د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د-لوی-اختر-د-را-رسیدو-په-مناسبت-د-عالیقدر-امیر-المومنین-حفظه-الله-د-مبارکۍ-پیغام

pattang
13.10.2013

[img:e67213a82b]http://www.shahamat.info/images/pashto.jpg[/img:e67213a82b]

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العلمین والصلوة والسلام علی رسوله محمد وعلی آله وأصحابه ومن والاه و من اتبع هداه إلی یوم الدین ،أمابعد
فأعوذ بالله من الشیطن الرجیم. بسم الله الرحمن الرحیم ( يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ) (8) صدق الله العظیم . سورة الصف. الله أکبر الله أکبر لا إله إلاالله والله أکبر الله أکبر ولله الحمد.
مؤمنو هیوادوالواوټول اسلامي امت ته !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
له هرڅه وړاندې تاسو ټولو ته دلوی اختر دمبارکو ورځو په مناسبت مبارکي وایم، الله تعالی دې د ټولو عبادات په خاص ډول د حجاجو کرامو حج، او د مجاهدینو قر بانۍ او سر ښندنې، د شهیدانو شهادتونه، د اسیرانو اسارت او د زخمیانو تکلیفونه په خپل لوی دربار کې قبول کړي . الله جل جلاله ته سوال کوم چې د شهیدانو کورنیو ته صبر او اجر ور په برخه کړي، اسیران په خپل فضل سره له اسارت نه راخلاص، او زخمیانو ته عاجله شفا نصیب کړي او الله پاک دې ټول په اسلامي نظام، سوکالۍ او آرامۍ و نازوي.
مسلمانانو وروڼو !
د لوی اختر د خوښیو ورځې شپې په داسې حال کې لمانځو چې زموږ د هیواد تر څنګ په نړیواله سطحه اسلامي امت له خورا ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی، له یوې خوا د ټول امت پر خلاف د دښمنانو یرغلونه، دسیسې او ظالمانه اعمال جریان لري، او له بلې خوا په خپل منځ کې بې اتفاقي، بدبیني، تفرق، غداري او‍ د اسلام د دښمنانو په لومه کې ښکېلتیا هغه مهلک امراض دي چې د امت بدن ته رسېدلي دي .
د حج مبارکه او باعظمته اجتماع موږ ته درس را کوي چې د دښمنانو تبلیغات، شیطاني افکار، بې اساسه شکونه، قومي ، لساني سمتي، نژادي، مذهبي او نور تعصبونه له ذهنه وباسو، د خودخواهۍ، بدبینۍ او تفرق ذهنیت لري کړو، او یوازي د اسلام تر مبارک شعار لاندې یو له بل سره خپله همدردي او خواخوږي وښیو، د امت ټولې ناخوالې او مشکلات له همدې لاري حل کړو، راځئ په اسلام ټینګې منګولې ولګوو او د اسلام د لارښوونو په اساس د نجات واقعي لار ولټوو .
د حق د لارې اتلو او سر سپارلو مجاهدینو!
لومړی د الله جل جلاله د مرستې او بیا ستاسو د بې دريغه قربانیو او سرښندنو او د ولس د ټینګ ملاتړ په نتیجه کې د یرغلګر د ښمن زور مات شوی، د فتحې شېبې نور ان شاء الله ورځ تر بلې را لنډېږي، تاسو باید دغه شېبې الله ته په شکر او خپل ولس ته په خدمت کولو ولمانځئ، تر څو د لا زیاتو الهي عنایاتو مستحق وګرځو.
زما توصیه ټولو مجاهدینو ته دا ده چې د یرغلګر دښمن پر وړاندې نور هم ټینګ ودرېږئ، او کلک ګوزارونه پرې وکړئ، خپل مجاهد ولس نور هم ځان ته لنډ کړئ، تر څو هغه لوړ هدف ته ورسېږو چې هغه د هيواد خپلواکي او له اهلو کسانو جوړ د يو خپلواک اسلامي افغان شموله نظام قائمېدل دي، د کوم لپاره چې له کلونو راهیسي خپل مقدس جهاد پر مخ وړو.
مؤمنو افغانانو !
غواړم د سږني لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ په هيواد کې د روانو ناخوالو په سلسله کې لاندې څو ټکي له تاسو سره شریک کړم :
د تېرو دولسو کلونو په جریان کې یرغلګرو د لسهاوو زره افغانانو وینې په ناحقه تویې کړې، په لسهاوو زره یې زندانونو ته واچول، کلي، ښارونه، مدرسې او جوماتونه یې بمبار کړل، څو څو ځله یې د مسلمانانو د مقدساتو په ځانګړي ډول د قرآن کریم سپکاوی وکړ، زمونږ د هېواد مهم کانونه او معادن یې چور کړل، د ولس پر سر یې داسې یوه بې کفایته او بې صلاحیته اداره مسلطه کړه چې لوړ پوړي چارواکي یې په اداري فساد، اختلاس، د ځمکو غصب، د مخدره موادو په قاچاق او تولید، د ځنګلونو، کانونو او تاریخي اثارو په خرڅلاو کې په منظم ډول ښکېل دي.
دا جنایات د اشغالګرو د یوه منظم پروګرام برخه ده، دوئ غواړي په دې توګه د خپل اوږد مهاله شتون لپاره زمینه سازي وکړي، او افغانان په دائمي احتیاج مبتلا کړي، همدا راز یې د فرهنګ، مطبوعاتو او روزنې په برخه کې هم داسې پروګرامونه په کار اچولي چې ولس له معنوي سقوط او فکري بیلارۍ سره مخامخ کوي .
د یرغلګرو په پیسو چلیدونکو مطبوعاتو ټوله توجه دې ته ده چې، د ښځو او ځوانانو د حقوقو تر عنوان لاندې د بې حجابي او اختلاط غربي کلتور په افغان ولس تحمیل کړي، او له خپلو اسلامي اصولو او ملي کلتور نه یې پردی کړي، او د همدې مطبوعاتو له لارې د ولس تر منځ قومي، سمتي او لساني نفرتونه را پورته کړي، او خپل منځي اتحاد ورځنې وتروړي، تر څو په دې توګه دلته خپل پاتې کيدل او اشغال دائمي او اسانه کړي .
د کابل ادارې او یرغلګرو نه یوازې په کور د ننه د افغانستان د تباهۍ لپاره مټې رانغښتې دي بلکې د استعماري تړونونو په لاسلیکولو سره هېواد په نړیواله او سیمه ایزه کچه منزوي کوي او د جنګ د دوام اسباب برابروي، ځکه خو باید یرغلګر او ملګري یې په دې سر خلاص کړي چې د ستراتېژیک تړون لاسلیکول به د دوئ لپاره بد عواقب ولري، که دوئ هر څو په دا ډول سندونو د خود ساخته جعلي لویو جرګو د تائید مهرونه ولګوي افغانانو ته ځکه د منلو ندي چې د دې هیواد وا قعي نماینده ګان او واقعي لویې جرګې د تاریخ په اوږدو کې کله هم د خپلې غلامۍ دا ډول سندونه ندي لاس لیک کړي؛ نو څوک چې دا کار کوي هغوئ ته د دې هیواد نماینده لویه جرګه نشي ویل کیدای، ځکه یې پریکړې هم د منلو وړنه دي ، اشغالګر باید پوه شي چې د دوئ محدودې اډې هم په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او په مقابل کې به یې همدا وسلوال جهاد نور هم قوي کېږي.
د دې لپاره چې خپل دیني، ملي او انساني مسؤلیت مو رفع کړی وي، د افغانستان بقاء او د سیمې او نړۍ امن مو تضمین کړی وي، د ولس آزادي، سرلوړي او سیاسي استقلال مو ترلاسه کړی وي، او خپل ولس ته مو له دې خطرناک حالت څخه نجات ورکړی وي، ټول افغانان باید لاسونه سره ورکړي، د یرغل د خاتمې او د دې ټولو بدبختیو، بدبینیو او له شرمه ډک وضعیت د ختمولو لپاره مشترکې هڅې وکړي، او د یوه خپلواک اسلامي افغاني نظام د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره کړي .
په هېواد کي د اشغال تر سیوري لاندې د انتخا باتو په نامه چي کومه د ولس غولونې دسیسه روانه ده هېڅ کله به افغان ولس پرې ونه غولېږي؛ ځکه چې هغه څېرې پکې فعالې دي کومې چې د اسلامي او ملي ګټو پر ځای د اشغالګرو او خپلو شخصي ګټو ته ډېر ژمن دي، حتی ځينې خو یې قدرت ته د رسیدلو په موخه د کفارو د خوشحالۍ لپاره د اسلام د مقدس دین د احکامو د تحریفولو کو ښښ هم کوي، ولس پوهيږي چې په سر نوشت یې څو پردي پال لوبي کوي، په انتخاباتو کې نه د دوئ رایې ارزښت لري او نه پکې ګډون کول فایده کوي؛ نوبناء اسلامي امارت دغه انتخابات ردوي او له ولس نه غوښتنه کوي چې ګډون پکې و نه کړي، ځکه دا هسې یوه ډرامه ده چې یرغلګر یې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره تر سره کوي .
امریکا او ملګري یې اصلا په انتخاباتو باور نه لري، دوئ هلته د انتخاباتو پایلو ته ژمن دي چېري چې د دوئ موخې تر لاسه کېږي، کله چې نه تر لاسه کېږي بیا کوښښ کوي د سازش له مخې ټولنې له ولسي حکومتونو څخه محرومې کړي، د دې لپاره ډېر مثالونه شته، چې لنډ او ژوندی مثال یې د مصر انتخابات دي، ټولو ولیدل چې له منتخب حکومت سره يې څه وکړل!
د سوله ایزو لارو د خپلو مشروع حقونو غوښتونکي په زرګونو مصري مسلمانان په ډېر ظلم سره شهیدان، زخمیان او زنداني کړل شول، او دا لړۍ لا هم جریان لري، خو د دیموکراسۍ علمبردار حکومتونه یې ننداره کوي.
غیرتمنو افغانانو !
په دې ورستیو کې یرغلګرو او ملګرو یې په هېواد کې داسې یوه هڅه پیل کړې چي د اسلامي هیواد د حریم څخه دفاع او د یرغلګرو کفارو په مقابل کې جهاد او مقاومت یو غیر شرعي عمل وښیي، د افغان ولس د خاورې له اشغال نه د نړۍ او ولس پام په بله واړوي، له اشغال سره مبارزې ته د افغان کورنۍ جګړې نوم ور کړي، دوئ غواړي لمر په دوو ګوتو پټ کړي، د کابل اداره د څو پلورل شوو څیرو د نمایشي کنفرانسو په وسیله غواړي په افغانستان کې د ۴۹ هیوادونو مستقیم پوځي او هر اړخیز یرغل ته فاسد توجیهات برابر کړي، خو د دغو کنفرانسونو متصدیان دي پوه وي چې اوس ان شاء الله د الله تعالی په نصرت سره د افغان ولس د فتحې شېبې رارسېدلې دي، چې هغه د یرغلګرو ماتې او د یوه خپلواک اسلامي نظام حاکمیت دی؛ ځکه خو د دوئ دا ډول ناکامې او بې ځایه هڅې کومه ګټه نه لري، افغان مجاهد ولس اوس الحمد لله حقایق ښه درک کړي، هيڅکله به د دښمن د ناوړه دسیسو ښکار نشي، له همدې وجې مونږ پر ټولو هغو کسانو غږ کوو چې د یرغلګرو ملاتړ کوي، او یا په ناپوهۍ کې له هغوئ سره ولاړ دي، چې د خپلو زرهاوو ملګرو په څېر د هغوئ له ملاتړ نه لاس واخلي، د اسلامي امارت پراخه غېږ هر وخت د دوئ پر مخ پرانیستې ده، د دې پر ځای چې د کفارو په صف کې وژل کېږي، هم یې دین خراب شي او هم دنیا، آیا ښه نه ده چې د خپل ولس تر څنګ ودرېږي چې مرګ او ژوند دواړه یې د ټولو لپاره ویاړ وګرځي.
مونږ پر خپلو مجاهدینو غږ کوو چې د علماء کرامو، قومي مشرانو او مخورو په واسطه د اردو عسکر ، پولیس او اربکیان پوه کړي چې د یرغلګرو له صفونو د ولس لوري ته راشي، تر څو د هېواد د خپلواکۍ او د اسلامي نظام د قایمیدو په تاريخي ویاړ کې شریک شي.
مؤمنو هېوادوالو:
د افغانستان اسلامي امارت ټولو افغانانو ته ډاډ ور کوي چې د هېواد د خپلواکۍ او د یوه داسې خپلواک اهلیت در لو دونکي اسلامي افغان شموله نظام د قایمېدو لپاره هڅې کوي، چې د ولس سوکالي، پرمختګ، اجتماعي عدالت، پرته له تبعیض نه کار اهل کار ته سپارل یې د تګلارې اساسي ټکي وي، د ولس د ټولو وګړو ټول حقوق په سمه توګه تضمین کړي، له سیمې او نړۍ په ځانګړي ډول له ګاونډیانو سره د متقابل احترام، اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې ښې اړیکې ولري، د هیواد زیر بناوو په ځانګړې توګه اقتصاد، صنعت او تجارت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، په مجموع کې داسې یو نظام چې د ولس او هېواد د معنوي او مادي پرمختګ لپاره کار وکړي .
له نړيوالو سره د تماس لپاره مو یوازې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته دنده سپارلې ده، په دې برخه کې که بل هرڅوک په هر ځای کې د اسلامي امارت په نامه، د دفترخلاصولو کوښښ کوي هغوئ د اسلامي امارت نمایندګي نشي کولای، له غیر نماینده افرادو سره تماسونه د وخت ضایع کول دي او هیڅ ګټه نلري، همدارنګه که داسلامي امارت له رسمي ویندویانو او دسیاسي دفترله مسئولو کسانو علاوه بل څوک د اسلامي امارت په نامه داسلامي امارت پالیسي بیانوي، او یا له سیاسي دفتر پرته بل څوک له مخالفو لوریو سره تماسونه ټینګوي، یا څوک د اسلامي امارت په نامه دانتخاباتو ملاتړ کوي ،هغوی زموږنماینده ګان نه دي اونه هم له موږ سره تماس لري بلکي دا ډول کسان دځان دشهرت او مادیاتو تر لاسه کولو په خاطر دا کار کوي

په پای کې يوځل بیا ټولو هیوادوالو او مسلمان امت ته د زړه له کومي د لوی اختر مبارکي وايم، له شتمنو وروڼو غواړم چې د خوشحالۍ او قربانۍ په دې اختر کې خپل بې وزله او مسکين وروڼه ، د شهيدانو او بندیانوکورنۍ او محتاج هیوادوال له خپلو نېکیو او مرستو نه هېر نکړي، د امکان ترحده ورسره همکاري وکړي، او مجاهدین وروڼه دي نورهم له خپل مهربانه، غیرتمن، په اسلام او وطن مین ولس سره د نزدېکت، ښو اړیکو، مهربانۍ، محبت او خدمت مزي ټینګ کړي، او په ورکړل شویو اصولو دې کلک عمل وکړي . والسلام.
د اسلام خادم امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد
۱۴۳۴/۱۲/۸ هـ ق
۱۳۹۲/۷/۲۱ هـ ش


monir
17.10.2013

دا ټول منافقان او د آی اس آی نوکران دي! د دوی وینه او کړنه سره ډېر توپیر لری. دوستانو وګورئ چې دا منافق امارت والاو د لوی اختر د نماځه په وخت لوګریانو او اسلام ته څه خدمت وکړ :
https://www.facebook.com/photo.php?v=1403526269879439&set=vb.529349603818980&type=2&theater
پاک الله دې دوی نور هم وشرموی !


pattang
17.10.2013

داخو کوم سبوت ندی منافقين هغوی دي چې کار په خپله وکړي
او بيا یې په نورو ورتپي !
نالت په فاسد رژيم !

[quote:da2132d04f="monir"]دا ټول منافقان او د آی اس آی نوکران دي!
د دوی وینه او کړنه سره ډېر توپیر لری. دوستانو وګورئ چې دا منافق امارت والاو د لوی اختر د نماځه په وخت لوګریانو او اسلام تهڅه خدمت وکړ :

https://www.facebook.com/photo.php?v=1403526269879439&set=vb.529349603818980&type=2&theater
پاک الله دې دوی نور هم وشرموی ![/quote:da2132d04f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more