د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ظفر ټاون د سیمې خلکو د ترورستانو د شر نه نجات وموند

میرویس
31.10.2013

اسلام علیکم
لکه څنګه چې وړمه هفته کریسچن ساینس مانیټردځاي خلکو په حوله په رپوټ کې وویل چې د سیمی پښتانه بې پیلوټه اوتکې د ترورستانو نه دځان د ژغورنې ډیره مؤثره وسیله ګڼي، نن بیا د بې پیلوټه الوتکو په ګذارونو کې د شمالي وزیرستان د میران شاه دظفر ټاون خلک ددریو تیرروستان د شرنه خلاص کړل.

د مشال رادیو په خپل رپوټ کې د ځایي استخباراتي مقاماتو په
حواله ویلي چې دبې پیلوته الوتکو په حمله کې درئ تنه مشکوک جګړه ماران وژل شويدي.
====
حمله ظفرټاون کې په يو کور شوې ده چې درې کسان پکې ژوبل شوي هم دي

31.10.2013
پيښور-دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې تيره شپه دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون څخه ترسره شوي بريد کې لږ ترلږه درې شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

داستخباراتي چارواکو ترمخه دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه دشمالي وزيرستان دمرکزي سيمې ميرانشاه په ظفر ټاؤن سيمه کې دډرون څخه په يو کور دوه ميزائيلونه داغل شوي دي.

Re: د ظفر ټاون د سیمې خلکو د ترورستانو د شر نه نجات وموند

pattang
31.10.2013

هو برېتورو خلقيان ،دالري ملايان او دفاسد رژيم کار کونکې به
پر دې تروريستي عمل چې په پښتونخوا کې یې کړی او کوي یې
خوشاليږي خو پپښتانه وایې وارله غوولي پاته کېږي !
ظلم او ترور ظلم او ترور زېږوي خوو عدالت او حق سوله
اوسوکالي ! اوس نو دصليبيانو ، جنګي جنايتکرانوو برېتورو
خلقيانو خوښه چې کوم پلو يې غواړي !

دازادي لپاره مونږ هر مرګ منو او ازادي نه پرېږدو !

[quote:86a9b82f91="میرویس"]اسلام علیکم
لکه څنګه چې وړمه هفته کریسچن ساینس مانیټردځاي خلکو په حوله په رپوټ کې وویل چې د سیمی پښتانه بې پیلوټه اوتکې د ترورستانو نه دځان د ژغورنې ډیره مؤثره وسیله ګڼي، نن بیا د بې پیلوټه الوتکو په ګذارونو کې د شمالي وزیرستان د میران شاه دظفر ټاون خلک ددریو تیرروستان د شرنه خلاص کړل.

د مشال رادیو په خپل رپوټ کې د ځایي استخباراتي مقاماتو په
حواله ویلي چې دبې پیلوته الوتکو په حمله کې درئ تنه مشکوک جګړه ماران وژل شويدي.
====
حمله ظفرټاون کې په يو کور شوې ده چې درې کسان پکې ژوبل شوي هم دي

31.10.2013
پيښور-دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې تيره شپه دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون څخه ترسره شوي بريد کې لږ ترلږه درې شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

داستخباراتي چارواکو ترمخه دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه دشمالي وزيرستان دمرکزي سيمې ميرانشاه په ظفر ټاؤن سيمه کې دډرون څخه په يو کور دوه ميزائيلونه داغل شوي دي.[/quote:86a9b82f91]

طیب زابلی *
01.11.2013

دالاندی راپور بی بی سی پښتو خپور کړی
تاسو داوګورئ اوبیا دمیرویس صیب قضاوت وګورئ چی
ده کړی ،میرویس صیب لیکی چی د ظفر ټاون د سیمې خلکو(په دې برید سره چی پرخالی کور شوی ) د ترورستانو د شر نه نجات وموند،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شمالي وزيرستان کې ډرون پر خالي کور بريد کړی

د خپريدو وخت: 09:26 گرینویچ - پنجشنبه 31 اکتوبر 2013 - 09 لړم 1392

د پاکستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان ځايي چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په شپه د امريکا بې پيلوټه الوتکې په ميرانشا کې په خالي کور بريد کړی دی.

تر دې وړاندې حکومتي سرچينو ويلي وو، چې په شمالي وزيرستان کې پر يوه کور د ډرون په يوه بريد کې لږترلږه درې کسه وژل شوي دي.
حکومتي سرچينې وايي دغه بريد د ميرانشاه له مرکزي بازار سره په خوا کې پر يوه کور شوی او بې پيلوټه/ ډرون الوتکې پرې دوه توغندي توغولي.

د بې پيلوټه دغه بريد امريکا ته د پاکستان د لومړی وزير نواز شريف له سفره ټيک يوه اوونۍ وروسته ترسره کېږي.

ښاغلي شريف په دغه سفر کې د امريکا له ولسمشر بارک اوباما نه وغوښتل، چې په پاکستان کې دې د ډرون حملې بندې کړي.

تر دې وړاندې د سپتمبر پر ۳۰مه په ميرانشا کې يوه ډرون بريد دوه کسه ووژل.

نژدې دوه اوونۍ وړاندې د بشري حقونو دوو نړیوالو سازمانونو په پاکستان او يمن کې د ډرون بريدونه وغندل.

د دوی په ګډ راپور کې راغلي و، چې په دغو بريدونو کې زيات ولسي وګړی وژل کېږي او يا هم ټپيان کېږي.

د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو کې بيا بيا د ډرون بريدونو مخالفت کړی او دريځ يې دا دی چې دا وړ بريدونه د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا خلاف دي.

اسلام اباد وايي د دې پر ځای چې ډرون بريدونه په پاکستان او سيمه کې ترهګري له منځه يوسي، برعکس لا يې پياوړې کوي.

د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د پاکستان په قبايلي علاقو کې له ۲۰۰۸ نه ۲۰۱۳ کاله ټولټال ۳۱۷ بريدونه شوي دي.

وزارت وايي په دغو بريدونو کې ۲۲۲۷ کسه وژل شوي چې ۲۱۶۰ يې تندلاري او ۶۷ يې ولسي وګړي دي.

خو د بښنې د نړيوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډ راپور کې ویل شوي و، چې په دغو بريدونو کې له ۴۰۰ زيات ملکيان وژل شوي دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له دې راپورڅخه څو خبری معلومی شوی:

۱ـ دډرون بریدونه پراټکل کیږی،یعنی برید کونکو ته دا نه معلومیږی چی په دې کور کی څوک شته او که نه ؟ که شته بیا دانه ورته معلومیږی چی څوک دی؟
بس هسی پراټکل حمله کوی، نوځکه زیاتره وختونه ملکیان پکی شهیدانیږی،

۲- کومی تبلیغاتی رسنۍ لکه ډیوه،مشال اوداسی نور...داچی کله ډرون حمله وشی نو دوئ بې له تحقیقه اوڅیړنی پراټکل ددرواغو راپورونه خپروی،

۳- کوم کسان چی دډرون لپاره کمپاین کوی دوئ هم پرته له دی چی حقیقت ځانته معلوم کړی یایی بیان کړی ددې تبلیغاتی اوآټکلی رسنیو راپورونه په پټو سترګو نشروی اوخپل کمپاین پرمخ وړی،

نوباید په داسی راپورونو څوک خطا نشی او نه یی حقیقت وګڼی،

pattang
01.11.2013

وروره څوک چې دپښتانه او مسلمان په وژنه د صليبيانو له خوا
خوشاليږي هغه يا برېتور خلقيان دي يا خادستان او يا دنظار دشورا
ډله ده دا فاسقين دامريکايې دالرو پر باج خپل ننګ ناموس خرڅوي
او هر جنايت او بې ناموسي کوي !
نجيب ګاو په قران هيڅ عقيده نلرله خو عامو خلقو ته به یې خبرې
په قران او حديث کولې !
مېرويس هم د پرچم او خلق په لار روان او شاګرد یې دی !

میرویس
06.11.2013

آلسلام علیکم
پتنګه بیادې دخپل عادت له مخې ګلاب شیندلي دي، او پدې ترتیب دې غوښتي چې د مسئلې حقانیت جوټه کړې.
وګوره چې د زبیر محسود په خبره چې د وزیرستان ولس بې پیلوټه الوتکې د ابابیلو سره مقایسه کوي، او د ترورستانو نه ېې د ځان د نجات تر ټولو بهتره وسله بولي، د اځلې یې د پاکستاني طالبانو مشرحکیم الله محسود ګسه کړ.

هغه متل دئ چې: خلک، د مینځې مات سر ویني، خو د بي بي زخمی زړه نه ویني. تاسې به د حکیم الله محسود د ویر په تبۍ ناست یاستئ، رینګا او سونګټ به وهئ، خو د قصه خوانۍ د بازار په قربانیانو، په کلیسا باندې د حملې اوپه لسګونو دغسې نوروحملو کې د وژل شوو، معیوب، یتیم، یسرو او کنډ شوو مسلمانانو په حال هم زړه سوئ لرئ که نه؟
تاسې پوهیږئ چې حکیم الله محسود څومره قتلونه کړي او بیا یې د اسلام د دین په پاکه سبینه لمن باندې ددې قتلونه د ارتکاب د تهمت تور داغ لګولئ دئ؟
متل دئ: چې بد کرزي، بد به پرزي.

م . ق
06.11.2013

[quote:4d75346dad="میرویس"]آلسلام علیکم
پتنګه بیادې دخپل عادت له مخې ګلاب شیندلي دي، او پدې ترتیب دې غوښتي چې د مسئلې حقانیت جوټه کړې.
وګوره چې د زبیر محسود په خبره چې د وزیرستان ولس بې پیلوټه الوتکې د ابابیلو سره مقایسه کوي، او د ترورستانو نه ېې د ځان د نجات تر ټولو بهتره وسله بولي، د اځلې یې د پاکستاني طالبانو مشرحکیم الله محسود ګسه کړ.

هغه متل دئ چې: خلک، د مینځې مات سر ویني، خو د بي بي زخمی زړه نه ویني. تاسې به د حکیم الله محسود د ویر په تبۍ ناست یاستئ، رینګا او سونګټ به وهئ، خو د قصه خوانۍ د بازار په قربانیانو، په کلیسا باندې د حملې اوپه لسګونو دغسې نوروحملو کې د وژل شوو، معیوب، یتیم، یسرو او کنډ شوو مسلمانانو په حال هم زړه سوئ لرئ که نه؟
تاسې پوهیږئ چې حکیم الله محسود څومره قتلونه کړي او بیا یې د اسلام د دین په پاکه سبینه لمن باندې ددې قتلونه د ارتکاب د تهمت تور داغ لګولئ دئ؟
متل دئ: چې بد کرزي، بد به پرزي.[/quote:4d75346dad]

میرویس خانه هغه قتلونه خپله ايي ایس ايي ISI کوي، د پښتنو په وژنو د پنجابیانو چرت نه دی خراب، هغوي د پښتنو پرمختګ، سیاسي او علمي وده نه غواړي خو یو شي باندې زه نه پوهیږم چې قبایلي سیمو کې د مکتبونو ورانول او د زده کوونکو وژل هم ISI کوي او که پاکستاني طالبان او یا د امریکایانو اجنټان، خو که پاکستاني طالبان یې مسؤلیت اخلي نو بیا هغوي هم د ISI سره په کومک او همکارۍ کې ښکیل دي. د ملالې یوسفزۍ واقعې ته هم حیران یم چې دا کار د طالبانو وو او که د امریکایانو، ځکه چې طالبانو امریکایانو ته هغه توپ پاس کړو چې امریکایانو پرې ګول ووهلو.

میرویس
07.11.2013

محترم م.ق، السلام علیکم
ورور جانه کله چې موږ یوه مسئله څیړو، نو سوابق یې راپلټو او په اصلي محک یې غور کوو. موږ د طالبانو کړه وړه د هغوی د عقایدو، افراطیت، تنګ نظرۍ، د اسلام دین ته دهغوی د تعصب له دوربین نه کتل، د ښځو د تعلیم او کورنه بهر د کارکولو سره د هغوی مخالفت، د متداولو ساینسي علومو سره د هغوی دښمني په نظر کې نیسو او بیا ګورو چې پاکستاني طالبانو په تیرو څو کلونو کې پنځه سوه ښونځي يه پښتونخوا کې دهمدغو خپلو تنګ نظرۍیو پر بنا سیزلي دي. په ملاله یې د حملې مسئولست منلئ او وړمه هفته یې وویل چې که یې لار پرې برشي بیا حمله ورباندې کوي او وژني یې.

په کلیسا یې حمله منلې او په ګڼ شمیر نورو قتلونو یې اعترافونه کړیدي. دوی دغه راز خود کشې حملې کړې، په عامه ځایونو کې یې ډول ډول چاودنې کړې او بې ګناه مسلمانان یې قتل کړیدي.

دغه د طالبانو افراطي جګړه مار طرفداران چې طالبان دالله جل جلاله د دساتیر برخلاف جنګ ته هڅوي او دوی د خیر په غوندئ ورته ناست دي سیل یې کوي، آیا دوی د طالبانو لخوا د عام ولس قتلونه رد کړیدي؟ دوی ولې طالبان د جګړه مارۍ پر عوض صلحې او سلم ته نه تشیق کوي؟

عام ولس چې د طالبانو د مظالمو، خارجي جګړه مارانو او القاعدې د ترورستانو نه تر پزې راغلئ، د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ملاتړ کوي او د خپل نجات دپاره د ابابیلو لقب ځکه ورکوي، چې همدغه یوازنۍ وسیله ده چې هغوی د ظالمانو د شر نه خلاصوي. آیا تاسې پدې څو تیرو کلو کې اوریدلي دي، چې څوک دې د دغو قاتلانو په ټکولو پسې وتلې وی چې د عام ولس د ستوني نه د هغوی په وینو ککړې منګولې وباسي؟
عام ولس د بې پیلوټه الوتکو د ګذارونو ګټه څکلې ده. کله چې ددې الوتکو د ویرې اجنبي قاتلا تښتیدې او یا یې په حملو کې له منځه تللې دي،ولس د آرامۍ سا کاږلې او همدا علت دئ چې ولس یې ملاتړ کوي.
آلله مو مل.

م . ق
09.11.2013

[quote:4835a792cf="میرویس"]محترم م.ق، السلام علیکم

آلله مو مل.[/quote:4835a792cf]
په افغانستان کې د داود خان له وخته تراوسه ټول جنګونه او جنایتونه د امریکا له وجې شوي دي، د هرڅه لامل امریکا ده! او تر داود خان مخکې د امریکا پلار انګلیس وو چې افغانستان ورڅخه په ارام نه وو! همدا امریکا ده چې ټولې نړۍ ته یې اور اچولی او د یهودو د لویو استعماري او استثماري موخو لپاره غواړي ټوله اسلامي نړۍ په اور وسیزي! له بده مرغه ټول عربان، اسلامي ډلې ټپلې او اسلامي ملکونه د امریکا او انګلیس لاسونو ته لویدلي دي.

م . ق
10.11.2013

میرویس صیب دا وګوره، دې خور تاته ځواب لیکلی دی:

حکیم الله محسود قربانی رازهای استخباراتی

برښنا
09.11.2013 15:20
هرچند مقامات پاکستانی با حمله هواپیماهای بی سرنشین آمریکایی در خاک خودشان مخالفت کرده اند اما در گذشته رهبران پاکستان توافق کرده بودند که حملات هواپیماهای بی سر نشین بر طالبان صورت بگیرد. در این حال، دولت افغانستان از این حملات جلوگیری می کند. دلیل واقعی این اقدام دولت افغانستان چیست؟ واکنش طالبان پاکستان پس از مرگ رهبرشان در مقابل آی. اس. آی چه خواهد بود؟

عبدالواحد طاقت در گفتگو با بازنگاه درباره حملاتی که علیه رهبران طالبان صورت می گیرد گفت: لبه تیز مبارزات اداره آی اس آی از بدو پیدایش علیه مردم افغانستان و دولت هند است. آی اس آی پاکستان توسط انگلیس به منظور اهداف استراتژیک ساخته شد تا یک نقطه سرطانی در منطقه باشد که تمام منطقه از این نقطه در نالش و تشنج باشد. معضله کشمیر بین هند و پاکستان از یک طرف، معضله خط دیورند بین پاکستان و افغانستان از طرف دیگر و اختلافات پاکستان و بلوچستان هم از سویی دیگر باعث شده است که در این منطقه تشنج باشد و از این بی ثباتی ها تنها استعمار استفاده می کند.

این آگاه امور نظامی افزود: پاکستان در جنجال های طالبی و جهادی تخته خیز خوبی برای ناتو بوده است. پاکستان از دوران جنگ سرد سرمایه بزرگی به دست آورد و کشوری اتمی شد. با ختم جنگ به نفع آی اس آی، ناتو به فکر آغاز جنگ اقتصادی جدیدی می شود که در این جنک پاکستان با ناتو متحد شد و از میادین مختلف حملاتی علیه افغانستان صورت گرفت. افغانستان هم می توانست بازی هایی را به راه اندازد که پاکستان در افغانستان داشته است. اما افغانستان به هیچ وجه راضی نشد که پاکستان در معضله باشد.

وی در ادامه بیان کرد: حکیم الله محسود کسی نبود که از دید پاکستان پنهان باشد. پاکستان می توانست حکیم الله محسود را مدت ها قبل بکشد اما او معطل به همین روز بود. در این دوازده سال بیش از صد میلیارد دالر به پاکستان برای تقویت القاعده و تروریزم داده شده است. کشتن حکیم الله محسود به دست آمریکا و به نشانی آی اس آی از قبل طراحی شده بود. حکیم الله محسود رازهای زیاد استخباراتی را داشت. زمانی که حکیم الله محسود می خواهد با آی. اس. آی مذاکراتی داشته باشد و قدمی به طرف صلح بگذارد، آی. اس. آی می ترسید که مبادا آن رازها افشا شوند و به افراد و اشخاص ملکی برسند که وابسته به احزاب دیگری هستند.

عبدالواحد طاقت همچنین در پایان اظهار داشت: واکنش طالبان پاکستان مانند زمانی خواهد بود که بیت الله محسود کشته شد. همواره بازی های استخباراتی بین کشورها وجود داشته است. اگر جنگ های پاکستان به خاطر اسلام است پس چرا این جنگ ها تک تک است؟ چون جنگ های موجود در پاکستان پلان شده از طرف آی. اس. آی است. پالسی استعمارگران پنجابی ها در قبال پشتو و بلوچ نسل کشی پشتو است. آیا وقت آن نرسیده است که پشتو و بلوچ با هم متحد شوند و ما از داعیه بر حق و پشتو و بلوچ دفاع کنیم؟
فردای روزی که افغانستان پیمان استراتژیک امضا کرد افغانستان گفت: اگر جنگ بین هندوستان و افغانستان باشد ما از پاکستان طرفداری می کنیم. متاسفانه دولت افغانستان سیاست خارجی و تعریفی از مخالفین و دوست و دشمن ندارد.

برادر میرویس، حالا فهمیدید که طالبان پاکستاني هم چیزی بجزء اجنتهاي ورزیده ی پنجاب،انګلیس وامریکا نیست!

میرویس
13.11.2013

محترم م.ق، السلام علیکم
دې خور برښنا او تاسې دواړو ته احترامونه وړاندې کوم.
دې خور د عبدالواحد طاقت نظر موږ ته را نقل کړیدئ. طاقت صاحب حق لري چې تحلیل وکړي، او خپل نظریات خپاره کړي، او تاسې حق لرئ چې په دریم لاس هغه بیابیا نشر ته وسپارئ.
د طاقت صاحب تحلیل زموږ دبحث سره چې ، ولسونه د ترورستانو نو نه تر پزې راغلي، او دهغوی په مقابل کې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ملاتړ کوي، کومه نګینده یا بخۍ نه وینم.
دا خاموشې پرګنې چې د طالبانو او خارجي یرغلګرو ترورستانو د نفو‌ذ په علاقو کې ژوند کوي، ددغو بدعتیانو د ویرې چیرې هم آزاد نشي غږیدلې، خو کله ناکله چې پوښتنه ترې وشې، نو بیا دزړه حال ورته وایي چې، د ژوند ټولې ساحې پر هغوی تنګې شویدي، او بې پیلوټه الوتکې یې په ګټه دي.
په الله دې سپارم.

pattang
13.11.2013

څوک چې جنګ نغواړي هغوی صليبان هم نه غواړي چې دجنګ علت
دي ، خوزمونږ ميرويس جنګ نغواړي او صليبيان غواړي تر څو چې
خپل صليبي خيرات په مړه ګېډه هزم کړي !

[quote:7c51017e79="میرویس"]محترم م.ق، السلام علیکم
دې خور برښنا او تاسې دواړو ته احترامونه وړاندې کوم.
دې خور د عبدالواحد طاقت نظر موږ ته را نقل کړیدئ. طاقت صاحب حق لري چې تحلیل وکړي، او خپل نظریات خپاره کړي، او تاسې حق لرئ چې په دریم لاس هغه بیابیا نشر ته وسپارئ.
د طاقت صاحب تحلیل زموږ دبحث سره چې ، ولسونه د ترورستانو نو نه تر پزې راغلي، او دهغوی په مقابل کې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ملاتړ کوي، کومه نګینده یا بخۍ نه وینم.
دا خاموشې پرګنې چې د طالبانو او خارجي یرغلګرو ترورستانو د نفو‌ذ په علاقو کې ژوند کوي، ددغو بدعتیانو د ویرې چیرې هم آزاد نشي غږیدلې، خو کله ناکله چې پوښتنه ترې وشې، نو بیا دزړه حال ورته وایي چې، د ژوند ټولې ساحې پر هغوی تنګې شویدي، او بې پیلوټه الوتکې یې په ګټه دي.
په الله دې سپارم.[/quote:7c51017e79]

م . ق
17.11.2013

ښاغلي میرویس صاحب، سلامونو ته دې وعلیکم السلام،
وروره زه ستا منطق ته حیران یم، پداسې حال کې چې ته ښه پوهیږي چې دا ټولې استخباراتي لوبې دي، خداي عقل او فهم درکړی او پدې پوه یې چې هیڅ یوه ډله بغیر له خارجي او مظبوط استخباراتي ملاتړ څخه د یوې ورځې لپاره هم نشي پاتې کیدلاي، طالبانو پسې ستا خبرې بې ځایه او بې فایدې دي، طالبان څوک دي او څوک وو چې دومره لویه او منظمه پروسه به په مخ یوسي، هغوي خوارانو ته ګوره او دومره لوي جنګ پر مخ وړلو ته ګوره!زه پخپله طالب یم او ماته د یو طالب او ملا ژوند معلوم دی، طالب او ملا خوارکی د وظیفې، جومات، مدرسې، تدریس او امامت پرته بل څه لري او هغه هم د همدغې خوارمسلمان ولس پر مټ، د خداي مرسته بې له شکه چې د مومنانو سره وي خو د هغه استخبارتي شبکو سره نه وي چې شیطاني پلانونه عملي کوي، مسلمانان په ډلو ویشي او د کفارو پرځاي یې په خپل مینځ کې سره جنګوي.
نو وروره ددې پرځاي چې دا ساده طالبان خواران وغندې ولې هغوي نه غندې چې لومړی پدې خوارانو ساده ګانو نور مسلمانان ووژني او ورپسې بیا دوي هم څوک ووژل شي او څوک بندیان او عمر لپاره معذور شي، هم قاتل او هم مقتول! خداي مو له داسې مظلومیت وساته چې سره د مظلومیت او مقتولیت ظالم او قاتل هم یې! وګورئ دا کفار د شیطان په لمسون په مسلمانانو داسې لوبې کوي چې د خداي په نزد هم بیا بري کیداي نشي! هندو ستړی او خداي ناراضه - ټول عمر جهاد ددې لپاره وکړه چې ګواګې خداي به رضا شي، کور او کلی پریښی، بچي یتیمان او ښځې کونډې، خپلوان ټول په ویر او ماتم اخته! او ته ببرسری د خداي په نزد هم مجرم او قاتل! ځکه د کفارو لپاره دې مسلمانان وژلي، ذلیل او خوار کړي!
نو د خوارو، ضعیفو، او ساده طالبانو په حال ترحم پکار دی ځکه چې نه یې دین وګټو او نه یې دنیا- خوار دلته هم خوار او په هندوستان هم خوار! نه د دین شو او نه د سادین شو، افسوس پرداسې حال: خسر الدنیا والاخرة ذالک هوالخسران المبین.
نو اڼدیواله، دې خوارانو څخه څه غواړې، دوي خو خپل ځان او ایمان هم په واک کې نه لري، لکه په جوارۍ کې چې چا هرڅه بایللي وي، ولې هغه شیطاني مداریان نه ټکوې چې زمونږ دې ساده ګانو پسې دې راخیستې ده! ددې په ځاي چې ویې رټې؛ ولې ورته نصیحت نه کوې؛ چې ګورئ زما ګرانو طالبانو، د علم او جهاد د طلب سره سره د عقل طلب هم کوئ، پدې خو پوهیږئ چې مسلمان باید د کفارو د دسیسو او پلانونو په مقابل کې هوښیار وسي؛ ددې کفارو مخامخ پر مونږ زور نه رسي، نو شیطان چې څنګه د مکې مشرکانو ته چلونه ښوول، دوي ته یې هم ښايي - او هغه چل دادی چې د اسلام مشر، سرلاری، رهبر ملا او طالب دی، نو راشه د طالب او ملا په لاس اسلام سپک کړه! راشه د طالب او ملا په لاس مسلمان ووژنه ـ طالب او ملا نړۍ ته وحشي، خشن، او درنده معرفي کړه ـ د طالب په لاس جومات وران کړه، لمونځ کوونکي ووژنه! د برقعې او ږیرې سپکاوی وکړه! قرآن مجید وسوځوه او سپک یې کړه! پټکی، څادر او لونګۍ بدنامه کړه! جرګې او مرکې بدنامې کړه! په میډیا کې د اسلامي شعایرو او مقدساتو دومره سپکاوی وکړه چې نور دا یو عادي کار ښکاره شي، او هر کس ددې سپکاوي کولو جراءت وکړي، ترڅو د اسلام او اسلامي شعایرو هیڅ تقدس او درنښت پاتې نشي - د اسلام څخه مسلمانان منحرف شي، طالب او ملا څخه متنفر شي او د عیسویت او غربي کلتور خپلولو کې هیڅ باک او حرج ونه ویني بلکه تمدن او پرمختګ یې وبولي، او په خوښۍ سره یې خپل کړي.
ګورئ، ستاسو لوي دښمن شیطان غافل نه دی، هغه په کفارو او مسلمانانو دواړو کې دومره کار کړی چې اسلام خلک نور یو عیب او شرم ګڼي! غربي کلچر او بې حیايي یو افتخار، ترقي او تمدن بولي.
مسلمانانو! ایا تاسو د شیطان او شیطاني لښکرو د دومره دسیسو او مکرونو په مقابل کې تیار او عیار یاست؟؟؟؟؟ لطفا د خپل ضمیر څخه وپوښتئ!!!

ومکروا ومکرالله والله خیرالماکرین.

میرویس
25.11.2013

م.ق. صاحب، اسلام علیکم
مخکې لدې چې ستاسې سره بحث ته دوام ورکړم، اجازه راکړئ، طیب زابلي صاحب ته چې دیره موده کیږي نه یم ورسر مخامخ شوئ، یو څو ټکي جوت کړم. زابلیه وروره، السلام علیکم، رانه آزرده کیږه مه، کامل معقول انسان یې، خو قصدآً د حسن چپ په کوڅه ځې.
ستاسې دا خبره چې چا د ظفر ټان د حملې په برخه کې څه ویلي او یا یې نه دي ویلي، دا دومره مهمه نده، بلکه ټولې مسئلئ ته د کل په توګه کتل مهم دي.

دپاکستان حکومت څه موده مخکې رپوټ خپور کړ چې تر کال ۲۰۱۲ پورې فقط ۶۷ تنه ملکې کسان د بې پیلوټه الوتوکو په بمباریو کې وژل شوی، او د کال ۲۰۱۲ راهیسي هیڅ ولسي خلک ندي پکې وژل شوي.

پاکستاني ځیړونکي پرویز هوډ بهایي [اوپن دموکراسي ویب پاڼې] ته ویلي وو چې بي پیلوټه الوتکو د القاعدې د سر سړي له منځه وړي. هغه وایي چې د پاکستان په مدرسو کې روزل شوي ځان مرګي چې هره ورځ خلک وژني، ولي څوک اعتراض نه ورباندې کوي.

د پاکستان پښتنه ځیړنکاره فرحت تاج وايې چې ځایې خلک غواړي چې پوځ د ترورستانو د له منځه وړلو د پاره د هغوی سیموته ورشي، خو دبي پیلوټه اولوتکو عملیاتو ته ترجیح ورکوي.
زبیر محسود چې په پي پیلوټه الوتکو یې لیکنې کړیدي، او د وزیرستان دئ، وایي چې ترورستانو ددې خاورې په ارضي تمامیت تیرئ کړیدئ. هغه وایې خپل کورته چې د څه مودې وروسته ورستنون شو پنجاپي طالب یې په دروازه کې ولاړ ؤ او د کور د ننه يې عرب القاعده ناست ؤ. هغه وايي د وزیرستان خلک چې د بی پیلوته الوتکو د برکت په وجه د ترورستانو نه نجات پیدا کوي، دا الوتکې ابابیلې بولي.

ددفاعي چارو کارپوه ډګروال محمود شاه او سیاسي کارپوه مسعود سعد دواړه وايي چې که بې پیلوټه الوتکې نه وي، طالبان به لدې څو چتده زیات زړور شي او ډیرې حملې به وکړي اونور بې شمیره بې ګناه انسنان به ووژني.
طیب حاحب، د الله په حفظ دې غواړم.

م . ق
25.11.2013

که د دولت حامي يې نو د خپل ولسمشر خبره دې ومنه چې وايي زه پدې مطلق پوهیږم چې سوله او امنیت د امریکې په لاس کې دی.

طالبان او القاعده د امریکايي حمایت پرته هیڅ شی هم نه دي او نه وو! غوږونه خلاص کړه! اسلامي ډلې ټپلې او اسلامي ملکونه ټول د امریکا او انګلیس لخوا حمایه کیږي.

که یو خوا نه ابابیل دي نو دا بل هم د ابرهه لښکر دی چې کعبه ورانوي! او ابرهه دې همدا امریکا ده!

میرویس
26.11.2013

ویاړلیه م.ق.، السلام علیکم
ورورجانه زه نه دې کابل د حکومت ملاتړ کوم، او نه هم د کومې بلې ډلې ټپلې، او نه کوم جهت لرم. زه ښه ته ښه او بد ته بد وایم. هغه څه لټوم چې د ملک او ولس د اوږدې مودې خير ښیګڼه پکې وي.

دا چې تاسې وایاست، [طالبان او القاعده د امریکا د حمایې پرته هیڅ شئ ندي او نه وو]، دا زما او تاسې د ژوند د لنډ تاریخ دحادثاتو اوحقایقو سره نقاضت نلري؟
آیا دا طالبان نه وو چې القاعدې ته یې سر ټيټ کړ، د القاعدې دمالی، دیني، عقیدوي، ترورستي او بدعتي پالسیو پیروي یې وکړه؟ القاعدې طالبان دوکه کړل، او د ټول افغان ولس سره یې خیانت وکړ، زموږ ملک یې په ترورستي ځاله بدل کړ، زموږ د ملک نه یې بهر ګذارونه وکړل، او ځلویښت ملکونه یې مجبورکړل چې د ملګرو ملتونو د فیصلې پربنا د القاعدې او طالبانو د تروریزم د ختمولو دپآره افغانستان ته راشي.
القاعدې او طالبانو زموږ د ملک نه د تروریزم سره د بین المللی ټولنې دجګړی میدان جوړ کړ، چې بی بيلوټه الوتکې د همدې قواوو یو جز دئ، او د ترورستان په شړلو او له مخڅه وړلو کې مؤثرې ثابتې شوي، او نن سبا یې د وزیرسرستان پښتانه ملاتړ کوي.
آیا تاسې دغه تاریخي حقایق نادیده ګڼئ؟
په درناوی.

م . ق
26.11.2013

[quote:a2c4cb36b8="میرویس"]ویاړلیه م.ق.، السلام علیکم

دا چې تاسې وایاست، [طالبان او القاعده د امریکا د حمایې پرته هیڅ شئ ندي او نه وو]، دا زما او تاسې د ژوند د لنډ تاریخ دحادثاتو اوحقایقو سره نقاضت نلري؟[/quote:a2c4cb36b8]
وعلیکم السلام، لومړی خو دا د نقاضت ټکی ما لا په عربي قاموس او عربي ژبه کې نه دی لیدلی، ښايي مراد دې تناقض وي.
جواب: نه! تناقض نه بلکه عین توافق لري، که څوک سترګې وغړوي هرڅه ورته صفا ښکاري، خو چې څوک نه غواړي حق ته تسلیم شي نو هغه سره بغیر له زوره بل څه کولاي شو؟
[quote:a2c4cb36b8="میرویس"]آیا دا طالبان نه وو چې القاعدې ته یې سر ټيټ کړ، د القاعدې دمالی، دیني، عقیدوي، ترورستي او بدعتي پالسیو پیروي یې وکړه؟ [/quote:a2c4cb36b8]
ولې نه همداسې وه، خو چاره نه وه ځکه د امریکا، انګلیس، پاکستان او سعودي پلان همداسې وو او دوي مجبور وو چې د خپلو بادارانو له پلانونو څخه پیروي وکړي.

[quote:a2c4cb36b8="میرویس"]القاعدې طالبان دوکه کړل، او د ټول افغان ولس سره یې خیانت وکړ، زموږ ملک یې په ترورستي ځاله بدل کړ، زموږ د ملک نه یې بهر ګذارونه وکړل، او ځلویښت ملکونه یې مجبورکړل چې د ملګرو ملتونو د فیصلې پربنا د القاعدې او طالبانو د تروریزم د ختمولو دپآره افغانستان ته راشي.
القاعدې او طالبانو زموږ د ملک نه د تروریزم سره د بین المللی ټولنې دجګړی میدان جوړ کړ، چې بی بيلوټه الوتکې د همدې قواوو یو جز دئ، او د ترورستان په شړلو او له مخڅه وړلو کې مؤثرې ثابتې شوي، او نن سبا یې د وزیرسرستان پښتانه ملاتړ کوي.
آیا تاسې دغه تاریخي حقایق نادیده ګڼئ؟
[/quote:a2c4cb36b8]
دا حقایق نه دي بلکه یوه ډرامه وه، حقایق دا دي چې په ورلډ ټریډ سنټر حمله د امریکې په خپل پلان شوې ده، پدې اړه تفصیلي خبرې په همدې فورم کې د عبدالرحمن الفت په لیکنه کې شته هغه وګوره کچیرته غواړې ځان پوه کړې!
څلویښت ملکونه امریکا مجبور کړل چې دوي سره ملګري شي، تاته د بش هغه لومړۍ وینا معلومه نه ده چې ویې وئیل: هر څوک دې خپل مصیر معلوم کړي چې زمونږ سره دي او که د تروریزم سره، دریمه لار نشته!
ملګري ملتونه د امریکا ملګري دي، هرڅه چې امریکا غواړي هغه کوي، ملګري ملتونه که واقعا د ټولو ملتونو ملګري واي نو په عراق، سوریه، لیبیا، او افغانستان به یې حمله نه کوله، په فلسطین به یې د اسرایلو واک نه منلو، د اسرایلو د ظلم مخه به یې نیولې وه! داسې نور ډیر مثالونه دي.

دوي د تروریزم د ختمولو لپاره نه بلکه د تروریزم د تقویه کولو لپاره راغلي وو ترڅو خپل دایمي حضور دلته یقیني کړي، او په سیمه کې خپلو شومو استعماري او استثماري موخو ته ځان ورسوي.

ته په دې خبرو ځان مه ناګاره کوه، ستا انکار هیڅ فایده نه لري، خلک اوس پدې خبرو نه غولیږي، دا دیارلس کلنې زړې خبرې دي،
داسې نوي دلایل او اسانید راوړاندې کړه چې زمونږ په علم کې اضافه وکړي، او زمونږ وخت پرې ضایع نشي، نورې خبرې بیا درته کوم، اوس مې لږ فشار درته جګ شو هسې نه بل څه درته ووایم.

میرویس
26.11.2013

قدرمنه، م.ق.، السلام علیکم

راځه چې مسائل سره بیل کړو. دلته له یوې نه زیاتي مسئلې مطرح شوي.
اول به پدې بحث وکړو چې د ۹/۱۱ پيښه د چا کار ؤ؟
تاسې وایاست چې [په ورلډ ټریډ سنټر حمله د امریکې په خپل پلان شوې ده].
تاسې لکه چې ندې اوریدلي چې پخپله آوسامه بن لادن، د هغه زوم، دهغه معاون ايمن الظواهرې، او په افغانستان کې د القاعدې د وخت مسؤول، تائید کړیدي چې د ۹/۱۱ حمله د القاعدې کار ؤ.
د بي پیلوټه الوتکو عملیات او د تیروریزم پر خلاف جګړه د طالبان د بې کفایتې او القاعدې د جهاني اشغال د خوبونو زیږنده دي. ترهغې چې طالبانو د القاعدې سره خپل روابط نه وي شلولي، او د وزیرستان ولس آرام شوی نه وی، دغه پښتانه به د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ددوام ملاتړ کوي.
م.ق، وروره د ویني فشار دې مه لوړوه، زما او ستا خبرې شخصي ندي، بلکه دواړه د ملک ښیګڼه غواړو.
په شخصې لحاظ او د لیکنو په لحاظ ستاسې ډیر احترام لرم، ځکه چې دین دې صاف ګورم.
په مولا دې سپارم.

م . ق
26.11.2013

[quote:c9165a3afe="میرویس"]قدرمنه، م.ق.، السلام علیکم

تاسې وایاست چې [په ورلډ ټریډ سنټر حمله د امریکې په خپل پلان شوې ده].
تاسې لکه چې ندې اوریدلي چې پخپله آوسامه بن لادن، د هغه زوم، دهغه معاون ايمن الظواهرې، او په افغانستان کې د القاعدې د وخت مسؤول، تائید کړیدي چې د ۹/۱۱ حمله د القاعدې کار ؤ.
د بي پیلوټه الوتکو عملیات او د تیروریزم پر خلاف جګړه د طالبان د بې کفایتې او القاعدې د جهاني اشغال د خوبونو زیږنده دي. ترهغې چې طالبانو د القاعدې سره خپل روابط نه وي شلولي، او د وزیرستان ولس آرام شوی نه وی، دغه پښتانه به د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ددوام ملاتړ کوي.
[/quote:c9165a3afe]
وعلیکم السلام
برنی دلیل دې کمزوری او د نه منلو دی، ځکه چې کله القاعده د امریکا پلانونه اجراء کوي نو بیا به خامخا د بادار په خوله ددې کار مسؤلیت هم په غاړه اخلي ددې لپاره چې د بادار دعوه یې غلطه ثابته نه شي، لکه په افغانستان کې هم امریکایان بعضې ناوړه کارونه خپله وکړي خو پړه یې پر طالبانو ومني، دا په استخباراتي جنایتونو کې یوه زړه لوبه ده چې کارول کیږي، ستا باقي خبرې د یو امریکايي ویاند دخبرو سره فرق نه لري، ځکه هغوي غواړي د دغې لوبې تزویر ناکام نشي او د عامو خلکو باور هسې جوړ شي څرنګه چې یې هغوي نړیوالې میډیا ته وړاندې کوي.
ستا دا لاندې خبرې هوبهو د امریکا د هغې پالیسۍ انعکاس دی چې امریکا غواړې دنیا پرې وغولوي:
[quote:c9165a3afe]
د بي پیلوټه الوتکو عملیات او د تیروریزم پر خلاف جګړه د طالبان د بې کفایتې او القاعدې د جهاني اشغال د خوبونو زیږنده دي. ترهغې چې طالبانو د القاعدې سره خپل روابط نه وي شلولي، او د وزیرستان ولس آرام شوی نه وی، دغه پښتانه به د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو ددوام ملاتړ کوي.[/quote:c9165a3afe]
دا څنګه تروریزم دی چې امریکا یې په دا دیارلس کالو کې نشي ختمولی؟ ځکه چې اصلا د تروریزم ختمول نه غواړي ځکه که تروریزم ختم شي نو بیا به د امریکا هغه استعماري او استثماري ګټې څنګه کیږي چې د جنګ د دوام پورې تړلې دي، بیا خو د امریکا د حضور او دایمي اډو لپاره جواز نه پیدا کیږي، تروریزم خو د امریکا جوړه کړې هغه جعلي بلا ده چې امریکا پرې خلک ویروي، چې کچیرې مونږ نه یو نو دغه بلا به تاسو وخوري، همدا وجه ده چې امریکا د طالبانو او القاعدې ختمول او د سولې راتلل نه غواړي، د همدې لپاره یې د طالبانو او القاعده وجود د خپل جنګ د دوام لپاره بهانه او دلیل نیولی.
نو ته هم هماغه شپیلۍ غږوې چې امریکا پکې پوکی وهي، خو دا هڅه دې ناکامه ده او هسې نامراد به پاته شې!

اتل
02.12.2013

م.ق. ورورجانه، السلام علیکم
زه به ستاسې او میرویس ورور، د شلومبو مچ شم، که خپه کیږئ نه!
دا ستاسې تعبیر د عامو افکارو سره چې د یوې ټولنې پوده تنسته جوړوي، اړخ نه لګوي.
دا نو هغسې کیسه شوه لکه چې وايي:
[دا څنګه یارد دئ، دایې څنګه مینه، چې هم مې ووژني پخپله
هم پر ما باندې، ژړا ګړي ، وژل هسې شیون هسې].
که مې د ناشناس پدې سندره کې غلطي کړې وي مخکې د مخه بخښنه غواړم، ځکه چې باور نلرم چې همداسې ده.

ورورجانه عام ولس، او سالم عقل دا نشي منلئ چې امریکا هم القاعده حمایه کوي او هم طالبان، او بیا یې ددواړو په مرګ پسې پښې لوڅې کړی وي.

زما په اند القاعده او طالبان یو معجون مرکب دي. د هغوی د یوې ډلې سترګې مذهبي جنون ړندې کړې دي، او بله ډله یې دمال، دولت او قدرت حرص او آذ لیونۍ کړیده. دوی خپلو مقاصدو ته د رسیدو دپاره هم د تورو قوتونو غلامی کوي، هم د الله د اوامرو نه سر غړونه کوي او هم یې د بې شمیره مسلمانانو په مرګ ژوبله ارږئ هم نه خوسا کیږي.

وایي دکورتو سزا جوش اوبه، ددغو ډلو سزا او دهغوی د شرنه د ولس خلاصون بې پیلوټه الوتکې او بس.
الله دې په عمر برکت کړه وروره.

pattang
02.12.2013

دا ستا خبرې خو تل يوې خواته منډې وهي ، لکه رشوتخور ملک چې

فيصله کوي ! نو چې دا حالت بد بولې ولې له طالب سره سوله
نکوې؟ هغوی خو سل ځله تکرار کړې چې امريکا لاړه سي نور به
جنګ ختميږي ! خو د صليبيانو له وتلو سره سم به فاسد رژيم ته
د دالرود ګوډي خوله هم بنديږي !

يو وخت کې د جمو جنګونه وو خلک به د ولجو لپاره تلل او لوټ به
کاوو کله چې دجمو جنګ ورک شه نو بيا ولجې او شوکې هم ورکې
شوې ! نو انډيواله هر څومره چې جنګ وي هلته دالر شته
ارامه اوسې زوی د لوی شه!

[quote:80336fc647="اتل"]م.ق. ورورجانه، السلام علیکم
زه به ستاسې او میرویس ورور، د شلومبو مچ شم، که خپه کیږئ نه!
دا ستاسې تعبیر د عامو افکارو سره چې د یوې ټولنې پوده تنسته جوړوي، اړخ نه لګوي.
دا نو هغسې کیسه شوه لکه چې وايي:
[دا څنګه یارد دئ، دایې څنګه مینه، چې هم مې ووژني پخپله
هم پر ما باندې، ژړا ګړي ، وژل هسې شیون هسې].
که مې د ناشناس پدې سندره کې غلطي کړې وي مخکې د مخه بخښنه غواړم، ځکه چې باور نلرم چې همداسې ده.

ورورجانه عام ولس، او سالم عقل دا نشي منلئ چې امریکا هم القاعده حمایه کوي او هم طالبان، او بیا یې ددواړو په مرګ پسې پښې لوڅې کړی وي.

زما په اند القاعده او طالبان یو معجون مرکب دي. د هغوی د یوې ډلې سترګې مذهبي جنون ړندې کړې دي، او بله ډله یې دمال، دولت او قدرت حرص او آذ لیونۍ کړیده. دوی خپلو مقاصدو ته د رسیدو دپاره هم د تورو قوتونو غلامی کوي، هم د الله د اوامرو نه سر غړونه کوي او هم یې د بې شمیره مسلمانانو په مرګ ژوبله ارږئ هم نه خوسا کیږي.

وایي دکورتو سزا جوش اوبه، ددغو ډلو سزا او دهغوی د شرنه د ولس خلاصون بې پیلوټه الوتکې او بس.
الله دې په عمر برکت کړه وروره.[/quote:80336fc647]

م . ق
03.12.2013

[quote:1538a37bce="اتل"]م.ق. ورورجانه، السلام علیکم
زه به ستاسې او میرویس ورور، د شلومبو مچ شم، که خپه کیږئ نه!
دا ستاسې تعبیر د عامو افکارو سره چې د یوې ټولنې پوده تنسته جوړوي، اړخ نه لګوي.
دا نو هغسې کیسه شوه لکه چې وايي:
[دا څنګه یارد دئ، دایې څنګه مینه، چې هم مې ووژني پخپله
هم پر ما باندې، ژړا ګړي ، وژل هسې شیون هسې].
که مې د ناشناس پدې سندره کې غلطي کړې وي مخکې د مخه بخښنه غواړم، ځکه چې باور نلرم چې همداسې ده.

ورورجانه عام ولس، او سالم عقل دا نشي منلئ چې امریکا هم القاعده حمایه کوي او هم طالبان، او بیا یې ددواړو په مرګ پسې پښې لوڅې کړی وي.

زما په اند القاعده او طالبان یو معجون مرکب دي. د هغوی د یوې ډلې سترګې مذهبي جنون ړندې کړې دي، او بله ډله یې دمال، دولت او قدرت حرص او آذ لیونۍ کړیده. دوی خپلو مقاصدو ته د رسیدو دپاره هم د تورو قوتونو غلامی کوي، هم د الله د اوامرو نه سر غړونه کوي او هم یې د بې شمیره مسلمانانو په مرګ ژوبله ارږئ هم نه خوسا کیږي.

وایي دکورتو سزا جوش اوبه، ددغو ډلو سزا او دهغوی د شرنه د ولس خلاصون بې پیلوټه الوتکې او بس.
الله دې په عمر برکت کړه وروره.[/quote:1538a37bce]
وعلیکم السلام د شړمبو مچ صیب،
هغه عقل دغه تعبیر نه مني چې د غرب او امریکا شرابو یې دماغ مخمور کړي وي او یا د سعودي او پاکستان مفت خور او خیرات خور وي د وطن په خاورو کې څوک وسیږی هغوي هرڅه د سر په سترګو ویني، دا کومه بعیده او د نه منلو خبره نه ده چې هم دې تمویلوي او هم دې وژني، اکثر اوقات استخباراتي ادارې خپل تجربه کاره پاخه جاسوسان هم وژني.
حتي د خپلو اوږودمهاله ګټو لپاره خپل خلک او فوځیان هم قرباني کوي لا پاتې د قربانۍ لپاره ساتل شوي پردي پسونه او ګډې بزې.

میرویس
03.12.2013

م.ق. صاحبه، السلام علیکم
ستاسې خبرې هسې خوشئ داوبو د سر ځګ دئ. یاخوبه د خپلو اوتو بوتو مؤثق اسناد وړاندې کوي، او یابه خپلې داخبرې چې د غرونو د سرونو د ګنډه کولو نه پرته بل ارزښت نلري، بیرته اخلې.

وروره ته د تخیل او اټګلونو په دنیا کې د شیخ چلي ماڼۍ جوړوې، بیا وایې چې خلک یې باید درسره ومني. ستاسې خبرې سفسته ده، نه بل څه. که په متداولو علومو عقیده لرې، نو باید اسناد وړاندې کړې، او که په اسلام عقیده لرې، نو با ید دغه لاندې خبرې ونې: اقرارُن باللسان، تصدیقُن بالقلب.[ تاسې لکه چې ندې اوریدلي چې پخپله آوسامه بن لادن، د هغه زوم، دهغه معاون ايمن الظواهرې، او په افغانستان کې د القاعدې د وخت مسؤول، تائید کړیدي چې د ۹/۱۱ حمله د القاعدې کار ؤ].
وروره، کوښښ وکړه چې طالبان پر دې قانع کړې چې د القاعدې نه لاس واخلې. د القاعدې ترورستان چې زموږ د وطن نه ورک شي، بې پیلوټه الوتکې به هم ورکې شي.
د الله ددربار نه بصیرت او راستکاري درته غواړم.
مسائل د هغو پرخپل نفسیاتي ذات وڅیړه، نه د حب علي او بغض معاویه پر انګیزه.
الله دې لوی کړه.

م . ق
04.12.2013

[quote:43aa2a469e="میرویس"]

الله دې لوی کړه.[/quote:43aa2a469e]
افسوس ستا غوندې د ناافغانو خاینانو او غدارانو په حال چې د یو څو حرامو ډالرو لپاره د خپل ولس د وینو د زبیښونکي څېروونکي دښمن غلامي کوي او لکه د یو لیوني سپي غوندې د امریکایانو د ګټو لپاره غاپي.
دا د منافقت څخه ډکې اسلامي خبرې مؤمنان نه شي غولولی، ستا یې د ایمان د تعریف لیکلو سره څه چې غلط غلط یې لیکې، خر د خید په خوراک څه پوهیږي.
ته له ماڅخه اسناد غواړې؟ دغه اسناد خو د امریکا خپل لاسپوڅی کرزی هم لري، ته به له ماڅخه ددې اسناد هم غواړې چې کله امریکا افغانان وژلي، کله یې د هغوي په کورونو، جنازو، اخترونو، ودونونو، کوچنیانو، زړو او ښځو باندې ړنده بمباري کړې؟ ته خو ددې څخه هم منکر یې که څنګه؟
ته خو به په خپل خیانت او شیطانت سره د خپلو مظلومو افغانانو په وینو خاورې واړوې خو دا ووایه چې د خپلو هغو امریکایي او انګلیسي لیکوالانو لوي لوي کتابونه به څنګه پټوې چې په امریکا حمله يې د امریکا خپل پلان بللی.
ته به دا هم نه منې چې امریکا اډې غواړي خو سوله نه غواړي، د امریکا اډې به هم موجودې وي او د بې پیلوټه حملې به هم موجودې وي، ددې لپاره چې په سیمه کې ترڅو شر او فساد جوړ وي نو د امریکا اډو ته به ضرورت احساسیږي، خو په اصل کې به د تروریزم سره د دروغجن جعلي جنګ په نامه په سیمه کې خپلې شومې استخباراتي، استعماري او استثماري موخې تعقیبوي.
ته چې ماڅخه اسناد غواړې نو تا کله ماته دا اسناد وړاندې کړي چې په ایبټ اباد کې اسامه وژل شوی؟ چې امریکا په ایبټ اباد کې اسامه وژلی شي نو په کویټه او پيښور کې لویې لویې تربیتې اډې څنګه نه ګوري، چې د امریکا په خپل ګوګل ارت کې یې هم نقشې شته، اوس به هغه نقشې د ګوګل ارت څخه هم پاکې کړئ، ځکه چې اسناد درباندې قایم نشي.
امریکا د جرمني او فرانسې د ولس مشرانو د کلونو ټولې خبرې څارلی شي چې هغه هومره پیاوړي ملکونه دي خو د طالبانو او القاعدې ټلیفونونه او مخابرات نه شي څارلی ترڅو په دیارلس کالو کې یې ځاي تعقیب کړي.
امریکا ولې کرزي ته وايي چې طالبان یې دښمنان نه دي؟ چې طالبان یې دښمنان نه دي نو دا دومره قتلونه او وینې تویونې د څه لپاره؟ او که طالبان یې دښمنان وي! نو هغوي خو ټول د امریکا د نږدې ملګري پاکستان سره دي څه په جیلونو کې او څه په اسلام اباد، کراچۍ، پیښور او کویټه کې! نو ولې یې ترې نه غواړي؟ ولې یې نه نیسي؟ ولې یې د هغوي تمولوونکو عربانو او پاکستانیانو ته اجازه ورکړې چې په خلاص مټ یې ونازوي؟
داسې په سلګونو او زرګونو خبرې دي، ته به په کوم یو مونږ تیرباسې؟ کوم شی به راڅخه پټ کړې؟ اخر مونږ ته هم خداي سترګې او عقلونه راکړي.
او کنه صرف خپل ځان تیر باسې نو په هر رنګ تیر باسل کیږي، خو تاسې غوندې پيسه چود غلام صفته چاپلوس خلک خو په خداي هم باور نه لرئ چې له هغه څخه مو وډاروم او د دروغو او تزویر څخه مو راوګرځوم او یا درته په هغه د توکل او ډاډ تلقین درکړم.

میرویس
04.12.2013

السلام علیکم، م.ق. مؤمنه
ته ځانته مؤمن مسلمان وایي؟ د یوه چندي مؤمن مسلمان د خولې نه داسې غیر اسلامي الفاظ نه وزي. مسلمان خو پریږده، ته څنګه یوه انسان ته چې انساني کرامت لرې، او صنع یې د الله په قدرت جوړه شوي، د سپي خطاب کولای شې، او اقرار با للسان او تصدیقُن بالقلب ته خپیدل ویلئ شې؟

ستا ګفتار د اسلامي اخلاقو او ارشاداتو سره اړخ نه لګوي، او د نبوي اخلاقو ددایرې نه بهردئ.
ته بیا د خپلو اپلتو نه، نه یې اوښتئ، او هر څه دې سره دروشته کړيدي. مخکې مې په ادب کې درته وویل چې مسائل نشې سره جلا کولئ، لکه ستا بې بنیاده تورونه، چې غواړې اوبه خړې کړې کبان ونیسې، هرڅه دې سره ګډوله کړیدي.

ما درته وویل چې راځه پر مسائلو ځانګړي بحثونه وکړو. چون ته پر ځان کنترول نلري، ټول مخونه په یوه څپړ وهي. مسئله دبې پیلوټه الوتکو عملیات وو چې د ۹/۱۱ د پيښنې نه یې سر چينه اخیستې ده. تاسې وایاست چې دا د امریکا خپل کارؤ، او ما درته وویل چې نه، القاعدې پخپله تائید کړېده چې دا کار ددوی ؤ.

اوس دې بله ټیکۍپکې واچوله، چې[ته خو به په خپل خیانت او شیطانت سره د خپلو مظلومو افغانانو په وینو خاورې واړوې خو دا ووایه چې د خپلو هغو امریکایي او انګلیسي لیکوالانو لوي لوي کتابونه به څنګه پټوې چې په امریکا حمله يې د امریکا خپل پلان بللی].
دا کوم لیکوالان دي، او کوم یې کتابونه؟ دلیکوالانو نومونه راکړه، د کتابونو نومونه یی راکړه، او دا هم ووایه چې د هغوی د ادعاګانو ثبوت چیرېدئ؟

بیا درته وایم چې طالبانو د القاعدې وچ زور پرموږدا حال راوستئ، یو وارې چې طالبان د القاعدې ګمراهان وشړې، بیاد بې پیلوټه الوتکو عملیاتو ته حاجت نه بتې کیږي.
ته د خپلې لعنتې ابیاتو ته دوام ورکړه، او زه به د الله پاک نه ترحم درته غواړم.
په هغو دې سپارم چې په هرڅه عالم او دانا دئ.

م . ق
04.12.2013

[quote:8880f63014="میرویس"]
ته ځانته مؤمن مسلمان وایي؟ د یوه چندي مؤمن مسلمان د خولې نه داسې غیر اسلامي الفاظ نه وزي. مسلمان خو پریږده، ته څنګه یوه انسان ته چې انساني کرامت لرې، او صنع یې د الله په قدرت جوړه شوي، د سپي خطاب کولای شې، او اقرار با للسان او تصدیقُن بالقلب ته خپیدل ویلئ شې؟

ستا ګفتار د اسلامي اخلاقو او ارشاداتو سره اړخ نه لګوي، او د نبوي اخلاقو ددایرې نه بهردئ.[/quote:8880f63014]

زه الحمد لله چې مؤمن یم ځکه چې د مؤمنانو خواخوږي یم او د هغوي په درد دردیږم، الله رب العالمین د مؤمنانو دا صفت بیان کړی چې (اشداء علی الکفار رحماء بینهم)
هغه څوک چې په خله ځان ته مسلمان وايي او بیا په ټول توان سره په مظلومو مسلمانانو د یهودانو او صلیبیانو د حملو حمایت او ننګه کوي هغه منافق دی او که عملا ورسره کومک کوي هغه بیا مرتد او کافر دی، او الله پاک د کافرانو او منافقانو په مقابل کې د سخت ترین جهاد او په هغوي د تغلیظ امر کړی، الله پاک فرمايي: (یا ایها النبي جاهد الکفار والمنافقین واغلظ علیهم وماواهم جنهم وبئس المصیر) دا ایت په قرآن مجید کې دوه ځل راغلی چې ددې څخه د امر تاکید معلومیږي.
نو زه عین په اسلامي ارشاداتو عمل کوم او د الله د حکم تعمیل کوم.
الله رب العالمین اهل کتابو یهودو او نصاراو ته انعام او چارپایان وئیلي بلکه وئیلي یې دي چې (بل هم اضل) یعنې دوي د چارپایانو څخه هم ډیر ګمراه دي، ښه نو څوک چې د چارپایانو غلامي کوي هغه به څه وي؟ هغوي ته چې د الله د فرمان خلاف انسانان وايي هغه به څه وي؟ زه وایم چې هغه کس به د خنزیر څخه هم ډیر خبیث وي.
کرامت خو هغه انسان لري چې د نورو انسانانو په کرامت قایل وي، یهود و صلیبیان او د هغوي بې شرمه غلامان کله کرامت لري، هغوي خو د ټولې نړۍ او انسانانو کرامت پیمال کړی، په ټوله نړۍ کې یې د خپلو شومو حیواني موخو لپاره د وینو نهرونه وبهول، انسانیت یې د دنیا د مخ څخه محو کړو.
ما درته مخکې وئیلي وو چې خر د خید په خوراک څه پوهیږي، ته کله د ایمان په تعریف او معنی پوهیږې، الفاظ دې هم غلط لیکلي، هغه د زړه تصدیق نه دی چې عمل کې د اسلام او مسلمانانو مخالف یې، ستا عمل خپله د زړه تصدیق نفي کوي، یوازې د ژبې اقرار منافقت دی.
[quote:8880f63014="میرویس"]ته بیا د خپلو اپلتو نه، نه یې اوښتئ، او هر څه دې سره دروشته کړيدي. مخکې مې په ادب کې درته وویل چې مسائل نشې سره جلا کولئ، لکه ستا بې بنیاده تورونه، چې غواړې اوبه خړې کړې کبان ونیسې، هرڅه دې سره ګډوله کړیدي.[/quote:8880f63014]
اپلتې خو ته ولې جعلي میرویس خانه، ته تکړه شه مسایل جلا کړه او زما د هرې خبرې جلا جلا ځواب راکړه لکه زه یې چې درکوم، تا خو زما ټولې خبرې بې ځوابه پریښې دي او خپل هیڅ دلیل دې نه دی وړاندې کړی.
اوبه خړول خو ستا د بادارانو امریکایانو او د سینټ کام د ډیپارتمنټ د ذلیلو ناافغانو اجنټانو کار دی چې نه شرم لري او نه حیا، سبا به په پارلمان کې د ناستو هغو بې دینه غلامانو، خاینانو غدارانو حمایت او ننګه هم کوئ چې د تذکرو څخه د افغانیت او اسلامیت ټکی وباسي، او پدې ترتیب د افغانانو او ناافغانانو، مسلمانانو او نامسلمانانو ترمینځ جنګ جوړوئ، آفرین ستاسې په شیطانت او رزالت، خداکه خو ابلیس هم دومره ماهر وي لکه تاسو!

[quote:8880f63014="میرویس"]ما درته وویل چې راځه پر مسائلو ځانګړي بحثونه وکړو. چون ته پر ځان کنترول نلري، ټول مخونه په یوه څپړ وهي. مسئله دبې پیلوټه الوتکو عملیات وو چې د ۹/۱۱ د پيښنې نه یې سر چينه اخیستې ده. تاسې وایاست چې دا د امریکا خپل کارؤ، او ما درته وویل چې نه، القاعدې پخپله تائید کړېده چې دا کار ددوی ؤ.[/quote:8880f63014]
ځانګړي بحثونه وکړه کنه، چا منع کړی یې؟ زما یوه یوه خبره راواخله او ځواب یې ووایه! هسې نه چې سینټ کام ته په امتحان کې ناکام شې، ډالر به درباندې ودریري لږه خواري کوه!
هو زه ټول غلام مخونه په یوه څپیړه وهم، که مې وس پرې بر شو د حضرت عمر فاروق غوندې د منافقانو سرونه هم وهم.
پښتو دې ګډه وډه ده، پښتو زده کړه هسې نه سینټ کام والا دې وباسي، زما په خیال په سینټ کام کې ټول هغه خلک کار کوي چې نه پښتو لري او نه غیرت!
ستا مسئله دا ده چې د سینټ کام لخوا در کړل شوې دنده چې د بې پیلوټه الوتکو څخه ابابیل ثابت کړی په بریالیتوب سرته ورسوې او زمونږ مسئله داده چې څنګه په هره خبره کې د امریکا، یهودو او د هغوي د غلامانو مخ تورن کړو، د خپل دین، وطن، ملت، حیاء عزت، غیرت او پښتو څخه څنګه دفاع او ساتنه وکړو، نو دلته زمونږ لاره رحماني او ستاسو شیطاني ده.

[quote:8880f63014="میرویس"]دا کوم لیکوالان دي، او کوم یې کتابونه؟ دلیکوالانو نومونه راکړه، د کتابونو نومونه یی راکړه، او دا هم ووایه چې د هغوی د ادعاګانو ثبوت چیرېدئ؟[/quote:8880f63014]
ته څوک یې چې تاته زه د هغوي د ادعاګانو ثبوتونه وړاندې کړم؟ ته د امریکا د پالیسۍ او پلان په تغیرکې څه رول او حیثیت لرې؟ ته خو یو غلام یې، او ددې څه ثبوت او تضمین دی چې ته به هغه بیا ومنې؟ او چې ته د کتابونو نه هم د ادعاګانو ثبوت غواړې نو د کتابونو نومونه درکول څه فایده لري؟ خو که د نورو لوستونکو د معلوماتو لپاره وي نو زه به ورته ووایم چې په همدې فورم کې ما د عبدالرحمن الفت یوه لیکنه خپره کړې وه، هغه د دغه کتابونو حوالې ورکړي، او په انټرنیت کې که څوک سرچ وکړي نو هم ډیرې حوالې به پیدا کړي.
او بله داچې ما په خپلو دلایلو کې یوازې د کتابونو خبره نه ده کړې نور دلایل مې هم وئیلي نو د هغې د ځواب نه ولې ګونګ شوی یې؟
[quote:8880f63014="میرویس"]بیا درته وایم چې طالبانو د القاعدې وچ زور پرموږدا حال راوستئ، یو وارې چې طالبان د القاعدې ګمراهان وشړې، بیاد بې پیلوټه الوتکو عملیاتو ته حاجت نه بتې کیږي.[/quote:8880f63014]
نه! زه هم بیا درته وایم چې د امریکا او یهودانو وچ زور، ظلم او بربریت پر مسلمانانو او افغانانو دا حال راوستی، اما ته په دوي کې ځان مه شمیره، ته له مونږ څخه نه یې! کنه د بې پیلوټه الوتکو تشبیه به دې د ابابیلو سره نه ورکوله، چیرته د کعبې د ورانوونکو کافرانو خلاف د خداي رانازل شوي مقدس ابابیل او چیرته د مظلومو افغانانو د قتل لپاره د یهودو بې شیطانه شیطاني الوتکې!
[quote:8880f63014="میرویس"]ته د خپلې لعنتې ابیاتو ته دوام ورکړه، او زه به د الله پاک نه ترحم درته غواړم.
[/quote:8880f63014]
لعنت د شیطان او شیطاني لښکرو په غلامانو، سپکو او ذلیلو اجنټانو، ترحم ستا په حال پکار دی، دنیا کې هم ذلیل او غلام او په اخرت کې هم دوزخي!
مونږ خو دلته هم سرلوړي او په خپل دریځ کې هم پیاوړي! او جنتونه نه دي راڅخه هیچا وړي.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more