د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

خو بیا هم خپل بخت آزمویل غواړي!!

صبور
13.11.2013

سلامونه او نېکې هیلې،

طالبان ووایي چې ای د افغانانو په تللې لاره نور مخکې مه ځئ. بیرته ستانه شئ، بیرته پر هماغو کندو کپرو خپلې ماضي ته ستانه شئ.

بیرته کروندې وچې او اورونه بل کړئ. ښوونځي بند او پاټکونه خلاص کړئ. پوهنتونونه بند، او جهادي ګونډونه خلاص کړئ. د جمعې لمنځونه تحریم او جنازو ته مخه کړئ، او نور دغسې جهالتونو.....
زما باور دی چې طالبان، او د دوی اربابان له دې نارو څخه د افغانانو د نفرت په کچه خبر دي، خو بیا هم خپل بخت آزمویل غواړي.

والسلام،


Re: خو بیا هم خپل بخت آزمویل غواړي!!

pattang
14.11.2013

انډيواله که زړه دې تنګيږي نو دبانذې وځه !

داخو ښه ده چې طالبان ورته وايې !
تللې لار خو :
غلا، رشوت،بچه بازي ، مځکې غصبول ، جعلې اسناد ، فساد، بې
قانوي ، دښځو لونډه بازي ، پښې لوځې سينې برمنډې ، غربي کلتور،
فاحشه خانې ، له صليانو سره په پيسو زنا، دمسلمنانو مخبري ،
پردويو ته جاسوسي … دي ، نوداټول خو دواولي قرونو دغلامانو
خواص دي چې د روم د امپراتوري واکمنانوبه په غلامانو عملي
کولې !
ته اوس غواړې چې طالبان هم داسې بې ناموسي ته تشويق کړې
او ګيله ترې کوې !

انډيواله دغه کار دهغو انسانانو ده چې هغه محصولاتي نه بلکې
پرازيتي او بې کلتوره پيدا وي !!!

الله دې مونږ ستا له مرضه ځخه وساتې !!!

[quote:3b398ab66d="صبور"]سلامونه او نېکې هیلې،

طالبان ووایي چې ای د افغانانو په تللې لاره نور مخکې مه ځئ. بیرته ستانه شئ، بیرته پر هماغو کندو کپرو خپلې ماضي ته ستانه شئ.

بیرته کروندې وچې او اورونه بل کړئ. ښوونځي بند او پاټکونه خلاص کړئ. پوهنتونونه بند، او جهادي ګونډونه خلاص کړئ. د جمعې لمنځونه تحریم او جنازو ته مخه کړئ، او نور دغسې جهالتونو.....
زما باور دی چې طالبان، او د دوی اربابان له دې نارو څخه د افغانانو د نفرت په کچه خبر دي، خو بیا هم خپل بخت آزمویل غواړي.

والسلام،[/quote:3b398ab66d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more