د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د تور خم د ګمرک کارکوني، څوک وو؟

اتل
21.11.2013

السلام علیکم
د تورخم د ګمرک کارکوني څوک وو، او چا ته یې خدمت کاوه؟
دغه کارکونکي، مسلمانان وو، او د مسلمان ملک پاکستان اتباع وو، او ددوو مسلمانو ملکونو افغانستان او پاکستان د مسافرو د تک راتک د آسانتیا په لاره کې یې خدمت کاوه.
نو ولې یوه قریب پنځلس کلن ځان مرګي هلک د پاکستان لوري ته په ګمرک کې ځان والوزاوه او څلیرویشت تنه کار کوني او مسافر یې زخي کړل، او نورو مسافرو ته یې بې حده زیات مشکلات جوړ کړل؟
داپوښتنه باید دطالبانو صاحبانو نه وشي.

دالاندې رپوټ مښال رادیو خپور کړیدئ:
====
پر تورخم کسټم دفتر ځانمرګی برید ۲۴ کسان ژوبل
د لنډي کوتل روغتون د چارواکو په خبره چې د څلورو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او د پېښور روغتون ته یې استولي دي.
21.11.2013
د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي، نن د پنجشنبې سهار په تورخم پوله په پاکستاني کسټم هاوس کې یوه بمی چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.

په ژوبلو کې د کسټم ادارې کارکونکي شامل دي.

دوی وایي چې دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې په کسټم هاوس کې د افغان ټرانزټ ټرېډ او د نېټو رسد ګاډو د اسنادو تر کسټم تېرېدل روان ول.

د دغې پیښې وروستو سمدستي امنیتي ځواکونو دغه سیمه په خپله ولکه کې واخیسته او د تورخم پوله یې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړله.

د لنډي کوتل روغتون د چارواکو په خبره چې د څلورو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او د پېښور روغتون ته یې استولي دي.

د پیښې یو عیني شاهد حلیم الله مشال ریډيو ته وویل:

''په دې وخت کې زه د ګاډو د کسټم کاغذونو دستخط کولو لپاره په کسټم هاوس کې ولاړ ووم چې یو درز وشو یو پړک او شنه لمبه مې ولیده چې په دې ودانۍ کې تاویده، بیا راته پته نه ده لګیدلې خو کړکۍ او دورازه راباندې راپریوته،سر او غوږونه مې خوږ دي''

یو بل عیني شاهد او ژوبل شوی تن اختر ولي وايي:

''ما ګیټ پاسونه لیکل چې په دې کې مې یو ماشوم ولیده چې ځان یی والوځولو، زه پر یو میز راپریوتم او ژوبل شوم ما سره په خوا کې نورو ژوبل شوو کسانو چغې وهلې چې موږ اوچت کړی خو ما نه شو اوچتولی ځکه چې زه هم ژوبل پروت وم، ما د هغه کمعمره تن چې ځانمرګی وو د بدن غړي هم ولیدل''

د لنډي کوتل اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ طیب عبدا لله په وینا دا یو ځانمرګی برید وو چې یو کمعمره تن تر سره کړی دی او خوا وشا شپاړلس کلن معلومېده، اود برید ګر د بدن غړي یې په خپله ولکه کې اخیستې ده، او د دغې پیښې پلټنې یې پیل کړې دي.
د دغې پیښې پړه تر دې دمه چا پر خپله غاړه نه ده اخیستې....


pattang
27.11.2013

د مشال راديو او که د Cia ښی لاس !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more