د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د ملا محمد عمرآخند دوینا څو مهم ټکي.

اتل
14.10.2013

محترمو لوستونکو اسلام علیکم ورحمت الله وبرماته
د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا محمد عمر آخند د لویختر د څلول په مناسبت یوه اوږده وینا کړیده. د هغه د وینا ځینې ټکې په زړه پورې ديږ
دا هم د ملا محمد عمر آخند د اوږدې وینا یو څو ټکي:
====
د افغانستان اسلامي امارت ټولو افغانانو ته ډاډ ور کوي چې د هېواد د خپلواکۍ او د یوه داسې خپلواک اهلیت در لو دونکي اسلامي افغان شموله نظام د قایمېدو لپاره هڅې کوي، چې د ولس سوکالي، پرمختګ، اجتماعي عدالت، پرته له تبعیض نه کار اهل کار ته سپارل یې د تګلارې اساسي ټکي وي، د ولس د ټولو وګړو ټول حقوق په سمه توګه تضمین کړي، له سیمې او نړۍ په ځانګړي ډول له ګاونډیانو سره د متقابل احترام، اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې ښې اړیکې ولري، د هیواد زیر بناوو په ځانګړې توګه اقتصاد، صنعت او تجارت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په مجموع کې داسې یو نظام چې د ولس او هېواد د معنوي او مادي پرمختګ لپاره کار وکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more