د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

قیام الیل یا تراویح

حکیم الامت
03.11.2013

ګرانو وروڼو،
بعضې خلک داتو یا شلو رکعتونو خبره کړی. څومره څه دما تحقیق ده او دمختلفو علماوو او احادیثو کتابونه می لوسی داتو رکعتو روایت خو ما په سترګو نده لیدلی. هو دقیام الیل څه هغه ته مونږ په پښتو کی دتهجدو مونځ وایو هغه سته او هغه هم دشپی دریمی برخه کی کیږی نه اولی برخه کی. که دنړی تاریخ ته وګورو نو له خیرالقرون څخه حتی رسول اکرم خپله هم تراویح په جماعت سره ندی کړی او یواځی دری ورځی تراویح یی کړی خو دصحابه وو له وخته بیا په تواتر او مسلسل ډول سره په جماعت سوی او تر ننه دا لړی را روانه ده. خبره داده چه که تراویح رښتیا هم اته رکعته وی نو آیا کبار صحابه وو، کبار تابعینو، تبع تابعینو او سلفو به ددی مخالفت کړی وای او څه ضرورت وو څه هغوی شل رکعته کولی. بله دا څخه دنړی په ټولو اسلامی هیوادونو کی له سعودی واخله تر مصر، اندونیزیا، مالیزیا، مراکش، ترکیه، یمن، سوریه، افغانستان، پاکستان، هند، بنګلدیش او ټولی اسلامی نړی کی شل رکعته تراویح کیږی خو یواځی یوه وړوکی ډله څه ځان ته اهل حدیث وایی اته رکعته تراویح کوی او هغوی شل رکعته ته بدعت عمری وایی نعوذ باالله. که داهل حدیثو یا غیر مقلدینو مسلک ته وګورو نو دوی څه په کوم حدیث استنباط کوی او دلیل یی نیسی هغه حدیث ک هم داسی راغلی څه حضور صلی الله به اته رکعته مونځ یا قیام الیل کول او دری رکعته وتر په رمضان او غیر رمضان کی نو اول خو په غیر درمضان کی تراویح نسته بل دا څه ولی دقیام الیل څه دشپی آخری برخه کی کیږی هغه څنګه دشپی اول کی ادا کوی او دی باندی هیڅ دلیل نلری، بله خبره داڅه تراویح حضور صلی الله علیه وسلم په جماعت سره ندی کړی او اهل حدیث یا سلفیان یی ولی کوی، بل داڅه که په همدی حدیث عمل وسی نو دلته خو د دری رکعتو وترو څه واجب دی روایت راغلی نو اهل حدیث خو درمضان بغیر یو رکعته کوی او هغوی ددی حدیث بیا مخالفت کوی. هغوی همدا یو حدیث دلیل نیسی او تاسو خبله ګوری څه دوی ددی حدیث په څو ځایونو کی خپله مخالفت کوی لکه په جماعت تراویح تراویح کوی او دا ثابتی ندی ددی حدیث څخه، بل دشپی اوله برخه کی دوی دا مونځ کوی حال دا څه دا دښبی درمی برخه کی سوی ا آخری داڅه وتر هم دوی دری کعته کوی او تاسو وګوری ددوی ټول کتابونه څه دوی دری رکعته وتر هیڅ منی نه خو یواځی داحنافو سره دعناد او ضد په وجه یواځی په تراویحو کی یی منی او ۱۱ میاستو کی ورته ضعیف روایت وایی. آخری خبره داڅه داهل حدیثو ستر امام نواب صدیق حسن خان او نور پخوانی مشران هم دشلو رکعتو تراویحو مونځ ته صحیح او تواتر با العمل وایی نو الله دی وکړی څه اهل حدیث داهل سنت والجماعت لاره غوره کړی او داختلاف څخه لاس واخلی ځکه دا امت له خیر القرون څخه نیولی تر ننه پوری په همدی څلوو مذاهبو اجماع کړی او باید څوک یی ونه ویشی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more