د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

صليبي جنايت دومره لوی شوی چې خپل اجنټ یې هم اوس مخالفت کوي !

pattang
28.11.2013

صليبي جنايت دومره لوی شوی چې خپل اجنټ یې هم اوس مخالفت کوي !
افغان چارواکو د هلمند پر یوه کور حمله له امنیتي موافقې سره د مخالفت یو دلیل وباله :

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په هلمند کې پر یوه کور د امریکايي ځواکونو حمله، چې له کبله یې یو ماشوم ووژل شو او دوې ښځې ژوبلې شوې، په کلکه وغندله.

حامد کرزي، چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو یو مهم شرط د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو پای ته رسېدا اعلان کړې وه، وویل چې د هلمند دا برید له امنیتي تړون سره د ده د مخالفت یو بل دلیل وباله

د ولسمشر کرزي ویندوی د دې برید په اړه وویل :«دا ښيي چې امریکايي پوځیان د لویې جرګې پرېکړو او د افغانانو ژوند ته هیڅ درناوی نه لري.»

فیضي همداراز ویلي:« د داسي عملیاتو د دوام په صورت کې به افغانستان هیڅکله له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي.»

د امریکا متحدو ایالتونو په وروستیو ورځو کې څو خبرداري ورکړل چې که د افغانستان ولسمشر ورسره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي، خپل ټول پوځیان به د ۲۰۱۴ کال په پای کې وباسي او له افغانستان سره کړې پوځي او پرمختیايي مرستې به ودروي.

له بلې خوا امریکا وايي چې د کرزي څو شرطونه یې ومنل خو ښاغلی کرزی نوي – نوي شرطونه مطرح کوي.

کرزي په وروستي ځل په خپلو شرطونو کې له ګوانتنامو زندان څخه د افغان بندیانو خوشي کېدا هم شامله کړې ده.

د هلمند له پېښې جلا د پنجشنبې په ورځ لږ ترلږه په درو نورو پېښو کې، چې د کرزي د حکومت وسله والو مخالفانو پکې لاس درلود، ۹ تنه ملکیان ووژل شول. خو د ارګ والو له خوا د دغو پېښو هیڅ راز یادونه نه ده شوې.

په ننګرهار کې په دوو چاودونو کې ۵ تنه ووژل ول. په کندهار کې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه ووژل شول او په زابل کې یو قومي مشر ووژل شو.


عبدالحميد/افغ
29.11.2013

هي کرزی صیب !
خير داهرڅه تير شو اوس خوپوه شه ! خوڅه مياشتي وروسته دي دډالرو په نشه داهر څه جنايات هير وي ، اووايي چي امریکا سره امنيتي تړون کوو ، اوهمغوئ زموږ کومک کونکئ دي.
پوه شه ! چي الله جل جلاله حق وايي : الله جل جلاله فرمايي چي حاصل دايت کريمه دادئ« دوئ خپل مالونه ددې دپاره صرفوي چي تاسي له سمي لاري واړوي » .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more