د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دملا محمد عمر آخند د اختر د پیغام د اول تکي ځواب

میرویس
23.10.2013

ګرانو دوستانو او د فورم محترمو ګډونوالو، السلام علیکم
د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر آخند دلوی اختر د حلول په مناسبت خپلو پیروانو او افغان ولس ته په خپل لیکلي پیغام کې ډیرې خبرې کړیدي، چې زه به یې په هر مفهوم خانګرې او لنډه تبصره کوم.
ملا صاحب، په خپل بیان کې لمړۍ داخبره کړیده:
د لوی اختر د خوښیو ورځې شپې پداسې حال کې لمانځو چې زموږ د هیواد تر څنګ په نړیواله سطحه اسلامي امت له خورا ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دئ، له یوې خوا د ټول امت پرخلاف ددښمنانو یرغلونه، دسیسې اوظالمانه اعمال جریان لري، او له بلې خوا پخپل منځ کې بې اتفاقي، بدبیني،تفرق،غداري او د اسلام ددښمنانو په لومه کې شکلتیا هغه مهلک امراض دي چې د امت بدن ته رسیدلي .

ځواب:
محترم ملا صاحب، دا متل به دې اوریدلئ وي چې وایي: یوه ګوته چې بل ته نیسي، څلور دې څان ته را ماتیږي]. پښتانه وایي چې اصلاح او بې لارې توب دواړه د خپل ځان نه پیل کیږي. که ته بې لارې شې، کورنې دې هم بې لارې کیږي، ورپسې کلئ، دره، او همداسې په مدار مدار ټول هیواد بې لارې کیږي او دا وبا ټولې نړۍ ته سرایت کوي، او دغه راز اصلاحات هم د خان نه پیل کیږي او بیا په مدار مدار ټول ملک او نړي ته لاره پیدا کوي.

قدرمنه ملا صاحب، د کورنیو جګړو پرخلاف اکثریت افغانانوستاسې د طالبانو تحریک موثر ګاڼه، خو چې تاسې قدرت ته ورسیدئ، خان اوملت دواره درنه هیرشول. په اقتصادي، روغتیایي، ملي دفاع، معارف، ښخو حقوقو، مدني حقوقو، اسلامي ارشاداتو، د ملک بنیادي اصلاحاتو او آبادیو او بین المسلم او نړیوالو روابطو له پلوه مو ملک د فقر او بربادۍ په ګدۍ کیناوه.

د ملک قبضه مو القاعدئ ته وسپارله، ملک مو ورباندې تباه کړ، زموږ د ملک نه القاعدې د کاراواییو په وجه، خارجي قوتونه راغلل او تاسې ګران افغانستان د خرجي قواوو سره دالقاعدې او بین المللی ترورستانو د جنګ په میدان بدل کړ.

تاسې چې اوس شکایت کوئ چې دافغانستان په شمول اسلامي امت تر تاخت او تاز لاندې دئ، همدغه د القاعدې ترورستان چې هر ملک ته تللې، هلته یې د قتل، بربادئ، د ولسونو د مهاجرت، او نوروملکونو یرغلونو ته د زمینې د برابولو نه پرته پل څه په ارمغان وړي دي.
تاسې د خپل زعامت په وخت کې په افغنستان کې او القاعدې په کوم ملک کې او په هغو علاقو کې چې تر نګین لادې یې دي او یا وي، ولسونو ته خدمت کړئ، کومه آبادي یې کړې، کوم اسلامي او یا متداول تمدن یې وړئ دئ؟

تاسې خو دا خپل سر پر کریبان کړئ او بیا د خپل بام واوره د بل په بام واچوئ.
محترم ملا صاحب، زموږ د واقعي دیني عالمانو په څیر د الله او ولس درضا په حاصلولو کې مثبت قدمونه جګ کړئ، چې الله دې په عمل کې برکت واچوي.
ستاسې د بیان پر بل مفهوم به ورسته تبصره وکړم.
په الله جل جلاله دې سپارم.


pattang
23.10.2013

انډيواله خوشې مرداري راوړې چې خای چټلوې او بوې یې ځي
ستا صليبي ملګري اسلامي نظام او کل‌چر په خپله بې خدايه بې دينه
کلچر په زور بد لوي اوددې کار لپاره هر کار کوي !
داده ګوره ستا غوندې خلک یې هم پلوي کوي !


میرویس
24.10.2013

پتنګ صاحبه، السلام علیکم
ولې ځان بې عزته کوې؟ ټول لوستونکي پوهیږي چې د تبصرې ځواب نلري، ځکه چې دطالبانو په برخه کې زما لیکنه برحق ده، د طالبانو منفي اړخونه نشې پټولئ او ځواب نه ورته لرې، نو ماشومانو غوندې بې منطقه بابولالې لیکي.

پل غلطوې او د خپلو استادانو د تعلیم مطابق کوښښ کوي چې مضمون بې اثره کړې او موضوع بدله کړې، خو پدې نه پوهیږي چې ستاسې دغه بې لارې توب، د شیطان د تعلیم پیروي، ستاسې ناولې اراده دافغانیت، انسانیت او اسلام سره ددښمنۍ نه پرته بل څه ندي.. نور نو افغان ولس ستاسې غوندې دښمنانو ددرغو، مکر او تیرایستنې قرباني نه کیږي.
که غل چالاک دئ، د کور څښتن هم بیدار.
الله دې تاسې د خپل لطف او کرم له مخې اصلاح کړي چې د اسلام په صراط مستقیم پل کی/دئ.
خدای پامان پتنګه.


pattang
24.10.2013

نه زويه ! دخلقيانو تيوريسن د له ځانه څخه جوړ کړی او زما
دسوال ځواب نه راکوې !!

داراته و وايه :

- چې افغانستان اشغال دی اوکه نه !
ـ اشغالګر هر کار کولی شي اوکه نه !
ـ دافغان مسلمان اولس وظيفه څه شی دی ؟

ستا د cia ډولې پرو پاګندې او درواغو ځواب به څه وي ؟ خو ټول
هغه شيان ليکې چې د cia مذدوره افغاني کرزۍ او نظاري مېديا
یې ليکی او وايې !


میرویس
24.10.2013

محترم پتنګ صاحب، السلام علکم
زما او ستاسې فرق همدومره دئ چې زه تل د پتنګ صاحب خطاب درته کوم، او د یوه افغان په توګه دې نازوم، خوتاسې د کوڅې اوبازارد لوچکانو او پای لوچانو په ژبه غږیږئ. تاسې چې دومره بی درائته، ناقص العقل او ساده لوح یاست، خود به په طالب پسې ځغلئ. ستاسې پوهه د بدوي طالب د پوهې نه زیاته نده، خود به په پټو ستګو او د غفلت په خوب بیده او بدون د چون او چرا نه په ړندو او کڼوپسې ځغلئ.
دا معقوله به دې اوریدلي چې وایي:
څوک چې په هیڅ شي نه پوهیږي، هر څه مني.
زموږ د بحث موضوع د طالبانو ناکاره اعمال دي. یو وار چې پدې مسئلې کې نتیجې سره ورسیږو بیا به تاسې خپله داعیا وړاندې کړئ.
د الله جل جلاله نه د انسان مقام ته فکري تکامل درته غواړم.


tandar
24.10.2013

ميرويس صيب سلامونه
حق نوم دخداي ،ج، دي ډير ي په حق خبري دي کړي هرڅوک چه په کوم نظر وي دهغه کار دي خودبل نظر ته بايد هم احترام ولري متل دي چه وايې .-
په زور کلي نه کيږي
څوک نورخلک په زور يابدوخبرو اوتهديد بدو ن له منطقه دځان هم نظر کولاي نه شي
ديوه ازاد هيواد په هيله


pattang
24.10.2013

دکنداريانو په اصتلاح مې زوی درته وېلي او زوی وېيل په
ځينو شرائطو کې کلتوري عادي خبره ده !
خو ستا خلقي / سيکولري منافقت ته ګوره ! چې ته دلته هم نور
غلطوې او هم ما !
دغسې يو بې منطقه بازاري خبرې چې اورم په ځان مې ورته تبه
شي ! که له نورو لوستونکو څخه شرم نه وی نو ډېر به مې سپک
کړی وی خوسره له دې څخه به دې سردرخلاص کړم !

- ته ولې خلکو ته دلوده ګمان کوې ؟ ستا ليکنې يوازي د طلوع او
دصليبې مذدورې ميديا پرو پاګنده ده ،په ځای ددې چې د اشغالګرو
او جنګي جنايتکرانو پسې وليکې په طالب پسې چې نن د مقاومت او
ازادي سمبول دی پرو پاګنده کوې او درواغ ليکې ! او هغه کارونه
چې cia او د نظار شورا يې کوي چې طالب بدنام کړي هغه ته
اودوی په ګډه سره په طالب ‌پورې تړۍ ! لکه چې دمذدوري لپاره
لکه حشمت خان په هره پرو پاګنده دالر اخلې ‍!

- د افغان په سترګه ماته ګورې خو اشغالګر نازوې !
زما لپاره اوس دا مهمه نده چې ته مې اقا وبولې اوکه نه !
زما لپاره هغه د لوڅو پښو طالب ډېر شرف لري نظر ستا کرزي
او نورو ته چې هر يو يې له مفعوله را نيولې تر جاسوس پورې
سوابق لري !

- ته طالب ته بدو‍ي وايې نو نه پوهېږم چې ته له کومه ځايه راځې!
ستا دمور نکاح چا تړلې او ستا په غوږ کې چا اذان کړی ؟
اوکه انکار کوې ؟ نن خو هغه ملا او طالب جنګېږي خو ته
داشغالګرو د ملا يانو اطاعت او پرو پاګنده ورته کوې !
ستا پلار او نيکه څوک وو ښه فکر وکړه !
لوی جاهل هغه ده چې وطن خرځوي پر دې آميد که نور يې ورته
اباد کړي! تف لانت په داسې بې مسلکو او بې غيرتوجاهلانو !

- دالاندې د څه چتليی ليکلې !

« زموږ د بحث موضوع د طالبانو ناکاره اعمال دي. یو وار چې پدې
مسئلې کې نتیجې سره ورسیږو بیا به تاسې خپله داعیا وړاندې کړئ.
د الله جل جلاله نه د انسان مقام ته فکري تکامل درته غواړم. »

ته اوس ټولو لوستونکو ته دلودګانو ګمان کوې او که دالر ډېردرکوي
او سترګې د له مزوالې دداسې پړ سېدلي دې لکه دې کرزي
د وزيرانو چې بې له کاره او مسلکه هره مياشت دکابل بانک څخه
په خپله کارت حرام معاش اخلي، کومې چې Cia ورته رالېږلي وي !

ستا په اند نو ته به په اشغالګرو پسې څه وخت ليکې ؟ هخه وخت
چې جيبونه دې په دالرو ډک او شين سترګي رالوی شي ؟
هغه وخت خو بيا ناوخته ده !
ترڅو چې اشغالګر وي طالب به وي اوله اشغالګرو سره خو تاسو
اوس دوستي کړې ده نو څه وخت به ته انتي اشغالګر ليکې !؟
داټول منافقت دی چې تا مخته اچولی !

زه دخپلو تېرو پوښتنو ځواب درڅخه غواړم !!!

[quote:0bf08f7848="میرویس"]محترم پتنګ صاحب، السلام علکم
زما او ستاسې فرق همدومره دئ چې زه تل د پتنګ صاحب خطاب درته کوم، او د یوه افغان په توګه دې نازوم، خوتاسې د کوڅې اوبازارد لوچکانو او پای لوچانو په ژبه غږیږئ. تاسې چې دومره بی درائته، ناقص العقل او ساده لوح یاست، خود به په طالب پسې ځغلئ. ستاسې پوهه د بدوي طالب د پوهې نه زیاته نده، خود به په پټو ستګو او د غفلت په خوب بیده او بدون د چون او چرا نه په ړندو او کڼوپسې ځغلئ.
دا معقوله به دې اوریدلي چې وایي:
څوک چې په هیڅ شي نه پوهیږي، هر څه مني.
زموږ د بحث موضوع د طالبانو ناکاره اعمال دي. یو وار چې پدې مسئلې کې نتیجې سره ورسیږو بیا به تاسې خپله داعیا وړاندې کړئ.
د الله جل جلاله نه د انسان مقام ته فکري تکامل درته غواړم.[/quote:0bf08f7848]


میرویس
25.10.2013

تندر صاجب، السلام علیکم
وروره، پدې نه چې نن ستاسې خبرې، محترم پتنګ صاحب ته زما د ځواب سره غبرګې شويدي، بلکه پدې آفرین درته وایم چې دین دې صاف دئ، حقیقت دې تائید کړ.
تاسې د پتنګ صاجب، دا وروستئ ځواب وګورئ، چې د غرونو سرونه سره ګنډه کوي. زه خو ورته وایم چې نارینه غوندې دې د طالبانو ملاتړ وکړي، خو حق ته دې حق او نا حق ته دې ناحق ووايي.
زه هم پر طالبانو غولیدلئ وم. ما ګمان کاوه چې دوی صاف پښتانه دي، او دپښتون وینه یې په رګونو کې فوارې وهي او د پښتون زړه یې په ټټر کې ټوپونه، خو طالبانو زما ګمان غلط ثابت کړ، او د ملک داجنبي لوی غلیم ددربارچوپړاو ملنګي کوي.
په خالق عالمیان دې سپارم.


میرویس
25.10.2013

پتنګ صاحب، سلام د زړه د اخلاص نه وړاندې کوم، خو خبرې په بړوسو شونډو.
قربان دې شم، ته د فورم د بحث او فردي رابطې، پښتونولۍ، او انساني تعلقاتو تر منځ فاصله کرښه نشي ایستلئ. ستاسې ټول ذکر، فکر، عواطف، عقل، هوش او د ژوند ګرد مسائل یوازې په یوه شي کې خلاصه شویدي.

د اوږده ځواب دې قدرکوم، خو ماهیت، تمرکز، پوده-تنسته، محور او انتظام نلري.
تاسې د غرونو سرنه دې سره ګنډه کړیدی. ملا صاحب مو د طالب سره، اونور مطالب مو بیا دنور موضوعاتوسره دروشته کړیدي. د مسجد ملا صاحب زما امام دئ.
د ملا صاجب نه مې، سپاره، قرآنکریم، خلاصه، کدري، یوسف او ذلیخا، پنج کتب، خواجه حافظ، ګلستان، بوستان او نور سبقونه ویليدي. خو طالب غولولئ یم، طالب زما ملک تباه کړئ، طالب د پردیو مریتوب کوي، طالب بدعت کوی، طالب د اسلام او افغان سره دښمنی کوي، او افغانستان ددې عظیم ملت په دښمن پلوري.

وروره، ستاسې لیکنه داسې ده لکه څوک چې په مردارو اوبو کې ګډ شي او هر چا ته یېور شیندي او لبای یې بې نمازه کوي. ته نه تور ویني نه سپين، نه ګرم او نه ملامت. د طالب نه پرته نور ټول سړي نه درته ښکاري.
يو ځل بیا د الله نه التجا کوم چې پ دین او دنیا دې ملاتړ وکړي او ددینا او آخرت د شرمسارۍنه دې، زما او ټول اسلام په شمول بر حذر کړي.
آلله مو مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more