د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اجماع، د سلفو نظریات، او خلګ/ زبیر افغان

حمید هڅــاند
08.10.2013

يو شمېر کسان په دين کي له وحې(قران او سنت) پرته د اصحابو اقوال، د سلفو فهم، اجماع، ناروا قياسونه او نور شيان هم دلیل او حجت بولي، په داسي حال کي چي دا يو هم د رسول الله په زمانه کي نه ول، دا هم ستاسو په وړاندي څو قراني ويناوې چي حق درته جوت کړي:
إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ.(الانعام: ۵۰)
ژباړه: زه پيروي نه کوم مګر د هغه څه چي ما ته وحې کېږي.
له دې ښکاري چي نبي يوازي په وحې مامور وو او همدا دين ده.
قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ قُلْ لَا أَتَّبِعُ أَهْوَاءَكُمْ قَدْ ضَلَلْتُ إِذًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُهْتَدِينَ(الانعام: ۵۶)
ژباړه: ووايه زه له دې منعه شوي يم چي د هغو عبادت وکړم چي تاسو يې له الله پرته در بولئ، ووايه زه ستاسو د خواهشاتو پيروي نه کوم بې شکه که داسي وکړم نو په دې وخت کي به ګمراه يم او له هدايت موندونکو څخه به نه يم.
نبي د اجماع، سلفو او اصحابو د خواهشاتو پيروي نه کوي، دا ګمراهي بولي نو که يې موږ وکړو بيا به پر څه يو؟.
قُلْ إِنِّي عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَكَذَّبْتُمْ بِهِ مَا عِنْدِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ(الانعام: ۵۷)
ژباړه: ووايه د خپل رب له لوري پر ښکاره دلیل يم او تاسو په دې رب تکذيب کوئ، له ما سره هغه څه نه شته چي تاسو يې په تلوار غواړئ، حکم يوازي الله لره دئ، دی حق بيانوي او همدی غوره فیصله کوونکی دئ.
د اجماع په اړه الله په قاطع او غوڅه توګه داسي فیصله کوي:
وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ.(الانعام: ۱۱۶)
ژباړه: او که ته په ځمکه کي د زياترو اطاعت وکړې د الله له لارې به دي بې لاري کړي، دوئ خو يوازي د ګمانو پيروي کوي او همدوئ صرف اټکل کوونکي دي.
اجماع هم تر ګومان او اټکل کمه نه ده، بس اټکل او اجماع سره مترادف الفاظ دي.
وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ.(الحجرات:۷)
ژباړه: او په دې پوه شئ چي په تاسو کي د الله رسول دئ، که دی په ډېری امورو کي ستاسو اطاعت وکړي نو تاسو به په تکلیف کي شئ.
له دې ښکاري چي انساني خوهشات انسان نور هم تکلیف ته بيايي لکه چي موږ يې اوس په سترګو وينو، سم روا او حلال اسلامي شيان يې پر ځان د مذهبونو له امله حرام او ناروا کړي دي.
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ.(المومنون:۷۱)
ژباړه: او که حق د دوئ د خواهشاتو تابع شي هرو مرو به اسمانونه، ځمکې او څه چي به دې کي دي ټول به په فساد ولړل شي.
اوس پوښتنه دا ده چي حق څه شی دئ؟ الله وايي:
الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ(البقره: ۱۴۷)
ژباړه: حق ستا د رب له لوري دئ نو ته له شک کوونکو څخه مه کېږه.
که اجماع، قياس، د اصحابو قول او د سلفو فهم د الله له لوري وي، نو ايا پر دوئ نازل شوي دي؟ که نازل وي نو بيا خو به وحې وي او تر نبي وروسته به بل نبي هم وي او د شريعت د مکمل کېدا وروسته به نوره تشريع هم کېږي، د حرامو او حلالو تر ټاکلو وروسته به نور هم ټاکل کېږي، په دې توګه خو نه دا نبي اخيري پاتېږي او نه شريعت مکمل بلل کېږي، که دا د دوئ له ځانه وي نو حق خو د الله له لوري وي د دوئ د ځان خبرې دي له ځانو سره وساتي او دين يې نه شو بللای، که له قران او حدیث څخه اجتهاد وي نو بيا د دې غیري ديني شيانو نوم ولي ور کوي؟
بايد په هغه ديني شي يې ياد کړي چي په دين کي ثابت وي، لکه اجتهاد، بيا خو نه اختلاف شته او نه دا قياس او نور شيان بلل کېدای شي.
سرچینه:
https://www.facebook.com/groups/348290258/permalink/586309904738834/



ع کريم حليمي
09.10.2013

حمید هڅاند صاحب ، سلامونه او احترام
وروره جانه ، خدی دي وکي چه جوړ او روغ اوسې ،

هو ! دا تر لمر هم ښکاره خبره ده چه سردار عالم متابعت د وحی کاوه : إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى

او دا هم له یاده مه باسه عقل ته هم مسؤل وو ، افلا يتفكرون
د قیاس او د عقل چنداني فرق نسته ، ځوک چه قیاس نه مني نو مجبوره دي له عقل څخه به کار اخلي ، او که له عقل نه هم کار نه اخلي

نوبیا لیونئ دي ، دین د لېونو له پاره نه دي

تاسو مجبوره یاست چه روز مره په ژوند کښي د فکر نه کار واخلی او له قیاس نه ، ولي چه سرار عالم فرمايي چه قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من یردالله به خیرا یفقهه فی الدین
څوک چه د لوړ عقل خاوند نه وي هغوی پوهه هم نه لري‌ ، نو دغه سبب دي چه په علماء او علم کښي درجې سته او موږ د لوړي درجی علماء نه درس اخلو لکه لکه امام اعظم او امام رحمة الله علیه د خیر د عصر
ښوونکی او مدریس وو (خير أمتي قرني ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم)
چه بخاري رحمة الله علیه ئې هم په شاکردانو کي‌حساب دي

بې له فکره (قیاس ) هیڅ نه دي ممکن ، نه پوهېږم چه تاسو دا ژوند څنګه مخته وړي ؟؟؟

درنښت
درنښت


حذيفه
14.10.2013

حليمي صیب!
نه پوهېږم ته په دې فکر دا فورم څنګه چلوې؟
ته دې ته فکر نه کوې چي هلته خبره د دين ده، په دين کي له الله او رسول پرته بل څوک دخل نه لري، ځکه دين مکمل دئ، وحې ده، په قران او نبوي سنتو کي د دين شیان بیان شوي، دا عمومي فارمولې دي، قوانين دي، ضوابط يې ايښي، دې ته په کتلو ټول مسايل حل کېدای شي، خو يو په دنيوي چارو کي له عقله کار اخیستل وي؟
دا دوه سره بېل کړه، بيا نو راشه ليکنه وکړه او خلکو ته په خپل اند وړاندي کړه.
دين بېل شی او دنياوي چارې جلا!
درنښت
حذیفه



ع کريم حليمي
14.10.2013

هدایت : د سرار عالم او د هغه اطاعت کوونکو (خير الناس) په اطاعت پوري وابسته دي ، ( و ان تطیعوه تهتدوا )

موږ له عقل او فکر اوقیاس نه کار اخلو ، او د خیر الناس استادانو توبندونه غاړي ته اچوو ،‌چه ګمراه نه سو، د ګمراهۍ مخه نیول ! د عقل په قدرت ، طاقت او د خير الناس په تقلید کښي وینو
هو !!! تقلید د دین په جزئیات او فرعیاتو کښی

موږ هیڅکله د سردار عالم په مــــــــذهب کښي تصرف نه کوو ،
عقل او مذهب محمدي نه شي سره بېلدلی ، اعلاء کلمة الحق مشروط په عقل ده یعني إعلاء كلمة الله د عقل په قدرت او طاقت جګېداسي ، او عقل سالمتره کیږي د محمدي مذهب په زدکړه او عمل کولو سره ،
پس د عقل او قیاس منکره ، !! مخ پر ترکستان روان
د مذهب منکر د کفر په درشل کي ولاړ دي ، موږ د محمد رسول الله له مذهب نه لاس نه اخـــــــــــــــلو !!

اسلام پنځه مقاصد لري یو مقصد دا دي چه : حفظ العقل
رب العزت فرمايي چه : ومن الناس من يشتري لهو الحديث ليضل عن سبيل الله بغير علم..........

هر چا که لهو الحدیت رانیول ، نو خپل عقل ئې خسارمن کړی
حفظ العقل یوازي او یوازي په داسي صورت کي ممکن دي چه ناکاره خبرو ته په عقل کي ځای ور نه کړو ، ناکاره غزلي هم عقل خرابوي

دنیا او آخرت نېکۍ وابستګي په عقل پوري لري ، واوره د جوامع الكلم خبري (سردار عالم ) خپل امتته فرمايي چه هدیرې ته ولاړسی ، چه اخرت مو درپیاد سي ، امة ته داسي نه وايي مړګ در پیاد سي ، ولي داسي فرمايي؟؟؟
سردار عالم د مرګ خبره نه کوي ، په دې سسب چه : مرګ یادېدل اقتصادي نظام ته تاوان ، د اولاد و روزني ته تاوان دی ، مایوسي او ناامیدی زېږوي ، د دنیا له کاره لاس په سر کیږي

خو سردار عالم فرمايي چه اخرت در یاد که (جنتونه او دوزخونه ) دا بیا د امید خبره ده ، اما په زات یوه خبره ده بېله مرګه اخرت نسته
نه چه وحی ورته کېدل ، هوښیار هم وو ، عقلمند هم وو
بېعقلي او د اسلام دین سر ضد دي ، رب العزت په پېغور او سرزنشت او طعنه درته او یا ورته وايي چه أفلا تعقلون
[quote:33fb1066a5]په دنيوي چارو کي له عقله کار اخیستل وي؟[/quote:33fb1066a5]

دا اقتباس سوې جمله لهو الحديث ده زه ئې نه رانیسم د رانیولو نده او ليضل عن سبيل الله بغير علم !!! خبره ده
درنښت


حذيفه
16.10.2013

ع کریم حليمي!
تاته د سعدي يو بیت لومړی ډالۍ کوم:
چهل سال عمر عزیزت ګذشت
مزاج تو ازحال طفل نه ګشت
نه د بحث په محوري ټکي پوه سې او نه هم د بحث اصول در معلوم دي، له دې امله نو د بحث پر ګېډه وخېژې.
خپل مزاج چي دي څنګه جوړ کړی همغه حق ګڼې او د بل هغې حماقت، په داسي حال کي چي خبره د دې برخلاف وي.
بحث پر يوه شي پيل وي او ته ښاغلی را بړچ وهې لکه ترهېدلی... بل لور په ونيسې!
نه د بحث سړی يې او نه په دې ارزې، له تاسره بحث کول د وخت ضایع کول او ځان په لهوياتو اخته کول دي.
له تاسره د بحث يوه طریقه ده چي سړی دي په وړاندي چوپ پاتې سي، نو زه به هم اوس دا طریقه غوره کړم.



ع کريم حليمي
16.10.2013

السلام علیکم و رحمة الله
زه ستا د بحث محور څه کوم !محور امامان دي ، تاسو علماء دین کله منلي ،چه پاته زه سوم ؟؟ ستاسو مذهب نه منئ‌ ، نو داچه موږ ته د طفل په سترګه ګورې بده خبره نه ده ،

زه ئې طفل تاسو دي‌خدای جوړ لري‌

نا ګفته نه ماند!!!

مکرم مبارز ته مو هم لیکلي وه چه :

[color=cyan:5edff8b38c]زما په ګومان ښه موقف دي غوره کړی، څوک چي له کوم دليل پرته ادعی کوي نو د بحث پر ځای نه بحث ښه وي، [/color:5edff8b38c]
درنښت


تخاري
21.10.2013

حذيفة صيب ته ولا كه به هيس هم ارزى

كه هر سو دير علوم كسب كرى د نيست عقل له لاسه به مو به كام درنشي

او كه فرض محال خداى عقل دركه نو بيا به أخلاق كسب كوى زكه فطرتا يي درك نشته دربكى

خبه نشى


اجماع

حکیم الامت
03.11.2013

داسی ډیر زیات دلایل دی چه بغیر دمذهب او اجماع باندی راټولو څخه څوک دین باندی تګ نسی کولی ځکه که هرڅوک بیله بیله لاره ونیسی نو دایی جهنم ته راکاږی، هغه دشیخ حسن جان شهید وینا چه که مونږ احادیث دبخاری، مسلم، ترمذی، مؤطا امام مالک، مؤطا امام محمد، طحاوی، مسانید امام اعظم، وغیره منو او دا مو عقیده ده چه امامانو یا محدثینو مونږ ته احادیث له تابعینو، صحابه وو، او هغوی له حضور صلی الله څخه روایت کړی نو عقیده صحیح او هغه کس مسلمان ده او که دارنګه کومه فقه چه امامانو مونږ ته انتقال کړی داهم هم هغه فقه ده کومه څخه تابعیونو له صحابه وو او هغوی له حضور صلی الله علیه څخه را انتقال کړی اوس که څوک ددغو دوو سترو دینی اصلو څخه انکار کوی نو یوه څخه انکار له دویم قول څخه انکار ده، ځکه حدیث بغیر دفقهی او فقهه بغیر حدیث څخه ناشونی کار ده. هره مسئله دفقهی له قرآن او حدیث څخه استنباط سوی نو اهل حدیث چه داخبره کوی چه دوی فقه نه منی، مذهب نه منی، دا په اصل کی ددوی له نیم نه زیات دین څخه انکار ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more