د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه - ۷

pattang
28.11.2013

په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه - ۷.

محمد هارون خپل شعشعي
Larawbar.com 2013-11-28

د جنايتکارانو يو مخ بخښل يا سپکي اداري -ډيسپليني جزاوي: په بشري ضد او جنگي جنايتو کي د امريکا او ايتلافي دولتو د مشرانو د رسمي گډون بل ثبوت

که د امريکايي او ايتلافي دولتو سياسي او عسکري مشرانو په ريشتيا هم د خپلو استعماري لښکرو په بشري ضد او جنگي جنايتو کي لاس نه لرلای، نوهيڅکله بې( به يې ) زموږ د مظلوم اولس په وړاندي د دغه راز وحشتناکو او شرموونکو جنايتو د مرتکبينو، همکارانو او شريکانو په مجازات کولو کي د بخښني، نرمښت او مساهلې کوښښونه نه کولای. افغانانو او نړيوالو وليدل، چي امريکايي او ايتلافي عسکرو په تيرو يوولسو کالو کي زموږ د هيواد په زرو ملکي وگړي په وينو ولړل؛ د هغو د ښادۍ او غم پر مراسمو يې وحشيانه بمبارۍ وکړې؛ تر چنگېزيانو يې هم په بې رحمانه بڼه د خلگو کورونه، دوکانونه او حتا شنه باغونه په بمو او بلدوزرو ونړول؛ د ټولو قانوني، انساني او اخلاقي معيارو په ماتولو او شا ته غورځولو سره د خلگو و کورو ته ور ننوتل؛ د نارينه وو او ښځو په پت او عزت يې بازۍ وکړې؛ د خلگو په ديني عقايدو، دودو او رواجو يې ډرۍ و وهلې؛ ځوانان څه چي بوډا سپين ږيري يې له القاعدې او طالبانو سره د همکارۍ په ناروا تور سترگي او لاسونه تړلي په محبسو او توقيفخانو کي واچول؛ کلونه کلونه يې په قساوت او بې رحمۍ وکَړَوَل؛ او دا دردونکی حالت له څه دپاسه يوولسو کالو راهيسي تر اوسه جاري دئ. په دې ټوله موده کي زموږ د مظلومو او ربړېدلو خلگو پر خلاف د دې وحشتناکو جنايتو و مسوولينو او مسببينو ته يا گرسره هيڅ نه دي ويل سوي يا په ډېر نه څه له هر ډول مسووليته خلاص سوي دي. موږ ټولو ته مالومه ده، چي د ۲۰۱۲ع کال د مارچ پر يوولسمه د کندهار د پنجوايي اولسوالۍ د زنگاوات په دوو ليري پرتو کلو کي د گلالييو کوچنيانو، ښځو او سپين ږيرو په گډون د شپاړسو( ۱۶) بې گونا کليوالو وحشيانه وژنه په هيڅ ډول د يوه سړي کار نه ؤ؛ خو د سپيني ماڼۍ او پينټاگان مشرانو د افغانانو او نړيوالو د غولولو دپاره تر هر څه مخکي د خپلو عسکرو د دې انساني ناتار پړَه پر يوه عسکر - رابرټ بېلز(Robert Bales) واچوله. وروسته يې د بېلز د ژغورني يا سزا نرمولو په خاطر و هغه ته د دماغي او روحي مريض ( ناروغ ) رنگ ور کئ؛ او د سترگو په رپ کې له افغانستانه وايستئ. ور پسې يې د خپلو تيرو خونړييو جنايتو په شان د قربانيانو و خپلوانو ته د څو ډالرو په ورکولو سره د خپلو عسکرو پر دې نه بخښوونکي بشري ضد او جنگي جنايت هم سرپوښ کښېښاوه.

ويښ او هوښيار افغانان ډېر ښه پوهيږي، له هغو امريکايي پوځيانو سره څه معامله وسوه، چي د افغان مړو جسدونه يې سوځلي وه؛ د مړو پر جسدو يې بولي کړي وې؛ د سپکاوي، ساتېري او وحشيانه يادگار په توگه يې د مړو گوتي او نور غړي پرې کړې وه؟! د دې نه بخښوونکو جنايتو ليست ډېر اوږد دئ. البته، دا حقيقت هم له هيچا پټ نه دئ، چي امريکايي يرغلگرو په نورو اشغال سوو او رټل سوو هيوادو کي له ځايي خلگو سره څه چلن کړئ دئ. دلته يې د« مشت نمونۀ خروار» په توگه د څو مثالو يادونه کوو. د ۱۹۶۸ع کال د مارچ پر شپاړسمه د جنوبي ويتنام د« مي لای » په سيمه کي د امريکايي عسکرو له خوا د کوچنيانو، ښځو او زړو په شمول د ( ۳۴۷ - ۵۰۴ ) ملکي وگړو وحشيانه وژنه د بشري ضد او جنگي جنايتو تر ټولو ناوړه او زړه دردونکی مثال ؤ، چي تل تر تله به د تاريخ په حافظه کي ژوندی يي. په دې وحشيانه ناورين کې پر وژلو سربېره، د ځينو مړو جسدونه داسي ټوټه ټوټه (مُثله) کړي وه، چي قصابان يې هم په گرد پسي نه رسيږي. حتا داسي ادعاوي لا هم کيږي، چي تاړاکگرو امريکايي عسکرو تر دې ډله ييزي وژني مخکي، پر ځينو ويتنامي ښځو جنسي تېري هم کړي وه. راسئ اوس نو وگورو، چي د امريکا په « بشردوستانه »، « عادلانه » او « ډيموکراټيک » نظام کي د دې کرغېړن او وحشتناک چنگېزي جنايت له عاملينو او مسببينو سره څه معامله وسوه؟! په پيل کي شپږويشت ( ۲۶ ) عسکران د دې نه هېرېدونکي جنايت د مرتکبينو په توگه ونيول سول. څه موده وروسته د کندهار د زنگاوات د دردونکي جنايت په شان، په عامه افکارو کي د دې انساني فاجعې د ارزښت کمولو په مخسد يوازي د نيول سوو عسکرو د ډلگۍ يا ټولۍ مشر، ويليم کېلې (William Calley)د دوه ويشتو (۲۲) ويتنامي کليوالو په وژنه محکوم سو؛ حال دا چي په دې خونړي ناتار کي، په سوو کسان، په ډېر وحشت او فضيحت، وژل سوي وه. ويليم کېلې ته په سر کي د ابدي حبس يا عمرقيد جزا ټاکل کيږي؛ خو په عمل کي يوازي درې نيم کاله، هغه هم په محبس کي نه ، بلکي په کورنۍ نظربندۍ کي تېريي. ۳۸ امريکايي عسکرو څو کاله مخکي د عراق د اشغال پر مهال هم همدغسي وحشتناک او نه بخښوونکي جنايتونه وکړل، چي يو مثال يې د ۲۰۰۵ع کال د نومبر پر نونسمه د عراق د الانبار ولايت د « حديثې » د ښار قتل عام ؤ. امريکايي اشغالگرو په دې لړزونکي او مهيب جنايت کي دکوچنيانو، ښځو او سپينږيرو په گډون څليرويشت ( ۲۴) بې گونا عراقيان په وينو کي ولمبول؛ خو مُرتکبين، شريکان او همکاران يې تر ځينو نمايشي پلټنو او قضايي ځغاستو پاستو وروسته، ټول سپينو ملايکو غوندي، له هر راز جنايي توره و ژغورل سول؟!۳۹ که امريکايي چارواکي په دې ډول د معصومو انسانانو د يومخيزي وژني و عاملينو او شاملينو ته د اداري او ډيسپليني جزاوو په ورکولو سره د خلگو په سترگو کي خاوري پاشي، په ريشتيا سره ډېر تېروتلي دي. اخير د څليرويشتو بې گونا انسانانو سرونه پرېکول، د څو چرگانو وژل يا څو گُلانو شکول نه دي، چي مرتکبين او مسببين يې د اداري او وظيفه يي جزاوو په ليدلو سره له جنايي مسووليته بري وگڼل سي. انسان وژنه، لکه څنگه چي د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې په اوومه او اتمه ماده کي تصريح سوي دي، بشري ضد جنايت دئ، چي په هيڅ انساني قانون او هيڅ انساني معيار د چرگانو له وژلو يا گلانو شکولو سره نسي مقايسه کېدلای.د حديثې تر ظالمانه قتل عام چي تېر سو، يو پلا د عراق د ابوغريب په تور او شرمناک باستيل کي له مظلومو او اسکېرلو عراقيانو سره د« متمدنو »،« بشر دوستو » او « پرمختللو» امريکايي اشغالگرو حيواني او بدوي وضعيت وگورئ؛او بيا په خپله قضاوت وکئ، چي دا وحشيانه ظلمونه د څه گونا په بدل کي ور سره کېدل؟! زما په نظر خو عراقي ملت يوازي يوه گونا لرله، چي هغه د امريکايي او ايتلافي لښکرو د وحشيانه تېري او ظالمانه اشغال په مقابل کي روا مقاومت ؤ. که د بين المللي حقوقو له سپارښتنو سره سم د هر بهرني تېري او اشغال په مقابل کي مقاومت او مخالفت گونا نه، بلکي روا او منل سوئ حق يي، بيا نو ولي په ټولو اشغالگرو لښکرو کي د پوښتني او گروېږني هيڅوک نه ؤ، چي د خپلو پوځيانو د داسي شرمناکو جنايتو او شکنجو مخه يې نيولې وای؟! مگر د سي. آی. اې.، ايف. بي. آې. او ايتلافي لښکرو ټول مخبران او جاسوسان ړانده اوکاڼه وه؟! ايا دا شرمناک جنايتونه پر خپلسر کېدل؟! د جنايتکارانو معافيت او مصوونيت ښکرونه او لکۍ لري؟! جوابونه لمر غوندي روښانه دي. دا انساني ضد او جنگي جنايتونه په افغانستان او عراق کي د امريکايي اشغالگرانو د« عدلي » او « قضايي » سيسټم نه بېلېدونکي برخه وه او ده. د امريکايي پوځ جنرالانو او منصبدارانو يې د رسمي لارښووني، ضمني اجازې او سترگو پټولو يا اغماض په بڼه، په سرته رسولو کي اغېزمنه برخه لرله. تاسي وگورئ د امريکا د مرکزي کمانډ (US CENTCOM) اوسنی قومندان، جنرال جېمز ماټيس(General James Mattis) ، چي څه موده په عراق او افغانستان کي هم د امريکايي لښکرو قومندان ؤ، د تلوېزوني کامرو مخ ته، د يوې غونډي و حاضرينو ته څه وايي؟! د ده په خپل بيان کې ولولئ:« تاسي و افغانستان ته ولاړ سئ، هورې داسي سړي سته، چي پينځه کاله يې ښځي د چادرۍ يا حجاب نه اغوستلو له کبله وهلي او ډبولي دي. پوهېږئ! په داسي سړو کي د نارينتوب هيڅ نخښه نه ده پاته؛ ځکه يې نو ويشل ډېر خوند کيي. په ريشتيا، له داسي کسانو سره جنگېدل د ډېري خوښۍ او ساتېري خبره ده. په داسي جنگ کي همېشه چغي او نارې يي. دا ښه ساتېری دئ، چي ځيني خلگ و ولئ. زه به هم ستاسي سره هورې ملگری يم. زما هم په زوره چغي او نارې خوښيږي.» لوستونکي کولای سي د افغانانو له ويشتلو او وژني څخه د خوند اخيستو په اړه، د دې بد مغزه امريکايي جنرال د خبرو پر ليکلې بڼه سربېره، د هغه ويديويي يا تصويري بڼه هم وگوري.۴۱ هر حقپال او باوجدانه ليدونکی د سر په سترگو گوري، چي ځينو مطبوعاتي ټولنو و دې امريکايي جنرال ته ناحقه د« لېوني سپي » لقب نه ورکړئ.

د امريکايي پوځ « لېونی سپی » د مطبوعاتي کنفرانس په عمومي تالار کي و خپلو پوځيانو ته د انساني چال چلن، زغم او نېکو اخلاقو پر ځای لارښوونه کيي، چي د افغانانو وژنه د تفريح او ساتېري خبره ده؛ هر څونه چي مو وس رسيږي پر وژلو، کړولو او سپکولو يې خوند واخلئ! البته، دا د يوه نشه يي عسکر، ضابط، ډلگيمشر، ټوليمشر يا کنډکمشر خبري نه دي، بلکي په افغانستان او عراق کي د امريکايي پوځ د پخواني قومندان يا د امريکا د مرکزي کمانډ د اوسني قومندان، څلور ستوري لرونکي جنرال جېمز ماټيس، خبري دي چي غواړي و افغانانو يا د دوی په گومان د نړۍ و« جاهلو » او « بدوي » خلگو ته د« تمدن »، « بشردوستۍ »، « ډيموکراسي»، « د ښځو د ازادۍ »،« برابرۍ »، « عدالت » او داسي نورو انساني ارزښتو درسونه ور کي!

اوس نو که د امريکا سياسي او نظامي مشرانو د بې گونا افغانانو، عراقيانو او نورو خوارځواکو اولسو پر خلاف د خپلو عسکرو په ډول ډول بشري ضد او جنگي جنايتو کي لاس نه لرلای، نو سمدلاسه بې و خپل دې « لېوني سپي » ته د هغه له انساني ضد کرکټر سره سمه جزا ورکړې وای؛ او دې ته بې نه پريښولای، چي و خپلو لمسېدلو او لاپروا پوځيانو ته د معصومو انسانو په ژوند د ساتېري کولو قومنده/ قومانده ورکړي. د خواشينۍ ځای خو دا دئ، چي دا جزا به چا ور کولای يا څوک بې ور کيي؟! دانالد رمز فيلډ، ډيک چيني، بوش، ليون پنيتا، اوباما که ميټ رمني؟! په دې ډله کي خو هيڅوک زموږ يا نورو بېوزلو خلگو په وژنه، ځوروَنه او بې پته کولو کي تر جنرال ماټيس په کمه نه دئ؟! ايا د باپيلوټه او بې پيلوټه الوتکو له خوا د ډيورنډ د کرښي د دواړو غاړو پر مظلومو پښتنو د امريکايي او ايتلافي پوځو پرله پسې بريدونه، د افغانستان په کلو او بانډو کي د خلگو د کورو وخت او ناوخت تلاښۍ، د بگرام او گوانتنامو محبسونه، قرآن سوځني، د مړو سوځل او بې عزته کول، د مړو د گوتو او نورو غړو پرېکول، پر کوچنيانو جنسي تېري، په سپو داړل او تراهول، د بې گونا افغانانو شکنجه کول او ربړول او په لسگونو نور وحشيانه جنايتونه گرده د دې ادعا روښانه ثبوتونه، نه دي؟! په تېرو يوولسو کلونو کي به دغه راز وحشتناکو انساني ضد او جنگي جنايتو څنگه مادي تجسم موندلای؛ او لا به څنگه تر اوسه په همغه سبعيت او قساوت جاري وای، که امريکايي او ايتلافي مشرانو په خپله رسمي اجازه، ضمني موافقه يا مجرمانه اغماض د هغو په کولو او تکرار کي لاس نه لرلای؟!
ـــــــــــــــــــــــــ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more