د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريكايي اډې او زمونږ جهاد

م . ق
22.11.2013

بسم الله الرحمن الرحیم

باید یو څو ټکو ته مو پام راواړوم او هغه داچې کله مونږ د روس خلاف حقیقي جهاد کولو نو الله رب العالمین راته په ۱۳- ۱۴ کالو کې فتح نصیب کړه، د روس اتحاد ټول ټوټه ټوټه شو او یوازې افغانستان نه بلکه د منځنۍ اسیا او شرقي اروپا ډېر هیوادونه هم ازاد شول، د برلن دیوال ونړید، غرب او امریکا د ارام ساه وکښله!
خو برعکس اوس وګورئ روان جهاد د امریکا پخې ولړزولې او که لایې مضبوطې کړې؟؟ دا خو ددې څخه څرګندیږي چې د امریکا د دایمي فوځي اډو د تثبیت څخه وروسته به مقاومت او مقاومت کوونکي له مینځه لاړ او یا وېوړل شي، امریکا به دلته پخه جاجۍ ووهي او روس او چین ته به برند برند ګوري کله به یې ګواښي او کله به یې رټي.
ما په بار بار ویېلي چې متاسفانه مقاومت رښتینی نه دی کنه نو امریکايي اډې او فوځي کاروانونه به یې د برید لاندې نیول، پدې دیارلس کلونو کې تر ۳۰۰۰ درې زره زیات امریکايي فوځیان نه دي وژل شوي خو وګورئ چې څومره مسلمانان وژل شوي دي، همدا د مسلمانانو وژل د مقاومت د ناکامیدو او رسوا کیدو غټ لامل دی.
یو چا سره مې استدلال کولو که امریکايي فوځیان وځي د مقاومت کوونکو لپاره به دلیل پیدا نه شي، هغه وئیل امریکا یې د بهر څخه هم سپورټ کولی شي، همدا اوس چې مونږ د بټي کوټ په لاره ځو امریکايي کاروانونه ښه روغ رمټ تیریږي خو کله چې د اردو یا پولیسو کاروان ځي نو د برید لاندې نیول کیږي، ما ورته وئیل چې که امریکا ووځي نو بیا به طالبان پوه شي چې زمونږ جنګ د مسلمانانو خلاف دی او جنګ به بس کړي هغه وئیل چې پدې خو اوس هم پوهیږي خو د ډالرو زور دی چې ورته نه ټینګیږي.
یو بل مجاهد ته مې وئیل چې تاسو ولې امریکایي کاروانونه او لویې اډې د برید لاندې نه نیسئ او ځئ ځئ چیرته خوار اربکیان او پولیس وژنئ هغه وئیل چې په امریکایانو مو زور نه رسي او دومره وسایل مونږ سره نشته چې هغوي سره پرې جنګ وکړو برعکس د اربکیانو پولیسو او اردو څخه زمونږ وسایل قوي دي، ما ورته وئيل دا جهاد به هیڅکله کامیاب نه شي ځکه چې د مسلمانانو په وژل کیدو د امریکایانو هیڅ نه کمیږي، تاسو باید خپل اصلي هدف وپیژنئ او د ګیدړانو او سپیانو په ښکار ځانونه مه غولوئ، که ښکار کوئ نو د لیوانو او پړانګانو ښکار وکړئ او کنه نو بیا پریږدئ چې سپیان خپله پیره وکړي.

مننه له توجه څخه مو.


عبدالحميد/افغ
29.11.2013

هي !
محترمه وروره زه داهرڅه دمثال په توکه درته وايم:
که ديوچاوکورته دکورځيني غړي غله اولوټ ماران راولي اوپه همغه سرائ کي ورته ځاي ورکړي له دې وروسته هغه غله چي کومه حمله دکورپرخاندانوکوي هم دوئ ورسره مل وي اودهغوئ پرسر ولاړوي.

نوته فيصله وکړه چي په دغودوو ډلو کي به څوک دقتل لائق وي؟؟؟
کرزی اداری غله اوامریکایان وګران کوراوافغانستان ته راوستل .
نواوس تاسي فيصله وکړئ! .


م . ق
01.12.2013

[quote:cd7ac20c7a="عبدالحميد/افغ"]هي !
محترمه وروره زه داهرڅه دمثال په توکه درته وايم:
که ديوچاوکورته دکورځيني غړي غله اولوټ ماران راولي اوپه همغه سرائ کي ورته ځاي ورکړي له دې وروسته هغه غله چي کومه حمله دکورپرخاندانوکوي هم دوئ ورسره مل وي اودهغوئ پرسر ولاړوي.

نوته فيصله وکړه چي په دغودوو ډلو کي به څوک دقتل لائق وي؟؟؟
کرزی اداری غله اوامریکایان وګران کوراوافغانستان ته راوستل .
نواوس تاسي فيصله وکړئ! .[/quote:cd7ac20c7a]
ښه محترمه وروره، که دغه مثال په حقیقت کې داسې نه وي او داسې وي چې یو بهرني کس د کور قبضه کولو لپاره لوبه جوړه کړي وي، اصلي مالکان یې یرغمال کړي وي چې سوڼ او توڼ هم نشي کولاي خو څو غله یې د کور مالکان کړي وي او نور غله دې ته رالمسوي چې ورشئ او دغه کور ترې ونیسئ خو بیا د کور مجازي مالکانو ته چې هغوي هم غله وي وايي چې ځانونه بیدار ساتئ! نو ته اوس ووایه ترڅو چې دغه بهرنی ونه وژل شي که غله په خپل مینځ کې هرڅومره یوبل ووژني بهرني به د هغوي نور ځایناستي غله راپیدا کړي خو دغه لوبه به ترهغه ختمه نشي ترڅو چې دغه بهرنی نه وي ختم شوی.


طیب زابلی *
05.12.2013

السلام علیکم ورحمة الله
م.ق صیب په دې خبره می سرنه خلاصیږی چی دروس په مقابل کی چی مجاهدین جنګیدل دسی آی ای او آی ایس آی لخوا څخه په ښکاره ډول حمایه کیدل او تمویلیدل خوهغه ته حقیقی جهاد وایی او اوس مجاهدین چی تاسو وایاست چی د آی ایس آی لخوا څخه په پټه حمایه کیږی او دې ته حقیقی جهاد نه وایی داڅه وجه ده؟
اوته چی وایی چی په دې جنګ کی مسلمانان وژل کیږی،
که دې مراد دکرزی داداری خلک وی نوداخو دروسانو په وخت کی هم دوخت دحکومت خلک دمجاهدینو لخوا څخه وژل کیدل،
اوکه دې مراد ولسی خلک وی نودروسانو په وخت کی دمجاهدینو او مقابل لوری ترمینځ په جنګ کی دملت خلک تردې ډیر وژل کیدل,
اوداچی دروسانو په جهاد کی مجاهدینو ته په ۱۴.۱۳ کی فتحه نصیب شوه اوس ولی پرفتحه یقین نه لری؟
بلکی اوس هم زما دایقین ده چی فتحه به راځی البته داضروری نه ده چی په ۱۴.۱۳ کاله کی به وی کیدای شی چی ۲۰ کاله دی واخلی ځکه دلته څه توپیر شته هغه دا چی دروسانو په وخت کی له یوملک سره جنګ وو او اوس ۴۰ ملکونو سره جنګ ده،
اوداخبره چی امریکایانو ته په افغانستان کی تلفات نه دی اوښتی یا کم اوښتی دی داناسمه ده،امریکا په افغانستان کی هم دځانی تلفاتو لویه ضربه وخوړه او هم دمالی تلفاتو،دمالی تلفاتو قرینی خویی دادی چی یوڅه موده مخکی په امریکا کی ډیری ادارې له دې کبله وتړل شوی چی دوئ یی معاشات نه درلودل،
اوله دې پرته چی دې ته وګورو چی دوئ څومره وسائل په افغانستان خاوری کړل دومره تاوان دوئ ته په تاریخ کی نه ده رسیدلی،
اوځانی زیان یی هم زیات ده ځکه چی تیرکال دوس خپله دا ومنله چی زموږ ۲۰۰۰ فوځیان په افغانستان کی وژل شوی دی او داخو موږ ته بالمشاهده معلومه ده چی دوئ دخپلو فوځیانو ٪۱۰ زیان هم نه اعلانوی،
اوداچی داډو له جوړیدو وروسته به دامقاومت له مینځه ځی دانشی کیدای،اول خو امریکا اډی نه جوړوی ځکه هغه اوس وتلو ته یوه پلمه لټوی او که یی جوړی هم کړی نودامقاومت به بیا هم جاری وی انشاء الله تعالی،
که موږ اوتاسو ژوندی وو له خیره سره وخت به پخپله فیصله وکړی چی څه کیږی؟


م . ق
06.12.2013

[quote:762444cc52="طیب زابلی *"]السلام علیکم ورحمة الله
م.ق صیب په دې خبره می سرنه خلاصیږی چی دروس په مقابل کی چی مجاهدین جنګیدل دسی آی ای او آی ایس آی لخوا څخه په ښکاره ډول حمایه کیدل او تمویلیدل خوهغه ته حقیقی جهاد وایی او اوس مجاهدین چی تاسو وایاست چی د آی ایس آی لخوا څخه په پټه حمایه کیږی او دې ته حقیقی جهاد نه وایی داڅه وجه ده؟[/quote:762444cc52]

وعلیکم السلام ورحمة الله،
زابلي صیب، د روس خلاف جهاد کې مجاهدین د روس خلاف جنګیدل، روسان یې وژل او روسانو هم بې دریغه مجاهدین شهیدانول، دواړه مخالفې لورې او مقابل صفونه معلوم وو، درغلي نه وه، اوس درغلي او ټګي روانه ده، په ظاهر کې داسې ښودل کیږي چې ګواګې مجاهدین د امریکا خلاف جنګیږي، خو په حقیقت کې په امریکایانو ډز هم نه کوي، همدارنګه امریکایانو هم صرف هغه مجاهدین په نښه کړي چې د هغوي د ګټو خلاف عمل یې کړی او یا یې بله تخطي کړې، خو په عموم کې یې ټول ازاد پریښي دي.
په هغه وخت کې جهاد د روسانو او کمیونستانو په مقابل کې په ښکاره روان وو نو د سي اي ای او اي ایس اي کومک کوم حرج نه وو ځکه چې د اسلام د غلبې سبب او د کفر د زوال سبب ګرځیدلې، اما اوس دغه جهاد د امریکایانو په مقابل کې نه دی بلکه د امریکایانو د ګټو د خوندي کولو لپاره دی او د هغوي په خدمت کې دی نو ځکه د سي اي ای او اي ایس ای مرستې د مسلمانانو په ضرر دي او د کفر د غلبې او د اسلام د زوال سبب ګرځي نو ځکه یې د مقاومت اسلامي حیثیت هم د بطلان سره مخ کړی.

[quote:762444cc52="طیب زابلی *"]اوته چی وایی چی په دې جنګ کی مسلمانان وژل کیږی،
که دې مراد دکرزی داداری خلک وی نوداخو دروسانو په وخت کی هم دوخت دحکومت خلک دمجاهدینو لخوا څخه وژل کیدل،
اوکه دې مراد ولسی خلک وی نودروسانو په وخت کی دمجاهدینو او مقابل لوری ترمینځ په جنګ کی دملت خلک تردې ډیر وژل کیدل,[/quote:762444cc52]
زابلي صیب، مراد مې ولسي خلک او ټول بې ګناه غیرجنګي خلک دي، خو که په هغه وخت کې شهیدانیدل نو اصلي هدف او ټارګټ هغوي نه وو بلکه د جهاد په ضمن کې هغوي هم قرباني کیدل، خو برعکس اوس د مقاومت او اشغال دواړو لخوا اصلي هدف او ټارګټ بې ګناه مسلمان او عام وګړي دي، امریکایان په خپلو اډو کې بې غمه ناست دي شراب، شباب او کباب وهي او طالبان په خپلو مدرسو او جوماتونو کې بې غمه په خپلو لیپټاپونو، موبایلونو او موټرسایکلو مزې او چړچې کوي.
[quote:762444cc52="طیب زابلی *"]اوداچی دروسانو په جهاد کی مجاهدینو ته په ۱۴.۱۳ کی فتحه نصیب شوه اوس ولی پرفتحه یقین نه لری؟
بلکی اوس هم زما دایقین ده چی فتحه به راځی البته داضروری نه ده چی په ۱۴.۱۳ کاله کی به وی کیدای شی چی ۲۰ کاله دی واخلی ځکه دلته څه توپیر شته هغه دا چی دروسانو په وخت کی له یوملک سره جنګ وو او اوس ۴۰ ملکونو سره جنګ ده،[/quote:762444cc52]
اوس مې پرې ځکه یقین نشته چې د امریکایانو او انګلیسانو خلاف څوک نه جنګیږي، اصلي دښمن یې پریښي او د هغوي په خدمت کې مسلمانان وژني او اسلام له مینځه وړي.
فتح په هغه صورت کې راتلی شي چې حقیقي جهاد شروع شي او یرغلګر د بریدونو لاندې ونیول شي، بیا به ۳۰ کاله نه بلکه په ۳ کاله کې هم فتح راتلی شي ځکه چې: (ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت اقدامکم)
او په هغه وخت کې هم لکه د غزوة احزاب غوندې ټول جماهیر شوروي سره یوځاي وو خو د مجاهدینو د خندق په مقابل کې ټول دړې وړې شول دا ځکه چې مسلمانانو د اسلام د دفاع لپاره حقیقي خندق کیندلی وو، اوس خو هسې تزویر او جعلسازي ده په خندق کې د یهودانو او صلیبیانو پرځاي خپله مسلمانان لویږي.
[quote:762444cc52="طیب زابلی *"]اوداخبره چی امریکایانو ته په افغانستان کی تلفات نه دی اوښتی یا کم اوښتی دی داناسمه ده،امریکا په افغانستان کی هم دځانی تلفاتو لویه ضربه وخوړه او هم دمالی تلفاتو،دمالی تلفاتو قرینی خویی دادی چی یوڅه موده مخکی په امریکا کی ډیری ادارې له دې کبله وتړل شوی چی دوئ یی معاشات نه درلودل،[/quote:762444cc52]
هغه خو نړیوال اقتصادي بحران دی او امریکا یې هم تر ګواښ لاندې راغلې، بله داچې امریکا به خامخا دومره تاوانونه کوي چې په ټوله نړۍ کې یې فوځي اډې دي، له بل طرفه په هر ځاي کې د ډبل ګیم او غبرګونې لوبې کولو له امله ورته د دواړو خواو خرچې په غاړه دي، ځکه چې دواړو خواو ته لوبغاړي روزي او تمویلوي نو خامخا به دومره خرچې او تاوانونه کوي او که امریکا مالي زیان لیدلی وي نو بیا ولې ډالر ورځ په ورځ بره خیژي؟
[quote:762444cc52="طیب زابلی *"]اوله دې پرته چی دې ته وګورو چی دوئ څومره وسائل په افغانستان خاوری کړل دومره تاوان دوئ ته په تاریخ کی نه ده رسیدلی،[/quote:762444cc52]
وسایل کوم دی چې خاوري شوي، که خاورې شوی واي نو دوي به ورسره سم خاوري شوي وو، نه ګورې چې د وسایلو د ویستلو لپاره ګڼې ځمکنۍ او هوايي لاري لټوي او پلان ګزاري ورته کوي، د کرزي اداره ورته وايي چې وسایل مونږ ته پریږده خو هغوي وايي چې نه ټول ځان سره وړو، که وسایل خاورې شوی واي نو څشي به یې وړي وو او د څشي د پریښودلو غوښتنه به ترې کیدله! وسایل خو د روسانو خاورې شول چې ټول افغانستان په وسپنو او زړو ټانکونو او توپونو ډک وو، اوس به د دیارلس کاله وروسته هم په ټول افغانستان کې د امریکا یو ویجاړ شوی ټانګ یا موټر ونه ګورې ځکه چې د امریکا خلاف جنګ نشته!
[quote:762444cc52="طیب زابلی *"]اوځانی زیان یی هم زیات ده ځکه چی تیرکال دوس خپله دا ومنله چی زموږ ۲۰۰۰ فوځیان په افغانستان کی وژل شوی دی او داخو موږ ته بالمشاهده معلومه ده چی دوئ دخپلو فوځیانو ٪۱۰ زیان هم نه اعلانوی،[/quote:762444cc52]
دومره زیات ځاني زیان نه شي پټولاي، که پټولاي یې شول په عراق او ویتنام کې به یې پټ کړي وو، خو که ډیر پټ کړي ۳۰٪ به پټ کړي، خو که هغه پټ یې هم ورسره وشمیرې تر ۳۵۰۰ څخه نه زیاتیږي او برعکس د روسانو خلاف جهاد کې د روسانو هلاکت ته وګوره! تر یو لکو هم اوړي، ایا دا د مقایسې وړ دي؟
[quote:762444cc52="طیب زابلی *"]اوداچی داډو له جوړیدو وروسته به دامقاومت له مینځه ځی دانشی کیدای،اول خو امریکا اډی نه جوړوی ځکه هغه اوس وتلو ته یوه پلمه لټوی او که یی جوړی هم کړی نودامقاومت به بیا هم جاری وی انشاء الله تعالی،
که موږ اوتاسو ژوندی وو له خیره سره وخت به پخپله فیصله وکړی چی څه کیږی؟[/quote:762444cc52]
د امریکا هم همدغه پالیسي ده چې د اډو د جوړیدو وروسته به هم ټخ توخ جنګ او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه جاري وي، ددې لپاره چې سیمه کې خپل اغیز او د موجودیت ضرورت وښايي، همدا وجه ده چې د کرزي شرطونه نه مني!
او د وخت فیصلې ته مونږ هم انتظار یو، (فانتظروا انا معکم من المنتظرین)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more