د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالبان د افغانستان پوده تنسته ورانوي

اتل
18.10.2013

ډیرو محترمو، لوستونکو، السلام علیکم.
طالبان هره ورځ په درجنونوخلک د لارې باسې، د جهاد په پلمه یې د خپل مسلمان ولس په مقابل کې جنګوي، او پخبله د خیر په غونډۍ په خارج کې ورته ناست دي، مزې چړچې کوي. طالبان بې وزله او بې تعلیمه پښتانه د جنګ د وسلې په ډول کاروي، خو دې ته پام نه کوي او اهمیت نه ورته لري، چې ددواړو خواوو نه پښتانه مري، ددواړو خواوو د وژل شوو پښتنو، میندې او میرمنې بورې او کونډې کیږي او اولادونه یې یتیم کیږي، د تعلیم نه پاتې کیږي، د لوږې سره مخامخ کیږي، او مزدورې ته اړ کیږي.

دا بې سرپرسته ماشومان، میرمنې او خویندې میندې، دتباهۍ سره مخامخ کیږي، او د افغاني ټولنې د اوږې بار کیږي. په افغانستان کې همدا اوس دومره معیوبان او بې سرپرسته نفوس موجود دئ چې، حکومت او روغ نفوس یې غمخوري نشي کولای. دغه بوج راتلونکي نسلونه هم په امان کې نه پریږدي. ددې موجوده بې سر پرسته، او معیوب نفوس خواره اولاده چې ډول ډول امراض یې کړوي، د راتلونکې نسل د ودې، پرمختګ، او تر قۍ د لارې خنډ کیږي، او افغانستان نشي کولای د يوه سالم ملک په ډول په بین المللی ټولنه او بالخصوص سیمه کې دژوند په هره عرصه کې سیالي وکړي.

داملک به په دوامدار ډول د نورو ملکونو مرستو او چندو ته ناست وي او نه به خپل ابتکار لری، نه اقتصاد او نه کومه ښیرازي. مرستندویه ملکونه هم د خپلو مرستو تر څنګ ځانګړي شرائط ږدي، او پدې ترتیب به افغانستان د دایمي غلامۍ نه آزاد نشي.
مثلاً یوه ډله طالبانو د پتیکا د ولایت دسر روضې په ولسوالۍ نن یرغل وکړ، امنیتي قواوو په شا وتمبول، او د ایساف د هوایې قوې ملاتړ یې وغوښت، او هوایې قوې پر طالبانو باندې په بمبارۍ کې اوه تنه طالبان وژل.

د هر طالب په مړینه خو به په اوسط ډول اوه تنه خوار شوي وي، چې جمله قریب پنځوس تنه کیږی. خو که ددوی حمله کامیابه شوې وای، کیدای شو چې په لسګونو نور هم ووژني. آیا پدې حمله کې څومره پښتانه خواریدل؟
طالبان هره ورځ په ملک کې په لسګونو دغه ډول حملې کوي، او افغانستان د یوه لوی ناورین کوهي ته ورټیل وهي.
الله دې طالبان د اسلام په روښانه لار روان کړي، چې په ملک کې د صلحې سبب شي، هم الله او هم ولس ترې راضي شي
آمین.
دا لاندئ خبر، خبریال خپور کړیدئ:
=====
ایساف په پکتیکا کې اوه وسله وال ووژل
24 میزان / تله 1392, 7:05
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ
د پکتیکا ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ایساف هوايي برید اوه وسله وال مخالفین ووژل.
یاد هوايي برید تېره شپه ناوخته هغه مهال ترسره شو کله چې یوې ډلې وسله والو مخالفینو د سر روضې په ولسوالۍ برید وکړ.
ددې ولسوالۍ ولسوال رازمحمد مخلص وايي چې د پولیسو پر وسلوالو مخالفینو ځوابي برید وکړ چې په پایله کې دوی د ولسوالۍ د موسي خېلو سیمې ته وتښتیدل.
مخلص وايي چې د برید پر مهال امنیتي ځواکونو د ایساف له هوايي ځواک څخه د
مرستې غوښتنه وکړه.
د سرچینې په خبره چې د ایساف هوايي ځواک پر وسله والو برید وکړ چې په پایله
کې یې اوه وسله وال ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سر روضه ولسوالي د پکتیکا ولایت له ناامنه ولسوالیو له جملې وه چې د سیمه اییزو پولیسو په رامنځته کیدو یې امنیت ښه شوی وو خو د څه مودې راپدېخوا پکې یو ځل بیا امنیتي پېښې زیاتې شوي دي.
ابدالي محزون
خپرونکی: عبدالمنان ارغند.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more