د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په قران کې د ځمکې او اسمانونو شپږ ورځنی خلقت او د ساینس دریځ

حمید هڅــاند
01.11.2013

په قران کې د ځمکې او اسمانونو شپږ ورځنی خلقت او د ساینس دریځ
............................................................................
ـــ ایا د قران او بایبل تشریح یو ډول ده؟

ځینې کړۍ هڅه کوي چې قران داسې کتاب معرفي کړي چې د دوئ په وینا سرچینه یې پخپله بایبل دی. هغه ورځ مې په پښتو ژبه کې د دهریانو یوه مقله لوستله، دوئ هڅه کړې وه چې قران او بایبل په یوه تله وتلي او ووایي چې قران له بایبل نه نقل شوی دی او دواړه له ساینس سره ټکرونه لري. دوئ د ځمکې او اسمانونو د شپږ ورځني خلقت بېلګه وړاندې کړې وه او ویلي یې ول چې بایبل هم وایي چې ځمکې او اسمانونه په شپږ ورځو کې پیدا شوي دي، او قران هم پخلی کوي چې هوکې، ځمکې او اسمانونه په شپږ ورځو کې پیدا شوي دي، خو د دوئ په وینا ساینس دا خبره نه شي منلی بلکې حقیقت دا دی چې د ځمکې او اسمانونو پيدایښت د خورا اوږدې مودې په ترڅ کې بشپړ شوی دی- دومره اوږده موده چې د شپږ ورځو پرتله ورسره د عقل خلاف کار دی.

ما په دې لیکنه کې هڅه کړې چې په قران کې د ځمکې او اسمانونو د خلقت رښتینې کیسه وړاندې کړم او له بایبل سره یې د پرتلیز جاج په ترڅ کې د ساینس په تله هم وتلم. هېره دې نه وي چې قران دومره کامل او بشپړ رښتینی کتاب دی چې ساینس باید د قران په تله وتلل شي، نه دا بل ډول. خو دلته د دهریانو نیوکې ته ځواب وایم، ځکه خو ساینس د تلې په توګه کاروم.

۱) بایبل د هرڅه په اړه پرله پسې او پېیلې خبرې کوي، په بله وینا، د موضوع په اړه تر مالوم سرلیک لاندې مالومات وړاندې کوي. خو قران کې د یوې ټاکلې موضوع په اړه ایتونه شیندلي وي، څېړونکی او لوستونکی اړ دی چې د قران له څنډو نه ایتونه سره را ټول او د موضوع جاج واخلي.

۲) که موږ پر یوه ټاکلې موضوع ټولیز او جامع مالومات اخلو، اړ یو چې د موضوع په اړه د قران تر څنګ صحیح نبوي احادیث هم را ټول کړو او وګورو چې قران او احادیث په ګډه څه وایي. د یادونې ده چې قران او صحیح نبوي احادیث کله هم ترمینځ ټکر نه لري. دلته نیوکه پر قران وه، زه به یواځې پر قراني لارښوونو تم شم. ان شاء الله.

د موریس بوکایل په وینا، لویدیځو ژبو ته چې د قران ژباړې او تفسیرونه شوي دي، د هغوئ لویه تېروتنه دا ده چې د قران ډېری توضیحات د بایبل سره پرتله کوي او خلکو ته قران او بایبل په خپل مینځ کې سره پوره-پوره ورته معارفي کوي.

ښاغلی بوکایل په خپله وینا کې پر حق دی. د ادیانو په اړه د لږې مطالعې لرونکي لویدیځوال رښتیا هم په همدې ګمان دي چې قران او بایبل ګواکې زیات ورته دي. د دې کار تر شا ما ته قصدي هڅه ښکاري، هغه داسې چې بایبل خو په ښکاره له ساینس سره ټکر دی، نو که خلکو ته داسې ګروهه ورکړله شي چې قران او بایبل سره ورته دي، دوئ پخپله په اتوماتیک ډول په دې نظر کېږی چې څنګه بایبل همداسې قران او دواړه له ساینس او واقعیت نه لري کتابونه!.

د کائیناتو د پیدایښت شپږ ورځنی پړاو

۱) بایبل،

۲) قران.

ا) بایبل:

په بایبل کې د ځمکې او اسمانونو خلقت لپاره شپږ ورځې وخت ټاکل شوی دي. بایبل په ښکاره ټکو کې وايي چې کاینات په شپږ ورځې کې الله پیدا کړل او بیا په اوومه ورځ الله دمه جوړه کړه. دې ورځې ته Sabbat ویل کېږي. زه نه پوهېږم چې دا به عربي توری وي که هیبرو یا یوناني. په هر صورت Sabbat هغه ورځ ده چې د عیسویانو او یهودو په به باور، له شپږ ورځنې کار نه وروسته پکې د کایناتو پیداکوونکي دمه جوړه کړه. اوومه ورځ لومړی د یهودو له خوا د رخصتۍ او دمې ورځ ومنل شوه او بیا عیسویانو له خوا.

بایبل کې په ښکاره ټکو یادونه کېږي چې شپږ داسې ورځې وې چې مهال یې په لمر ختو پیلېږي او په لمر لوېدو پای ته رسېږي. په دې توګه بایبل د ورځې تعریف زموږ-ستاسې نني تعریف نه اخلي، یانې د لمر په چاپېر په خپل محور د ځمکې چورلېدلو ته ورځ وایي. بل پلو ساینس وایي چې نه، ځمکې او اسمانونه په خورا اوږده وخت کې جوړ شوي دي چې پرتله یې له شپږ ورځو سره د سلیم عقل خلاف ده. په دې توګه بایبل په ښکاره له ساینس سره، په دې ټکي کې، ټکر پیدا کړی دی. هغوئ چې د بایبل په غلطیو خبر دي او له عیسویت سره یې مخه ښه کړې ده، پر قران هم همدا ګمان کوي چې ګواکې قران هم تېروتنې لري او د رب وینا نه شي کېدای. راځئ قران کې وګورو چې د ځمکې او اسمانونو خلقت په اړه څه ویل شوي دي.

۲) قران.

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ...

ژباړه: پرته له شکه چې رب مو هغه الله دی چې ځمکې او اسمانونه یې په شپږ ورځې کې پیدا کړل...
(قران، الاعراف، ۷: ۵۴)

ډېری ژباړونکو د ایام توری په ورځو ژباړلی دی. انګلیسي ته را وروستو ژباړو او تفسیرونو کې عبدالله یوسف علي د (ایام) توری په (ورځو) نه بلکې (پړاوونو/اوږدو مهالونو) ژباړلی دی. هوکې! عربي کې ایام یواځې ورځو ته نه ویل کېږي بلکې اوږدو مهالونو ته هم ویل کېږي.

د (یوم) مانا ورځ ده. هېره دې نه وي چې ډېری مهال ترې مانا د ورځې لمرین مهال وي. یانې له لمر خاته تر لمر لوېده پوري. بل پلو (ایام) د (یوم) جمع ده چې خورا اوږدې مودې ته هم ویل کېږي. راځئ قران کې وګورو چې نورو ځایونو کې ایام او یوم څه ته ویل شوي دي:

... ثُم فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ ...﴿٥﴾

... په ورځ کې چې اندازه یې ستاسې د زرو کلونو ده...

بل ځای کورو:

تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ﴿٤﴾

ژباړه:

ملایکې او او روح په ورځ کې چې اندازه یې ستاسې په کلونو پنځوس زره کاله کېږي، د هغه لور ته پورته ځي.

( قران، المعارج، ۷۰: ۴۴)

دواړو ځایونو کې کورو چې یوم وخت دومره ټاکل شوی چې زموږ د ورځې په پرتله خورا اوږد دی. نو د ایام وخت خو بیخې لوی او اوږد مهال کېږي.

په قران کې بل ځای لولو:

قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ۚ ذَ‌ٰلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿٩﴾ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِّلسَّائِلِينَ ﴿١٠﴾ ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿١١﴾ فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ۚ ذَ‌ٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿١٢﴾

ژباړه:ووایه: ایا تاسې له هغه انکار کوئ چې ځمکه یې په دوه پېره ( پېر د وخت لویې اندازې ته وایو) کې پيدا کړه، او هغه ته ساري لټوئ ؟ دی د عالمیانو رب دی. او په ځمکه یې محکم غرونه ودرول او پکې یې زیاتې کټې پیدا کړې او روزي یې په څلور پېره کې تقدیر کړه او (هغه هم) یو ډول او د اړمنو د اړتیا وړ. همدارنګه یې اسمان ته مخ کړ په داسې حال کې چې هغه دود ؤ. بیا یې هغه او ځمکې ته وویل: په خوښه یا ناخوښه راشئ. دواړو وویل: فرمان وړونکي راغلو. بیا یې هغه د اووه اسمانونو په توګه په دوه پېره کې تیار کړل او ټولو اسمانونو کې امرونه وحیه کړل. او د ځمکې اسمان یې په ستورو ښکلی کړ او حفظ یې کړ. داسې دی د عزیز او علیم رب تقدیر. (قران، فصلت، ۴۱: ۹-۱۲)

په دې ایت شریف کې زیاتو ټکو ته اشاره شوې ده، چې یو مهم ټکی یې د ځمکې اسمان له نورو نه توپیر کول دي. د اووه اسمانونو په کیفیت خبرې دلته نه کوو، کنه د ځمکې اسمان په اړه به مو خبرې کړې وې او اووه اسمانونه به مو څېړلي ول. څه چې دلته مهم دي او ما دا ایت شریفونه ذکر کړل دادی چې ځینې دهریان او کره کتونکي نیوکه کوي چې دلته په قران کې ټکر پیدا شو. ځکه قران کې وایي چې ځمکي او اسمانونه په شپږ ورځو کې پيدا شول خو دلته که ورځې سره ټوټل کړو، اته ورځې کېږي:

ــ ځمکه په دوه پړاوه/پېره کې پیدا کول ،،

ــ څلور پړاوه/پېره کې د ځمکې اوسېدونکو لپاره ( که انسانان دي، حیوانات، حشرات، او نباتات) د روزي بندوبست کول (ثم)،،

ــ دوه پړاوه کې اسمانونه جوړول.

په دې توکه ټول اته پړاوه شول.

ایت ته مراجعه وکړئ او وګورئ چې د ثم توری کارول شوی دی چې د (بیا/وروسته) او (همدارنکه/هممهال) مانا کانې لري. یانې په دوه پړاوه کې ځمکه پيدا شوه، څلور پړاوه نور وخت یې ونیو چې د ځمکې ټولې اسانتیاوې پوره شوې او ورسره هممهال اسمانونه هم تیار شول. په دې توګه ټول شپږ کېږي.

قران د کایناتو پیدایښت لپاره Sequence نه دی اېښی. بلکې د Sequence په اړه مطالعه ښیي چې په پورته ایت کې قران د ثم له توري څخه د هممهال مانا ورکوي. د کایناتو سیکونیس په اړه د قران لارښوونو ته به بله ورځ وخت ورکړو او په اړه به یې مالومات وړاندې کړو. ان شاء الله.

موږ وویل چې له یوم نه موخه پړاو/پېر ده او د ایام مانا خورا اوږد مهال کېږي چې ساینس هم له دې خبرې سره سراسر جوړ دی. البته دلته د شپږ پړاوه توضیح قران کې لولو، پوښتنه داده چې ساینس د شپږ پړاویز پیدایښت په اړه څه لري؟

ساینسي څېړنې ښیي چې د کایناتو پیدایښت خورا اوږده موده نیولې ده، خو د شپږ پړاوه پر کیفیت ساینس د خپل محدود پرمختک پر درشل کې لا هم هیڅ مالومات نه لري. نو شپږ پړاویز پیدایښت په اړه ساینس نه پخلی کولی شي او نه یې ردولی شي. خو ساینس دومره پخلی کوي چې هوکې! د کائیناتو پیدایښت په اړه قران حق وایي چې خورا اوږد مهال یې نیولی دی.

د دهریانو او کره کتونکو نیوکه او ځواب:

دهریان او کره کتونکي نیوکه کوي چې که له ایام نه موخه خورا اوږد مهال وای، ولي یې همداسې صریحاً د اوږد مهال یادونه نه کوله؟ او دا چې ولي باید ایام په اوږده مهال مانا شي؟

زه به په دریو ټکو کې دې پوښتنې ته ځواب ووایم:

۱)

ځکه چې د ایام مانا مازې له ډکشنریو او قاموسونو نه ده اخیستل شوې بلکې په قراني context کې د یوم مانا بل ډول هم راکړل شوې ده. داسې نه ده چې پر اوږده مهال د یوم مانا نادوده ده، یا خو خورا زړه ده او یا نوې جوړه شوې ده. دا یې منل شوې مانا ده او بل قران کې هم د یوم مانا یواځې په ورځ نه ده شوې بلکې صریحا یې ویلي دي چې: داسې ورځ چې ستاسې د هغې زرکاله کېږي او یا ان پنځوس زره کاله کېږي.

۲)

دا یادونه هم کوم چې- البته دا زما شخصي نظر دی، هر څوک کولی شي د دلایلو په رڼا کې یې رد کړي- د اسلام د ظهور په مهال د ساینس په نوم هیڅ هم نه ول، خلکو یواځې پر دیني کتابونو باور در لود، او ډېری خلک په دې باور ول چې ځمکه او اسمانونه رښتیا هم په شپږ ورځو کې پیدا شوي دي. نو که قران صریحتا ویلي وای چې نه!، دې پیدایښت زرګونه کلونه نیولي دي، ممکن یهود او عیسویان نه وای قانع شوي چې دا کتاب په تورات او انجیل پسې بل الهي کتاب دی. ځکه دوئ به ویل چې دا خو زموږ له کتابونو سره په ښکاره ټکر کې دی. هېره دې نه وي چې د اسلام په اولو وختونو کې هڅه دا وه چې یهودو او عیسویانو ته باور ورکړل شي چې د محمد شریعت هماغه د ابراهیم شریعت دی او په مدینه کې د محمد صلی الله علیه وسلم لویه هڅه دا وه چې مدیني یهودو ته قناعت ورکړي چې راشئ مسلمانان شئ، اسلامي شریعت ستاسې د شریعت مکمله ده. په دې پار، رسول الله له یهودو سره روژه نیوه چې پیل به یې په لمر لوېده کېده او تر بل لمر لوېده به نیول کېده. همدارنګه لمونځ هم د بیت المقدس ( زړې قبلې) پر لور کېدی او د شریعت حدود ( لکه د زنا حد) هم د یهودو شریعت له مخې کېدی. د دې هرڅه مقصد داؤ چې یهود ژر تر ژره مسلمانان شي او باور پیدا کړي چې اسلام او یهودیت سره ټکر نه بلکې اسلام یې مکمله ده.

۳) پخواني مفسرین یو هم نه پوهېدل چې د یوم مانا چې قران زر یا پنځوس زره کاله ورکړې، هدف به یې څه وي. اوسني ساینسي پرمختکونو ښودلې ده چې وخت هم نسبي دی. یانې astronomical time د ځمکې له وخت سره توپیر کوي. په دې حقیقت موږ یواځې اوس پوهېدلي یو. دلته هغه ایتونه چې د کائیناتو پیدایښت پکې توضیح شوی دی، هغه ټولې کړنې د ځمکې په سطح نه دي شوې. له دې ځایه ده چې وخت یې باید تغیر وي. د حیرانتیا خبره ده چې قران کې هم کله چې خبره له ځمکې پورته کېږي، د وخت تغیر ته اشاره کېږي: مثلا پورته موږ ولیدل چې روح او ملایکې چې رب ته ور کرځي، وخت یې زموږ سره تغیر کوي او زموږ د هغه پنځوس زره کاله کېږي. او یا هم دا چې د امورو ور کرځېدل د رب لورې ته په یوه ورځ چې شمېر یې زموږ د هغې زر کاله کېږي. دلته عجیب ساینسي ټکي ته اشاره ده، او هغه د ځمکې او اسټرانومیکي وخت تغیر دی. بله خبره دا ده چې کائیناتو په پرتله ځمکه په سمندر کې د یوه ټکي په اندازه هم نه ده، نو ځکه ایام باید په اوږده مهالونو مانا شي ځکه د کائیناتو لرې څنډې له ځمکې نه په نه حسابېدونکې کچه لرې دي، او کله چې دغومره لرې فاصلې په اړه قران خبرې کوي، د یوم مانا یې تل اوږد مهال ( زرکونه کلونه) کړې وي. ځکه خو زموږ خبره په زبات رسېږي چې د ایام مانا خورا اوږده مهالونه دي.

پایله:

ـ قران او بایبل دواړه د ځمکې او اسمانونو پیدایښت په شپږ ورځې کې بللی دی.

ـ بایبل یې وخت هم تعریف کړی دی چې د ځمکې د ورځ سره انډول وخت یې ښودلی دی، ځکه ناسم دی.

ـ قران یې هم وخت ښودلی دی خو خورا اوږد مهال.

ـ ساینس د قران پخلی کوي، داسې چې د کائیناتو پيدایښت یې د خورا اوږده مهال کار بللی دی.

حميد هڅاند

درنښت


پتوال
01.11.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
هڅاند صیب په قلم دې برکت شه، ډیره ښه لیکنه مو کړې ستر اجرونه دې په برخه شه .
ۍتاسې له دې لیکنې او نورو مطالعاتو څخه دا سې نتيجه ګیرۍ کوم له تاسو او ټولو درنو لوستونکو سره يې شریکوم :

۱- لومړی ځمکه په ۴ ورځو او بیا ۷ آسمانونه په دوه ورځو ، ټول په شپږو ورځو کې الله سبحانه وتعالی پیدا کړي دي چې هره ورځ یې له ۱۰۰۰څخه تر ۵۰۰۰۰ ځمکني کالو پورې رسیږي. په اوومه(۷) ورځ الله تعالی له عرش العظیم څخه خپل حاکمیت او اداره پرې پیل کړه، نو دا اوومه ورځ د دمې نه بلکې د رامنځته شویو کایناتو د چلولو، حاکمیت او ادارې (سلطنت) دپیلولو ورځ ده .

۲- ځمکه لوړی پیدا شوې خو له هغې کتلې نه وروستی بیله شوې ده ،چې له هغې کتلې نه آسمانونه ستوري او ټول کاینات رابیل او په متوازن ډول غځیدلي دي. په سورة رحمن کې الله تعالی فرمایلي دي:
[color=blue:e20ce95600]وسماء رفعها و وضع المیزان [/color:e20ce95600]

داسې ښکاري چې ځمکه د هغې لومړنۍ خلق شوې او بیا په لومړي بیګ بنګ کې غځیدلې کتلې زړی (هسته) وه، خو دغه هسته د لمر په کتلې کې ساتل شوې وه او وروسته بیا په خپل وخت د لمر د بهیدونکې اورینې کتلې له منځه څخه را ووته او ترې بیله شوه. نو ځمکه لومړۍ هسته وه چې اسمانونه او ستوري لمر او کاینات ترې بیل شوي دي!

هسته ځکه چې په کومه اندازه کیمیاوي عناصر او معدنونه چې په ځمکه کې خوندي دي په لمر یا بل ستوري کې نه دي تثبیت شوي. څمکه تر ټولو بډای او شتمن سیار ستوری خلق شوی، څو الله رب العزت ترې د ژوند بهترین ټاټوبی جوړ کړ!
یواځې اوسپنه وروسته د ځمکې سره یوځای شوه چې له لمر څخه یو رابیل شوي ستر میتوریت له ځمکې سره ټکر وکړ او سپوږمۍ يې له ځمکې څخه رابیله کړه !
دالله په ستر حکمت په دغه ټکرسره هم د ځمکې د وضعي حرکت سرعت شپږمې برخې ته راتيټ(سست) شواو شپه ورځ چې ۶ ساعته وه ۲۴ ساعته شوه او اوسپنه هم په ځمکه کې چې لا هم ګرمه او نرمه وه تر ټاکلې ژورتیا پورې وشیندل شوه!

۳- د قران کریم له مخې د هر مازیګر(لمانځه) په پای کې هغه ملایکې دیوي ورځې عملنامې له ځانه سره د عرش العئیم په لوري وړي ، کومې ملایکې چې ۵۰۰ ځمکني کاله د مخه له عرش العظیم څخه رالیږل شوي وې او بیرته هم په ۵۰۰ کالو کې هلته رسیږي.
جالبه داده چې ملایکې له نور څخه پیدا شوي او د نور په سرعت حرکت کوي ، نو بله نتیجه :
۵۰۰ کاله په سانیو واړوئ او په ۳۰۰۰۰۰ کيلو مترو کې یې ضرب کړئ د ځمکې او عرش العظیم تر منځ واټن چې ۱۰ په طاقت د څو کلیومتره فاصله کیږي لاسته راځي!
په دې حساب نه ځمکه او نه شمسي نظام د کایناتو په منځ(مرکز) کې واقع دي، ځکه د ځمکې او عرش العظیم تر منځ عمدي واټن بیا هم محدود دی، خو د ځمکې نورو درې (۲ افقي او ۱ لاندېني) اړخونو ته کاینات نامحدوده پراخ پراته ښکاري! والله اعلم !

ایا دا نتیجه ګیرۍ سمې او تر کومه سمې یا ناسمې ګڼل کیدای شی ؟؟؟؟؟


حمید هڅــاند
02.11.2013

دروند او منلی پتوال صیب!
هیله ده روغ او خوښ به یاست
ستاسې په ځوابیه لیکنه کې زه هم ګډون کول غواړم او مالومات به سره شریکوو. خو اجازه راکړئ چې یو اعتراض وکړم. د لیکوالو او ویبپاڼو تر مینځ منل شوي اصول خو دا دي چې که لیکنه په یوه ویبپاڼه کې خپره شوې وي، بل ځای ته یې د لېږلو په صورت کې که پوره خپره هم شي، لږ تر لږه سرچینه یې باید په ګوته شي.
ما خپله نیمایي لیکنه دلته لېږدولې او د نورې لیکنې لوستلو په پار مې لوستونکو ته تړونی ایښی ؤ. له بده مرغه چې په فورم کې ګوتې پکې وهلې شوې دي. هم یې زما پوره لیکنه دلته کاپي کړې ده، چې زه پرې اعتراض نه لرم، خو لږ تر لږه د سمون انلاین نوم او تړونی خو به یې نه ایسته کاوی.

هیله ده زما اعتراض ته ځواب ووایاست، نور خواله به وروسته سره کوو.

کشر ورور دې
حمید هڅاند



ع کريم حليمي
03.11.2013

السلام علیکم و رحمة الله
[code:1:6a48865e3e]ستاسې په ځوابیه لیکنه کې زه هم ګډون کول غواړم او مالومات به سره شریکوو. خو اجازه راکړئ چې یو اعتراض وکړم. د لیکوالو او ویبپاڼو تر مینځ منل شوي اصول خو دا دي چې که لیکنه په یوه ویبپاڼه کې خپره شوې وي، بل ځای ته یې د لېږلو په صورت کې که پوره خپره هم شي، لږ تر لږه سرچینه یې باید په ګوته شي.[/code:1:6a48865e3e]

محترم حمید هڅــاند ، له تاسو نه یو پوښتنه لرم ، ولي باید سرچینه په ګوته شي ؟؟؟‌ د دغه خبري تر شاه څشي خبري پرتې دي ؟
او ولي ئې ضرور ګڼې ؟ ایا د چا حق ضایع کیږي ؟؟ که ضایع کېږي نو څه نوع حق ؟

درنښت


حمید هڅــاند
03.11.2013

هوکې حق ضایع کېږي. د کاپي رایټ حقوقو نه به خبرې یې ښاغلی حلیمي!. د افغان ویبپاڼو ترمینځ هم دا خبره منل شوې ده چې سرچینه به په ګوته کېږي. که ته سرچینه نه په ګوته کوې، ستا خپل کار، خو زما په لیکنه کې د سرچینې یاد امانت ؤ، تاسې ته نه ښایېدل چې پکې ګوتې ووهئ. د ټولې لیکنې کاپي کولو باندې زه اعتراض نه لرم، خو د سرچینې یاد او تړونی ړنګول ظلم او تېری ګڼم.

ممکن پتوال صیب منځګړيتوب وکړي.

درنښت


پتوال
03.11.2013

درنو ورونو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

هڅاند صیب تاسو لیکلي چې:
[quote:2bd66424c6]ما خپله نیمایي لیکنه دلته لېږدولې او د نورې لیکنې لوستلو په پار مې لوستونکو ته تړونی ایښی ؤ. له بده مرغه چې په فورم کې ګوتې پکې وهلې شوې دي. هم یې زما پوره لیکنه دلته کاپي کړې ده، چې زه پرې اعتراض نه لرم، خو لږ تر لږه د سمون انلاین نوم او تړونی خو به یې نه ایسته کاوی. [/quote:2bd66424c6]

که مطلب مو هغه لیکنه وي چې تاسود «مځکه لومړی خلق شوې که آسمانونه» د سرلیک لاندې نشر ته سپارلې، نو هغه لیکنه خو د سمون په تړوني بشپړه لیدل کیږي او په دې بشپړاوي تاسو اعتراض هم نه لرئ!
نور خو هلته ستاسې نوم، د سمون نوم او بشپړه پاڼه په ډاګه ښکاري، زه پوه نشوم چې په هغې سربیره بیا دسمون تړوني او ستاسې د نوم تکرارول تاسو ته څنګه اړین بریښي، اوکه ستاسې مطلب کومه بله لیکنه ده چې سرلیک مو نه دی ښودلی؟؟؟؟
البته دغه پو ښتنه چې«مځکه لومړی خلق شوې که آسمانونه» ما څوکاله مخکې مطرح کړې وه او لکه تاسو چې اوس هغې ته اشاره کړې تاسو پرې هم نظر څرګند کړی و، نو اوس د همدې سرلیک لاندې ستاسې بشپړه لیکنه وینم او خوښ شوم چې موضوع تر دې حده روښانتیا موندلې ده خو لا هم دبحث ګډون غواړي. په دژ سره د ښاغلي سادات صیب پوښتنه چې دلته په دژ اړه د کوم علم له مخې بحث کیږي روښانه شوې چې صرف د قران او حدیث په رڼا کې بحث روان دی او آن ساینسي لاسته راونو ته هم په همدغه رڼا کې نظر ورِغورځول کیږي. والسلت !


Naeem sadat
03.11.2013

ممحترم هڅاند صاحب ، محترم حلیمی ، محترم پتوال صاحب او نورو محترمو ګوډونوال السلام علیکم

محترمو دوستانو تاسی مخکی له دینه چی دا تشریح کړی چی ځمکه او اسمان څه شی دی یا د الله ج مطلب له مځکی او اسماننونه څه ده غواړی ددی پدیدو د خلقت په باره کی نظر ورکړی ، ایا څنګه کیدای شی چی تاسی کوم خاص مفهوم سم معلوم نه وی چی څه شی دی بیا تاسی د هغه د خلقت پروسس تشریح کړی ؟؟؟

مهربانی وکړی اول زما لپاره دا تشریح کړی چی ځمکه څه شی ده او اسمان څه شی دی ؟؟؟ او د کوم علم برمبنا تاسی دا مفاهیم تشریح کوی؟؟؟


م . ق
04.11.2013

[quote:c2b940652a="نعیم سادات"]

مهربانی وکړی اول زما لپاره دا تشریح کړی چی ځمکه څه شی ده او اسمان څه شی دی ؟؟؟ او د کوم علم برمبنا تاسی دا مفاهیم تشریح کوی؟؟؟[/quote:c2b940652a]

زمونږ پخواني ملتوال صیب، ډیره ښه پوښتنه دې مطرح کړې ده، زه به درته د قرآني علم په بنیاد او مبناء دومره ووایم چې قرآن مجید اسمانونه متعدد او د جمع په صیغې سره ذکر کړيدي، برعکس ځمکه په ټول قرآن مجید کې په واحد سره ذکرشوې یعنې ارض سره (السماوات والارض).
قرآن مجید ځمکه صرف هغې کورې(کرة الارض) ته وايي چې انسانان پرې ژوند کوي، او اسمانونه ټولې پورته خلا او فضاء ته وايي، دا چې انسان د ځمکې په هر اړخ کې قرار ولري د هغه څخه پورته فضاء او نور ټول سیارات دهغه لپاره اسمان شو له همدې وجې قرآن مجید وئیلي چې ځمکه، لمر او سپوږمۍ په اسمان کې حرکت کوي او لامبو وهي، نو اسمان یعنې خلا او فضاء.
چونکه د قرآن مجید د نزول په وخت د خلکو پوهه او علوم دومره نه وو چې ټوله فضا او خلا درک کړاي شي نو قرآن ورته سماوات کارولی چې په هر وخت کې د معنی او تفسیر وړ دی او دا د قرآن یو بل اعجاز را په ګوته کوي چې واقعا دا یو معجز الهی کلام دی.

مبارز ـ قرآني



ع کريم حليمي
04.11.2013

السلام علیکم و رحمة الله
محترم او مکرم مبارز صاحب ، جوړ او روغ اوسې ، ډېره ښکلې پوښتني ته مو ښــــــکلی جواب ویلي‌
ماته مو هم یوه پوښتنه را ولاړه کړه ، تاسو ویلي چه: ((اسمان یعنې خلا او فضاء.))
دا چه تاسو اسمان یوه خلا او فضاء ګڼۍ پس نو فلک څه شي ته ویل کیږي
كلهم يسبحون في الفلك

[color=white:0c86359c18]فلک څه شي دی ؟؟؟؟‌[/color:0c86359c18]

درنښت


Naeem sadat
05.11.2013

ګراڼو وروڼو السلام علیم

محترم قرانی صاحب زه ستاسی د قرانی علم په مطلب پوه نشوم ؟؟ ایا تاسی داسی کوم علم لری چی هغه قرانی نومیږی او د هغه په واسطه هغه اسام چی په قران کریم کی الله ج ذکر کړی تشریح کوی ؟؟؟؟؟ ددی علم په باره لیږ په تفصیل معلومات راکړی

دوهم که چیری د الله ج منظور له مځګی زموږ دا خاکی کره وی او له اسمانونو یی هغه عمومی خلا مطلب وی بیا نو دا ستوری او لمر په څه کی راځی ؟؟؟ ځکه چی ستوری او لمر خو د عمومی خلا جز ندی ؟؟؟

د


pattang
05.11.2013

سادات صيب اسلام عليکم !
وروره په کائناتو کې خلا نشته که خلا وي نو بيا نظام نشته !
که خلا وي نو د ميخانيک او کوانتن ميخانيک او ترموديناميک قوانين
نه چليږي او نور قوانين لکه دميخنيک دويمه درېيمه قضيه او د
کوانتن ميخانيک ، الېکترو ډېناميک قضيې او پستولات صدق نکوي ! يانې يوازې :

{∅}= (F(i ∑

او حرکت به لا یتناهي وي !

خو مونږ يې وينو چې په کائناتو کې نظام دی او دقيامت ورخ تر
اوسه پورې ندی راغلې !

د پښتو اديتور دی فورمولونه په ډېر زحمت ليکل کېږي صرف نظر
ترې کوم !

[quote:597e8dfc02="نعیم سادات"]ګراڼو وروڼو السلام علیم

محترم قرانی صاحب زه ستاسی د قرانی علم په مطلب پوه نشوم ؟؟ ایا تاسی داسی کوم علم لری چی هغه قرانی نومیږی او د هغه په واسطه هغه اسام چی په قران کریم کی الله ج ذکر کړی تشریح کوی ؟؟؟؟؟ ددی علم په باره لیږ په تفصیل معلومات راکړی

دوهم که چیری د الله ج منظور له مځګی زموږ دا خاکی کره وی او له اسمانونو یی هغه عمومی خلا مطلب وی بیا نو دا ستوری او لمر په څه کی راځی ؟؟؟ ځکه چی ستوری او لمر خو د عمومی خلا جز ندی ؟؟؟

د[/quote:597e8dfc02]


م . ق
05.11.2013

[quote:08b3830c25="ع کريم حليمي"]السلام علیکم و رحمة الله

دا چه تاسو اسمان یوه خلا او فضاء ګڼۍ پس نو فلک څه شي ته ویل کیږي
كلهم يسبحون في الفلك

[color=white:08b3830c25]فلک څه شي دی ؟؟؟؟‌[/color:08b3830c25]

درنښت[/quote:08b3830c25]
وعلیکم السلام ورحمة الله،
ایت داسې دی (وکل في فلک یسبحون) تفاسیرو د فلک معنی په دایرې او مدار سره کړې، یعنې هر یو په خپل مدار کې څرخیږي.

په درنښت


م . ق
05.11.2013

[quote:a69dd8c76d="نعیم سادات"]

محترم قرانی صاحب زه ستاسی د قرانی علم په مطلب پوه نشوم ؟؟ ایا تاسی داسی کوم علم لری چی هغه قرانی نومیږی او د هغه په واسطه هغه اسام چی په قران کریم کی الله ج ذکر کړی تشریح کوی ؟؟؟؟؟ ددی علم په باره لیږ په تفصیل معلومات راکړی

دوهم که چیری د الله ج منظور له مځګی زموږ دا خاکی کره وی او له اسمانونو یی هغه عمومی خلا مطلب وی بیا نو دا ستوری او لمر په څه کی راځی ؟؟؟ ځکه چی ستوری او لمر خو د عمومی خلا جز ندی ؟؟؟
[/quote:a69dd8c76d]

د لومړي سوال ځواب: قرآني علم یعنې هغه علوم چې د قرآن مجید د ایتونو، الفاظو، معانیو مفاهیمو، د حروفو د اداء او قرات په اړه بحث کوي لکه تفسیر، اصول تفسیر، تحفیظ او علم التجوید، پدې اړه لوي لوي کتابونه لیکل شوي چې تفاسیر یې صرف یوه برخه ده.

د دوهم سوال ځواب: د خلا څخه زما مراد هغه خلا نه ده په کوم ځاي کې چې د ځمکې قوت جاذبه ختمیږي او هر شی خپل وزن د لاسه ورکوي، بلکه مراد د ځمکې څخه پورته ټوله هوا او فضاء ده کومې ته چې پښتو کې هسک وايي.
ستوري او لمر هم د قرآن مجید د نظره په هسک کې راځي ځکه چې الله فرمايي چې ما هسک په ستورو او لمر ښایسته کړی دی پدې اړه ډیر ایتونه موجود دي.
دوهمه خبره دا چې مونږ د ساینس څخه مخکې په قرآن مجید ایمان راوړی، ساینس دې دا انسانانو تخلیق دی چې د وخت په تیریدو او نوي انکشافاتو سره خپلې پخوانۍ فارمولې غلطوي او نوي ایجادوي، خو د الله رب العالمین قوانین ثابت دي، په هغه وخت کې چې ستا ساینس لا په بیګ بینګ(لویې چاودنې) نه وې پیژندلې، قرآن یې څوارلس سوه کاله مخکې بیان کړی چې هغه وخت کې یې چا تصور هم نشو کولی، همدارنګه د ځمکې او سپوږمۍ حرکت تا اوس وپیژندو خو قرآن څوارلس سوه کاله مخکې ویېلي چې هر یو خپل مدار لري او په خپل مدار کې څرخیږي.
ستا ساینس لا اوسه پورې د کایناتو یوه طبقه هم پوره نه ده کشف کړې، خو قرآن ډیر پخوا ویېلي چې ما اووه طبقې پیدا کړي او پدې کې زه نوره پراختیا هم کوم (وانا لموسعون) نو فکر نه کوم چې ساینس دې په ټولو کایناتو د علم احاطه وکړي (ولا یحیطون بشئ من علمه الا بماشاء وسع کرسیه السماوات والارض)

نور بیا......که وخت وو


وزیري
05.11.2013

مبارز صاحب لیکی:
قرآن مجید اسمانونه متعدد او د جمع په صیغې سره ذکر کړيدي، برعکس ځمکه په ټول قرآن مجید کې په واحد سره ذکرشوې یعنې ارض سره (السماوات والارض).

مبارز صاحب تاسو صحیح وایی خو داسی هم نده چی ځمکه په ټول قران مجید کی به واحد سره ذکر شویده. بلکي د جمعي صیغه هم لري چی الله جل جلاله اووه اسمانونه پیدا کړي او اووه ځمکي یی هم پیدا کړیدی. دلیل می دا ده:

اللَّـهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْ‌ضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ‌ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّـهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ‌ وَأَنَّ اللَّـهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا ﴿سورة الطلاق ۱۲ آیت﴾

والسلام


م . ق
05.11.2013

[quote:87ae51f82a="وزیري"]مبارز صاحب لیکی:
قرآن مجید اسمانونه متعدد او د جمع په صیغې سره ذکر کړيدي، برعکس ځمکه په ټول قرآن مجید کې په واحد سره ذکرشوې یعنې ارض سره (السماوات والارض).

مبارز صاحب تاسو صحیح وایی خو داسی هم نده چی ځمکه په ټول قران مجید کی به واحد سره ذکر شویده. بلکي د جمعي صیغه هم لري چی الله جل جلاله اووه اسمانونه پیدا کړي او اووه ځمکي یی هم پیدا کړیدی. دلیل می دا ده:

اللَّـهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْ‌ضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ‌ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّـهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ‌ وَأَنَّ اللَّـهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا ﴿سورة الطلاق ۱۲ آیت﴾

والسلام[/quote:87ae51f82a]
محترم وزیری صاحب، په قرآن مجید کې الله په صراحت سره دا نه دي وئيلي چې ځمکې هم اووه دي، او د مثلهن څخه یوازې عدد نه فهمیږي ځکه چې تشبیه من کل الوجوه نه وي، د مثلهن په تفسیر کې اختلاف دی، د بعضو په نظر که مراد ورڅخه عدد شي یعنې اوو ځمکې نو بیا محمول دی په اووه اقالیمو یعنې اووه لویو وچو او براعظمونو، والله اعلم بالصواب


عبدالله صابر
05.11.2013

 السلام عليکم 
حميد هڅاند صيب 
ضرورنه ده چي ساينس د له قران کريم سره هروخت مطابقت ولري ،ساينس
کله کله  تش نظريات وي اوديوشي په هکله مختلف نظرونه لري 
يومسلمان ته خوهيڅکله هم داپوښتنه نه پيداکيږي چي څنګه دکائنات په دومره 
لږوخت ياشپږورځوکښ پيدا شي بلکه دمسلمان عقيده خوداده چي الله جل جلا
له کن فيکون سره هرڅه کولائ شي که هغه شپږورځې ياشپږدقيقې اوياشپږ
ثانيې وي 
په قران کريم دالله جل جلاله احکا م لکه حج ،روژه ،لمونځ اوزکات په همدي
لمرينه شپه ورځ حساب شوي اوقران کريم ورته يوم او ايام ويلي نه داچي
دروژې يوه ورځ دزرګونوکالونه وي ،ددي دونياحساب په همدي ورځودی
اوپه هغه دونياکښ بياځان ته خبره ده چي هغه اوږدې ورځې يا اوږد وخت
وي ،
که تاسودلته ديوم يا ايام څخه اوږد مهال اخلئ نوبيا دروژې يوه ورځ ياورځې
به څومره وي ؟؟ زه خوهمدومره پوهيدم نه پوهيږم چي محترم ديني عالمان
په دي هکله څه نظرلري ؟
په هرصورت يوه بي ضروته ليکنه ده چي هيڅ اړتيا ورته نه وه 

ياده ونه : زه يواځي په ټول افغان کښ دعبد الله صابرپه نوم ثبت يم ، ځيني
خلک زماهمدا نوم په نوروځايونوکښ کاره وي چي هغه زه نه يم


اکرم
05.11.2013

درنو ورونو، السلام علیکم!
ښاغلي عبد الله صابر صاحب ډیر په ځای او معقو له لیکلي چې :

[quote:e188b74331]دپه قران کريم دالله جل جلاله احکا م لکه حج ،روژه ،لمونځ اوزکات په همدي
لمرينه شپه ورځ حساب شوي اوقران کريم ورته يوم او ايام ويلي نه داچي
دروژې يوه ورځ دزرګونوکالونه وي ،ددي دونياحساب په همدي ورځودی
اوپه هغه دونياکښ بياځان ته خبره ده چي هغه اوږدې ورځې يا اوږد وخت
وي ،[/quote:e188b74331]

زما په نظر ښاغلي هڅاند ورور ډیره هڅه کړي چې په قرآن عظیم الشان کې د ځمکو اواسمانو دخلقت ذکر شوي دیني مسله په ساینس بخونده تحلیل شرح کړي ، خو شرحه یې نه ساینسی ده او نه هم دیني ! بیا یې هم کور ودان چې ډ زیار یې ګاللی او دځواب په ځای یې یو خروار پوښتنې زیږولي دي، که دی وکړی شي دخپل تحلیل څخه د را منځته شوو پوښتنو ځواب ووایي دبحث او وخت تیرولو لپاره به جالبه وي ! یواځې د بحث اودوخت تیرولو دپاره ،داځکه چې ددې پوښتنو ځواب له ستر خالقه پرته چې داهم دهغه څیښتن ستر حکمت دی تر اوسه هیڅ چا سره هم نشته، او هسې یو ناکام بحث ته لستوڼي بډوهل دي .

دینی عقاید تر ډیره حده غیبی ایمان دی.

که پوښتنې ځوابولي شي ،دهغو پوښتنو له جملې څخه یو څو یې هغه دښاغلي نعیم سادات صاحب او دښاغلي عبدالله صابر ورور پوښتنې دي.

په درنښت


وزیري
06.11.2013

السلام علیکم

موضوع خو الحمدالله ښه په ښاخونو وویشل شوه او ان شاء الله چی هیڅ نتیجه به هم ترینه تر لاسه نه شی. خو زه بیا هم یو څه خو به زه هم په کی واچوم.

په شپږوورځو کې پیداکیدل
ستاسو هستونکی الله چې ځمکه اوآسمانونه یی په شپږو ورځو کې پیداکړل (الاعراف ۵۴).

بله موضوع چې دقرآن اوننی ساینس په مینځکې همغږی جوتوی هغه دنړی عمر دی . پوهانو دنړی ټول عمر دشپاړسوو نه تراوولسومیلیاردو کلونو پوری اټکل کړی دی . قرآن وایی چې نړۍ په شپږو ورځو کې پیداشوې دغه دوه وخته سره له دې چې په ظاهره له یوبل سره په تضاد کې ښکاری خو په حیرانوونکی ډول یوه له بل سره ورته والی لری په حقیقت کې دغه دواړه رقمونه صحیح دی یعنی چی نړۍ په شپږو ورځو کی چې زموږ له اووه لس میلیاردو کلونو سره معادله ده پیداشوی.

اينيشتين په کال ۱۹۱۵ کې روښانه کړه چې زمان نسبی دی یعنې دوخت بهیر د خلأ ، چټکوالی اودجاذبې قوې له نظره سره توپيرلری . په قرآن کې دشپږو ورځو یادونه کیدلای شی دشپږو پړاوونو په مانا وی
ځکه په ځمکه کې یوه ورځ څلیریشت ساعته وی په داسې حال کې چې دنړۍ په یوه بله برخه کې دبیلو شرایطو لاندې یوه ورځ له دی نه ډیره لنډه یا هم اوږد ه وی . دبیلګې په ډول دنپتون دکرې یوه شپه اوورځ څوارلس ساعته اولس دقیقې ده اویو کال یی له ۸، ۱۶۴ ورځو سره برابر دی . برسېره پردې دیوم کلمه نه یواځې دورځې بلکې دعصر ، زمانې ، پړاو، شېبې اووخت په مانا هم ده.
دنړۍ په لومړی پړاوکې ، وخت ډیر ژر له هغه څه نه چې موږ یی اوس وینو تیریده ، ځکه کله چې دسترې چاودنې په وخت کې ټوله نړۍ لکه دیوه زبېښل شوی ټکی په شان ؤ . دنړۍ ارتېدل دسترې چاودنې په پایله کې دهغې بریدونه دمیلیونونو کلونو په کچه پراخ کړل په حقیقت کې هغه وخت په خلأ کې دنړۍ کش کیدل په نړۍ کې دسترو مهمو انشعابونو لامل شو.دسترې چاودنې دشېبې انرژی دزمان یا دوخت چلند زرمیلیارده وارې له نن څخه ورو کړ. کله چې نړۍ پیداکېدله دوخت چټکتیا زرمیلیارده برابره له نن څخه چټکه وه. یعنی چې زرمیلیارده دقیقې زموږ معادلې دی دنړۍ دهستۍ له یوې دقیقی سره. که شپږ ورځې وشمېرومعادلې به وی له شپږ زره میلیارده ورځو سره ، ځکه دنسبیت دقانون په پام کې نیولو سره نړیوال وخت زر میلیارده برابره دځمکې دکرې له دوخت نه چټک دی. بیانو شپږ زره میلیارده ورځې مساوی دی له ۱۶۴۲۷ ميليونه کاله سره.
کاله 16427104723 = 365،25 / ورځې6000000000000

له بل پلوه دخلقت هره ورځ مساوی ده دځمکې دکرې دبیلابیلو له دورو اوپړاوونو سره. دلیل دادی چې هرڅومره نړۍ پراختیا موندلې وای دوخت بهیر به ورو شوی وای. ځکه چې دنړۍ جسامت له کله نه چې دیوه ټکی په شان وه دوه برابره شو نودوخت چټکتیا نیمایی ته راښکته شوه. که دخلقت هره ورځ دځمکې دکرې دوخت له مخې محاسبه کړو لاندې پایلې په لاس راځې:
• دخلقت پیل ته په پاملرنې سره دپیدایښت لومړۍ ورځ چې ۲۴ ساعته کېږی برابریږی دځمکې دکرې له اتومیلیاردو کلونو سره.
• دوهم څلیریشت ساعته چې دنړۍ جسامت دوه برابره شو اوچټکتیایی نیمای شوه دځمکې دکرې له څلورو میلیاردو کلونو سره معادل دی.
• په همدی توګه دریمه ورځ دځمکې دکلونو له دوو میلیاردو کلونو سره معادل دی.
• څلورمه ورځ دځمکې له یو میلیارد کلونو سره معادله ده.
• پنځمه ورځ دځمکې دکلونو له پنځه سوه میلیونو کلونو سره معادله ده.
• اوشپږمه ورځ دځمکې له دوه نیم سوه میلیونو کلونو سره معادلیږی.

نو د نړۍ ددې شپږو ورځو مجموعه دځمکې دپنځلس میلیارده اواووسوه پنځوس کلونو سره معادله ده. دغه موضوع په یوه ویشتمه پیړۍ کې روښانه شوه حال داچې څوارلس پیړۍ مخکې تردې په قرآن کې بیان شوې. چې داهم دقرآن اوساینس په مینځ کې دهمغږی اومعجزی څرګندوی دی.

که دي شته معلوماتو باندي سره جوړ رانغلو نو ښه به دا وي چی دا موضوع وتړل شی.

والسلام


عبدالله صابر
07.11.2013

السلا م عليکم
وزيري صاحب خپه نه شي موضوع نوره هم بي خونده اوداکرم صاحب خبره
ملياردونوپوښتنې يی وزيږه ولي ځکه خبره دملياردونوده اوپوښتنې يی هم په
ملياردونودي ،
زه حيران په دي يم چي ولي په لوی لاس کوښښ کيږي ترڅوقران کريم دسا
ينس تابع وګرځول شي ؟ په رنګا رنګ تاويلاتوسره اړم ديچي يوه ورځ مليار
دونه کړي ترڅو دساينس له دي خبرې سره يی جوړ راولي چي کائنات په
رښتياهم په شپږورځوکښ نه بلکه په ملياردونوکالونوکښ پيدا شوي
وزيري صاحب ستاسومحاسبي اومعادلې نظريات اواټکلونه دي بي له کوم دليل راخستل شوي له دي خودحميد هڅاند صاحب دليل هم قوي ووچي
داخرت يوه ورځ پنځوس زره کالومحاسبې له مخي دا شپږورځې اوږده ولي
ترڅوله ساينس سره په ټکرکښ واقع نه شي
زما فکرپه قران کريم همدا طبيعي ورځې حساب شوي چي مونږدهمدي له مخي
دالله جل جلاله احکام پرځای کوو،مونږنه شوکولای دجمعې ورځ چي په
قران کريم ورته يوم الجمعه ويلي ملياردونه کالونه وغځوو
دقران کريم له مخي اصحاب کهف په غارکښ 309 کالونه تيرکړل په داسي
چي ساينس دانشي منلئ چي يوڅوک د 309کاله بي له خوراک څښاک اونور
ضرورياتونشتوالي له امله ژوندی پاته شي يا يونس عليه السلام دماهي په
خيټه 40ورځې ژوندې پاتي کيدل ساينس ته دمنلووړنه ده ، په دا ډول حالاتو
بياڅه کوئ ؟؟ ايا دري سوه نه کالونه به 309دقيقې او40 ورځې به 40
ثانيې حسابوی ترڅوله ساينس سره په ټکرکښ نه شي ياد نوح عليه السلام
په خپل قوم کښ 950 کالونه به 950 مليارده کالونوحسابوی که څه ؟؟؟

وزيري صاحب يوه خبرچي تاسو ورته پام نه دی کړئ هغه داده چي دورځې
اندازه موساينسي ډول څيړلي نه په شرعي ډول ، دلته مونږته دورځ شرعي
اندازه پکارده که تاسوته په شرعي ډول ورځې اندازې په هکله څه معلومات
وي نوبسم الله کړئ خوزماپه فکرشرعي اندازه يی همدا طبيعي لمرينه ورځ
ده چي له مخي مونږدالله جل جلاله احکام پرځای کوو
بل پلوکله چي الله پاک جل جلاله وايی ځمکه اواسمانونه مي په شپږورځوکښ
پيداکړل ،نوايايومسلمان ته به په کوم دليل داسوچ وروليږي چي شپرورځې 
خوډيرلږوخت دی داڅنګه ممکنه ده ؟ ايايومسلمان به په دي عقيده نه وي چي
الله جل جلاله په خپله فرمايی ، کله چي مونږڅه شي ته ووايوچي کن (شه)
نو فيکون (شي ) ؟
بل پلو دکائناتونظام داسي نه ده چي ددونيا يوې ودانئ په څيرد کارګراومزدو
ران لګيا وي ځمکه اسمانونه د جوړه وي اوبيا دملياردونه کالونه ورباندي
ولګيږي ،بلکي دا دالله جل جلاله خپل قدرت اوحکمت ده چي څرنګه يی پيدا
کړل خومونږ ته شپږورځې وښودلي سره ددي چي له شپږو ورځو مخکښ يی
يالږوخت کښ يی هم پيدا کولائ شول البته په دي شپږورځوکښ ډيرحکمتونه
چي په ځينوبه ښايۍ مونږپوهيږو اوځينوحکمتونوته به لا زمونږعقل نه وي
رسيدلئ
په لنډ ډول خوزه همدومره ويلئ شم چي له شپږورځونه همدا زمونږطبيعي
ورځې مراد چي دقران کريم په نوروځايونوکښ هم يوم اوايام ورته ويل شوي


Naeem sadat
08.11.2013

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

محترم هڅاند صاحب ډیره بښنه غواړم چی په خپلی پوښتنی می دا بحث ګډوډ کړ . خو زما مطلب دلته داوو چی موږ د ساینسی نظریو او د قران کریم د ایتونو په مقایسی سره موږ پدی ډول دادی مشرکیت ساینس ته رسمیت ورکوو .
دا خبره ماته ډیره ښه معلومه ده چی ددی ننی ساینس په اساساتو کی د مشرکیت اساسات ځای پر ځای شوی . ددی خبری تشریح ډیر اوږد بحث غواړی چی په راتلونکی به انشاالله پدی باره کی سره وغږیږو

خو اساسی خبره دلته داده چی ولی موږ نشو کولای چی قرانی ایات د ساینس سره مقایسه کړو ؟؟ که چیری ساینس غلط جوړ شوی وی نو موږ به د قرانی ایاتو په رڼا کی صحیح ساینس جوړ کړو خو دا خبره اوس نا ممکنه ده

ځکه چی موږ په قران نه پوهیږو

کله چی له علماوو پوښتنه وکړی چی تاسی ټول قران کریم تفسیر کړی ؟؟؟ نو ددوی ځواب به داوی چی هو موږ ټول قران کریم تفسیر کړی

خو که بیا ډیره ساده پوښتنه ترینه وکړی نو ددوی نه به ځواب ورک شی

لکه داسی پوښتنه : علم څه شی دی ؟؟؟
له اسمانه د الله ج مطلب څه شی دی ؟؟؟
له مځکی د الله ج مطلب څه شی دی ؟؟؟

او داسی ډیری نوری پوښتنی شته چی علما ورته په توافق یو ځواب نلری چی په همدی خاطر ما له ښاغلی قرانی صاحب نه دا پوښتنه وکړه چی هغه قرانی علم چی ښاغلی قرانی صاحب یاد کړی وو کوم علم دی

دلته له ټولو مهمه پوښتنه داده چی هغه نومونه یا اسمونه چی الله ج په قران کی ذکر کړی موږ څنګه هغه را وسپړو یا څنګه ددی نومونو په مفهوم پوه شو

زما له نظره داچی قران کریم علم دی یعنی الهی علم دی خو موږ ته دا علم مستقیم نه ده راکړل شوی بلکی د ژبی په واسطه راکړل شوی چی قران قراعت ته وایی
اوس موږ ددی لپاره چی دا علم د ژبی څخه بیرته په علم یا په پوهه را بدل کړو
موږ باید اول ژبه وڅیړو چی ژبه څه شی دی او د ژبی په قوانینو پوه شو او ورسته اسماوو د مفهوم سپړل زده کړو چی عبارت له فلسفی څخه ده نو کله چی موږ دا تبادله وکړو یعنی قراعت بیرته په پوهه بدله کړو نو موږ کولی شو چی د قرانی ایاتو د فهم په واسطه دا د هستی نړی تشریح کړو

پخوانیو دینی عالمانو دا کار نه دی کړی ممکن په هغه وخت کی به د هستی د نړی د تشریح دومره ضرورت نه وو
خو نن ډیر قوی رقیب موجود ده نن د هستی نړی د مشرکینو لخوا د مشرکیت له نظره تشریح کیږی چی له همدی تشریح څخه زموږ په اسلامی هیوادونو کی هم ګټه اخستل کیږی او ورځ له بلی د خلکو په ذهنونو کی ځای نیسی ځکه چی موږ د قران کریم له نظره علمی د هستی نړی نه ده تشریح کړی او خلګ مجبور دی چی په یو ډول نه په یو ډول تخنیک جوړ کړی د ژوند وسایل جوړ کړی او همدا مجبوریت یی د مشرکیت د ساینس غیږی ته ور غورځوی

موږ مجبور یو چی د قران کریم له دیده دا دهستی نړی تشریح کړو او نوی ساینس جوړ کړو
نه دا چی موږ موجوده د مشرکیت ساینس ته د قرانی ایاتو په واسطه رسمیت ورکړو

الله ج په قران کریم کی ددی د هستی دنړی اساسات موږ ته ښودلی خو دا موږ ته دومره ضروری خبره نه ده معلومه شوی چی موږ باید دا د هستی نړی تشریح کړو

موږ باید دداسی پوښتنو ته ځواب پیدا کړو چی د الله ج مطلب له اسمانونو څه دی ؟؟

و


م . ق
09.11.2013

نعیم صیب، ته چې د قرآن په هکله دومره پوهیږې، او زمونږ اند هیڅ بولې نو بیا دا هم راوسپړه چې قرآن ولې په مختلفو ځایونو کې د اسمان ذکر په مختلفو حالاتو او کوایفو سره کړی دی؟ کله وايي چې ما اوبه له اسمان څخه نازلې کړې دي، کله وايي چې ما اوسپنه د اسمان څخه نازله کړې ده، کله وايي چې رزق له اسمان څخه نازل شوی، کله وايي چې وحی له اسمان څخه نازل شوی ده، کله وايي چې اسمان کې برجونه دي، طبقات دي، چت او سقف لري، ستنې نه لري، دروازې لري چې خلاصیږي او بندیږي، ملایکې، روحونه او پیغمبران ورته خیژي او داسې نور.......نو که دومره دې د سپړلو او څیړلو سره شوق وي نو لطفا په قرآن کې د اسمان په هکله ټول معلومات راجمع کړه، تحقیق یې وکړه او زمونږ سره یې شریک کړه! ځکه چې ته د علماؤ تفسیر نه منې نو اړ یې چې خپل تفسیر راوړاندې کړې! مننه


حمید هڅــاند
09.11.2013

درنو ملګرو!
زه زیات وخت نه وم انلاین شوی، وطن ته تللی وم، هلته نیټ نشته.
په هر صورت، زه ستاسو ټولو پوښتنو او د صابر صیب نیوکو ته را ګرځم او ان شاء الله چې په تفصیل به پرې وغږېږو.

درنښت


عبدالله صابر
09.11.2013

السلام عليکم

[quote:631ab7a6b5] خو زما مطلب دلته داوو چی موږ د ساینسی نظریو او د قران کریم د ایتونو په مقایسی سره موږ پدی ډول دادی مشرکیت ساینس ته رسمیت ورکوو .
دا خبره ماته ډیره ښه معلومه ده چی ددی ننی ساینس په اساساتو کی د مشرکیت اساسات ځای پر ځای شوی . ددی خبری تشریح ډیر اوږد بحث غواړی چی په راتلونکی به انشاالله پدی باره کی سره وغږیږو [/quote:631ab7a6b5]

سادات صيب ستاسوخبره سمه ،رښتياهم دوی به دحقائقوپه پټولوسره دساينس
مشرکتوب خواته کشولوهڅه وکړي خوزه پوره ډاډ سره ويلی شم چي حقائق
پټ نه کړل شي په کائنات کښ دساينس هره څيړنه به دالله جل جلاله وحدانيت
اوجود په ثبوت و رسوي 
په قران کريم الله جل جلاله فرمایی چي که چيري له يوخدای نه پرته نور
خدايان وی نوفسادبه رامنځ تۀ شوی وو، يعني دکائناتونظام به دومره په منظم
 هيڅکله هم نه وی چليدلئ ددوی ترمنځ به ډيراختلافات وو،يوبه شپه مخکښ 
راوسته بل به ورځ يايوبه اسمان ښکته ځمکه پورته بل به ځمکه ښکته اسمان
پورته داسي نورډيراختلافونه به اودکائنات نظام به ګډ وډ اوداسي منظم پرمخ
نه وی روان ،دکائناتومنظم حرکت ددي شاهدي ورکوي چي الله جل جلاله 
يوکي يودي ،دکائنات دومره لوی نظام موجوديت دالله جلاله وجود لوی اوښکا
ردليل دی ددهريان انکاردومره غيرمعقول اواحمقانه ده لکه له لمرڅخه انکاريا
له دي هم زيات ٠

په دي هکله دامام ابوحنيفه رحمته الله عليه يودهري ته په زبردست دليل اود
مثال ماتي ورکړه اودهري لاجوابه کړو،
وايی چي يودهري دالله جل جلاله له وجوده انکارکوه اودکائنات نظام جوړ
ښت يی دطبيعت کارباله چي دد هري په ويناخپله رمنځ ته شوي اوپه خپله له
منځه ځي خالق اوپيداکوونکئ نه لري( نعوذ بالله ) ،امام ابوحنيفه 
رحمته الله دهري ته وويل چي سبا په دومره وخت به زما اوستامناظره او
مقابله وي دهري مناظرې ته ټټرووهه ، په سباامام ابوحنيفه رحمته الله عليه
په ټاکلي وخت ټاکلي ځای ته حاضرنه شوبلکه يوڅه يی قصدا ناوخته کړدهري
خوشحاله ووچي دمسلمانانويولوی عالم ته يی ماتي ورکړه اوميدان يی وګټه
خوله څه ځنډ وروسته کله چي امام ابوحنيفه رحمته الله عليه راورسيد ،دهري
ورته وويل تاخووعده خلافي وکړه اوپه ټاکلې وخت راونه رسيدي سره ددي
چي ستاسي دين کښ خو وعده خلافي ګناه هم ده ، امام ابوحنيفه رحمته الله
عليه په ځواب کښ وويل : زه خو ر روان خوپه لاره کښ عجيب کاروليد هغه
دا چي يوناڅاپه سخت باران شروع شو دباران اوبوڅخه سيند جوړشو، سيند
ياتوی يوه ونه راوړه هغه ونه بياپه خپله اره اره شوه تختې تري جوړې شوي
هغه تختې يوبل په خپله ورتلي اوبالاخره کشتئ تري جوړه شوه، کشتئ زما
خواته راغله زه پکښ کيناستم اوله سيند نه يی راپوري کړم ځکه راباندي
ناوخته شواودادی اوس راغلم ، دي خبرې په اوريدو دهري وخندل اوغږيی
کړای خلکو وګورئ دمسلمانان يوعالم څومره لوی دروغ وويل داڅنګه ممکنه
ده چي ونه دپه خپله اره شي بياکشتئ تري جوړه شي ؟ داخوهيڅکله هم عقل
نه چي کشتئ دپخپله جوړه شي دادروغ دي ، امام ابوحنيفه رحمته الله عليه
وويل ډير ښه ای دهري چي يوه کشتئ پخپله نه شي جوړيدئ نود کائنات دا
دومره لوی نظام به څنګه بي له خالق اوپيداکوونکي پخپله جوړشي ؟ همغه وو
ددهري عقل سرته رغئ اوحقيقت ورته څرګند په پايله کښ مسلمان شو٠
نودکائناتوپه نظام کښ چي څومره سوچ اوڅيړنه کيږي دالله جل جلاله وجود
وحدانيت تري ثابتيږي البته مشرکان به دحقيقت پټولويوڅه ناکامه هڅه کوي 
اوساينس به ظاهرا په خپل ډول ښيۍ خودسادات صيب خبره هم ډيره سمه
مسمانان اوده پاتي نه شي دوی هم بايد په دي هکله خپل مسؤليت اداکړي 
کنه نوبيابه رښتياهم په ساينس کله کله دمشرکتوب تارزغلوي لکه اوس چي د
دځمکې اواسمانونوپيدايښت په شپږورځوکښ ناممکن ګڼي ٠


حمید هڅــاند
10.11.2013

[color=darkblue:4285f2830b]
دروند او منلی پتوال صیب!
سلامونه او ښې چارې

ستاسې له لیکنې برېښي چې په دې اړه ښایسته مطالعه لرئ، ستا او ځان لپاره په دې مهم فېلډ کې د الله له دربار نه د لا زیاتې مطالعې او څېړنې ځواک هیله لرم.

نورې خبرې دي پر ځای، زه ستاسې پر دوه وضاحتونو تم کېږم:
۱) تاسې اوسپنې په اړه خبرې کړې، ستاسې د خبرو په ادامه :ځمکه کې دې عنصر شتون نه درلود، ورته له اسمان نه واستول شوه، د ټکر په پایله کې خورا زیات حرارت تولید شو او اوسپنه د ځمکې هستې پورې ځان ورساوه.
مکر دلته تاسې د یاد ټکر په پایله کې د ځمکې وضعي حرکت کې د سستوالي خبره کړې، دا چې شپږ برابره یې ورو کړ. ما داسې څه نه دي لیدلې، هیله ده لږ پرې رڼا واچوئ او د سرچینې په اړه یې هم مالومات راکړئ چې دقیقا له کوم ځای نه تاسې دا خبره کوئ.

۲) تاسې مازیکر مهال، په بله وینا، د ورځې پای کې د ملایکو په وسیله د الله لورې ته د اوامرو ور کرځېدلو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلی پتوال! تاسې خورا په زړه پورې موضوع ته نغوته کړې ده، راځه دا موضوع دلته نه څېړو، ځکه زما په اند یو بل سرلیک ته یې اړتیا پیدا کېږي. دا چې یاده موضوع خورا جالبه او مهمه ده او څه مهال پرې ما هم دماغ سرکردان کړی دی، بله کړکۍ کې به یې د دې بحث تر خلاصه کېدو وروسته مطرح او خپل مالومات به سره شریک کړو.

درنښت

[/color:4285f2830b]


حمید هڅــاند
10.11.2013

[color=black:5fd3844033]

ښاغلی نعیم ملتوال!

ښې هیلې مې ومنئ!

په ټوکه به درته ووایم چې ته ماته زیات فلسفي کس ښکاري. مثلا پوښتنه کوې چې حق څه ته ویل کېږي. زه فکر کوم چې ورته پوښتنې مغلقتوب رامینځته کوي. سره له دې چې حقوقو کې حق تعریف شوی دی، خو دا داسي څه دي چې نه پوهېږم بدیهي لفظ که ورته استمال کړم څنکه به وي. مطلب عام ذهن پرې رسېږي او لږ تر لږه پر پېژندنه یې اتفاق دی. که داسې وپوښتې چې ښځه د تلویزون په پرده څرکندېدل د ښځې حق دی که نه؟ بیا به داسې پوښتنه وي چې سر پرې خوږ کړو، کنه حق نسبي شی دی. که ته وایي چې حق څه شی دی، زه به پوښتنه کوم چې د څه شي او د چا کوم او څه ډول حق؟. زما په اند حق per see تعریفول د سر خوږول دي او بس. په هر حال، دا مې مثال درکړ، اوس راځم ستاسې پوښتنو ته:
۱) اسمانونه څشی دي؟
۲) ځمکه څه شی ده؟
۳) که موږ د اسمان پر ماهیت نه شو پوی، ولي یې پر خلقت وغږېږو؟

زما په اند ستاسې سره اساسي همدا پوښتنې دي. ښاغلی مبارز قراني درته مدلل او منطقي ځوابونه ویلي دي، پرته د ځمکې له مفرد ذکر کولو نه چې ښاغلي وزیري ایت شریف د سمون په موخه ذکر کړی دی. ما مخکې هم یادونه کړې وه چې د ځمکې او اسمان په تعددوالي باندې به بېل غږېږو، دلته یې زیات نه سپړم.
ستاسې د پوښتنو په ځواب کې څو ټکي لرم:
۱) د ځمکې او اسمانونو خلقت نه زموږ موخه د ټولو کائناتو خلقت دی. ځمکه او اسمانو په خپله غېږه کې د شته کائیناتو ذره-ذره نغاړي. نو دلته موږ د ټولو کائناتو د لنډ ذکر کولو لپاره ځمکه او اسمانونه استمالوو .په ساینس کې هم همداسې تکلاره ده، په دې توپیر چې کله دوئ ووایي چې Heaven and Earth موږ پوهېږو چې مطلب یې ټول کائینات دي. یانې اسمانونه پورته خوا (زموږ پر سر خوا) او ځمکه زموږ د ژوند مېنه، ځکه خو ټول کائینات ترې مراد شول. قران کې هم ویل شوي چې الله پاک اسمانونه او ځمکه په شپږ پړاوونو کې پیدا کړل. دلته ترې مراد ټول کائنات شول، یانې الله پاک ټول کائینات په همدومره مهال کې هست کړي دي. که ته پوښتنه کوې چې له کوم ځای نه موږ وپوهېدلو چې مراد ترې ټول کائنات شول، نو ځواب ساده دی:
قران کې ډېری مسلې زموږ په عامیانه دود تشریح شوې دي، مثلا وایي چې لمر ولوېد. سره له دې چې ساینس ثابته کړې چې لمر نه لوېږي، خو قران زموږ د پوهاوي لپاره خبره کړې ده او بل دا چې همدا پېښه یې د لیدونکې له فکر نه بیان کړې ده. په ورته توکه، د تاریخ په اوږدو کې بیا تر نن پورې د ټولو کلتورونو او ځمکو خلک د کائیناتو مجموعې ته ځمکه او اسمان/اسمانونه وایي. نو قران زموږ د پوهاوي او درک لپاره نازل شوی دی، همدا زموږ د درک لاره ده، او همدا د قران طریقه ده. خو قران ځانکړتیا دا ورکړې ده چې د اسمانونو شمېر یې اووه او د ځمکو هم همدومره دی. اوس زموږ سره دومره علم نشته چې اووه اسمانونه وشمېرلی شو. داچې ولي؟ په لنډه توکه به دومره ووایم چې د کائیناتو له پنځه نوي سلنه زیاته برخه تیاره ده، هلته څېړنه ممکنه نه ده. موږ یواځې په دې پاتې بنځه سلنه برخه کې څېړنې کوو او بس. ته فکر وکړه چې ساینس به څنکه اسمانونه وشي شمېرلی؟
ښه اوس چې یواځې د ځمکې پیدایښت ، ورځې څه چې لکونه، او میلونونو کلونو نه زیات مهال یې نیولی دی، څنکه به کائنات شبږ ورځې کې پیدا شوي وي. دا پوښتنه دهریان کوي او موږ سکوت نه شو اختیارولی، په ځانکړې توکه هله چې قران په زغرده ویلي دي چې سماوي ورځ ستاسې ورځ نه ده او ساینس هم ثابته کړې ده. ما همدې ټکي ته اشاره کړې ده، په دې کې هیڅ راز خرابي نشته، بلکې پرې غور کول او په یاد کې ساتل یې د وخت لویه غوښتنه ده.
۲) ځمکې په اړه به اړتیا نه وي چې توضیح درکړم، ځمکپېژندنه لویه پوهنه ده، جیولوژي هم همدارنکه، لرغونپېژندنه هم همدارنکه او .... په یو پراکراف کې به زه څه درته ووایم. دا محض فلسفي خبرې نه دي چې په فکر او منطق یې سره وپېیو بلکې تجربي او حسي مشاهدې او حقیقتونه دي.
فکر کوم دریمه پوښتنه به هم حل شوې وي.

درنښت

[/color:5fd3844033]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more