د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

شرم ، رسوايي او غلامۍ تړون ( له لومړي مخ څخه)

ډاکتر وطنمل
11.11.2013

د افغان غیرتي ولس ته کرزی په کومو سترګو ددغسې شرم ، رسوايئ او غلامۍ تړون مسوده وړاندې کوي؟؟؟؟

http://www.tolafghan.com/posts/28456


larghonay laraway
12.11.2013

کرزی تر شاشجاع او کارمل بد تر غلام دی خو ولس يې هسې بهانه کړی دی.
په دې خو حتی ړوند او جاهل ملاعمر هم پوهېږي چې له ولس نه يوازې څو غوړه مالان د مشورې لپاره راغوښتل کېږي او مشوره يې هم الزامي شکل نه لري.
نور نو کار ټول د کرزي دی او هوټلي ته چې څوک پاچاهي ورکوي خو تر دې له بدو تړونونو په انتظار اوسئ!


pattang
12.11.2013

لرغونيه دا به ستا شخصي، قامي اويا سمتي سپکې سپورې وي !
خو دهغه ملا عمر دسپي بلا دې په ټولو لاسپوڅيو اوسياسي قلابي
کارپوهانو وګرزي ! تاسو رشوت خورۍ ، زناکوۍ ،ژبه ،قام ،
عنعنات خرڅوۍ ،مځکې غصبوۍ ، جالي اسناد او بري ليکونه
جوړوۍ ، مخبري کوۍ، بجه بازي کوۍ ، ښځې مو داشغالګرو په
لمسون په دړدنګ راوستې او اوس نږدې ده چې دصليب مهر پرې
ووهۍ ،هغسې کبر او خودخواهي کوۍ، له ټوله بده داده چې پرازيت
ژوند کوۍ که د Cia دالر نه وي دوه هفتې ژوند هم نشۍ کولی او
ګړنګ مو به بهيږي منډې به وهۍ ، ددې لپاره چې دغهه پرازيیت
مفتخوراو ناموس خر څونکی حالت وساتۍ اوس نو صليبيانوته دخپل
ملک قباله هم ورکوۍ !
که هغه ملا عمر پښتون هوتک کنداری او زمونږد اولسونو دکليو خلک
نه وی والاهې که هزاره او تاجکو ستاسې يو هم په افغانستان کې
پرې ايښي وی ! او ټول یې پاکستان ته شړلۍ خو هغه زمری دی
چې هم دتاجکيزم او هم دصليبيزم غروراوکبر يې ور مات که او په
کونه یې تيزونه نه تکياکېږي !ا
شايد خپله پاک سړی یې خو خبرې دې پردۍ او پښتون دوښمنه دي !

[quote:7f1b1835f5="larghonay laraway"]کرزی تر شاشجاع او کارمل بد تر غلام دی خو ولس يې هسې بهانه کړی دی.
په دې خو حتی ړوند او جاهل ملاعمر هم پوهېږي چې له ولس نه يوازې څو غوړه مالان د مشورې لپاره راغوښتل کېږي او مشوره يې هم الزامي شکل نه لري.
نور نو کار ټول د کرزي دی او هوټلي ته چې څوک پاچاهي ورکوي خو تر دې له بدو تړونونو په انتظار اوسئ![/quote:7f1b1835f5]


Musaferjan
12.11.2013

لرغونی لاروی صيب
بيخې دې لاره ورکه کړېده، په دې بحث کې ملا عمر ته ستا خوله اچولو لپاره کوم
پرتوګ جوړ کړو؟؟؟.
ملا عمر ساده مسلمان سړی دی، داسې د شرم تړون خو به يې نه وي امضا کړی،
کرزي د ټلوالې په مشرۍ يې له 2002 کاله راهيسې دا د شرم تړونونه امضا کوي،
که لږ سوچ وکړې، نو دغه تړون يواځې دا معنی لري چې:
په افغان وخېږه، مړ يې کړه، د کور دروازه يې ماته کړه، بمبار يې کړه، ښځې او نر يې
بې پردې کړه، بې عزتي ورواړوه او د دې هر څه سربېره سپين باز ګرځه.
طالب به خلک وږي ساتلي وو، خو داسې بېعزتيانې خو يې چاته نه وې اړولې.
د ملا عمر د سپي بلا دې په خنځير صفته کرزي وګرځي، او په هر هغه چا چې
د کرزي له داسې کړنو دېپاوې کوي.

مننه


اکرم
13.11.2013

درنو دوستانو، ټولوته سلام او درناوی وړاندې کوم

د امریکې سره د تړون په ارتباط ،او د سراج الحق ساپی د لیکنې او ژباړې سره په پرتله، دمجید قرار دا لاندې مضمون چې دسیکې بل مخ دی هم په زړه پورې دی.

http://www.taand.com/archives/13633
په درنښت


پتوال
13.11.2013

ظاهراً خو طالب غورځنګ د آزادۍ یو مستقل ملي اسلامي غورځنګ دی، خو په باطن کې هر سړی په دې خبر او پوهیږي چې رهبري یې د ISI په لاس کې ده او د ملا برادر برخَلیک بیا دا حقیقت له لمر څخه هم زیات روښانه وځلاوه!
خو دا تریخ واقعیت اوس طالب صفوفو ته هم په ډاګه شوی او هغوی ته داخبره کومه بې تفاوته خبره نه ده، که د مجاهدینو رهبران هم ISI دجهاد په ترڅ کې کرا کړي وو ولې په بیه يې نه و اخیستي او صفوف يې هم آزاد وو،نو د طالبانو صفوف به څنګه د ISI غلامي ومني؟؟؟؟
طالب غورځنګ بیا هم دومره استقلالیت لري چې استازي یې د مجاهدینو په خلاف له امریکایانو سره خبرې اترې پخپله کوي نه د اچې د پاکستان حکومت د ژنیو د خبرو اترو په شان ددوی مشري او استازیتوب وکړي!

نو ټاکونکی پخپله طالب غورځنګ دی نه په هغوی کې د سر یا پای شخص، کوم چې هر وخت بدلیدای او خلع کیدای شي.
که په لومړي ځل طالبان ډیر بې تجربې او ډیر ژر، ړانده او کاڼه قدرت ته رسیدلي وو نو اوس يې بشپړه سیاسی تجربه او پخلی موندلی دی دوی به داځل هغه د لومړي ځل طالبان نو ر نه وي پاتې او د مار خوړلي پشان به د غلطۍ له هر پړي څخه ډاریږي. دا ځل به د غیر ګوندي پوه ملي شخصیتونو په مشوره کار کوي او انشاالله چې له یوې سوړي څخه به دوه ځلې نه چيچل کیږي!

د امریکایانو له ماتې وروسته نور په نړۍ کې داسې قدرت نه پاتې کیږي چې د افغانانو له خوا يې ماته نه وي خوړلي او چیرې او کله هم دېته زړه ښه کړي چې له افغانانو سره بیا پنج پنج وکړي!
نو طالبان نور دې ته ضرورت نه لري چې په هیواد کې له زور زیاتي څخه کار واخلي، بلکي هڅه به وکړي چې په ډیر عدالت ، نرمۍ او هوښیارۍ سره خپلې ستونزې حل کاندي او له امریکا نه نیولې تر استرلیا پورې د هر هیواد سره د بیطرفانه سیاست په چوکاټ کې ښې آړیکې رامنځته کړي!

د کابل اجیره اداره دې هڅه نه کوي چې د امنیتي تړون په نامه د غلامۍقرارداد له امریکا یانو سره لاسلیک کړي! ددغه تړون ګڼې دلته نه دي وړاندې شوي، خو د وهاج افغان له تبصرې څخه هم دومره څرګندیږي چې د افغان ملت د ښکیلولو او په هیواد کې د روانې بېعدالتیو د غځولوتړون دی او بس !
مونږ په ټولو افغانانو دا غږ کوو چې د پلرونو اونیکو په پلونو ګامونه پورته کړي او مشورتي لويې جرګې ته په وړاندې کیدونکې مسودې کې یا ډیر بدلونو نه راولي او یا یې پر مخ ور وولي او تړون له امریکایانو سره له اساسه څخه رد کړی ! امریکا باید له جنګیلیو افغانانو سره اول د آزادۍ تړون لاسلیک کړي نور تړونونه به بیا ګورو !والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more