د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

معقوله: څوک چې په دین ځان وژني، اول هغوی دیني ارشادات تر پښو لاندې کوي.

میرویس
28.10.2013

قدر وړ لوستونو، سلامونه.
لمړئ مې چې دا معقوله ولوستله، د ځان سره مې وویل چې د هغې لیوکونکئ لکه چې هذیان وایي. خو چې ښه ورته ځیر شوم، بیامې په ورځني ژوند کې عملاً ولیدل چې:
که څوک د اسلام دد فاع، الله جل جلاله د ارشاداتو، آنحضرت محمد صلی الله علیه و وصلم، د تګ لارې، د اسلام پر پیغمبر باندې د الله تعلې له لوري د نازل شوي کتاب، قرآنکریم د تقدس د ساتنې د پاره د کومې مدعا نه پرته جهاد کوی، نو بیا هیڅ شک او شبهه نشته چې دغه کسان دې، په مسجدونو، جنازو، هدیرو او زیارتونو کې چاودنې وکړي او دمسلمه امت، نارینه او ښځینه او ماشومان دې په بمونو کې داسې والوزوي چې د بدن ټوټې یې څوک پیدا نکړئ شي، بلکه کوڅه ډب سپي یې هره خوا تښتوي، او په بمونو کې الوتي ښځینه اندامونه او حتی د شرم ځایونه یې په ونو کې بند شي او لوڅ او بر بنډ شي.

ددغسې اعمالو مرتکبین، فی صبیل الله جهاد نه کوي، بلکه نور ناروا مقاصد لري. د افغانستان د علماوو شوری پدې باب څرګندونې کړیدي، چې خبریال په ننۍ ګڼه کئ چاپ کړیدي:
====
د عالمانو شورا:پر جنازو، جوماتونو او عامو خلکو بريدونه ناروا عمل دى
4 عقرب / لړم 1392, 9:16
د افغانستان د عالمانو شورا: په جوماتونو، هدیرو، جنازو او پرعامو خلکو برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل دی
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مصوبه د دغې شورا د غړي مولوي شهزاده شاهد لخوا ولوستل شوه چې په ځینو برخوکې یې راغلي دي.
د عالمانو شورا، د لوی اختر په ورځ د لوګر ولایت د مرکز د لوی جومات پر لمونځ کوونکو هغه نا ځوان مردانه برید چې د لوګر د والي ارسلاجمال د شهادت او یو شمېر نورو مسلمانانو د ټپي کېدلو سبب شو او په دغه جنایت سره یې د قرآنکریم سپکاوی او بې حرمتي وکړه او د الله ج د عظیم او مبارک کتاب څخه یې د خپلو شومو هدفونو د ترسره کولو لپاره ناوړه استفاده وکړه، غیر اسلامي او غیر انساني عمل ګڼي.
جوماتونه او نور مقدس ځايونه:
د عالمانو شورا، په جوماتونو، هدیرو، جنازو، جرګو او د عامو خلکو د راټولیدو پر مرکزونو باندې برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل او موخه یې د اسلام بدنامول بولي.
د علماوو شورا، د مخالفینو او د جګړې د ټولو خواوو هغه اعمال چې د بې ګناه مسلمانانو د وژل کېدلو او ټپي کېدلو سبب کیږي، په کلکه محکوموي.
د هېواد د علماوو شورا، یو ځل بیا پر وسله والو مخالفینو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان د اسلامي دولت او د سولې له عالي شورا سره خبرو اترو ته کیني.

د اسلامي کنفرانس د پريکړه ليک تاييد:
د عالمانوسراسري شورا، په کابل کې د یو زیات شمېر اسلامي هېوادونو د جیدو او مشهورو علماوو د نړیوال کنفرانس هغه پریکړه لیک تائیدوي چې په هغه کې راغلي دي" افغانستان یو خپلواک اسلامي هېواد او د اسلامي امت یوه نه بېلدونکې برخه ده، دیني شعایر پکې جاري دي، قانوني او مشروع حکومت لري، نو شرعا د داسې یو نظام پر وړاندې جنګېدل او قیام کول جواز نه لري."
د عالمانو سراسري شورا، د اسلامي هېوادونو د جیدو علماوو دغه دریځ یو ځل بیا تائید کړ چې ویلي یې دي" مونږ د ټولې اسلامي نړۍ پر دیني علماوو غږ کوو چې د اسلام حقیقي بڼه نړیوالو ته ور وپیژني او په ټولو برخوکې د یو اسلامي متحد صف د رامنځته کولو لپاره کار وکړي، خلکو ته د اسلامي ارزښتونو، احکامو او اصولو په پوهاوي کې خپل رول اداکړي، چې بې له شکه سوله، ورورګلوي او اسلامي نیږدیوالی او اړیکې له هغې جملې څخه دي ترڅو خلک پوه شي او د بې ګناه مسلمانانو له وژلو او وینو تویولو او ویرې اچونې څخه مخنیوی وشي او هغه مراجع چې په بې خبرۍ او یا د سیاسي ملحوظاتو پخاطر د تاوتریخوالي بیانونه خپروي او یا په ناروا توګه د مسلمانانو د قتل حکمونه صادروي او بغیر له دې چې له قرآن او سنت څخه دلیل ولري د وروڼو ترمنځ د اختلاف لامل ګرځي، د دغه کار له دنیوي او اخروي عواقبو څخه خبر کړي. "

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي عقرب / لړم 4, 1392.on October 26, 2013


طیب زابلی *
28.10.2013

(افغانستان یو خپلواک اسلامي هېواد او د اسلامي امت یوه نه بېلدونکې برخه ده، دیني شعایر پکې جاري دي، قانوني او مشروع حکومت لري، نو شرعا د داسې یو نظام پر وړاندې جنګېدل او قیام کول جواز نه لري)
کومه خپلواکی؟
ایا افغانستان اوس خپلواک دی؟
ایا د۴۰ نه زیات ملکونو مسلح فوځیان چی دلته حضورلری اوپرخپل
سرعملیات کوی اوپرخپل سر په کورونو کی تالاشۍ کوی، اوپرخپل سر
خلک وژنی،اوپرخپل سر خلک په زندانونوکی ساتی،اوپرکورونو بمبارونه
کوی،او........او....دې ته تاسواشغال نه وایاست؟
اوداخپلواک هیواد ګڼئ؟
تاسواشغال څه ته وایاست؟
اوتاسو پردی واک،اوبې واکه هیواد کوم ګڼئ؟
اوکوم اسلامی شعائر پکی جاری دی؟
ایا دلته یومرتد په خپله سزا رسیدلی؟
ایا پریوزانی حدجاری سوی؟
ایا پر یوغله حدجاری سوی؟
ایا له کوم قاتل څخه قصاص اخیستل سوی؟
او...او.......؟
اوداحکومت کوم قانونیت اومشروعیت لری؟
ایا داشغالګرو په لاس جوړسوی حکومت قانونی اومشروع حکومت ګڼل کیدلای شی؟
همټولی خبری په دې قیاس درواخله،


pattang
28.10.2013

زابلی صيب تاخو ډېره ورسره شاربلې ده دا سې کسان ټول داسلام
په نوم مونږ غلطو‍ي !

دافاسد دولت او متحدين یې د اشغالګرو .:
د club of noble prostituiion کار کونکي او مذدوران دي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more