د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

لراوبر همکاري او که بربادي؟

اتل
16.10.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
افغان طالبانو د لوګر په یوه مسجد کې په قرآنکریم کې بم کیښود او والي ارسلا جما ل یې وواژه او ۱۵ نور عبادت کونکي یې زحمي کړل، او د پاکستان طالبانو نن د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر اسرار الله ګنډاپور په ډېره اسماعیل خان کې د خپل کور مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې وواژه. دوی پدې حمله کې اوه تنه نور هم ووژل او ۱۲ یې زخمي کړل.
لراوبر پښتانه که لاسونه سره ورنکړيو او ددې تروریزم ددې طوق لعنت نه د ځان د نجات دپاره کومه لار را پیدا نکړي، یو پر بل پسې به مري، معارف او تمدن به سقوط کوي، او دواړه لوري به بربادیږي.

ګډ دردونه خلک سره نږدي کوي، لراوبر پښتانه به مجبوریږي چې د خپلې بقا دپاره به ګډ دشمن د قومي، مذهبي، جرګو. ننواتو او طالبانو د منزوي کولو په لاره کې يو موټئ شي تر څوهم طالبان او هم ټول پښتون ولس د تروریزم د شر نه خلاص کړي. پدې اریتباط بي بي سي او نورو نړیوالو او سیمه ایزو رسنیو رپوټونه خپاره کړیدي.


Re: لراوبر همکاري او که بربادي؟

pattang
16.10.2013

نه ! څوک چې وجدان نلرې خوشې ګډ وي هغه ايمان هم نلري !
څوک چې عقلل او منطق نلري ژر ځان خرڅوي او دپردويو دلاس
اله ګرځي !

دلوګر په يوو مسجد کې .. بله بله بله ،خوله وازه مغز جاهل سترګې
پټې …

دلوګر والي طالبانو ته نسبتي نږدې يو سړی وو ، هغه وېلې وو چې
طالبان يو سياسي او جنګي قدرت دی نو بايد د سولې له لارې خبرې
ور سره وکړی شي او په واک کې شر يک شي !

دکرزي په ټولو واليانوکې شهيد شوی والي شه سړی وو!
نو داخره دشمالي دغلواوcia په پوست بده لګېدلې وه او ده !
نو يوه کوچنۍ مقدار tnt چاودېدونکي مواد یې په مېګاپون کې
ورته تخته کړي وو نو کله چې والي خبرې کولې دلرې نه tnt
واولوزول شول او والي یې شهيد که !

دروغ اوږد مزل نلري !

ـ طالبان د قران شريف خدمتګاره او ايمان پلري لري نو هيڅکله به
يې داسې استعمال نکړي لکه صليبي اشغالګر !
- مخکې لدې چې والي خبرې کړې وی ولې مېګا پون / mikrofon
د cia له خوا کنترول نشه ؟
او د امنيت شرائط ولې مراعات نشول ؟
- والي خلکو ته قران شريف لوست او په مکروفون کې یې خبرې
کولې ؟

دځينو درواغو او بوينو خبرو دکور ګډ شي !

[quote:1efe907a90="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
افغان طالبانو د لوګر په یوه مسجد کې په قرآنکریم کې بم کیښود او والي ارسلا جما ل یې وواژه او ۱۵ نور عبادت کونکي یې زحمي کړل، او د پاکستان طالبانو نن د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر اسرار الله ګنډاپور په ډېره اسماعیل خان کې د خپل کور مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې وواژه. دوی پدې حمله کې اوه تنه نور هم ووژل او ۱۲ یې زخمي کړل.
لراوبر پښتانه که لاسونه سره ورنکړيو او ددې تروریزم ددې طوق لعنت نه د ځان د نجات دپاره کومه لار را پیدا نکړي، یو پر بل پسې به مري، معارف او تمدن به سقوط کوي، او دواړه لوري به بربادیږي.

ګډ دردونه خلک سره نږدي کوي، لراوبر پښتانه به مجبوریږي چې د خپلې بقا دپاره به ګډ دشمن د قومي، مذهبي، جرګو. ننواتو او طالبانو د منزوي کولو په لاره کې يو موټئ شي تر څوهم طالبان او هم ټول پښتون ولس د تروریزم د شر نه خلاص کړي. پدې اریتباط بي بي سي او نورو نړیوالو او سیمه ایزو رسنیو رپوټونه خپاره کړیدي.[/quote:1efe907a90]


اتل
17.10.2013

پتنګ صاحب، السام علیکم
پتنګ صاحبه، ولې په تندورکې د لاندې ګټوې غوندې یو ناڅاپه را وخوتکیدلې؟
لکه چې د محترمو، مجاهدو، په وطن مینو، او ترټولو مهمه، د اسلام او شریعت دداعیانو، ستا کلیوالو پښتنو طالبانو، د اسلامیت، بشریت، دین او مذهب، اخلاق، نړیوالو نورمونو. او ټولو ادیانو او اصولو معیارونه مات کړل. د الله په کور یې تعرض، وکړ، دالله رالیږلئ کتاب یې وسیزه او بې حرمتي یې وکړه، په عبادت کونکو یې ګذار وکړ، د قربانۍداختر مقدسه ورځ یې په غم واړوله، نو ځکه تاسې دریدیلي یاست، او د یوه مسلمان افغان په حیٍث د غسې بدعتي او غیر اسلامي اعمال نشئ زغملئ، نو ځکه د طالبانو د پل د پټولو دپاره اوتی بوتې ولئ، جعل کوئ او د مسلمان او متقي ولس سترګو ته ایرې ورشیندئ.

تاسې له یوې خوا وایاست چې : [ دلوګر والي طالبانو ته نسبتي نږدې يو سړی وو ، هغه وېلې وو چې
طالبان يو سياسي او جنګي قدرت دی نو بايد د سولې له لارې خبرې
ور سره وکړی شي او په واک کې شر يک شي !
دکرزي په ټولو واليانوکې شهيد شوی والي شه سړی وو]!

او له بلې خوا وایاست څوک چې د کرزي په حکومت کې کار کوی، واجب القتل مباح الدم دي، ځکه چې د کرزي حکومت د اشغالکرانو حمایت کوي.

پتنګ ګله، تاسې هغه هم کوئ او دغه هم کوئ. ددې ډول منافت نه لاس واخلئ، چې الله تعالا مو په منافقینو کې حساب نکړي.
تاسې پخپلو خبرو کې د حقیقت د کتمان د ګناه مرتکب شوی یاست او دغه راز دتهمت د لګولو جوګه شوي هم یاستئ.
الله دې مرسته درسره وکړي، چې نیک، اهل او صالح سړئ شي.


pattang
17.10.2013

زه نه پو هيږم که ښونځی د لوستلی وي نو تحريري پارچه به
د څرنګه حل کوله !
ته راځې اوس پتنګ ته دعقل دوایې ورکوې ؟

- طالبان هره هغه خپله حمله چې کړې يې وي تائيدوي !
- په لوګر کې هم نورې ډېرې حملي تائید کړې اومنلې دي !

❂ خو داحمله يې رد کړې ده !!!

- که تخنيکي او محافظوي دې فکر کولی شوی نوداسې چيټيات
به دې نه ليکل !

دځلاند ليکنه ولونه !

http://www.tolafghan.com/posts/28357

ستاددووهم ابتکار په ځواب کې :

دکرزي په دولت کې دکار کونکو کثافت نسبتي دی او دغه والي
له صفر نه ښۍ خواته ولاړ وو ، خو دوالي دواړه د ملي او اميتي
سا تنې مسئولين یې ډېر چپې خواته ولاړ دشورایې نظار غړي
پنجشيريان دي !.
دطالبانو دسولېخبرې اوجنګ له فاسدينو سره نسبتي دي !!

ته اوس داوږدغوږيو تور پېکويو خلقيانو کړنه او وړنه مه ترې جووړه
چې بيله ديکتاتوري د پرولېتاريا يې بل څه نه تکرارول
خو په مانا او عملي کولو یې هيڅ خبر نه وو!

✿‌ منافقت :
منافقت خو هغوی کوي چې د يوو فاسد رژيم تر سيوري لاندي
د اشغالګرو تر سيوري لاند ې خپل اولس غلو ي او داهم دڅو دالرو
او چوکۍ لپاره چې دا جاهل پرې کښېني !

[quote:f78bfa41f2="اتل"]پتنګ صاحب، السام علیکم
پتنګ صاحبه، ولې په تندورکې د لاندې ګټوې غوندې یو ناڅاپه را وخوتکیدلې؟
لکه چې د محترمو، مجاهدو، په وطن مینو، او ترټولو مهمه، د اسلام او شریعت دداعیانو، ستا کلیوالو پښتنو طالبانو، د اسلامیت، بشریت، دین او مذهب، اخلاق، نړیوالو نورمونو. او ټولو ادیانو او اصولو معیارونه مات کړل. د الله په کور یې تعرض، وکړ، دالله رالیږلئ کتاب یې وسیزه او بې حرمتي یې وکړه، په عبادت کونکو یې ګذار وکړ، د قربانۍداختر مقدسه ورځ یې په غم واړوله، نو ځکه تاسې دریدیلي یاست، او د یوه مسلمان افغان په حیٍث د غسې بدعتي او غیر اسلامي اعمال نشئ زغملئ، نو ځکه د طالبانو د پل د پټولو دپاره اوتی بوتې ولئ، جعل کوئ او د مسلمان او متقي ولس سترګو ته ایرې ورشیندئ.

تاسې له یوې خوا وایاست چې : [ دلوګر والي طالبانو ته نسبتي نږدې يو سړی وو ، هغه وېلې وو چې
طالبان يو سياسي او جنګي قدرت دی نو بايد د سولې له لارې خبرې
ور سره وکړی شي او په واک کې شر يک شي !
دکرزي په ټولو واليانوکې شهيد شوی والي شه سړی وو]!

او له بلې خوا وایاست څوک چې د کرزي په حکومت کې کار کوی، واجب القتل مباح الدم دي، ځکه چې د کرزي حکومت د اشغالکرانو حمایت کوي.

پتنګ ګله، تاسې هغه هم کوئ او دغه هم کوئ. ددې ډول منافت نه لاس واخلئ، چې الله تعالا مو په منافقینو کې حساب نکړي.
تاسې پخپلو خبرو کې د حقیقت د کتمان د ګناه مرتکب شوی یاست او دغه راز دتهمت د لګولو جوګه شوي هم یاستئ.
الله دې مرسته درسره وکړي، چې نیک، اهل او صالح سړئ شي.[/quote:f78bfa41f2]


طیب زابلی *
18.10.2013

یوه خبره چی سړی کوی باید چی له مخکی دا وسنجوی چی داخبره څومره حقیقت لری اوترڅومره حده دمنلو وړده،
ایا داعقل منی چی په قرآن کریم کی دی دومره مواد ځای پرځای شی چی یونفر دی مړ او ۱۵ دی زخمیان کړی؟


اتل
21.10.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم.
قربان دې شم، ته خو دومره ساده او انپړ نه یې چې پدې نه پوهیږي چې څومره چاودونکې مواد د څومره تخریب قابلیت لري. ته تجاهل عارفانه مه کوه، ته ښه پوهیږي چې د مسئلې بیځ چیرته دئ. د مسلمان ولس ددوکه کولو نه د خداي په لحاظ لاس واخله.
ته چې د جهان د علم د سمندر سوکونه پر سینه وهي، پدې نه پوهیږي، چې مختلف چاودونکې مواد د تخریب متفاوت قابلیتونه لري. ددې موادو د چاودنې آني وخت، سرعت، د تخریب قابلیت، د تخریب اندازه او نور مشخصات څه دي، یو ړوند او کوڼ هم لا اقل دا سوچ کولای شي چې چاودونکي مواد مختلف قابلیتونه لري.

ستاسې طالبانو په کندهار کې په لنګوټې مسجد ته بم یونه وړ؟ په یاد دې دي چې څومره نماز ګذاران یې ووژل او زخمي کړل او څومره د قرآنکریم نسخې یې پکې وسیزلې؟
پاکټي بمونه خو به دې اوریدلي وي، چې ترورستان مشخصو افرادو ته د لیک په پاکټ کې بم ږدي او پاکت پرانستونکې پرې وژني؟ که په پاکت دومره کوچنئ بم سړئ وژلئ شي، نو دقران شریف په کتاب کې خو د هغو پنځس چنده زیات چاودونکې مواد ځای پر ځای کولای شي.
الله دې ستاسې سره مرسته وکړي، چې په لوی لاس مسائل مسخ نکړئ.


طیب زابلی *
22.10.2013

وعلیکم السلام
اتل صیب داخبره سمه ده چی قسم قسم چاودیدونکی مواد شته
مګردا چی طالبان دی داسی پرمخ تللی مواد په لاس کی لری دانه منم
که داسی وی نوبیا خوطالبان ددی ضرورت نه لری چی بسته ټیلر پټاو کړی
بلکی یوکلو مواد به دټیلر کار کوی،اوکه چیری طالبان داسی مواد هم ولری نو
هغه به په ډیرمهم هدف کی استعمالوی ،ارسلا خو دومره اهمیت طالبانو ته نه درلودی
اوبل په کتاب کی دورلګیت دخاشی پراندازه شی چی پروت وی هم معلومیږی
چی دالته یو شی شته نودامواد چی هرڅونه کم شی دورلګیت ترخاشه خو به نو زیات وو،
اودپاکټی بمونوله نامه می نه دی اوریدلی،
دامی اوریدلی دی چی په پاکټ کی یوقسم زهری پوډر ایښودل کیږی بیا چی کوم څوک
داپاکټ خلاص کړی نودبوی اوګاز له وجی یی وژنی،دامی اوریدلی دی،
مګرداچی په پاکټ کی بم ایښودل کیږی او بیا پټاویږی دامی نه دی اوریدلی،
ما دا دعوه هیڅ وخت نه ده کړی چی زه دعلم سمندر یم داستاسوعادت ده چی پرخلکو په سپینو سترګو تورونه لګوئ ،مګرخوبیاهم دومره معلومات لرم چی ستاغوندی خلک می نشی خطاایستلی،
اواصلی خبره خوداده چی ستاسو حکومت پخپله داوویل چی بم په میګروفون کی ځای پرځای شوی وو،اوداکار شمالی ټلوالی کړی ده چی پخپله ارسلا هم دا خطر احساس کړی وو،
مګرخوته اوستاغوندی نور وظیفه کاران لکه خروټی چی ډاله ته سورشی بس بیا هیڅ نه اوری خپل اتڼ کوی تاسوهم داسی یاست ،ټولی رسنۍ اوحکومت پخپله دا وایی چی داکار شمالی ټلوالی کړی او بم په میګروفون کی ایښودل سوی وو،مګرخوتاسو خپله خبره ترغوږ نیولی دبل دانه اورئ،طالبان چی هربرید وکړی پړه یی منی خوددغه برید پړه یی نه ده منلی،ته یی په کوم دلیل پرطالبانو تړی،
(د لوګر د والي وياند دین محمد دروېش بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي په هغه مایکروفون کې ځای پر ځای شوي وو، چې ارسلا جمال په کې د پل علم په جامع جومات کې د اختر له لمانځه وروسته خلکو ته وینا کوله.،.بی بی سی)


اتل
22.10.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
ورور جانه، تاسې رښتیا وایاست چې د قرآنکریم په نسخه کې نښه دې همدې دپاره ایښودل کیږي چې، تلاوت کونکئ، لوستلئ ځای پیدا کړي. که پدې پاک او یا هر بل کتاب کې کوم شئ کیښودل شي، د پاڼو تر منځ درز پیدا کیږي او البته پدې ترتیب بم نشي پکې ایښودل کیداي.

خو د افسوس خبره داده چې، تاسې به لیدلي وی او که نه، په تلویزیون کې یې صحنه وښودله چې د قرانکریم پاڼې یې سورۍ کړې وې او وقایې یې ژوندۍ وې، او بم یې د قرآنکری په راایستل شوې ګوګل کې ایښئ ؤ او بیایې چولې ؤ
پدرناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more