د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د عبدالرحمن الفت عجیبه سیاسي او علمي لیکنه!

م . ق
18.11.2013

نوټ: دا لیکنه تر هغه ځایه ما نقل کړې چې زه ورسره موافق یم.

(د سپټمبر د یوولسمې پلمه د افغانستان د محوه کولو دپاره)
عبدالرحمن الفت
Larawbar.com 2013-11-16

د افغانستان د بقا او آرا مۍ په هڅه

د انساني ماهیتونو په معیار افغانستان وژل شوی او یا په ځنکدن کښې دی : د دوو میلیونو نه پورته افغانان په مخدراتو اخته دي ـ د وزګارو افغانانو شمیر په سلوکښې شپیتو او اویاوو ته رسیږي ـ ډېرې میرمنې د ځان په خرڅولو ژوندۍ دي او ځینې انتحار کوی ـ د رشوت تله تر ټولو درنه ده او د ګوډاګیو بیروکراسي یواځې د رشوت په غوړو څرخي ـ بې امني د هر چا ژوند په هره لحظه کښې په خطر کښې اچولی خصوصا د هغه چا چه د استعمار پر ضد د وطن د خلاصون هڅه کوی . د امريکې د راتګ سره سم د مخدراتو تجارت آزاد او خوندی شوو ، څو چه MI6 ، CIA او د کرزي مامورین په یو مافیائي ابدي ورورولۍ کښې سره راټول کړي ، اوپخوانيو جنګسالارانو ته د سلاح او د بقا لارې خلاصې کړي ، چه افغانستان یوې داسې لویې خونړۍ صحنې ته اماده کړي چه د ناټو او امریکې بربریت پکښې له یاده ووځي ، او د روس د وتلو نه وروسته صحنه بیا تکراره شي .

د کرزي دیارلس کلن حکومت ـ د امريکې په اشاره ـ نه یواځې صلحې ته زمينه نده برابره کړې بلکه د صلحې په نوم ئې د طالبانو او تحالف شمال په مینخ کښې د ابدي عداوت او انتقام احساس لا ژوندی کړ : یو طفل هم پوهیږي چه د صلحې د پاره بیطرف او د خیر کسان پکار دي نه د طالبانو دښمنان چه پرله پسې د صلحې د کمیټې ریاست په غاړه اخلې او د غټې بودیجې په واسطه هغه کارونه کوی چه د انتقام احساس ورسره لا قوت مومي .

د کرزي د تعقل نه بهر کارونه ، او د امریکي د لښکرو د اخلاقو نه بهر ناکردې، په اصل کښې سره بیل ندي او ستراتیجیکي انسجام لري : په افغاني ناموس باندې تیری ؛ د قرآن سیزل ؛ په مړو باندې متیازې ؛ او د کابل د سیند نه ډېران جوړول او د مخدراتو معتادانو ته پکښې پناه ورکول ؛ او وطن ته راستون شوي افغانان ، په ژمي او اوړي کښې ، په خیمو کښې ساتل ؛ او ناروغان پاکستان ته په سفر مجبورول ؛ او نور او نور ؛ افغاناتو ته خدمت ندی ، بلکه د هغوی کرامت او عزت تر پښو لاندې کول دي ؛ چه یو مغرور استعمار پرې د غرور تنده ماتوي ؛ او بهیر شوي رشوتونه د ترلیونو ډالرو په زور دغه کړندلار خوندی ساتي .

د بشر په تاریخ کښې د غربي استعمار غرور دوهم مثال نه مني ، دوی د خپلوڅلوروسوو کالو استعماري ناکردو په هکله اصلي سوالونو ته ځواب نلري : چیرته دي د امریکا اصلي خلک ( سور نسل ) ؟ د افریقې خلک چا غلامان کړل او ثروت ئې چا چور کړ؟ ولې لاتیني امریکا ، سره لدې چه عیسویان دي ، امریکې ته په نفرت ګوري؟ په دغه لویه تاریخي صحنه کښې، د افغانستان د راتلونکی ژوند اټکل د غرب تر استعمار لاندې ، څه ګران کار ندی .

د کرزي حکمفرمائي د بشري منطق تابع ندی ، دی یا ما فوق بشر دی او یا ئې ماغزه د امريکائیانو په مدار کښې څرخي چه زمونږ د فهم نه پورته دی . او که نه ، نو ولې د بن لادن د نیولو په هڅه افغانستان او عراق باندې په یورانیوم سمبال شوي بمونه په زرهاوو وغورزول شول ، چه مستقبل نسلونه هم تباه کړي ، پنځوس میلونه امریکایان د بودیجې د نشتوالي له امله فقر او فلاکت ته وسپارل شول ، او په اخره کښې بن لادن په یو پولیسي اسان عمل کښې له مینخه وېووړل شو ( دا چه اصلي قصه څه ده چا ته یې پته نشته خو عالم ته دغه قصه ورمنله شوې . ) ؟ د دومره آسان کار د پاره ولې هم ځان او هم جهان ځورول ؟ خان ئې په عالم کښې وشرماوه او د حماقت او غرور لوی مثال ېې په تاریخ کښې ثبت کړ ؛ کرزي هم پخپل قوم کښې ځان وشرماوه ، او با عزته ملت ئې امريکایانو ته مریان کړ ، او لګیا دی چه د ابدي مرئیتوب سند هم ورسره لاس لیک کړي : « اګه به نفع ما باشه چرا نمیکنیم» .

که څوک غواړي د دغو نارواوو کارونو اصلي نیلې او ریښې وڅیړي نو د امرېکې د ډېر پیاوړي مورخ Webster Griffin Tarpley کتاب (9‪/‬11Synthetic Terror‪:‬ Made in USA ) ته دې مرا جعة وکړي چه څنګه دا جهنمي افکار د شیکاګو د پوهنتون یو استاذ ، لیو شتراس Leo Strauss ، د هتلر د مخور قانون پوه Carl Schmitt څخه اقتباس کړل ، او بیا ئې د Chicago په پوهنتون کښې خپلو شاګردانو ته تلقین کړل ، چه د Neocon ډله ، د ډاکتر زلمي خلیل زاد په شمول ، پر دغو افکارو وروزل شول . همدغه ډله ، په ګډه سره ، د امریکې د جمهور رئیس ( د جورج بوش دځوی ) په راتلو سره قدرت ته ورسیده ، د سپټمبر د یوولسمې پلمه ئې عملي کړه ، چه پدې ترتيب ئې د امریکې قهر او غضب ته لاره خلاصه کړه چه د قهر او دهشت له لارې خپل پلانونه عملي کړي : ټول امریکان د د دهشت په سبب د غرور هغو جګو څوکو ته وختل چه د هندوکش څوکې ورنه ترلاندې وي او د انتقام احساس ته د الوتنې ساحه پکښې بې قیده وه ، او پدې صورت ټول ملت د مسلمانانو وینو ته تګي شول او جنګ ته اماده شول او دغه خبیثه ډله خپل شیطاني هدف ته لاره پیدا کړه . او بیا د همدې ډلې ډېر موثر غړي ، د رئيس جمهور معاون « دک چیني»- جمهور رئیس ئې ولمساوه چه جنګ دده د اعتبار د اوچتولو یواځینۍ وسیله ده ، او خصوصاً په امریکا کښې چه سیاست د غرور په مدار کښې څرخي .

په نتیجه کښې ، افغانستان او عراق کښې جهنمي افکار پلي شول او دواړه خاورې ایرې شوې .

د سپټمبر د يوولسمې پلمې په باره کښې زښت زیات کتابونه لیکل شوي خو پورتنی لیکوال د لوړ خیال او ژورې کتنې په سبب څاری نلري . بل د ژوندي ضمیرخاوند ( Alan Sabrosky) دی چه د امریکې په عسکري او نورو مشهورو پوهنتونو کښې استاذ دی ، او یهودی هم دی ، او په ډېر شدت سره دا کار د اسرائیلو د جاسوسۍ د مؤسسې کار ګڼي او ډیر قوي اسناد او دلائل هم وړاندې کوی . زما خپله مقاله پدې باب د عراق د حملې نه وروسته خپره شوه:

From AxisofLogic.com

CRITICAL ANALYSIS
The West in Search of Beauty and Muslims in Search of Justice
By Dr. Abderrahman Ulfat*
Dec 5, 2004, 18:03

چه پکښې دا په وضاحت لیکل شوې وه چه د سپتمبر حمله د عربو او مسلمانانو د علمي او تخنیکي استطاعت نه اوچته وه او نا ممکنه وه چه څو تنه عربان جټ طیارې پهعالي مهارت سره له مسیر نه وګرځوي او په برجونو ئې اېغ نیغ برابرې کړي ؛ دا د ډېرو مجربو خلکو کار وه چه د امرېکې د استعماري هدفونو د پاره ئې دا کار وکړ ، چه ددې هدفونو په سر کښې د مسلمانانو تباه کول ، د چين مقابلې ته ځان چمتو کول ، او په پټرولي منابعو باندې حاکمیت لرل وه ؛ او زه اوس هم په همدې نظر یم. غربي استعمار د افغانستان د تجزیې په هڅه او د ګاوڼډیانو تلوسه : افغانستان د خپل ستراتیجیکي موقف په سبب د آسیا او اروپا د مسیر په سمبالولو باندې دوامدار تأثیر لرلي او وبه ئې لري . او دا تأثیر دنیا ته هلته څرگڼډ شو چه افغانانو شوروي ولړزاوه او په نتیجه کښې ډېر هیوادونه په آسیا او اروپا کښې خپلواک شول او د نړۍ جغرافیه بدله شوه . إنگلیسان د افغانستان د دغه جوهر له مینځه وړلو تهډیرې هلې ځلې وکړې کوم چه علامه اقبال د شعر په ژبه بیان کړی :

آسیا یک پیکر آب و گل است ملت افغان درآن پیکر دل است

از فساد او فساد آســـــــــیا در گشاد او گشاد آســـــــــــیا

انګلیسان ، د امریکایانو د جنګ ابدي ملګري ، په انتقامي جذبه افغانستان ته بیا داخل شول او هلمند ئې د عملیاتو مرکز وګرزاوه . په چین کښې د تاریاکو د رواجولو پخواني سیاست نه ئې کار واخیست او کرڼې ته ئې توسعه ورکړه څو چه MI6 او CIA په ګډه وکولی شي له دغې لارې خپل عملیات تمویل کړي او د بیروکراسۍ د قید او نظارت نه بهر په آزادۍ سره د افغانې جامعې فاسد کولو باندی لګیا وي : فاحشه خانې ېی د خپلو لښکرو د رضا د پاره پرانیستل ؛ او د اخلاقي اضمحلال په ذریعه ئې افغانستان جسدي تجزیې ته آماده کړه . او دا هغه ګډ هدف وه چه ناټو او امريکا ورته چمتو شوي راودانګل چه د افغان کور له اساس نه نسکور کړي .

د (جورج ټینټ) George Tenet د امریکې د استخباراتو CIA د رئيس د توصيې په اساس حامد کرزي ته د افغانستان واک وروسپارل شوچه د «باب وودوارد» په کتاب کښې په مفصل ډول لیکل شوی :

‪ [Bob Woodward, Bush at War, Page 248]

او د همدغه کتاب په استناد پنځه اتیا ملیونه ډالرې د تحالف شمال مشرانو ـ په شمول د عبدالرسول سیاف ـ ته ورکړې شوې چه دامریکې استعمار ته هرکلی ووایي . پخوانی پادشاه هم راوستل شو څو چه د خلکو تائید ګوډاګي حکومت ته جلب کړي . او دون همتي هغه حد ته ورسیده چه تعبیر ئې خوشحال بابا کړی او علامه اقبال ئې د شعر په ژبه ترجمه کړې :

أشترې یابد اګر افغان خر با یراق و ساز و با انبار در

همت دونش ازان انبــار در میشود راضـي با زنګ شتر

یو فاسد حکومت د دیارلسو کلونو د پاره خوندی ساتل څه د لیلی او مجنون قصه نه وه ، چه مجنون په لیلی کښې عیب نه ویني ، بلکه د کرزي «ګندګي» د افغان د ملت د تباه کولو د پاره ډېره ښه وسیله وه او ده . د نوي استعمار پلان په ډیر تدبیر طرح شوی دی ، او هدف ئې د افغانستان د اصالت او هویت محو کول دی . دا ځکه چهافغانستان د تاريخ په اوږدو کښې د هر استعمار مخه نیولې او غربي استعمار د افغانستان په تاریخي دریځ ښه خبر دی . نو ځکه غرب پخپل ګډ استعماري تړون کښې دې فیصلې ته رسېدلی چه هغه درې هېوادونه چه د غرب د استعمار پر ضد درېدلي ـ افغانستان، الجزائر او عراق ـ یا باید مهار کړی شي او یا محو شي . او پدې هم پوهیږي چه په خلاف د الجزائر او عراق ، افغانستان مهار کولو ته غاړه نږدي او د محو کولو نه پرته بله چاره نشته .

که چیرته د استعمار هدف ، د دوی د خپلې ادعا سره سم ، محض انساني وای، نو تر سره کول ئې ډېر اسان کار وه : یوه با عزمه اداره کولې شوای چه د افغانستان د تقریباً دریو سوو علاقداریو په چوکاټ کښې خلکوته د ضروریاتو مطابق کومکونه وکړي ؛ او د شدید فقر په حالت کښې حتی نقدې پیسې ورووېشي ؛ او پدېصورت به هم کومکونه د خلکو د رفاه سره سم سمبال شوي وای او هم به ژبني ، عرقي او مذهبي اختلافونو نه بهرپاتې وای ؛ او که چیرته یوه اداره ناکامیدله ، تغیر پکښې راوستل کوم ګران کار نه وه ؛ او پدیصورت نه طالبان ، او نه نور ، د بیرته راتګ سوچ وهلای شوای . داسې یو کړندلار د امریکې د کار پوهو د تدبیر نه بهر نه وه ، خو انساني پیرزوېنې ته ېی ضرورت لروده ، چه د دوی په قاموس کښې ورته ځای نشته .

د سپتمبر د یوولسمې پیښه یوه تمهيدي پلمه وه چه د نړۍ د اغوا او غولولو دپاره جوړه شوه او ناټو ته یې د آزادې مانورې زمینه برابره کړه څو چه وکولی شي چه افغانستان ګوډاګیانو ته وروسپاري څو چه هغوی ئې په ګډه اخلاقي بڼسټ ونړوي او د آزادۍ روحیه پکښې ووژني ، او وروسته به ګوډاګيان د ملت د محاسبې توان ونلري اود ځان د بقا د پاره به د افغانستان د تجزیې نه بغیر بله چاره هم ونلري .

امریکا د افغانستان تسخیر او یا تجزئه د (آسیا ـ اروپا) Eurasia د تسخیر ضروري مقدمه بولي . ستراتیجیکي پوهانو ئې ورته له پخوا پلان سنجولی : افغانستان دEURASIA په قلب کښې ځای لري او ډېر لوی ثروتونه په افغانستان کښې پراته دي چه هم روسانو او هم امريکائیانو ورته سترګې نیولې دي ؛ دا ځکه چه دا ثروتونه هغه نادر معادن دي چه معاصر تخنیک او صنعت ته هماغه اهمیت لري لکه چه پټرول ئې د لمړي جهاني جنګ نه تر اوسه لرلی : (د غرب قبضه په پټرولو باندې، په دوهم عمومي جنګ کښې ، د دوی د کامیابۍ سبب شو ؛ په یوویشتمې پیړۍ کښې به همدغه نادر معادن د پټرولو دور ادا کړي ) . تر اوسه پورې په انحصاري پیمانه په چين کښې پیدا کیږي چه نورو ته ئې نه صادروي . افغانستان ، د چین او د امریکې د رقابت میدان ګرزېدلی ، خو چین په ډیر حکیمانه صورت ، د غټې سرمایه دارۍ په پلمه ، پکښې پښې غزولي او د امریکې څارنه کوي . له همدې کبله امریکا غواړي تر ابده په افغانستان کښې پاتې شي ، او دا د افغانستان د دفاع په خاطر ندي ـ همدا اوس د امریکې دټول طاقت سره سره د پاکستان د حملو مخه نه نیوله کیږي . اصلي هدفونه ئې دادي : د عیسویت خپرول، ‌ د چین سره د ډېر احتمالي جنګ د پاره تیاري نیول ، په نادرو معدنونو باندې کامل تسلط لرل ، او د افغانستان پر ژوند قبضه آچول چه د نام و ننګ خبرې پکښې نوي .

او د معادنو د استغلاله سره به د افغانانو ژوند لا بدتر شي او افغانان به په یوه ژبه ووايي : « نخوردم از آشش کور شدم از دودش » ، کله چه وګوري چه سیندونه او کارېزونه ئې له زهرونه ډک دي ، او شتمن خلک لا شتمن شوي ، او یا کرزي او یا له هغه نه لا زیرک ګوډاګی او داړه مار د وطن چارې په میراثي توګه په لاس نیولي .

د هغو ستراتیجیکی پوهانو نومونه او مهم کتابونه چه په (آسیا ـ اروپا) EURASIA باندې د نوي استعماري غورځنګ موسسین دي دا دي : (سامویل هنټنګټن) ، شدید صهیونست ، چه « د مدنیتونو تصادم» کتاب ئې ولیکه او غرب ئې د مسلمانانو په دښمنۍ وپاراوه ، او د سپټمبر د يوولسمې پیښه ئې عملي نتیجه وه ؛ (برنارد لووس) کوم چه کتابونه یې پدی هکله ډېر دي ، صهیونستي یهودی دی چه د هر چا نه زیات د اسلام پر ضد لیکني کړي او امریکائي او اروپائي سیاسي رهبران ئې مشورو ته انتظار باسي ، د Eurasia او د شرق الاوسط د تجزیې نقشه ئې تهیه کړې چه د سوډان تجزیه ئې لمړنی عملي مثال دی . ( ژبګنیو برژنسکي ) بل نامتو یهودی چه روس ئېوپرزاوه چه افغانستان ته لښکر ولیږي ، پدې حساب چه هلته به شکست وخوري ، لکه څنګه چه امريکا په ویتنام کښې وخوړه ، او انتقام ئې ترې واخیست ؛ دی غواړي چه(ناټو) د اسلامي هیوادو د ټک وهلو د پاره چمتو وي ، دی د نوي استعماري غورځنګ قوي ملاتړ دی اوخپل کتاب ئې « د شطرنج پراخه تخته : د امریکې والاشاني او استراتیجیکي نړیوال واجبات ئې » پدې هکله لیکلی . بل یهودی (هنري کیسنجر) د دې ډلې اولنی مشر دی ، چه نورو ته ئې لاره خلاصه کړې ، او د دنیا د سیاسي مشرانو په وژلو کښې متهم دی . دا ډله په ګډه امریکا او غرب جنګ خوا ته بیائي چه غټ شرکتونه پکښې ګټې وکړي چه دوی ټول ورسره تړلي دي .

روسیې ته د افغانستان تجزئه د پخوانیو مستعمرو د مهار کولو او بیا تر قبضې لاندې راوستلو وسیله ده ، نو ځکه له پخوا نه هم ورته زیاته تلوسه لري او د امريکې په رقابت د افغاني جسد څيرولو ته د لیوه په څیر د صحنې نظارت کوي.

د ايران رهبران د پخواني امپراطورۍ خوبونه د عمامه په پیچ او تاو کښې ویني ، او امپراطورۍ ته لازمه ذروي سلاح د تقیې په ستر و اخفا کښې جوړوی . او ددې په انتظار کښې دي چه د هرات ـ غور ـ هزارجات او د کابل په شمول تر بدخشانه پورې د امپراطورۍ لمنه پراخه کړي څو تاجیکستان ته ورسیږي او پخوانی پارسي امپراطوري بیا ژوندی کړي ، خصوصاً چه دا ځل بیا ئې د «عمر» سره مقابله ده .

هند او پاکستان د ځان د ساتنې د پاره ښائي د افغانستان تجز یې ته غاړه نږدي : دواړه لدې ډارېږي چه تجزئه به لر او بر پښتانه یو کړي ، او د ډیورڼډ طلسم او د بیلتون جادو به خنثی شي ، اوبه به بیا په طبیعي غورځنګ راشي ، او د هند د قارې تاريخي صحنې به بیا تکرار شي . او دا چه پاکستان هم د چین اوهم امریکې ، دواړو ، سره سر خوځوي ، تر ټولو لویه معضله ده ، چه په نتیجه کښې د متناقضو سیاستونو سرچینه ګرزېدلې ، کرزي ورته هک و پک پاتې دی او نه ئې ژړا او نه ئې خندا نتیجه ورکوي.

دا چه ایا پاکستان افغانی مقاومت دې ته مجبورولی شي چه د ډیورنډ په ابدیت باندې اعتراف وکړي ـ لکه چه تحالف شمال خیانت و مانه او روسیې ته ئې د جنګ تاوان وروباښه ـ او پدې ترتیب افغانستان د آزادې سمندرۍ لارې نه محروم کړي، او خپل تسلط لاندې وساتي ، دا ټول هغه سوالونه چه د ایمان او امانت مینان په ځیر ورته ګوري او د مقاومت «افغانيت او اخلاص» پرې تلي .

هند نشي کولی چه کشمیر باندې خپل استعمار وساتي ، هند ته په کار دی چه د چین د رقابت نه بهر ـ په ځانګړي صورت ـ د ترقۍ لاره غوره کړي ، او د ګاندي ارزوګانو ته د عمل جامې ورواغوندي ، او د فقر د معالجې هڅه وکړي ـ چیرته چه پاکستان قدم اخیستو ته چمتو ندی ـ او پدېصورت دنیا ته د استعمار نه لرې یوه بله لاره و ښیي چه حتی چين ئې هم تقلید ته مجبور شي او د هغه احتمالي جنګ نه ـ چه امریکا ورته تلوسه لري ـ هم ځان وژغوري او هم جهان .

ایران ، پاکستان او افغانستان ، دریواړه ، باید پدې پوه شي چه د خلکو په حق کښې دریواړه پړ دي: [ د علی رضی الله عنه د فقر ژوند او بلیونران آیاة الله ګان سرهنه جوړیږي ـ په پاکستان کښې د لاهور او سند سرمایه دارو هر یو پخپل وار د پاکستان خلک چور کړي ـ ا وپه افغانستان کښې غله د انترپول له خوا حمایه کیږي] . او د خلکو بدبختي د دریواړو د کمزورۍ سبب دی . که دوی خلکو ته په رښتیا خدمت وکړي ، د دوی په مینځ کښې اختلافات به په خیرغوښتنه کښې حل شي ، او د شیعه او سني اختلاف به په فقهي بحثونو بدل شي او شخړو ته به ځای نوي . خیر غوښتنه او خلکو ته خدمت به حتی د دریواړو وحدت ته لاره خلاصه کړي څو چه په راتلونکي احتمالي نړیوال جنګ کښې د تباهۍ مخه ئې ونیسي .

د ډېرو نوو حوادثو توقع په هره لحظه کښې کیدای شي ځکه چه لوی قدرتونه ځانونه جنګ ته چمتو کوی ، امریکا له هر چا نه زیات ، او دنيا نوي جغرافیې ته ځان سمبالوي . افغانانو ته ښائې چه هم فرصت غنیمت وګڼي او هم خطر ته په سپکاوۍ ونګوري .

د علماوو او منورینو ناکام دریځ د روسي او امریکني استعمار په مقابله کښې :

دیني عالمان په دنیا کښې یا شته نه ، او یا د عزلت په ګوښه کښې ژوند کوی ؛ که داسې نوای ، مسلمانان به د اوسني ذلت او حقارت سره مخامخ نوای . قرآن عظیم الشان د عالمانو تعریف د علم په کلمه ندی کړی بلکه د خدای ډار ئې ورته معیار بللی : «إنما يخشى الله من عباده العلماء» ، يعنې عالم هغه څوک دی چه د خدای جل جلاله ډار تر تأثیر لاندې ژوند کوي او په نتیجه کښې د اصلاح او حق ویلو په ډنډه کښې ، لکه پیغمبران ، له هیچا نه ډارېږي . که په دغه صفت په افغانستان کښې عالمان پیدا شوي وای دوی به یو موټي وای او په هر حزب کښې به خوندي نه اوسیدل ؛ بیا ئې کولای شوای چه د احزابو د ناکردو او په ملت باندی د بزکشۍ مخه ونیسي ، احزاب سره متحد کړي ، او افغانستان کښې استقرار راولي او پرېنږدي چه هر حزب وطن سره غدر وکړي ، او پردو او ګاوڼډیانو سره لاس یو کړي ؛ او پدي کار کښې ملت هرومرو دوی سره درېده او د خدای تائید به خامخا ورسره وه چه وکولی شي چه حتی د زعامت مسئله هم د ملت په رضا حل کړي . د دوی چه څومره مقام لوړ دی (اوورثة الانبیاء دي) په هماغه اندازه ئې مسئولیت دروند دی . خو ډېر دي هغه «علما» چه د خلکو له خوا احترام د ځان حق ګڼي خو د دروند مسئولیت نه سر غړوي .

د دې دپاره چه د علماوو ډنډې ته ښه ځیر شو ، ښائي چه يو تاريخي اصل باندې پوه شو ، او هغه داچه غیر مسلمان ملتونه د ډېرو معقدو کړکیچنو د حل د پاره خونړیو انقلابونو ته لاس وروړي چه د دوی تاریخ پرې شهادت ورکوي : لکه د انګلیسانو لوی انقلاب ، د امريکې انقلاب ، د فرانسې انقلاب ، او د ټولو نه خونړۍ ، د اکتوبر انقلاب(چه د شولزنیتزن د بیان په اساس ، د ۱۹۱۷ تر ۱۹۵۹ پورې ، ۶۶ ملیونه پکښې ووژل شول) ، او د چین خونړی انقلاب (چه د وژل شوو شمیر ۷۰ ملیونو ته ورسید ) ، او داسې نور . او دغه انقلابونه د جامعې ټول پخواني ، عنعنوي ، معاییر او مفاهیم ئې ونړول او نوموړو جامعو ته ئې نوي بنسټونه کښیښودل .

اسلام ، چه د اسلامې جامعې بنسټ ئې ایښی ، نشي منلی چه دا بنسټ ړنګ شي . اسلام د دغو خونړیو او د بنسټ نسکور کوونکو انقلابونو ، د مخنیوی ، او د کړکیچنو لانجو د حل دپاره ، د (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) تجویز کړی او مسلمان ملت ئې په همدې صفت ستایلی او اهل کتاب د دې اصل د نه منلو په سبب فاسق شوی ګڼلی : «کنتم خیر امة اخرجت للناس تأمرون بالمعروف و تنهون عن المنکر و تؤمنون بالله و لو آمن أهل الکتاب لکان خیراً لهم منهم المؤمنون و اکثرهم الفاسقون (آل عمران : ١١٠)» . ددې اصل په خوندي ساتلو سره جامعه ځان اصلاح کوي او د بیلتون ، اختلاف ، او تفرقې مخه نيسي ، او نه پرېږدي چه د ظلم او فقر او فساد په سبب خونړیو انقلابونو ته ضرورت پیدا شي : «و لتکن منکم امة يدعون الى الخير و يأمرون بالمعروف و ينهون عن المنكر و أولئك هم المفلحون (١٠٤) و لا تكونوا كالذين تفرقوا و اختلفوا من بعد ما جائهم البينات و أولئك لهم عذاب عظيم (١٠٥) آل عمران» .

خو متاسفانه چه دغه اصلاحي اصل تر اوسه یا د حکومتونو په ګټه ورنه استفاده شوې او یا په وحشي شکل استعمال شوی چه د عامو خلکو په ذهن کښې ئې بد اثر پریښی، او له ټولو نه بد تر ، ځینې پیاوړي علما هم ددې اصل په قدر ندي پوه شوي : یو مثال ئې جناب پروفیسور سیرت صاحب دی . کوم وخت ( ۲۷/۸/۲۰۱۲) چه ده خپله طرحه د افغانستان د مشکل د حل په هکله د «پیام افغان» په تلفزیون کښې وړاندې کړه ، او د یو نوي حزب په جوړولو غږېده ، ما فکر وکړ چه یو نوی حزب به دسلهاوو حزبونو په سیند کښې کوم تاثیر ونلري ، او سیرت صاحب به د دوهم ځل دپاره په سیاسي لوبه کښې ناکامۍ سره مخامخ شي . په مقابل کښې ما ورته د «امر بالمعروف» د اصل د خوندي کولو پیشنهاد وکړ چه هم به د ده د علم سره سمون ولري او هم به د افغانستان د اختلافاتو او د استعماري قواوو د پلانونو د شڼډولو د پاره یو قرآني حل وی . ده زما پیشنهاد ته دا ځواب راکړ چه «امر بالمعروف» نورو مجالاتو کښې استعمالیدی شي اما د اوسنۍ لانجې د پاره مناسب ندی . ځه رښتیا هک و پک پاتې شوم ځکه چه د ده ځواب د ده اسلامي فهم تر سوال لاندې راووست ، او ځه حاضر وم چه خپلې پوهې باندې شک ولرم خو د ده پوهه راته ثابته وه . لکن څو کاله د مخه د یوې لوېې مقالې د لیکللو په ترڅ کښې زه دې نتیجې ته هم رسیدلی وم چه کله کله د لویو عالمانو سهوې د لوړو غرونو د سیورو په شان تورتم جوړوي چه ډېر شیان ترې لاندې پټ شي . قصه داسې وه چه Michael Cook د پرنستون د پوهنتون یو استاذ ما ته د خپل د کتاب :

« Commanding Right and Forbidding Wrong in Islamic Thought د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اساس په اسلامي فکر کښې» تر عنوان لاندې ، سپارښت وکړ او ما وعده ورکړه چه ځه به ئې ولولم . د کتاب د لوستلو وروسته ما پرې د دېرشو صفحو نه پورته تقریظ ولیکه او مؤلف ته مې ورواستاوه خو د وعدې په خلاف کوم ځواب ئې رانکړ .

د «مایکل کوک» اصلي اعتراض دا وه چه قرآن سره لدې چه «امربالمعروف او نهی عن المنکر » ته ئې په اسلام کښې لوړ مقام ورکړی خو په هیڅ ځای کښې ئې د «معروف» او «منکر» تعریف ندی کړی ، او د ده په زعم ، دا نقصان د دغه کتاب منطقي اساس له مینځه وړي .

د ده دغه اعتراض د ده په ناپوهۍ او حماقت دلالت کوي . که قرآن کریم «معروف» او «منکر» د تعریف په ذریعه منحصر او محدود کړی وای ، خپل دوام او عمر به ئې هم ورسره محدود کړای وای ، او ټولو عصرونو ته به د هدایت او ارشاد مصدر نشوو پاتې کیدای ـ په بل عبارت دا کار به د قرآن کریم خاتمه وای . د قرآن کریم حکمت په همدې کښې دی چه «معروف » او «منکر» ئې محدود کړی ندی څو چه د هر عصر د مقتضیاتو سره سم وټاکل شي چه د هماغه عصر مشکلات پرې حلشي . [ لږ څه وروسته به لوستونکي وګوري چه د افغانستان د استقرار او ارتقا دپاره «معروف» او «منکرات»، زما په نظر، څه دي] . یو صهیونست به څنګه د خدای په کتاب اعتراض وکړي او ځان ونه شرموی ؟ خو «پرنسټن» څنګه دې احمقانو ته ځای ورکوی ؟ چه یواځې اسلام باندې بې ځایه حملې وکړي ؟

خو مهم ټکی چه موضوع پورې تړلی دی ، دا دی چه په کتاب کښې دا هم لیکل شوي وو چه جناب سید قطب «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» ته په ډېر اهمیت قائل ندی او د غټو مشکلاتو د حل د پاره ئې مؤثر نه بولي . ما د سید قطب تفسیر «في ظلال القرآن» ته مراجعه وکړه او ومې لیده چه د پروفیسور «کوک» ادعا رښتیا وه. مرحوم سید قطب اوجناب سیرت صاحب دواړه د سیاسي ملحوظاتو تر تاثیر لاندي د دغه لوړ اصل په فهم کښې ناکام شوی او د قرآن صریح نص ته ئې پام ندی کړی :او هغه دا چه «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د تفرقې او اختلاف د حل وسیله ده .

که جناب سید قطب «اخوان المسلمین» د قدرت طلبۍ نه اصلاح طلبۍ ته ګرزولی وای مصر به د اوسني مذلت نه په امان کښې وای . جناب سیرت صاحب هم که د اصلاح لاره ونه نیسي ډیرې ترخې ناکامۍ سره به لاس په ګریوانه وي ، و لو که زر وعدې ورکړې شوي وي چه « دا ځل به د ده وار وي » . [علاقمند لوستونکي کولی شي چه دGoogle او یا په بله واسطه د Abderrahman Ulfat تر نوم لاندې ځما مقاله تر لاسه کړي او پر تفاصیلو ځان خبر کړي] .

د افغانانو جهاد د کمونیستانو په مقابل کښې د ټول ملت په ګډون ځکه خوندی وه چه ملت پوهیده چه اسلامي بنسټ نړول د کمونیستانو اصلي هدف وه . د ملت قیام د احزابو د قیادت له برکته نه وه ، بلکه احزاب د جهاد په جریان کښې یو خڼډ وو . د احزابو مشران تر اوسه ندي پوه شوي چه څرنګه چه د (احزابو) کلمه په قرآن کښې مردوده او منفوره ده ، د دوی ناکردې ملت مجبوره کړه چه په دوو جبهو کښې قربانۍ ورکړي : د دوی د ورور وژنې په جنګونو کښې او د روس سره د مقابلې دپاره ، او دا ټول د «علماوو» په حضور کښې وشول . او اوس هم هماغه علما د امپریالیستانو په ګټه خطبې ورکوی . خو لکه څنګه چه افغان ملت په ډېرو خطرناکو مرحلو کښې بې رهبره او حتی د «رهبر» د غدر او خیانت سره سره د دښمن په مقابله کښې درېدلې ، د روس سره مقابله د همدغو خطرناکو مرحلو یو بل مثال وه . که چیرته « د حقیقتورخ » د الفت صاحب په تعریف تجلا وکړي :

چه پلو له مخه لـــــری د هر چــا شي دا رنګینې جامې څیرې د ریا شــي

حقائق ټول رابهر شي له حجابه پټ کارونه راڅرګند زما او ستا شي

که رازونـه که رمزونه که اســرار دي لکه ستوري د اسمان هسې رسوا شي

مقصدونـه غرضونـه عملونـه بې پردې او بې ســــــیرته برالا شــــي

د تلبیس ښایسته رنګونه ټول شي محـوه پخپل څیـــر ښـــکاره روا او ناروا شي

د هر چا په زړه چه هر څه وي لیـکلي دی پخپــــــــــله د هغه نقش ګویا شي

هغه دغه ښه او بد مخـونه لـوڅ کړي توره شپه له مینخه لاړه شي سبا شي

لیک د حق او حقیقت وي په هر لاس کښې د تیارو شپو واقعات واړه رڼــــــا شي

ډېر ښایسته او سپین مخونه به تک تور وي ډېرښاغلي به په دغه ورخ سر تور وي

په افغانستان کښې هم روس او هم امریکا فساد او اختلاف ته لاره اواره کړې او سل په سلو کښې مطمئن دي چه افغانان به پداسې داخلي جنګ کښې اخته شي چه د روس او امریکې ټولې ناکردې به پکښې له یاده ووځي او نومونه به ئې له سره صیقل شي . امریکا دغه جهنمي پلان په عراق کښې عملي کړې ، او ورسره ئې د اسرائیل ډیر غښتلی رقیب ئې خپل غم کښې داسې اخته کړې چه اسرائیل په اسانۍ سره سا وباسي . د دغه پلان تطبیق په افغانستان کښې ، د عراق د تجربې نه وروسته ، لا اسان کار دی . افغانان باید عراق ته وګوري څو چه د راتلونکې صحنې سوچ وهل ورته آسان شي .

افغانستان د تجزئې نه ژغورل او د داخلي جنګ مخنیوی :

مونږ نشو کولی چه د افغانستان قضیه د اسلام نه بهر وڅیړو . الله سبحانه وتعالی، افغانستان ته د انګلیس شیطنت ، د روس شراست ، او د امريکې او اروپا ګډ بربریت ، ټول ، ورپه برخه کړل ، او دا ټول الهي آزموينې وې . او بل کوم ملت داسې آزموینو لاندې ندی راغلی . که دغه یرغلګر قوتونه د خیر قوتونه وای ، نو دغه خدائې آزموینې به آفتونه وای چه افغانستان باندې نازل وو ، او افغانان به د (عاد) او (ثمود) او نورو قومونو په شان د تباهۍ نه بله لاره نه درلوده . خو حقیقت دا دی چه انګلیس ، روس ، او امریکا ، ټول استعماري قوتونه او د شر او فساد لښکر دي چه افغانستان باندې ئې په نولسمه ، شلمه ، او یوویشتمې پیړۍ کښې حملې را وړي . د بربریت د دې لوړو مثالونو سره مقابله خدای (جل جلاله) د افغان د ملت په غاړه کړه ، او د درې واړو شان او شوکت ئې د همدغه ملت په واسطه له مینځه ویووړ . دا چه خداي (جل جلاله) مغرور قوتونه د بیوزلو په کم قوتۍ ماتوي ، د حق او حقانیت د اثبات دپاره معجزه ده . « کم من فئة قلیلة غلبت فئة کثیرة باذن الله والله مع الصابرین » .


Musaferjan
18.11.2013

چې دا کوم عبد الرحمن الفت دی؟

په مننې


م . ق
18.11.2013

[quote:6e243ae376="Musaferjan"]چې دا کوم عبد الرحمن الفت دی؟

په مننې[/quote:6e243ae376]

محترم مسافر جان صیب، الله دې راوله، هرکله راشې.
دا خو زه هم نه پیژنم خو لیکنه مې خوښه شوه، ته یې لیکنه څنګه ارزیابي کوې او په کوم نظر ورته ګورې؟

په درنښت


اکرم
18.11.2013

السلام علیکم ورحمه الله !

ورونو ! ما ته خو داسې ښکاري چې ډاکتر عبد الرحمن الفت تاسې دواړه پيژنئ !

ډاکتر صاحب دمشر الفت مرحوم ګل پاچا الفت زوي دی ، د مرحوم عزیز الرحمن الفت مشر اورور دی. په امریکې کې درس ویلی ، تقریباً پنځلس کاله په ریاض کې دسعودی عربستان دپلان په وزارت کې مشاور وو، اواوس په ناروی کې اقامت لري .

په درنښت


م . ق
18.11.2013

[quote:b2973eeeec="اکرم"]السلام علیکم ورحمه الله !

ورونو ! ما ته خو داسې ښکاري چې ډاکتر عبد الرحمن الفت تاسې دواړه پيژنئ !

ډاکتر صاحب دمشر الفت مرحوم ګل پاچا الفت زوي دی ، د مرحوم عزیز الرحمن الفت مشر اورور دی. په امریکې کې درس ویلی ، تقریباً پنځلس کاله په ریاض کې دسعودی عربستان دپلان په وزارت کې مشاور وو، اواوس په ناروی کې اقامت لري .

په درنښت[/quote:b2973eeeec]

وعليكم السلام ورحمة الله، ښه ډیر ښه، اوس مو وپیژندو، ما هم شک درلود چې هسې نه د ګل باچا الفت صیب زوي وي، ډیره مننه!
یو بل لیکوال دی د عبدالرحمان فرقاني په نوم چې د هغه لیکنې هم د ټول افغان په لومړي مخ کې کله کله خپریږي، هغه هم ډېرې ښه اسلامي او علمي لیکنې کوي، چې هغه به څوک وي تاسو یې پیژنئ؟


Musaferjan
18.11.2013

په بخښنې


Musaferjan
18.11.2013

که چېرې د مرحوم ګل پاچا الفت ځوی ډاکټر عبد الرحمن ألفت وي، نو هغه په رياض کې اوسيږي، او د سعودي تابعيت هم لري.
او که نږدې وختونو کې ناروي ته تللی وي، څه نشم ويلی.
زما لپاره بيا جالبه دا ده که چېر ې هغه وي، چې ولې په ښکاره ډول خپل ځان او
خپل نظريات نه مطرحوي. هسې هم سپين ګيری دی؟. د ألفت لقب خو نن هر څوک
ځان لپاره ږدي.
خو بيا يې هم ډېره شکريه ادا کوو، چې خپل وطن يې لا په ياد دی، او يو څه پرې
ليکي.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more