د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ایا احادیث مکمل دي؟

م . ق
09.10.2013

سلامونه او احترامات ستاسې په درانه حضور کې تقدیموم!

درنو علماء کرامو او مشایخو،
زه غواړم چې په یو څه پوه شم چې زما په ذهن کې راګرځي خو مفصل او مدلل ځواب ورته نه لرم.
او هغه داچې الله رب العالمین فرمايي چې هیڅ داسې وچ او لامده نه دي پاتې مګر په قرآن کې ذکر دي خو که بل طرف ته ګورو نو ډېر داسې مسائل دي چې په قرآن کې نه دي ذکر او د حدیثو څخه مستنبط دي او یا د اجماع او قیاس د لارې په فقه کې ذکر دي. نو دلته څنګه ددې دوه خبرو ترمینځ تطبیق کولی شو؟؟
بله خبره دا چې رسول الله صلي الله علیه وسلم د نبوت په ۲۳ کلن ژوند کې ډېرې خطبې ورکړې دي، ډېر زیات وعظونه او ویناوې او توصیې یې کړي دي، د ډېرو خلکو سره مجلسونه او صحبتونه یې کړې دي، ډیر واقعات به راغلي وي د هغې په اړه به یې خبرې کړې وي، نو ایا د نبي صلی الله علیه وسلم د ۲۳ کلن نبوي ژوند ټولې خبرې او افعال او یا د هغه په مخکې چې کوم واقعات تیر شوي په حدیثو کې راټول شوې او احاطه شوې دي؟؟ که مونږ یوازې د هغه د جمعې د ورځو خطبې راواخلو نو څومره ډیرې ویناوې به ترینه جوړې شي، همدارنګه که د ۲۳ کالو د ټولو اخترونو خطبې راواخلو نو څومره حدیثونه به ترینه جوړ شي، نو ایا د حدیثو کتابونو دغه ټول راجمع کړي او کنه ډیر ورڅخه پاتې دي او لږ یې راجمع کړي دي؟
که باالفرض نیمه برخه یې هم د حدیثو کتابونو رانقل کړي وي نو بیا پدې کې خو ډیر کتابونه معتبر نه دي که یوازې صحاح سته راواخلو او په هغې کې هم احادیث نچوړ کړو، ضعیف حدیثونه ترې وباسو نو څومره صحیح احادیث به پاتې شي چې د هغې په صحت او مرفوع والي د ټولو علماؤ اتفاق وي او هیڅ یو مجروح راوي پکې نه وي؟؟ زه فکر کوم ډیر کم شمیر صحیح احادیث به پاتې شي نو ایا دغه کم شمیر صحیح احادیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول ۲۳ کلن نبوي ژوند پوره عکاسي کولی شي؟
بل دا چې د حدیثو کتابونه خو ډیر وروسته ولیکل شو، لومړی د حدیثو کتاب مؤطا د امام مالک رحمه الله وه خو امام مالک په تبع تابعینو کې راځي، د حدیثو صحیح کتابونه وروسته بیا په سمرقند او بخارا کې ولیکل شول، نو د حدیثو د کتابونو د لیکلو څخه مخکې چې کوم مسلمانان موجود وو هغوي د دین مسایل څنګه استباط کول؟ ایا صحابه کرامو تابعینو او امامانو ته ورتلل د هغوي اقوال یې اوریدل او افعالو ته یې لیدل او کنه هر یو یې خپله محدث او مجتهد وو او هره مسئله یې خپله استباط کوله پداسې حال کې چې احادیث راغونډ شوې او چاڼ شوې هم نه وو؟
نو د علماء کرامو څخه مې احترامانه هېله ده چې پدې اړه ژور فکر وکړي او خپل نظرونه راسره د دلایلو په رڼا کې شریک کړي.

پدې اړه د ښاغلي وزیري صاحب او دروند حلیمي صاحب څخه خاصه غوښتنه کوم، البته محدثین هم شرکت کولی شي.

په درنښت


وزیري
10.10.2013

عزتمنده سلام ته دي وعلیکم السلام
دا ستا نوم هم ډیر سخت ده، نه پوهیږم چی په کوم نوم دي مخاطب کړم. په هر حال، علم حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی منځ ته راغلی ده. یو حدیث شریف ده چی په مختلفو الفاظو سره په کتابونو کی شتون لري چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: نضر الله امرأً سمع منا حديثا فحفظه حتى يبلغه غيره. یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چا ته د تروتازګی دعا کړیده چی دده حدیث واوری، حفظ یی کړی او نورو ته یی ورسوي. دا خبره بالکل غلطه ده چی دری سوه کال احادیث په زبانی روایتو باندي چلیدل او وروسته بیا په کتابی شکل جمع شول. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی هم پنځوس صحابه کرام موجود وه چی احادیث یی په کتابی شکل لیکلي وه چی په هغو کی ابوهریره، عبدالله بن عمروبن العاص او حضرت سعد بن عباده رض شامل وه.

ما ډیر چورت وواهه چی ستا د هر سوال جواب په مدلل ډول ولیکم خو دا کار ځکه امکان ونه لره چی لیکنه بی حده اوږده کیدله، او زه هم چی ریښتیا خبره وي یو څه مصروف یمه.
په دي موضوع باندي مولانا عبدالرشید نعماني رحمة الله علیه یو کتاب لیکلی ده چی نوم یی ده (تاریخ تدوین حدیث). دا کتاب دومره مفصل ده چی ۲۴۴ صفحي ستا په سوالونو بحث کوي.
زه به یی درته انټرنیټی لینک کیږدمه، خدای دی وکړي چی فایده تري واخلي.

http://www.archive.org/stream/TareekhTadween-e-HadithByShaykhAbdurRasheedNomani#page/n0/mode/1up

والسلام



ع کريم حليمي
11.10.2013

درندو او مکرمو ، م.ق او وزیري صاحب او محترمو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

محترم م ق صاحب ، ستاسي ډېره ښکلې موضوع مطرح کړه ، او د هر سالم فکر خاوند باید همداسي پوښتني له له ځان سره ولري اویا داسي پوښتني مطرح کړي ،چه دواړو (پوښتونکي او جواب ویونکي )، او درېیم طرف چه لوستونکي دي هم فائده مند کیږي

اجازه راکړئ چه تنها ستاسي پر لمړئ پوښتنه بحث وکړم ، کله چه د لمړي سوال پر جواب او تشریح موافقې ته ورسېږي نو بیا به ستاسو پر دوهمه پوښتنه بحث وکړو .

[quote:7b0762ea24]داچې الله رب العالمین فرمايي چې هیڅ داسې وچ او لامده نه دي پاتې مګر په قرآن کې ذکر دي خو که بل طرف ته ګورو نو ډېر داسې مسائل دي چې په قرآن کې نه دي ذکر [/quote:7b0762ea24]

هو ، د موسی د لوحې په باب هم و نبي علیه السلام ته ویل سوي وه چه : و كتبنا له فی الالواح من كل شیء موعظه و تفصیلاً لكل شیء
او د قران په باب قرآن فرمايي چه : تبیاناً لِكُلِّ شیء

ګران او محترم ورور( م ق) صاحب ، ستاسو دي فکر وي چه دا کتاب او اسماني کتابونه یوازي او یوازي اخلاقي کتابونه دي ، او تمام او کامل کتاب دي [color=cyan:7b0762ea24] قوله تعالى اليوم أكملت لكم دينكم [/color:7b0762ea24] له اسمانه د طب کتابونه نه دي راغلي ، هو ! داسي پېښي‌ سویدي چه انبیاوو طبي معجزې ښکاره کړي ، میتافیزیک معجزې یې کړي
او بله مهمه خبره داده چه : قرآن هم داسي مصطلیحات کاروي لکه موږ چه ئې استعمالوو ،‌ که زه ستاسو مېلمه سم ، او تاسو راته ووایاست
ښه وخت راغلې ، د مهمان خانې لپاره مي دا پرون پرون مي هر څه
راوړه ،

داچه تاسو وویل چه [color=red:7b0762ea24]هر څه [/color:7b0762ea24] دا معنی نه لري چه هر هغه څه چه پر دوو شونډو یادیږي هغه دي کورته واوړي
او هم ناممکنه خبره ده چه هر څه کور ته راوړې !!! خو د هر څه نه ستاسو منظور له (هر څه) نه مراد د مهمانۍ خورکي مواد دي

او که دا ووایو چه هو په قرآن کښي د هر شي بیان سته ، نو دا هم یو ناممکنه خبره ده ،ولي که د هرشي بیان په کښي ذکر سي نو دا کتاب به خامخا د لسو کتابخانو د کتابونو په تعداد وي

نو وایو چه : داکتاب یو کامل او تمام کتاب دي د اخلاقو په باب
او قرآن مجید د حکمت کتاب دي ، د ټول مخلوقاتو سره ښه تعلوقات ساتل په اخلاقو کيږي ، په حکمت (يزكيهم و يعلمهم الكتاب و الحكمة)
که د چا حکمت نه ؤ زده ، نواصلا د دې سړي اخلاق ندي زده
اکثره وخت اخلاق مشابه او متقارب دی و حکمت ته

که دغه جواب مقنع او کفایت کوي نو بیا به پر احادیثو بحث وکړو

درنښت


م . ق
11.10.2013

[quote:3d0ebc7e0d="وزیري"]عزتمنده سلام ته دي وعلیکم السلام
دا ستا نوم هم ډیر سخت ده، نه پوهیږم چی په کوم نوم دي مخاطب کړم. په هر حال، علم حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی منځ ته راغلی ده. یو حدیث شریف ده چی په مختلفو الفاظو سره په کتابونو کی شتون لري چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: نضر الله امرأً سمع منا حديثا فحفظه حتى يبلغه غيره. یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چا ته د تروتازګی دعا کړیده چی دده حدیث واوری، حفظ یی کړی او نورو ته یی ورسوي. دا خبره بالکل غلطه ده چی دری سوه کال احادیث په زبانی روایتو باندي چلیدل او وروسته بیا په کتابی شکل جمع شول. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی هم پنځوس صحابه کرام موجود وه چی احادیث یی په کتابی شکل لیکلي وه چی په هغو کی ابوهریره، عبدالله بن عمروبن العاص او حضرت سعد بن عباده رض شامل وه.

ما ډیر چورت وواهه چی ستا د هر سوال جواب په مدلل ډول ولیکم خو دا کار ځکه امکان ونه لره چی لیکنه بی حده اوږده کیدله، او زه هم چی ریښتیا خبره وي یو څه مصروف یمه.
په دي موضوع باندي مولانا عبدالرشید نعماني رحمة الله علیه یو کتاب لیکلی ده چی نوم یی ده (تاریخ تدوین حدیث). دا کتاب دومره مفصل ده چی ۲۴۴ صفحي ستا په سوالونو بحث کوي.
زه به یی درته انټرنیټی لینک کیږدمه، خدای دی وکړي چی فایده تري واخلي.

http://www.archive.org/stream/TareekhTadween-e-HadithByShaykhAbdurRasheedNomani#page/n0/mode/1up

والسلام[/quote:3d0ebc7e0d]

ډېره زیاته مننه دروند وزیري صاحب، الله دې اجر درکړي چې د دین خدمت کوې او زیار باسې.
زما د نوم په هکله به درته ووایم چې د مبارز په نوم راته خطاب کولی شی.
دغه کتاب واقعا ډیر په زړه پورې او مفصل دی خو ماچې کوم شی غوښتو د هغې په اړه یې څه ندي وئیلي، دوي د احادیثو د لیکلو د جواز په اړه دلایل لیکلي او بیا یې د احادیثو د تدوین املاء او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکتوباتو په اړه لیکل کړي دي تاسو یې پخپله هم وګورئ.
زه دا وایم چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم د ژوند ډیر اقوال، افعال او تقریرات به د رانقل کولو څخه پاته شوې وي، او مونږ ته صرف هغه احادیث رارسېدلي چې کتابونو راخیستي خو که د کتابونو څخه هم مکرر احادیث او ضعیف احادیث وباسو نو د صحیحو احادیثو شمیر ډیر کم پاته کیږي نو ځکه مونږ داسې وئیلی شو چې مونږ ته ټول احادیث نه دي رارسېدلي فلهذا مونږ د صحابه کرامو، تابعینو، امامانو او د خیرالقرون د علماؤ اقوالو، افعالو او اثارو ته ضرورت لرو.
تاسو په کې څه نظر لرئ مونږ سره یې شریک کړئ!

په مننې او درنښت


م . ق
11.10.2013

[quote:1520f107ab="ع کريم حليمي"]درندو او مکرمو ، م.ق او وزیري صاحب او محترمو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
هو ، د موسی د لوحې په باب هم و نبي علیه السلام ته ویل سوي وه چه : و كتبنا له فی الالواح من كل شیء موعظه و تفصیلاً لكل شیء
او د قران په باب قرآن فرمايي چه : تبیاناً لِكُلِّ شیء

ګران او محترم ورور( م ق) صاحب ، ستاسو دي فکر وي چه دا کتاب او اسماني کتابونه یوازي او یوازي اخلاقي کتابونه دي ، او تمام او کامل کتاب دي [color=cyan:1520f107ab] قوله تعالى اليوم أكملت لكم دينكم [/color:1520f107ab] له اسمانه د طب کتابونه نه دي راغلي ، هو ! داسي پېښي‌ سویدي چه انبیاوو طبي معجزې ښکاره کړي ، میتافیزیک معجزې یې کړي
او بله مهمه خبره داده چه : قرآن هم داسي مصطلیحات کاروي لکه موږ چه ئې استعمالوو ،‌ که زه ستاسو مېلمه سم ، او تاسو راته ووایاست
ښه وخت راغلې ، د مهمان خانې لپاره مي دا پرون پرون مي هر څه
راوړه ،

داچه تاسو وویل چه [color=red:1520f107ab]هر څه [/color:1520f107ab] دا معنی نه لري چه هر هغه څه چه پر دوو شونډو یادیږي هغه دي کورته واوړي
او هم ناممکنه خبره ده چه هر څه کور ته راوړې !!! خو د هر څه نه ستاسو منظور له (هر څه) نه مراد د مهمانۍ خورکي مواد دي

او که دا ووایو چه هو په قرآن کښي د هر شي بیان سته ، نو دا هم یو ناممکنه خبره ده ،ولي که د هرشي بیان په کښي ذکر سي نو دا کتاب به خامخا د لسو کتابخانو د کتابونو په تعداد وي

نو وایو چه : داکتاب یو کامل او تمام کتاب دي د اخلاقو په باب
او قرآن مجید د حکمت کتاب دي ، د ټول مخلوقاتو سره ښه تعلوقات ساتل په اخلاقو کيږي ، په حکمت (يزكيهم و يعلمهم الكتاب و الحكمة)
که د چا حکمت نه ؤ زده ، نواصلا د دې سړي اخلاق ندي زده
اکثره وخت اخلاق مشابه او متقارب دی و حکمت ته

که دغه جواب مقنع او کفایت کوي نو بیا به پر احادیثو بحث وکړو

درنښت[/quote:1520f107ab]

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

دروند مشر حلیمي صاحب، ډیره زیاته مننه او الله دې اجر درکړي چې مونږ ته وخت راکوې او پوښتنې مو همداسې نه پرېږدی بلکه همیشه راباندې د خپلې بزرګوارۍ له مخې شفقت او لطف کوې.

د حکمت او اخلاقو په اړه خو مونږ مخکې هم ډیر اوږود بحث کړی وو خو باور وکړه چې تر اوسه ستاسې په دغه اصطلاح نه یم پوه شوی چې اسماني کتابونه اخلاق دي یا اسماني اخلاق دي، پدې نه پوهیږم چې تاسو اخلاق څه ته وایاست خو بهرحال دا موضوع دلته دوباره نه څیړو، کله چې د دې روانې موضوع څخه خلاص شو بیا به د اسماني اخلاقو په اړه بحث وکړو، نو د تاسو څخه مې هېله ده چې د احادیثو په اړه راته ووایاست چې ایا مونږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوي ژوند ټول حالات، اقوال او افعال رانقل شوي دي او کنه ځېنې یا ډېر به راڅخه پاته وي او د علماؤ او راویانو د روح په قبض سره به ضایع شوې وي او یا به په بله کومه وجه لکه د بغداد د لویو مکتبو سیند ته غورځیدل او داسې نور...

په مننې او درنښت

مبارز



ع کريم حليمي
12.10.2013

درنو او محترمو او مکرمو ، مبارز صاحب او وزیري صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

جګ او دلاورمتفکر مبارز صاحب ، د أسماء الله الحسنى په روی دي د الله د درباره ښه صحتمند او مادي مستغني او همداسي مبارز غواړم
بسم الله تعالی :‌إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ
يَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ أَنْبِئِينِي عَنْ خُلُقِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَتْ أَلَسْتَ تَقْرَأُ الْقُرْآنَ ؟؟ قُلْتُ : بَلَى ، قَالَتْ : فَإِنَّ خُلُقَ نَبِيِّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ الْقُرْآنَ ، قَالَ : فَهَمَمْتُ أَنْ أَقُومَ وَلَا أَسْأَلَ أَحَدًا عَنْ شَيْءٍ …… صحيح مسلم صفحه ۲۹۳

کوتا مطلب د دغه حدیث شریف : د مؤمنانو له مور نه پوښتنه کیږي چه : څنګه وو زمونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، خلق أدبي یا خلق طبیعت ئې ؟ ببي ورته وویل چه : قرآن لولې ؟ ورته ومی ویل هو ! نو د امة مور وویل چه : طبیعت یا خلق یا اخلاق د نبی الله صلی الله علیه و سلم داسي وه لکه قرآن …………….

خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ يَجِيءُ مِنْ بَعْدِهِمْ قَوْمٌ تَسْبِقُ شَهَادَتُهُمْ أَيْمَانُهُمْ وَأَيْمَانُهُمْ شَهَادَتُهُمْ

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ

د سردار عالم سيدنا محمد صلى الله عليه وسلم خير خلق الله د مــــــــــذهــــــــــــب د ساتني زمواري د هیڅ انسان پر غاړه نده ، ساتونکی يی ذاالجلال و الإكرام دی ، دا چه څنګه ئې ساتي ، یو هغه په بلاکیف قدرت سره ساتنه ده ، اوبل بیا هر کله چه امة مسلمه وجود ولري ، نو طبعا به دا شرعت الهي او مذهب محمد به په عملي ډول ساتي ( چا چه په الهي حبل چنګ لګولی وي نو دا مذهب محمدي او شرعت الهي ساتلی دی ) إني تارك فيكم ما إن تمسكتم به لن تضلوا بعدي ، نو امة نه ګمراه کیږي هر کله چه موږ نسولو ګمراه نو پس مـــــــذهب اســـــــلامي هم وساتل سو !!

او احادیث او سنت محمدي یا مذهب محمدي چه دي : دا شرح د قرأن ده او شرح د قرآن اصلاً هم وحی ده (بدليل قوله تعالى  إِنْ هُوَ إِلا وَحْيٌ يُوحَى )، اما غیر متلو .

دا خو یو ډول ساتل سوه او دوهم ډول ساتنه هم شروع ده ، هغه داسي ده چه : اصحابو کرامو ته داسي یو سبق ور شروع وو چه هم ئې کتاب درلولی او هم داسي یو معلم چه هر څه ئې په عملي ډول ور ښول لکه څوک چه یو شئ په لابراتوار کښي په عملي ډول زده کړي ، یعني ۱۶ ساعته يې د سردار عالم کړني او مذهب په سترګو لدلی او د شپې ئې په قيام الليل کښي د قرآن تلاوة کاوه (( نبي کتاب ور ښودلی او هم يې عملي ښونه ورکوله ) وَإِنّكَ لَعَلَىَ خُلُقٍ عَظِيمٍ )) نوهر کله چه یوه ډله او زمره خلګ چه ټول درس ئې عملی جمبه ولري او معلم ئې فخر موجودات ،حضرت محمد مصطفی وي نو د مــــــذهـــــــــــــب شاګردان او یاران بې خود خَيْرُ النَّاسِ وي !!!!!
او دغه یاران خَيْرُ النَّاسِ بیا خپل شاګردان داسي و روزي لکه دوی چه روزل سوی وه نو پس
دوهم نسل هم همداسي خَيْرُ النَّاسِ به وي ، او دغه دوهم نسل بیا په عملي او درسي ډول خپل شاګران روزلي

پس په دریم نسل کښي بیا ربالغرت سواد پیداکړ او علم عام سوه او د خَيْرُ النَّاسِ نه ئې درس اخستلی او هم يې هر هغه څه چه ور ښودل کېده ترې لیکل ئې او تر مونږ پوري دا شرعت الهي او سنت او مذهب محمدي په پوره او صحیح ډول را ورسېدلی
او دا چه علم عام سو ، څلور منلي استادان پیداسوه ، نو هر چاچه د دغه څلورو استادانو د مذهب او سنت شاګردان واوسېدل نو دا معنی چه : ټول شاګران پر مـــــــذهب د سردار عالم سيدنا محمد صلى الله عليه وسلم خير خلق الله او د خَيْرُ النَّاسِ روان دي

که د ټول جهان اسلامي کتابونه او قرآنونه بحر ته وغورځوي ، نو بیا هم موږ بیرته کولی سو چه هم داسي قرآن بیا چاپ کړو او همداسي ټول احادیث ( صحیح سته )
او یوه بل خبره هم ډېره مهمه ده چه که له داسي حالت سره مخ سولو ، که په کتابونو او په مذهب نبوي
کښي ئی څرک نه وو ، موږ حق لرو ، چه له قیاس یعني له فکر او عقل نه کار واخلو (وأنتم تتلون الكتاب أفلا تعقلون)

د خطابو او درویشو کالو بیانونو او احادیثو ته به وروسته څه ولیکو ان شاء الله

که کوم ورور د کومو جملو او مفهوم سره اختلاف لري ، یواري به پر اختلافی جملو بحث وکړي بیا به د احادیثو پر تکمل بحث ته دوام ورکړو

درنښت


م . ق
22.10.2013

سلامونه او احترامات،
دروند مشر حلیمي صاحب، الله دې ژوندی لره چې مونږ ته د زړه له اخلاصه دعاګانې کوې او خپلې نېکې هېلې او پیرزوینې راباندې لوروې!

دا سمه ده چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم اخلاق مبارک د قرآن د ارشاداتو مطابق وو نو ځکه خو يې ورته فرمایل چې وما ارسلناک الا رحمة للعالمین، او همدارنګه یې ورته خطاب کړی چې فبما رحمة من الله لنت لهم.... الخ
خو ددې دا معنی نه شوه چې قرآن مجید عبارت دی یوازې د اخلاقیاتو څخه چې هغه د دعوت او تبلیغ په اړه د حسن سلوک او حکمت پورې منحصردی بلکه د اخلاقیاتو، حسن سلوک او حکمت ترڅنګ د ژوند د ټولو اړخونو لپاره یو منهج او نظام دی چې دغې مکمل نظام او منهج ته شریعت وايي او د هر یو نبي او امت لپاره خپل یو شریعت وو لکه چې فرمايي: ولکل جعلنا منکم شرعة ومنهاجا.
دا چې څوک دین یوازې د اخلاقیاتو، معنویاتو یا روحاني ژوند او عباداتو پورې تړي او د ژوند عملي چارې ورڅخه بیلوي نو دې ته سیکولرزم وايي چې دا په خپل ذات کې یو لوي بحث دی.
زه دلته یوازې په خپلو مطرح شوو سوالونو باندې ټینګار کوم چې کچیرته احادیث مکمل وي نو بیا ولې مونږ ته د ۲۳ کلونو څخه یوازې یو کم شمیر صحیح احادیث رارسیدلي؟ دا باقي احادیث څه شو؟ ایا روایت یې اصلا نه دی شوی او کنه په وخت او زمان تیریدلو او د راویانو په وفات سره ضایع شوي؟
او کنه ضعیف او سقیم احادیث هم د احادیثو په مجموعه کې حساب دي؟

ډیره مننه او درنښت
مبارز



ع کريم حليمي
22.10.2013

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
محترم او مکرم مبارز صاحب ، لمړئ ښې هیلی مي ومنه ، خدای دي وکړي چه ښه صحت ولرې
ګرانه وروره ! زه ښه په پوره اطمنان سره ویلی سم چه احادیث پوره او مکمل دي ، د دې نه مخکي چه پر احادیثو پر تکمل بحث وکړو ، دا ضرور بولم چه

لمړئ درته ووایم چه عوام الناس او ساده خلګ خورا د خبرو ډک وي ، او يو ساعت خبري کوي او ټوله خبري ئې فضولي وي ، بې ضرورته خبري کوي ، په خبرو کي زائدي او بې معني او ناقصه خبري کوي ، منطقي تسلسل نه لري ، په خبرو کي خلاف وايي ، ټوکي مسخرې کوه ، خنداوي ………………جزبات
که ددغه خلګو د ۲۳ کالو خبري راټولي ، او تکراري خبري ئې ور څخه جلا کړو ، باور وکه چه له خبرو به ئې ۲۰ کتابونه جور نشي ، په داسي حال کي چه عوام الناس همېشه خپل مطلب په دو جملوکي نسي ویلی بیځایه اطناب او طولانی خبري کوي

خو په مقابل کښي که راسو د سردار عالم و سیرت ته : محمد عبدالله رسول الله په فصاحت خبري کولې او یو فصیح کلام رسول دی په خبرو کښي ئې اطناب نه وو ، واضح خبري ئې کلې ، او زائــــــــدي خبري ئې نه کولې ، ناقــــــــصه او بــــــــې ځایه خبري ئې نه کولې ، او هغه خبري ئې کولې چه ثـــــــــواب به پر بناء وو ، فـــــــضولي خبري ئې نه کولې او په خبرو کښي ئې تقصير نه وو ، بې حاجـــــــته خبري ئې نه کولې ، د کمو او لږو خبرو خاوند وو ، مداحـــــــــی انسان نه وو ، طــــــــويل السكوت رسول وو ( پټ خولئ انسان وو )

او د جمعې خطابې ئې کوتا وې یعني : إن الحمد لله، نحمدُه ونستغفره ونستعينه ونستهديه ونعوذُ بالله من شرورِ أنفسنا ……
او درې ایاتونه وه یعني تر لمـــــــــانځه به کوتا وه
په ژوند کي ئې سختي لیدلي ، پر ام المؤمین عائشة رضی الله عنها پوري تهمتونه وویل سول ، له بی بی سره ئې یو غلیظه خبره نده کړې
دا چه وموږ ته ئې یو قرآن او صحیح سته ……‌را پرېیښي زه ئې پوره او تمام ګنم او لږ ئې نه بولم

درنښت



ع کريم حليمي
25.10.2013

مکرم او محترم مبارز صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله برکاته

دروند مبارز صاحب ، تاسی لیکلي دي چه : [color=red:715758be72] دا چې څوک دین یوازې د اخلاقیاتو، معنویاتو یا روحاني ژوند او عباداتو پورې تړي او د ژوند عملي چارې ورڅخه بیلوي نو دې ته سیکولرزم وايي
[/color:715758be72]
تر کم حده چه زه پوهېږم ، په دغه جهان کي چه انسان هر عمل اجراء، هره کړنه چه تر سره کوي او یا چه له یو شیء سره علاقه ښکاره کوي
نو په یو نوع د أنواع اخلاقو ته اړتیا سته
ما ته دا پوښتنه را پېدا کيږي چه دا به کومه کړنه وي چه اخلاقو ته اړتیا و نه لري‌ ؟؟؟؟

هو پام کوئ چه فرهنګ او اخلاق سره ګډوډ نه کړئ ، فرهنګ یو شیء دی او اخلاق بل شیء
زه فکر کوم چه تاسو د اخلاقو او فرهنګ تفکیک نه دی کړئ ؟؟؟؟
او که څنګه ؟؟؟؟


حکیم الامت
03.11.2013

تاسو کولی سی چه دغه باره کې دیر کتابونه وګوری لکه حجیت الحدیث، حدیث او سنت می فرق, کتابت حدیث دور رسالت می, TahqeeqAhlulHadithenBySheikhHabiburRahmanAzami,

http://islamicbookslibrary.net/category/hadith-books/
دا پورته لینک باندې کلک وکړي داحادیثو ټول کتابونه پکې سته.

آخر کې به داسې ووایم اطیعوالله واطیعو الرسول واولی الامرمنکم.


م . ق
03.11.2013

[quote:24b7371816="ع کريم حليمي"]وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
محترم او مکرم مبارز صاحب ، لمړئ ښې هیلی مي ومنه ، خدای دي وکړي چه ښه صحت ولرې
ګرانه وروره ! زه ښه په پوره اطمنان سره ویلی سم چه احادیث پوره او مکمل دي ، د دې نه مخکي چه پر احادیثو پر تکمل بحث وکړو ، دا ضرور بولم چه

لمړئ درته ووایم چه عوام الناس او ساده خلګ خورا د خبرو ډک وي ، او يو ساعت خبري کوي او ټوله خبري ئې فضولي وي ، بې ضرورته خبري کوي ، په خبرو کي زائدي او بې معني او ناقصه خبري کوي ، منطقي تسلسل نه لري ، په خبرو کي خلاف وايي ، ټوکي مسخرې کوه ، خنداوي ………………جزبات
که ددغه خلګو د ۲۳ کالو خبري راټولي ، او تکراري خبري ئې ور څخه جلا کړو ، باور وکه چه له خبرو به ئې ۲۰ کتابونه جور نشي ، په داسي حال کي چه عوام الناس همېشه خپل مطلب په دو جملوکي نسي ویلی بیځایه اطناب او طولانی خبري کوي

خو په مقابل کښي که راسو د سردار عالم و سیرت ته : محمد عبدالله رسول الله په فصاحت خبري کولې او یو فصیح کلام رسول دی په خبرو کښي ئې اطناب نه وو ، واضح خبري ئې کلې ، او زائــــــــدي خبري ئې نه کولې ، ناقــــــــصه او بــــــــې ځایه خبري ئې نه کولې ، او هغه خبري ئې کولې چه ثـــــــــواب به پر بناء وو ، فـــــــضولي خبري ئې نه کولې او په خبرو کښي ئې تقصير نه وو ، بې حاجـــــــته خبري ئې نه کولې ، د کمو او لږو خبرو خاوند وو ، مداحـــــــــی انسان نه وو ، طــــــــويل السكوت رسول وو ( پټ خولئ انسان وو )

او د جمعې خطابې ئې کوتا وې یعني : إن الحمد لله، نحمدُه ونستغفره ونستعينه ونستهديه ونعوذُ بالله من شرورِ أنفسنا ……
او درې ایاتونه وه یعني تر لمـــــــــانځه به کوتا وه
په ژوند کي ئې سختي لیدلي ، پر ام المؤمین عائشة رضی الله عنها پوري تهمتونه وویل سول ، له بی بی سره ئې یو غلیظه خبره نده کړې
دا چه وموږ ته ئې یو قرآن او صحیح سته ……‌را پرېیښي زه ئې پوره او تمام ګنم او لږ ئې نه بولم

درنښت[/quote:24b7371816]

جناب حلیمي صاحب، ستاسې د دې خبرو خلاصه دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو فصیح او بلیغ انسان وو او خبرې یې جوامع الکلم وو، الفاظ یې لږ او معاني یې ډیر وو لکه دا الفاظ (لا ضرر ولاضرار) خو احادیث یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر خبرو پورې محدود نه دي، افعال او د هغه په مخ کې او په هغه زمانه کې شوي کارونه او واقعات هم پکې شامل دي.
زما د سوال چې (ایا احادیث مکمل دی) مطلب دا نه دی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم دین بشپړ نه دی بیان کړی بلکه مطلب دادی چې د هغه ټول احادیث تر مونږ نه دي رارسیدلي، که رارسیدلی وی نو فقهي اختلافات او مذاهب به نه وو، دا چې مذاهب رامینځته شوي لامل یې دا دي چې هغه زمانه کې احادیث تدوین شوي نه وو او ټولو امامانو ته ټول احادیث نه وو رسیدلي، هغه احادیث چې امام مالک رحمة الله علیه په خپله مؤطاء کې راغونډ کړي امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ته که رسیدلی واي ښاي مذهب یې د امام مالک سره اختلاف نه درلودلی، همدارنګه هغه احادیث چې امام احمد رحمه الله راغونډ کړي د امام شافعي او امام مالک رحمة الله علیهما په دسترست کې که واي نو په مذاهبو کې به یې ډیر کم اختلاف وو چې په نشت به حساب وو.
داچې په هغه زمانه کې کذب هم کم وو او د مسلمانانو شمیر هم کم وو خو هغوي ته لږ احادیث رسیدلي وو نو ددې خبرې څه ثبوت او استناد موجود دي چې مونږ ته پدې زمانه کې ټول احادیث سالم او ثابت رارسیدلي او هیڅ نه دي پاتې شوي؟؟؟ پداسې حال کې چې کذب او افتراء هم موجوده ده او مینځ کې ډیره زمانه او ډیر تاریخي تحولات تیر شوي دي.

د هغه دویمې خبرې ځواب ته راځم:
که ستا د خبرې مطابق په دنیا کې هرڅه او هره کړنه د اخلاقو پورې تړاو لري او د اخلاقیاتو په زمره کې راځي بیانو د اخلاقو او سیاست څه فرق شو؟ ایا سیاست او دولت سازي هم اخلاق دي؟ که ځواب هو وي نو بیا د سیاست او اخلاقو تعریف څه شی دی؟ دواړه بیل دي که یو؟

مننه او درنښت
مبارز - ق


م . ق
03.11.2013

[quote:05697d9b9c="حکیم الامت"]تاسو کولی سی چه دغه باره کې دیر کتابونه وګوری لکه حجیت الحدیث، حدیث او سنت می فرق, کتابت حدیث دور رسالت می, TahqeeqAhlulHadithenBySheikhHabiburRahmanAzami,

http://islamicbookslibrary.net/category/hadith-books/
دا پورته لینک باندې کلک وکړي داحادیثو ټول کتابونه پکې سته.

آخر کې به داسې ووایم اطیعوالله واطیعو الرسول واولی الامرمنکم.[/quote:05697d9b9c]
جناب حکیم صیب، الله دې په حکمت کې برکت واچوه، د دغه ټولو کتابونو لیدل ماته ګران دي، ځکه ماته د مقصودې موضوع په اړه ځاي نه دی معلوم نو اړ یم چې ټول کتابونه د سر نه تر اخره وګورم، خو که ته له خپل حکمت څخه کار واخلې او د موضوع په اړه مقصود مطالب راته څرګند کړې نو دا به دې واقعا چې لوي حکمت وي.
او په اخر کې چې تا څه ویېلي د هغې ایت اخر دې پریښې چې زه به یې پدې اخر کې ولیکم چې د ایت اخر هم په اخر ختمیږي: فإن تنازعتم في شيء فردوه إلى الله والرسول إن كنتم تؤمنون بالله واليوم الآخر.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more