د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

لیوه ته یې نصیحت کاوه، ویل پرېمیږده، رمه لاړه

میرویس
07.10.2013

د فورم ګډون والو، السلام علیکم
په ملي او بین المللی سویه دیني عالمان، سیاست مداران، د ټولنیزو چارو ماهران، د بشر غوښتنې ادار، ملګري ملتونه، اسلامي او غیر اسلامي ملکونه په طالبانو غږ کوي، چې د الله درضا، اسلامي ارشاداتو د پیروۍ، د انساني حقومو د رعیات او خپل ملک د تباهۍ او ولس وژنې نه د لاس د اخیستو دپاره، د سولې او اسلامي اخوت لاره غوره کړي.
خو طالبان وایي پریمیږده چې رمه لاړه.

طالبانو د فراه د ولایت د خاک سفید دولسوالۍیو مخور قومي مشر ملا سلیمان د خپلې کورنۍ ددریو ِغړو سره سرک د غاړې د ماین په چاودنه کې وواژه.
دا رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
=====
يو قومي مخور د کورنۍ له دريو غړيو سره ووژل سو
15 میزان / تله 1392, 7:30
دفراه ولایت دخاکسفید ولسوالی په مربوطاتو کي یوتن قومي مشر دخپلو درو تنو ملگرو سره یوځای دسړک ترڅنگ دایښودل شوي ماین دچاودني له امله وژل شوو.
دفراه ولایت امنیتي چارواکي وایي،یاده پيښه تېره غرمه دفراه ولایت دخاکسفید ولسوالی په خوست کلي کي دملا سلیمان پرموټر رامنځ ته شوي ده.
دخاک سفید ولسوال ملاغوث الدین وویل یاد کس د مدیزو قومي مخور وو اود خپلي کورنی د درو تنو سره یوځای وژل سوی.
دولسوال په خبره دیاد قومي مخور موټر هم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
غوث الدین داهم وایي چي یاد ماین دطالبانو له خواه دسړک ترڅنگ ایښودل شوی وو خو تراوسه یي په تور کوم کس ندی نیول شوی ولي پولیسو په دي اړه خپلي جدي پلټني پیل کړي دي.
طالبان چي په یادي پيښي کی دلاس لرلو په تور د چارواکو له خواه متهم دي تراوسه یي ددغه چاودني په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
خبريال ډاټ کام:هرات


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more