د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پوښتنه

Naeem sadat
20.10.2013

ګرانو وروڼو السلام علیکم

زه یوه پوښتنه لرم که محترم حلیمی صاحب او نور علمای کرام زما دی پوښتنی ته ځواب ووایی نو مهربانی به مو وی

پوښتنه داسی ده ، الله ج انسان د څه لپاره پیدا کړ ؟؟؟؟؟؟


Re: پوښتنه

pattang
20.10.2013

ملتوال صيب دا موضع خو د thermodynamik او د ميخانيک نده
چې په يوو تړلي سيستم کې انرجي سابته پاته کېږي او يواخې شکل
يې تغيرکولی شي !

اوس راځم ستا سوال ته ما خو له خپلو علمآؤ کرامو څخه داسې
اورېدلي دي چې :

انسان خدای پاک دعبادت لپا ره پيداکړی دی!

عبادت يواځې [ ک ،ن، ز ،ر،ح ] ندي بلکې صداقت ،نيک عمل
کار او اولاد ته نفقه پيدا کول او ټول هغه نيک کارونه چې بشرته
يې ګټه رسيږي په عبادت کې حسابيږي !

[quote:ed62765919="نعیم ملتوال"]ګرانو وروڼو السلام علیکم

زه یوه پوښتنه لرم که محترم حلیمی صاحب او نور علمای کرام زما دی پوښتنی ته ځواب ووایی نو مهربانی به مو وی

پوښتنه داسی ده ، الله ج انسان د څه لپاره پیدا کړ ؟؟؟؟؟؟[/quote:ed62765919]



ع کريم حليمي
21.10.2013

محترم او مکرم نعیم ملتوال صاحب ، او ښاغلې پتنګه وروره !
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

ملتوال صاحب ، ستاسو پوښتنه دېره وسع او درنده پوښتنه ده ، او داسي په یوه ایات شریف کښي‌ ئې جواب نه موندل کیږي ، الخالق یو الله اکبر ذات دي ،او انســــــــان د الله اکبر نایب دی ، پس د داسي ذات نایب او بیا چـــــــــــه ذالجلال والإكرام و دې خپل نایب ته کرامت او جګوالئ هم ور بخښلی وي ، نو طبعاً يې د ډېرو جګو روابطین له پاره پیداکړی دی ، چه رابطه وساتي د خپل خالق سره او د مخلوق سره
(عبادت د خالق او خدمت د مخلوق )

درنښت


Naeem sadat
21.10.2013

محترم حلیمی صاحب ، محترم پتنګ صاحب او خوږو دوستانو السلام علیکم

مننه ستاسی له ځوابونو څخه ، خو محترم حلیمی صاحب ستاسی ځوابه بله پوښتنه پیدا کیږی هغه داچی له نایبه مطلب څه دی ؟؟؟؟
محترم حلیمی صاحب که لیږ څه وضاحت ورکړی منندوی به وم

و


اکرم
21.10.2013

درنو او محترمو دبحث ګډونوالو، ملتوال صاحب، پتنګ صاحب او ښاغلی حلیمی صاحب!
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
دا لاندې څو مبارک آیات دترجمې سره په دې هیله دلته را نقلوم چې ښايي دروان بحث سره د(ماخذ) په توګه مرسته وکړي:

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿۵۶﴾ الذاریات
و جن و انس را نيافريدم جز براى آنكه مرا بپرستند

وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾ البقره

و چون پروردگار تو به فرشتگان گفت من در زمين جانشينى خواهم گماشت [فرشتگان] گفتند آيا در آن كسى را مى‏گمارى كه در آن فساد انگيزد و خونها بريزد و حال آنكه ما با ستايش تو [تو را] تنزيه مى‏كنيم و به تقديست مى‏پردازيم فرمود من چيزى مى‏دانم كه شما نمى‏دانيد (۳۰)

وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۱﴾ البقره

و [خدا] همه [معانى] نامها را به آدم آموخت‏سپس آنها را بر فرشتگان عرضه نمود و فرمود اگر راست مى‏گوييد از اسامى اينها به من خبر دهيد (۳۱)

قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۳۲﴾ البقره

گفتند منزهى تو ما را جز آنچه [خود] به ما آموخته‏اى هيچ دانشى نيست تويى داناى حكيم (۳۲)

وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى ﴿۳۹﴾ النجم

و اينكه براى انسان جز حاصل تلاش او نيست

په درنښت



ع کريم حليمي
21.10.2013

درنو مکرمو او محترمو ، ملتوال صاحب ، پتنګ صاحب او محترم اکرم صاحب ، او درنو لوستونکو ! السلام علیکم
[quote:4717ba77fa]ستاسی ځوابه بله پوښتنه پیدا کیږی هغه داچی له نایبه مطلب څه دی ؟؟؟؟ [/quote:4717ba77fa]
الله اکبر پر ځمکه خپل نایب (نماینده )انسان ټاکلی ، او د خپلو ټولو صفتونو رحم ئې پرکړی خو داسي نایب چه :نیم مجبوره او نیم مختار

او مقصود د نیابت دا دي چه: د ځمکي پر مخ ټول ژوندي د شریعت او قانون وضعي پر کرښه روان کړي
درنښت


Naeem sadat
22.10.2013

محترم حلیمی صاحب محترم اکرم صاحب ډیره مننه ستاسو له ځوابونو څخه

اکرم صاحب ستاسی لیکنه یا هغه قرانی ایاتونه چی تاسی دلته راوړی زما د پوښتنی پر مورد ډیر مهم دی چی انشاالله وروسته پری راګرځم

اوس له حلیمی صاحب نه پوښتنه لرم که محترم حلیمی صاحب که دا پوښتنه ځواب کړی نو ډیره مرهربانی به یی وی

هغه داچی شریعیت څه شی دی ؟؟؟

ډ


وزیري
22.10.2013

ملتوال صاحب وایی: هغه داچی شریعیت څه شی دی ؟؟؟

شریعت را سه جُزو است، علم و عمل و اخلاص. تا این هرسه جُزو مُتحقق نشوند شریعت مُتحقق نشود. و چُون شریعت مُتحقق شد رضای حق سُبحانه و تعالی حاصل ګشت که فوق جمیع سعادات دُنیویه و اُخرویه است و رضوان من الله اکبر.
حضرت امام ربانی رحمة الله علیه په دي مکتوب کی د شریعت محمدیه علی صاحبها الصلوت والتسلیمات جامعیت او کاملیت بیانوي. او ددوه قسم ګروهو خاص طور تنبیه کوي.
اول هغه خام صوفیان متنبه کوي چی وایی شریعت کامل نده ، طریقت او حقیقت مغز او شریعت پوست ده. او دوي په دي باندي مغروره دی چی دوي نبی علیه السلام ته ډیر نیژدي دی ځکه چی مغز یی له دوي سره او پوست یی له علماؤ سره ده. دا محض یو باطله نظریه ده.
دوهم هغه علماء ظاهر متنبه کوي چی وایی چی طریقت او تصوف خلاف د شریعت او بدعت ده حالانکه تصوف د احسان او اخلاص دوهم نوم ده. او احسان او اخلاص دواړه له مامورات شرعیه نه دي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی وایی ان تعبدالله کانک تراه، او مخلصین له الدین کی چی راځي. دی ویی شریعت دری شی ده چی علم، عمل او اخلاص ده. علم او عمل له علماؤ کرامو او اخلاص د صوفیاء کرامو په صحبت پوری منحصر ده.
صورت د اخلاص یعنی د خپلو نیکو اعمالو په تشهیر او تعریف باندي خوشحالیدل او عزت، شهرت او رفعت مقصود ګرځول دي. د داسی خلکو اعمال کله د رضای نفس او کله د رضای الهیه تابع وی.
حقیقت د اخلاص یعنی سالک ته د تزکیه نفس حاصلیدل ترڅو د عزت، شهرت، رفعت او د منصب د ترک اهتمام وشی. دداسی خلکو ټول اعمال حسنه د رضای الهی تابع وی او همیشه په همدي اخلاص مستقیم پاتی کیږی.

د حقیقت او طریقت نه مُراد د شریعت حقیقت او طریقت ده. امام ربانی صاحب فرمائی:
حقیقت عبارت از حقیقت شریعت است نه آنکه حقیقت از شریعت جدا است. طریقت عبارت از طریق وصول است به حقیقت شریعت نه امری مبائن از شریعت و حقیقت. پس پیش از تحقق به حقیقت شریعت حصول صورت شریعت است فقط و حصول حقیقت شریعت در مقام اطمینان نفس است و وصول بدرجه ولایت.
له دی ارشاد نه دا معلومیږی چی هغه صوفیان چی خپل کمالات د شریعت له کمالاتو نه اعلی بولي مغرور او مفتون دی او هغه علماء چی طریقت او حقیقت له شریعت نه بیګانه بولي بی خبر او نور فراست نه محروم دی.

همدارنګه امام رباني صاحب وایی: و باطن مُتمم ظاهر است و مُکمل آن سر مُوی بایک دیګر مخالفت ندارد مثلا دروغ بزُبان ناګفتن شریعت است و از دل نفی خاطر کذب نمودن طریقت و حقیقت است. اګر این نفی به تکلُف و تعمل است طریقت است و اګر بی تکلف مُیسر است حقیقت. پس فی الحقیقت باطن که طریقت و حقیقت است مُتمم و مُکمل ظاهر آمد که شریعت است.

نو اوس داسی ویلای شو چی: د احکامو، اسرارو، اوامرو او نواهیو مجموعي ته شریعت وایی. د اوامرو تعمیل او د نواهیو نه اجتناب ته طریقت وایی. او د مصدقات مسائل شرعیه ؤ انکشاف او مشاهدي ته حقیقت وایی. یعنی حقیقت ته د رسیدو نه بعد ټول احکام او مسائل شرعیه کشفا مشهود کیږی او معامله له استدلال نه کشف ته او له ظن نه یقین ته رسیږی او همدا د تزکیه نفس اصلی مقام ده.

د طریقت او حقیقت فرق: د طریقت او حقیقت په منځ کی صرف همدومره فرق ده چی که په احکام شرعیه باندي په تکلف سره عمل روان وه نو دیته طریقت وایی او که بغیر د تکلف نه عمل پري جاري وی او سالک ته یو حظ بی کیف محسوسیده نو دیته حقیقت وایی. په دي مرتبه کی سالک ته ایمان حقیقی میسر کیږی او الله جل جلاله هم همدي ته اشاره کوي چی: یایها الذین امنوا امنو (النساء ۱۳۶). په دي آیت کی د ایمان صوري نه ایمان حقیقی ته د رسیدو حکم ده.

نو په نتیجه کی داسی ویلای شو چی: آدمی را از سه چیز چاره نیست تا نجات ابدی میسر ګردد، علم و عمل و اخلاص.

هیله ده چی خپل نظر راسره شریک کړی.

والسلام



ع کريم حليمي
22.10.2013

محترمو او مکرمو ملتوال صاحب ، اکرم صاحب ، وزیري صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
اکثره وخت شریعت او دین یو دبل مترادف وي
او په دغه بحث کښی ئې مفهوم داسي دی چه : یسیرو قواعدو ته شریعت ویل کیږي
نوح علیه السلام لمړئ نبی وو چه : ذالجلال په شریعت پابند کړ ، د ژوند کړنو ته ئې قواعد وضع سوه ، او محمد علیه السلام ورستي نبي دی
چه یسیر دین او یسیر قواعد ورته وضع سوي ( نرم ، آسانه او تحمل کوونکو قواعدو ته شریعت ویل کیږي ) هر کله که په قاعدو او دستورونو کښي سختي او حرج او سکنجه احساس کېدله نو دا قواعد له شریعته څخه خارج دي ( د محمد د عصر له شریعت نه خارج )
البته د موسي ع د عصر شریعت یسیر نه وو (فاقتلوا أنفسكم ذلكم خير لكم )

هر کله چه قواعد سخت او مشکل وي نو بیا شریعت نه بلل کیږي ، حکومتونه چه سخت قوانین وضع کوي نو داسي نظامنو ته ته ظالم نظامونه ویل کیږي

درنښت


Naeem sadat
25.10.2013

محترم حلیمی صاحب او درنو دوستانو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب ، که الله ج انسان ددی لپاره پیدا کړی وی چی پدی نړی شریعت حاکم کړی او شریعیت هم الهی احکام وی نو دا بیا دا معنا لری چی الله ج په انسان حکم کوی چی انسان پرمځکه د الله ج حکومت حاکم کړی ځکه چی شریعت خو یواځی پرخپل ځان نه حاکیمږی بلکی په ټولنه باید حاکم شی

چی له دینه دا معلومیږی
چی اول د اسلام مبارک دین سیاسی دین دی
دوهم د حکومت د جوړولو لپاره سیاسی فلسفه پکار ده یعنی اسلامی فلسفه بیا اسلامی فلسفه کومه یا څه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟



ع کريم حليمي
26.10.2013

محترم او مکرم سادات صاحب و درندو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله

مکرم سادات صاحب ، لوستلي او اورېدلی مي وه ، چه پوښتني د پوهانو او هوښیارانو سره پېدا کیږي ، کور ودانئ درته وايم ، ستاسو دغه عالمانه پوښتني زمونز له پاره ډېري مفیدي تمامیږي نه چه زما ادراک راژوندئ کوي بلکي غالباً لوستونکو لپاره به هم اطلاعات او معلومات وي
[code:1:770e8bcc09] حکومت د جوړولو لپاره سیاسی فلسفه پکار ده یعنی اسلامی فلسفه بیا اسلامی فلسفه کومه یا څه ده ؟؟؟[/code:1:770e8bcc09]

بلې ! د حکومت لپاره سیاسي برنامه په کار ده ، او اسلام یګانه او لمړئ او آخري دین او مذهب دي چه د ټولني پر افرادو ئې سیاست (خدمت ) واجب دي او قدیمي مقوله ده چه : سَيّدُ القومِ خَادِمُهُم ـــــ خادِمُ القومِ سَيِّدُهُم

زه اسلامي او کفري حکومت نه پېژنم ، زه تنها عادل او ظالم نظامونه پېژنم ، ولي چه رب العزة پر موږ ( انسانانو ) باندي عدل او خدمت واجب کړیدی( إِنَّ اللَّه يَأْمُر بِالْعَدْلِ )
لمړي دا تنظیم او عدل ساتنه له کورنۍ نه شروع کیږي ارشاد دی چه : أَلَا فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ

د مسلمانانو ټولني د تنظیم برنامه او فلسفه یا حکمت:[color=cyan:770e8bcc09] عدل او خدمت کول دي [/color:770e8bcc09]

اسلام ډېر ځوان دین او فلسفه ده ، اسلام تر دغه ګړیه پوره او اکثریت دخلګو لا ندي تسخر کړئ
او د فکرونو تسخر په خدمت او عدل سره کېدای سي ، یو وخت موږ وکولی سول ، په فلسفه د عدل او خدمت چین او هند ته ولاړو

کوم خلګ کولی سي چه : عدل او خدمت وکړي ؟؟ هغه څوک چه چګ اسلامي او محمدي اخلاق لري ( د کمال معیار اخلاق دي )

درنښت


Naeem sadat
29.10.2013

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب زما پوښتنی ستاسی څخه د یوه شاګرد له استاد څخه د پوښتنو لړی ده ځکه چی زه ستاسی محترم شخصیت ته د خپل استاد په سترګه ګورم ځکه چی له تاسی څخه می ډیر څه زده کړی
او تاسی همیشه زما پوښتنو ته په ډیره لویه سینه ځواب ویلی الله ج ددی خیر درکړی

محترم حلیمی صاحب ما ستاسی څخه پوښتنه کړی وه چی د اسلام د مبارک دین سیاسی فلسفه څه شی ده او ستاسی له ځوابه داسی ښکاری چی تاسی د اسلام د مبارک دین سیاسی فلسفه عدل ګڼی یا عدالت د اسلام د مبارک دین سیاسی فلسفه ګڼی چی زه هم پدی کی تاسو سره موافق یم

خو بله پو ښتنه داده چی

عدل څه شی دی ؟؟؟ یعنی عدالت څه تعریف لری

ایا کفار هم عدالت پلی کولی شی او که نه ؟؟؟؟ او که نه یی شی عملی کولی ، ولی او په په کوم دلیل یی نشی عملی کولی ؟؟؟؟
ایا مشرکین عدالت پلی کولی شی او که نه ؟؟؟ او که نه یی شی پلی کولی ، ولی او په کوم دلیل یی نشی عملی کولی ؟؟؟

ایا دا چی پاس اسمان دی او کوز مځکه دا عدالت دی ؟؟؟؟ یا ددی پوښتنی اصلی محتوا داده چی دا ټول څه چی کیږی دا خو د الله ج په اراده کیږی ایا همدا عدالت دی او که نه عدالت باید موږ پلی کړو ؟؟؟

ایا عدالت یواځی په اسلامی حکومت کی پلی کیدای شی ؟؟؟ که ځواب هو وی نو بیا په پرکتیک کی عدالت څنګه عملی کیږی ؟؟؟

نو که چیری موږ د عدالت په اساساتو پوه شو چی څه شی دی نو موږ به د اسلام د مبارک دین له سیاسی فلسفی هم باخبره شو

مننه


وزیري
30.10.2013

السلام علیکم

سادات صاحب محترم، الله جل جلاله د سورة الحج په ۴۱ آیت شریف کی مهرباني کوي.
الذین ان مکنهم فی الارض اقاموا الصلوة و اتوا الزکوة و امروا بالمعروف و نهوا عن المنکر و لله عاقبة الامور.
په دي آیت شریف کی الله جل جلاله د اسلامي حکومت څلورم مقاصد بیانوي چی هغه د لمونځونو قائمول، زکات ورکول، امر بالمعروف کول او نهي عن المنکر کول دي.
د اسلامي حکومت پنځم مقصد عدل او انصاف ده. الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کی د سورة ص په ۲۶ آیت شریف کی حضرت داؤد علیه السلام ته وایی: یداود انا جعلناک خلیفة فی الارض فاحکم بین الناس بالحق و لا تتبع الهوی فیضلک عن سبیل الله.
په دي حکم کی الله جل جلاله مونږه ته دا را وښودله چی عدل او انصاف د خپل عوامو سره د خلافت یا حکومت له بنیادي مقاصدو څخه ده.
اوس سوال دا ده چی دا عدل او انصاف څه شی ده؟؟؟
هرشخص کولاي شی چی د عدل او انصاف تعریف د خپل علم په مطابق وکړي خو دیته هغه عدل او انصاف نشو ویلای چی الله جل جلاله پري امر کړیده. د عدل او انصاف تعریف باید هغه تعریف وي چی الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم کړی وی. الله جل جلاله د سورة المائده په ۴۸ آیت کی دیته اشاره کوي چی: فاحکم بینهم بما انزل الله ولا تتبع اهوائهم یعنی ددوي په مابین کی د هغه حکم په مطابق فیصله وکړه کوم چی الله جل جلاله نازل کړیده او په خواهشاتو پسی مه ځه. له دي آیت نه دا معلومه شوه چی فیصله یا عدل او انصاف باید په خپل رای او تعریف سره نه وي بلکی د الله جل جلاله د حکم به مطابق وی.
هرسړی د انصاف نعري وهی خو حقیقی انصاف صرف او صرف د الله او د هغه د رسول حکم ده. سیکولر ډیموکراسی هم د انصاف دعوه کوی او په ډیر شور سره دا وایی چی د قانون په نظر کی ټول برابر دي لیکن په عملي صورت کی بیا ډیر سیکولران په جمهوري معاشرو کی د حکومت مشران په متعددو قوانینو کی مستثنی ګرځولي دی. دا به څنګه انصاف وي؟ انصاف خو دا ده چی پیغمبر علیه السلام وایی، او حدیث بخاري را نقل کړیده:
انما اهلک الذین قبلکم انهم کانوا اذا سرق فیهم الشریف ترکوه و اذا سرق فیهم الضعیف اقاموا علیه الحد، وایم الله لو ان فاطمة بنت محمد سرقت لقطعت یدها. وګوری پیغمبر علیه السلام په څومره واضحو ټکو د انصاف بیان کوي چی که چیرته فاطمه د محمد صلی الله علیه وسلم لور هم په غلا ګیر شی نو لاس به یی پری کیږی. په اسلامی تاریخ کی نوري داسی ډیری نموني شته چی مسلمو قاضیانو د حکومت په مشرانو فیصلي کړیدي او د خدای او دهغه د رسول قوانین یی بغیر له تبعیض نه عملي کړیدی.
په اخبار القضاة لوکیع، فی اخبار القاضی شریح صفحه ۳۶۱ کی د حضرت علی رضی الله عنه دعوه له یو یهودي سره ذکر کوي چی په کوم وخت کی چی حضرت علی رضی الله عنه امیر المؤمنین وه نو یوه زغره یی ورکه شوه او بیا یی له یو یهودي سره پیدا کړه چی هغه خرڅوله. حضرت علی رضی الله عنه دعوه پري وکړه او فیصله قاضی شریح ته ورغله. قاضی شریح له حضرت علی رضی الله عنه نه چی د وخت امیر المؤمنین وه شاهدان وغوښتل. حضرت علی صاحب یو شاهد قنبر او بل خپل ځوی ورکړل نو قاضی صاحب ورته وویل چی د ځوي شاهدي د پلار لپاره نه قبلیږی او فیصله یی د یهودي په ګټه وکړه. دیته وایی عدل او انصاف.
همدارنګه قاضی خیربن نعیم رحمة الله علیه د وخت خلیفه عبدالملک بن مروان چی له خپل تره ځوی سره یی دعوه لرله له خپل فرش نه جګ که او ورته یی وویل چی ته اوس ماته دا امتیاز نه لري چی ما سره په فرش کیني، جګ شه او د خپل د تره ځوی سره دي په څنګ کی کینه چی انصاف جاري شی.

کله چی عدل او انصاف د الله او د هغه د رسول په حکم پوري وتړل شه نو زما په خپل شخصی او شخصی نظر کفار عدالت نشی عملي کولای.

والسلام



ع کريم حليمي
02.11.2013

درنو او محترمو ،سادات صاحب ، وزیري صاحب او درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله

محترم وزیري صاحب ستاسو جوابي لیکنه مي ولوستل چه ډېره جامع او وسیع لیکنه ده . مننه

سادات صاحب ، تاسو پوښتلي دي چه : ((عدل څه شی دی ؟؟؟ یعنی عدالت څه تعریف لری ))

په هره کړنه او کلام او امر (الأَمْرِ شَيْءٌ) په باره کښي چه له افراط او تفریط څخه ځان د قدرت په اندازه وساتل سي ، نو عدل او میزان بر قرار سو ،

عدل : خورا ډېر اقسام لري ، د قاضي عدل ، خدایی عدل ، د پولیس عدل ، په صناعت کښي‌ عدل ، په خبرو کښي عدل.................

د طیارې په جوړېدلو کښي هر څه په عدل او میزان اسمبل کیږي ، که د سنټر ګرابټي د میزان مراعت ونکړي نو طیاره نسي الوتلای
او رب ذوالاجلال و الاكرام هم فرمايي چه : وسماء رفعها و وضع المیزان

[code:1:373927213c] ایا دا چی پاس اسمان دی او کوز مځکه دا عدالت دی ؟؟؟؟[/code:1:373927213c]
طبعا عدالت دی ، فارجع البصر هل ترى من فطور!!! هر کله چه نا اړوندي نه لیدل کیږي نو پس صد في صد میزان برابر دی
داچه الله واحد او احد دی ، هر څه ئې عدل دي ، ولي چه موږ واحد او احد نسو لیدلی او په ذات کښي ئې فکر هم نسو کولی ، پس نو دی حق دي ، او د میزان خالق هم دي
[code:1:373927213c] ایا کفار هم عدالت پلی کولی شی او که نه ؟؟؟؟[/code:1:373927213c]
موږ بعضي وخت و فیزیکي میزان ته اړتیا لرو او بعضي و خت معنوي

موږ چه په نیویارک کښي پټاټې رانیسو له ډجیټل میزان څخه کار اخلو
او محکمې ته چه ولاړ سو ، قاضي وضعي قواعد بیله افراط او تفریط څخه تطبق کوي ، په امریکا کښي هم سترګه په سترګه ده (وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالأَنفَ بِالأَنفِ)
خو د چا سترګي نه کاږي ، د سترګو د کښلو او د وینو په عوض کښي خون بها اخلي ( پس دغه عدل دي )
[code:1:373927213c]نو که چیری موږ د عدالت په اساساتو پوه شو چی څه شی دی نو موږ به د اسلام د مبارک دین له سیاسی فلسفی هم باخبره شو [/code:1:373927213c]
په ټولنه کښي له دقیق ترازو کار اخستل ، په محکمه کښي د دستور او قانون تطبق کول بیله افراط او تفریط نه ، عـــــــــدل ، میزان او انصاف دی !!!!

نوټ : هره ټولنه خپل ځان ته د عدل له پاره خپل د مقیاس واحد لري

څوک کېلو ، څوک پاونډ ، څوک متر څوک یارد
څوک دستور ، څوک قانون ، څوک شریعت
درنښت


Naeem sadat
05.11.2013

محترم حلیمی صاحب محترم وزیر صاحب او نورو ګراڼو ورڼو السلام علیکم

محترم وزیری صاحب هغه مبارک ایت چی تاسی دلته راوړی که مهربانی وکړی او په باره کی یی لیږ تفصیلی معلومات راکړی چی نوموی ایت شریف په کوم حالت کی راغلی ترجمه او تفسیر یی ځنګه ده او دا ایت ادامه هم لری او کنه ؟؟؟؟؟

د


وزیري
05.11.2013

وعلیکم السلام

سادات صاحب چون ما په لیکنه کی دری آیت شریفه راوړي او ستاسو له الفاظو داسی معلومیږی چی تاسو د یو ایت معنی او تفسیر غواړي. هیله ده چی واضح یی کړی چی کوم آیت دي مطلب ده.

والسلام


Naeem sadat
05.11.2013

وزیری یو ځل بیا سلامونه

مطلب دا مبارک ایت دی (الذین ان مکنهم فی الارض اقاموا الصلوة و اتوا الزکوة و امروا بالمعروف و نهوا عن المنکر و لله عاقبة الامور)


وزیري
05.11.2013

ځما له طرف نه بیا هم وعلیکم السلام:

تر هغه پوری چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه معظمه کی وه نو مسلمانانو ته دا حکم شوی وه چی د کفارو په سختیو باندي صبر وکړی. مسلمانانو تر دریالس کلونو پوري خورا ډیر سخت تکلیفونه او ظلمونه وګالل او د کفارو د زهره چوونکو ظلمونو او تیریو په مقابل کی یی بی مثاله صبر او استقامت او ثبات ښکاره کړ. کله چی مدینه منوره دارلاسلام وګرځید او د مسلمانانو یوه وړه ډله په دغه مستقل مرکز کی سره یوځای شوه نو هغو مظلومو مسلمانانو ته چی کفارو به تل ورباندي ظلمونه کول او جنګونه به یی ورسره کول اجازه ورکړل شوه بلکی حکم ورته وشو چی د دغو ظالمانو په مقابله کی توري وکاږي! او د خپلی ډلی او مذهب حفاظت په پوره حمیت سره وکړی. الله جل جلاله ددي حکم د کولو لپاره دا آیت شریف نازل کړل چی:
اذن للذین یقتلون بانهم ظلموا، و ان الله علی نصرهم لقدیر. (سورة الحج ۳۹). ترجمه: حکم ورکړی شوی دی (د قتال) هغو کسانو ته چي قتال ورسره کاوه شی (د کفارو له خوا) په دی سبب چي بیشکه په دوی ظلم شویدی، او بیشکه چی الله په مرسته د دوی خامخا ښه قادر دی.
یعنی ای مؤمنانو! له خپل قلت او سروسامانی څخه مه ډاریږئ. الله تعالی یوه ډیره وړوکی بی وسیلی ډله هم د دنیا د لویو لویو فوځونو او سلطنتونو په مقابل کی بریالی کولای شی. په حقیقت کی دا په مالک الملکوتی طرز له مسلمانانو سره د نصرت او مرستي وعده وه.
د سورة الحج ۳۹ آیت نه وروسته الله جل جلاله بیا وایی: الذین اخرجوا من دیارهم بغیر حق الا ان یقولو ربنا الله، ولو لا دفع الله الناس بعضهم ببعض لهدمت صوامع و بیع و صلوت و مسجد یذکر فیها اسم الله کثیرا، ولینصرن الله من ینصره، ان الله لقوی عزیز. (سورة الحج ۴۰).
ترجمه: (دغه مظلومان مهاجران) هغه کسان دي چي ایستل شوی دی له کورونو خپلو په ناحقه سره (او بل هیڅ سبب د اخراج نه وه مګر دا) چي ویل به دغو مومنانو رب زمونږه خالص یوازی الله دی او که چیری نه وی دفع کول د الله خلکو لره ځیني د دوی لره په ځینو نورو باندي، نو خامخا نړولی شوی به وي تکیی او مدرسی او عبادتخاني او مسجدونه چه یاداوه شی به هغو کی نو د الله ډیر، او خامخا مرسته به وکړی هرومرو الله له هغه چا سره چی مرسته ورکوی دین ددغه الله ته. بیشکه چي الله خامخا قوي، ډیر زور والا دي په هرچا.
یعنی هغه مهاجر مسلمانان چی له خپلو کورونو څخه وویستل شول د هغوی بل هیڅ جرم نه وه او نه پری چا څه دعوه درلوده پرته له دی نه چی دوی ولی یو الله تعالی ته خپل رب وایی؟ او ولی خښتو او ډبرو ته سجدي نه کوي! ګواکی که په دوي ډیر لوی الزام لګول کیږی هغه دا دی چی و دوی ولی له ټولو څخه جدا شوی او یوازی له یو الله تعالی سره یی د خپل عبودیت تعلقات قائم کړیدی.
له دی آیت شریف نه بعد همدا یوڅلویښتم آیت شروع کیږی چی د کوم به باره کی ما مخکي لیکلی وه. دا آیت شریف داسی ده چی:
الذین ان مکنهم فی الارض اقاموا الصلوة و اتوا الزکوة و امروا بالمعروف و نهوا عن المنکر، و لله عاقبة الامور.
ترجمه: (دغه مهاجر مظلومان) هغه کسان دي چي که چیری قدرت ورکړو مونږ دوی ته په ځمکه کی نو قائموی لمونځونه او ورکوی به زکوة او امر یا حکم به کوي (خلکو ته) په معروف یعنی نیک شرعی کار سره او منع کوی به دا خلک له بد کار څخه او خاص د الله په اختیار کی ده آخره خاتمه د ټولو کارونو.
یعنی الله جل جلاله به ولی له داسی یو قوم سره خپل کومک نه کوي چی که الله تعالی دوی ته د ځمکی د مخ سلطنت ورکړی نو دوی به خپله هم نه وي غافله او نورو ته به هم دا پورته ذکر شوي کارونو توصیه کوي او د عملي کولو کوشش به یی کوي. او همدا د الله تعالی پیشګويی ریښتیا هم شوه چی د اصحاب الکرام رضی الله تعالی عنهم خصوصا د مهاجرینو او په هغو کی په اخص الخصوص د راشدینو خلفاؤ رضوان الله تعالی علیهم اجمعین حقانیت، مقبولیت او منقبت په ټوله دنیا کی ثابت شو.

نو د قرآن همدومره اشاره ډیر زیات کفایت کوي چی د حکومت اساسات باید څه شی وي.

په عجله کی می لیکلې ده، هیله ده چی اشتباه می معاف کړی.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more