د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

قیاس، په قرآن اوحدیث باندی ثابت دئ


Mazharee
30.10.2013

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
درنو اوقدرمنو ملګرو او دوستانو!
دډیره وخته وروسته می فورم ته رجوع وکړه او ځینی موضوعاګانی می ترنظر تیری کړی ، کومه موضوع چی ماته ورباندی د لیکلو شوق راغئ موضوع د قیاس ده، کڅه هم علماؤ رحهم الله دقیاس په حجتیة اوثبوت کی کتابونه اورسالی لیکلی دی، الله دی دوی ته خیرونه اوثوابونه ورکړی، خوزه غواړم دقیاس په هکله دخپل توان په اندازه یوڅه لنډ مطلب په حیثیت د مشت نمونۀ خروار ولیکم خدای دی وکړی چی ستاسو دپام لرنی وړ وګرځی

دقیاس ثبوت دقرآنه څخه:
1.{فاعتبروا يا أولي الأبصار} (الحشر:2).
ژباړه: عبرت واخلئ ائ خاوندانو دعقل!
دلته "اعتبار" چی مصدر د " اعتبروا " دئ علماؤ په قیاس باندی ترجمه کړئ.
لکه چی په " حجیة القیاس کی راځی:
وقد روى عن ثعلب أحمد بن يحيى النحوي اللغوي: أنه فسر الاعتبار بالقياس.
فالاعتبار هو تمثيل الشيء بغيره, وإجراء حكمه عليه, ومساواته به, وهذا هو القياس ......
والاعتبار مأمورٌ به لقوله {فاعتبروا} فيكون القياس مأموراً به)) (31).[حجیة القیاس صفحه 10]
ژباړه: دثعلب احمد بن یحیی نحوی څخه روایت دئ چی ده تفسیر د" اعتبار" په قیاس باندی کړئ دئ، نو " اعتبار" مثال ورکول دیو شی دی په بل شی سره ، اوجاری کول دحکم دهغه دی پرهغه بل باندی، اومساوات دهغه شی دئ دده سره، او عینا دغه خپله قیاس دئ.
اوپه اعتبار باندی امرشوئ دئ ځکه چی خدای پاک فرمایی: فاعتبروا. نوپه قیاس باندی امرشوئ دئ.

2. {فجزاءٌ مثل ما قتل من النعم يحكم به ذوا عدلٍ منكم} (المائدة:95)
ژباړه: نوبیا جزاء کیږی دمثال دهغه چی ده وژلئ دئ دحیواناتوڅخه اوپه هغه باندی دی ستاسوڅخه دوه عادلان خلګ حکم وکړی.
ددی حدیث په تفسیرکی جلالین لیکلی دی: وقد حكم ابن عباس وعمر وعلي رضي الله عنهم في النعامة ببدنة، وابن عباس وأبو عبيدة في بقر الوحش وحماره ببقرة، وابن عمر وابن عوف في الظبي بشاة، وحكم بها ابن عباس وعمر وغيرهما في الحمام، لأنه يشبهها في العبّ.
ژباړه: عبدالله ابن عمر، عمر اوعلی رضی الله تعالی عنهم حکم کړئ په شترمرغ کی په اوښ سره ، او ابن عباس او ابوعبیدة رضی الله تعالی عنهما حکم کړئ په وحشی غوا اوخره کی په کورنی غوا سره ، او ابن عمر او ابن عوف رضی الله تعالی عنهما حکم کړئ په هوسۍ کی په پسه سره، همدا راز عبدالله ابن عباس اوعمر اونورو رضی الله تعالی عنهم حکم کړئ په کوتری کی په پسه سره ځکه چی کوتره دپسه سره په چښلو کی داوبو مشابهت لری.

پدی آیت کی خدای پاک مثل دشی پرځای دشی ګرځولئ دئ ، یعنی مثل ته دشی یی دهغه شی حکم ورکړئ دئ، نوددی څخه له ورایه داسی ښکاری ، چی حکم دیوه شی وبل هغه شی ته چی دته ورته وی ورکول کیږی، اودمتماثلینو حکم یوشئ دئ، چی همدغه دشرعی قیاس معنی ده.
اوبیا په تفسیرکی چی کوم صحابه راغلی چی هغوی دځینو حیواناتو دجزاء په هکله حکم کړئ دئ ، آیا دغه قیاس ندئ؟

3. {إن الله لا يستحي أن يضرب مثلاً ما بعوضة فما فوقها}(البقرة: 26)
ددی آیت څخه له ورایه داسی ښکاری چی خدای پاک یوشئ دبل شی سره مشابه کوی، لکه چی په همدغه سورت کی څوآیته وړاندی فرمایی: مثلهم کمثل الذی استوقد نارا...
اوبیافرمایی : اوکصیب من السماء فیه ظلمات ورعد وبرق...
چی شرعی قیاس همدغه ته وایی: ځکه په قیاس کی هم دغسی وی چی یوه مسئله پربلی مسئلی باندی قیاسیږی، نوچی کله الله پاک دخلګو دښه سرخلاصیدلو لپاره قیاس کوی پداسی حال کی چی دالله پاک دعلم څخه هیڅ شئ پټ اومخفی ندئ ، نوانسان چی عاجزه اوکم علمه دئ ولی به دیوی مسئلی دحکم دښکاره کیدلو لپاره قیاس نکوی؟

4. همدا راز که سړئ په دقت په قرآن کی وګوری نو دابه سړیته معلومه شی چی دقیاس ثبوت په قرآن کی دډیرو ځایونو څخه کیږی، چی یودهغوی څخه هغه ځای دئ کوم چی په قیصه کی دپیدا کولو دآدم علیه السلام راځی چی ملائکه خدای پاک ته وایی : آیا ته هغه څوک په مځکه کی خلیفه ګرځوی چی په مځکه کی فساد کوی او وینی تویوی؟ داخبره ملائکه پداسی وقت کی کوی چی لاتراوسه خدای پاک آدم علیه ندئ خلق کړئ، نومعلومه خبره ده چی دوی آدم علیه السلام اودهغه اولاده پر جنیاتو باندی قیاسوی کوم چی مخکی تر آدم علیه السلام یی پرمځکه باندی خلافت کوئ، چی په خپل مینځ کی یی جنګونه کول وینی یی تویولی اوپه مځکی کی یی فساد کوی، ځګه ملائکه عالم الغیب نوه چی د آدم علیه السلام اولاده به په مځکه کی فساد کوی او وینه به تویوی، نوکه دغه قیاس نوی نه څه به وی؟

دقیاس ثبوت داحادیثو څخه:
عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ صلى الله عليه وسلم: ((إذا حكم الحاكم فاجتهد, فأصاب فله أجران, وإن أخطأ فله أجر)) رواه البخاري 6805 ومسلم 3240.
ژباړه: دعمربن العاص رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ ، چی ده درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چی : کله چی یوحاکم حکم کوی وکوښښ وکړی، نوحق ته ورسیږی نودده لپاره دوه اجره دی، اوکه خطأ شی نو دده لپاره یو اجردئ.
پدی حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دحاکم دحکم اسناد واجتهاد اورأی ته کړئ دئ ، او دامعلومه خبره ده چی قیاس هم یونوعه اجتهاد او رأی ده.

2. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أَتَتْهُ امْرَأَةٌ فَقَالَتْ إِنَّ أُمِّي مَاتَتْ وَعَلَيْهَا صَوْمُ شَهْرِ رَمَضَانَ فَأَقْضِيهِ عَنْهَا قَالَ أَرَأَيْتَكِ لَوْ كَانَ عَلَيْهَا دَيْنٌ كُنْتِ تَقْضِينَهُ قَالَتْ نَعَمْ قَالَ فَدَيْنُ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ أَحَقُّ أَنْ يُقْضَى.مسند امام احمد 3245.
ژباړه: ابن عباس رضی الله تعالی عنه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی ده ته یوه ښځه راغله او ورته ویل یی ځما مور مړه سویده اوپرهغی باندی روژی درمضان پاتی دی، آیا زه یی دځایه څخه قضاء راوګرځوم؟ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: کچیری پرهغی باندی پور وای آیا تایی دځایه څخه پور آداء کوئ؟ ښځی ویل : هو، نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نو دالله حق ډیر ددی مستحق دئ چی آدء کړل شی.
پدی حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ښځی ته دقیاس داستعمالولو راهنمایی کړیده ځکه چی دلته ده خپله حق دالله پرحق دبنده په وجوب کی قضاء قیاس کړ ئ دئ.

3. عن جابر بن عبد الله ، أن عمر بن الخطاب ، قال : هششت (1) ، فقبلت وأنا صائم ، فجئت رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فقلت : لقد صنعت اليوم أمرا عظيما ، قال : « وما هو » ، قلت : قبلت وأنا صائم ، فقال صلى الله عليه وسلم : « أرأيت لو مضمضت من الماء » ، قلت : إذا لا يضر ، قال : « ففيم » [ صحیح ابن حبان 3613]
دجابربن عبدالله رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه وویل: ماته اشتهاء پیداسوه نو ما خپله ښځه مچ کړه پداسی حال کی چی ځما روژه وه، نوزه ورسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته راغلم، نومی ورته وویل: یارسول الله نن می ډیر غټ کارکړئ دئ، نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم راته وویل : څه کار دی کړئ دئ؟ ماورته وویل: خپله ښځه می مچ کړی پداسی حال کی چی روژه می درلودل، نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ته څه فکرکوی کدی چیری اوبه پر خولی غړولی وای؟ ماویل هیڅ تاوان یی نکوئ،(یعنی روژه نه ماتیدل) نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نودلته په څخه خاطرروژه ماته شی؟. یعنی دلته هم نه ماتیږی.
اوس پدی حدیث کی رسول اکر م صلی الله علیه وسلم دروژی عدم افطار د روژی په مچ باندی قیاس کړئ پرعدم افطار د روژی دخولی په پریولو باندی. چی همدغه خپله شرعی قیاس دئ.

4. همدا راز په قیصه کی دمعراج د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم راځی قالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَفَرَضَ اللَّهُ عَلَى أُمَّتِي خَمْسِينَ صَلاَةً فَرَجَعْتُ بِذَلِكَ حَتَّى مَرَرْتُ عَلَى مُوسَى فَقَالَ مَا فَرَضَ اللَّهُ لَكَ عَلَى أُمَّتِكَ قُلْتُ فَرَضَ خَمْسِينَ صَلاَةً قَالَ فَارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَإِنَّ أُمَّتَكَ لاَ تُطِيقُ ذَلِكَ الخ......صحیح البخاری حدیث 349.
ژباړه: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک ځما پرامت باندی پنځوس لمونځونه فرض کړه، نوزه ددی سره واپس شوم ترڅوچی پرموسی علیه السلام تیرسوم، نوده راته وویل: الله پاک څه شئ ستا پرامت فرض کړه؟ نوماورته وویل: پنځوس لمونځونه. نو ده راته وویل: بیرته ولاړسه خپل رب ته ځکه چی ستاامت ددی توان نلری، همداغسی یی داخبره ورته کړی ترڅوچی پنځو لمونځونو ته رسیدل، بیاددی وروسته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم رجو ع نده کړی.
نودلته موسی علیه السلام دکوم ځای څخه وپوهیدئ چی ستا امت دغه کارنشی کولائ؟ نومعلومه خبره ده چی ده امت درسول اکرم صلی الله علیه وسلم پرخپل امت باندی قیاس کړئ دئ، چی هغوی ونه کولای شوه نو دوی یی هم نشی کولائ. لکه چی په حدیث کی دمسلم شریف ددی حدیث سره داسی هم راغلیدی: فَإِنِّى قَدْ بَلَوْتُ بَنِى إِسْرَائِيلَ وَخَبَرْتُهُمْ. یعنی مابنی اسرائیل امتحان کړه، نوهغوی ونکولای شوه.
نوقیاس یوشرعی دلیل اومبین دشرعی احکامو دئ، څوک چی یی انکار کوی دهغوی انکار بی دلیله اوتعصبی دئ، ځکه چی کوم خلګ چی دقیاس څخه دانکار آوازونه کوی خپله قیاس کوی چی یودهغوی څخه په همدغه فورم کی ښاغلئ حذیفه صیب دئ، چی یوکال وړاندی ځما اودده په مباحثی کی ده ډیر قیاسونه وکړل چی یو ښکاره مثال یی هغه دئ کوم چی مادده څخه پوښتلی وه چی حکم دپنځه وقت لمونځونو په قطبینو کی څه دئ، یعنی په قطبینو کی پنځه وقته لمونځونه څنګه وکړل شی؟
ده راته په ځواب کی هغه حدیث لیکلئ وو چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په باره کی د راتګ ددجال ویلئ دئ.
یعنی ده دقطبینو مسئله پر مسئلی دلمانځه په هغه ورځ کی چی ډیره اوږده وی چی هغه ورځ د راتګ ددجال ده قیاس کړیده ، چی دغه خپله یو بربنډه اوښکاره قیاس دئ.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
فاعتبروا یآأولی الأبصار


Re: قیاس، په قرآن اوحدیث باندی ثابت دئ

s.sharifi45
28.03.2014

محترمه وروره لکه تاسو چي رڼا ور باندي اچولې ده خبره هم داسي ده خو په تاسف سره باید ووایو
چي دقیاس مخالفین ورځ تر هغه بلي ډيريږي سره له دې چي دقیاس له حقیقته هيڅوک سترګي نسي پټولای ځکه ساینس دان قیاس کوي معلم قیاس کوي اروا پوهان قياس کوي مېږیان قیاس کوي مچان قیاس کوي فیلان قیاس کوي بلکه دنیا دقیاس له امله تراوسه دوام کوي او زیات پر مختک وږر پکښي راغلی دی خو کله چي يو عالم ددين قیاس وکړي نو تش په نامه له قیاسه منکر کسان رنګارنګ تورونه ورباندي لګوي
خوپه په دې نه پوهيږي چي که قیاس نه وای نو نړۍ به په څنکه حال کي وای
مکر دزیاتي حیرانتیا خبره لا داده چي دقیاسه منکر کسان تر ټولو ډېر قیاس کوي خو په ځان نه پوهيږي او د
لم تقولون مالا تفعلون مصداق يې ځان ګرځولی دی په درنښت


حمید هڅــاند
06.04.2014

[color=darkblue:66b37773a2]
السلام علیکم...

رسول الله عمومي فارمولې بیان کړې دي او موږ له هغو څخه استنباط کوو؛ خوښه ستا چې هر څه نوم ورکوې. له عمومي فارمولونو څخه استنباط نه هیڅوک نه دي منکر.

درنښت
[/color:66b37773a2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more