي، د اسلامي ګوند غړي د تګاو فرید او د ملي جبهې ویاند وحید مژده له ګډ لاریون روسته چې د مژده سر په کویټه کې له طالبانو او پښې يي له ایران څخه راووتي، د سیاف بل شاګرد د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم یارهم، لومړی د لويي جرګې څخه ملاتړ وکړ او اوس يي ددې جرګې په پریکړو او خپل تاییدي نظر پښیماني وښودله!
د کرزي اداره نه یوازې نړیوالو سره د اړیکو په جوړولو کې پاتې راغلې، بلکې په کورني ډګر کې هم یوه فاسده او بیکاره اداره ګڼل کیږي.
د شفافيت نړيوال سازمان کلنی راپور ښۍ چې افغانستان په فساد کې د ښکيلو ۱۷۷ هېوادو په منځ کې دريم ځای لري.افغان اداره تېر کال هم په همدې مقام کې وه او کوم توپير په کې نه دی راغلی.
د ښځو په اړه تاوتریخوالی د تېرکال په نسبت، سږکال ۳۵ په سلو کې، زیات شوی دی.
سږکال په افغانستان کې د کوکنارو کر ترپخوا زیات شوی او تر دوه لکه هکټاره ډېره ځمکه کې کوکنار کرل شوی دي.
د افغانانو د غوڅ اکثریت په اند، د مشورتي لويي جرګې د پریکړې او د امنیتي تړون لاسلیک سره د کرزي مخالفت او په دې اړه د هغه اندیښنې، د هیواد د ملي ګټو سره اړخ نه لګوي!
که کرزی امریکا سره د امنيتي تړون په اړه، د لويی جرګې د پریکړې پرځای، یوخوا د طالبانو او ګلبدین او نورو توندلارو ډلو او شخصیتونو اوبلخوا د ایران او پنجاب مشورې ومني، نو په دې مشورو به د افغانستان د ژغورني بیړۍ چې هسې هم توپاني چپو اخیستي، ساحل ته پورې نباسي او افغانستان به د ۹۰ کلونو کورنۍ جګړې او ناورین ته ورټېل وهي چې پښيماني به بیا هیڅ ګټه ونه لري او د ګلبدین د وړاند ویني خلاف د کرزي نوم به په تاریخ کې په تورو ټکو ولیکل شي!
پای


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more