د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د دین د ساتلو ژمنه او نبوي حدیث

حمید هڅــاند
28.10.2013

په لیکنه کې دې پوښتنو ته هم ځواب شته چې ایا وحیه یواځې قران ده که حدیث هم؟ ایا یواځې قران محفوظ دی، که احادیث هم؟ ایا ذکر نه مطلب یواځې قران دی، که احادیث هم؟
د لوستلو لپاره تړونی کلیک کړئ:

يو شمېر کسان چي حدیث وحې نه ګڼې يوازي د رسول اجتهاد يې بولي، دا خبره په ډاګیز ډول کوي چي الله يوازي د قران ساتلو وعده کړې او د بل شي د خونديتوب وعده يې نه ده کړې.د دوئ دلیل دا قراني ايت دئ:

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ(الحجر: ۹)

ژباړه: موږ دين نازل کړی او موږ يې ساتنه کوو.له دې ايت څخه استدلال داسي کوي چي (ذکر) قران ته وايي، په داسي حال کي چي ذکر له قران پرته د مخکينيو امتونو د دين لپاره هم استعمال شوی، په قران کي ذکر د پند په معنا راغلی:

وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ(القمر:۱۷)

ژباړه: او په تحقیق موږ قران د پند لپاره اسان کړی ايا پند اخیستونکی شته؟په دې ايت کي ذکر د پند په معنا دئ.

په يو بل ايت کي بیا داسي دي:

وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(الانبیاء: ۷)

ژباړه:او موږ تر تا مخکي يوازي نارينه ليږلي دوئ ته مو وحې کوله، نو تاسو له اهل ذکر څخه وپوښتئ که نه پوهېږئ.

په دې ځای کي يې اهل ذکر مخکيني د اهل کتابو پوهان ونومول، که ذکر قران ته ویل کېدای نو بیا هغوئ (اهل کتاب) څنګه اهل ذکر ول؟نو د ذکر ترجمه په قران کول ناسمه ده، ذکر ټول دين ته ويل کېږي، اهل ذکر هغه پوهان ښيي چي د دين عملي انځور يې ليدلی وي، په عملي کولو يې پوهېږي، له دې امله نو مخکيني اهل کتاب اهل ذکر ول، هغوئ له خپلو انبياؤ څخه د کتابونو عملي انځور زده کړی وو، موسی وو که عیسی د خپل عملي نمونه يې خلګو ته وړاندي کړه او بیا ترې ولاړل.نو ذکر ټول دين دئ، د رسول الله عملي بيلګې په کي داخلې دي، ځکه نو ارو مرو بايد ووايو چي الله د قران او حدیثو ټولو د سانتې ژمنه کړې ده.د دې غوره مثالونه نور هم شته:

لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ (16) إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ (17) فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ (18) ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ(القیامه: له ۱۶ تر ۱۹)

ژباړه: په تلوار دي پر قران ژبه مه خوځوه، بې شکه پر موږ يې را غونډول او لوستل دي، کله چي يې موږ لولو نو د لوست پيروي يې وکړه، بيا يې بې شکه پر موږ بیانېدل دي.

بیان به يې څه شی وي؟ بېر ته د قران د الفاظو ویل او لوستل؟ که له دې غیر نور څه؟لازمي خبره ده چي نور غیر شی دئ، ځکه بیان يې بېل وي، که همدا قران خپل بیان وای نو دا خو دا دئ تلاوت شو بیا نو د باین وعده وروسته څنګه کوي، ځکه (ثم) توری د فاصلې او بېلوالي لپاره استعمالېږي، ښکاره خبره ده چي تر دې لوست وروسته به يې رسول الله په عملي ژوند کي خلګو ته بیان کوي، تشريح به يې کوي او تفسیروي به يې، نو جوته شوه چي احادیث او د رسول الله عملي تشريح د الله له لوري وحې ده.

وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(النحل: ۴۴)

ژباړه: او موږ تاته ذکر نازل کړی، څو ته خلګو ته هغه څه بیان کړې جي دوئ ته نازل شوي او ښايي دوئ په کي فکر وکړي.

رسول الله چي کوم څه بیان کړي هغه يوازي قران نه وو، رسول الله چي په کوم څه پرېکړي کړې هغه يوازي قران نه وو، رسول الله چي حرام و حلال ټاکلي هغه يوازي په قران کي نه شته، که يوازي قران وحې وبولو نو د قران په عملي کولو کي اړ يو جي احادیثو ته رجوع وکړو، که څوک وايي چي احادیث وحې نه دي نو بیا عمل ولي په کوي، الله خو يوازي د وحې د پيروي امر کړی:

اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ(الاعراف: ۳)

ژباړه: د هغه څه پيروي وکړئ چي درته د خپل رب له لوري نازل شوي، او د نورو وليانو هغه مه منئ ډېر ليږ پند اخلئ.

نو چي الله د وحې امر کوي بیا څنګه د قران دعوه کوونکي په عملي ژوند کي په احادیثو عمل کوي، که وايي چي دا د رسول اطاعت دئ، نو پوښتنه کوو چي اطاعت يې وحې ده که غیر وحې؟که وحې نه وي خو بیا هم هغه خبره شوه چي په ما انزل الله مو عمل نه دئ کړی او نه مو په ما انزل پرې کړي کړې، په داسي حال کي جي الله وايي که څوک په ما انز الله فیصله نه کوي کافر دئ، ظالم دئ او فاسق دئ، نو دوئ به يا له دې جملې وي او يا به در سول الله سنت وحې ګڼي.نو په پای کي د نتېجې په توګه ويلای شو چي الله د رسول الله سنت هم ساتي، حدیث وحې ده، د دين ډېره برخه په همدې عملي ژوند کي بیان شوې، که دا خوندي نه کړي نو د دين لویه برخه ضایع شوه چي چي په قران بیا عمل هيڅ ممکن نه دئ.

زبیر افغان
http://www.samnonline.com/index.php/category-2013-10-27-14-44-24


طیب زابلی *
01.11.2013

هڅاند صیب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زما په فکر ددې خبری لپاره به چی حدیث هم وحی ده دا آیت کافی وی(وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (4) النجم آيت نمــــ۳-۴)
اوداخبره چی قرآن محفوظ ده په دې کی هم هيڅ شک نشته ځکه چی عملی طور موږ ته بلکی ټولی دنیاته په ثبوت رسیدلی ده چی قرآن محفوظ ده،په قرآن کی نه تغیر شوی ده او نه یی څوک کولی شی،
اوپاته سوه داخبره چی حدیث هم محفوظ دی ،نودلته داسوال پیداکیږی چی عملی طور چی موږ ګورو نوحدیث محفوظ نه ښکاری،ځکه په حدیثو کی زیات اختلاف وجود لری،خلکو له ځانه هم خبری دحدیث په نامه پکی ګډی کړی دی،چی موضوعی ورته وایی،
مشکوک حدیث هم وجود لری،چی ضعیف ورته وایی،
اوزموږ سلفو دحدیثو دحفاظت لپاره ډیری خوارۍ کښلی دی، ډیر زحمتونه یی کړی دی،دصحیح ،موضوعی او ضعیف حدیثو دپیژندلو لپاره یی ډیر اصول اوقوانین وضع کړی دی،
نو اوس پوښتنه داده چی که حدیث هم دقرآن په څیر محفوظ وی ،الله تعالی یی دحفاظت وعده کړی وی،
نوبیا په حدیثو کی دغه اختلاف او دعلماؤ دغه کوښښونه اوخوارۍ څه معنا لری؟


حمید هڅــاند
01.11.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله و برکاته!
ښاغلی زابلی! ستړي مشئ، هیله ده روغ، خوښ او بریالي به یاست.

ستاسې د دویمې خبرې په اړه څو ټکو ته اشاره کوم:

۱) قران بې حدیثو نه شي مکمل کېدای. مثلا، د لمانځه په اړه موږ فقط قران نه دومره پوهېږو چې لمونځ بېلابېلو وختونو کې فرض شوی دی، د وختونو، ډول، کولو، او.. په اړه احادیثو نه پوهېږو.
یانې الهي پیغام یواځې د محمدي تشریح څخه وروسته موږ ته سم رسېږي او زموږ سر پرې خلاصېږي. که احادیث خوندي نه شي، اسلام نه شي خوندي پاتي کېدای.

۲) د احادیثو په څېر قران هم لومړیو کې د مصحف په ډول نه وو را ټول شوی. په ورته توګه، احادیث هم نه ول را ټول، له ځینو صحابه وو سره خپل را ټول کړي احایث ول، لکه حضرت علی کرم الله وجه سره. د قران او احادیثو را ټولو کار وروسته پيل شو او دواړه هممهال ؤ. هوکې، قران په مصحف کې یو ځای او تر اوسه همداسې دی، خو احادیث د بېلابېلو پوهانو له خوا په بېلابېلو ترتیبتونو ټول شول.

۳) قران د خپل اعجاز له مخې داسې کتاب دی چې څوک پکې ګوتې نه شي وهلی، همدا یې علت دی چې د نړۍ ټول قرانونه چې څومره هم دي، یو ډول دي او بشر د دې توان نه لري چې قراني ایتونو ته ورته کوچنی سورتګوټی جوړ کړای شي. ځکه خو بااکل محفوظ پاتي شوی دی.
احادیث بیا د رسول الله په الفاظو کې الهي وحیه ده. د رسول الله الفاظو ته ورته الفاظ پېیل د هر چا په وس کې دي، ځکه خو ضعیف او موضوعي احادیث جوړ شوي دي.

خو وروستۍ خبره د احادیثو په نه خوندېتوت دلیل نه شي کېدای. الله پاک په ارادې موږ د دې توان لرو چې صحیح حدیث له ضعیف نه توپیر کړای شو. ځینې خلک وایي چې یو حدیث د یو چا له خوا ضعیف وي خو د بل چا له خوا نه وي. دا خبره چورلټ غلطه ده، د اصولو له مخې، حدیث به یا تر رسول الله رسېږي او یا به نه رسېږي، داسې نه چې زه به وایم رسېږي خو بل به وایي نه رسېږي. که د حدیث په صحت کې اختلاف راځي، هرو-مرو به یوه خوا له اصولو غاړه غړوي. ممکن یو څوک ووایي چې اصول خو هم انسانانو جوړ کړي دي. ځواب دا دی چې انسان بااکل کور مغزه هم نه دی، د حدیث د رښتیا او دروغ مالومولو اصول خورا رڼه، واضح دي. دا اصول د د یني اصولو رڼا کې جوړ شوي دي او اسلامۍ نړۍ پرې اتفاق لري او هر څوک یې په صحت باندې قانع کېدای شي، البته چې مطالعه یې کړي.

ستاسې د بریالیتوب او دونیوي او اخروي نیکمرغۍ په هیله

ملګری دی--
حمید هڅاند/هرات


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more