د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د خلقيانو ،افغان ملتيانو ،نظاريانو او اسلام دوښمنو ملګري بيا مردار شول !

pattang
06.10.2013

کندهار-کې-سرښندونکي-برید-دناټو-پوځيانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اړولې

[img:4ed0325b9d]http://www.nunn.asia/images/Foreign_troops/killed_or_wonded/killed_wounded.jpg[/img:4ed0325b9d]

له کندهار نه په ورکړل شویو خبر کې ویل شوې تیره شپه دکندهار ولایت دژړۍ ولسوالۍ کې دناټو پر پلي سرتیرو سرښندونکي برید ترسره شوی ،چې له امله یې بهرنیو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

باید وویل شي چي تیره ورځ هم ایساف اعلان وکړ چي یو عسکر یې د افغاني عسکر په ډزو او بل په غیر جنګي پيښه کي ووژل شو.
دطالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې دپيښې مسولیت منلی، نوموړي زیاتوي تیره شپه دژړۍ ولسوالۍ دسنزري دانارک په سیمه کې اشغالګرو ځواکونوچاپه ووهله او له الوتکو یې ګڼ شمیر عسکر په سیمه کې پلي کړل،مجاهدینو چې وار ترمخه یې تیاري درلود، په یوه نړیدلي خالي سراي کې یې لس کړۍ ماینونه دسراي دباندي او دننه ځاي پرځاي کړي وو ، او همداراز دوه تنه فدايي مجاهدین (ثناء الله او فرید احمد) هم په سیمه کې له خپلو وسلو او فدايی واسکټونوسره په کمین کې ناست وو. کله چې بهرني سرتیري زړې کلا ته دمجاهدینو دتعقیب لپاره ننوتل سم دستي پرې چاودنې ترسره شوې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله واوښته ، وروسته نور عسکر دخپلو مړو او ټپيانو دراټولو لپاره دپيښې ځاي ته ورغلل چې دفدايي مجاهدینو له استشهادي برید سره مخ شول .د ترلاسه شویو معلوماتولمخې په برید کې تر ۳۰ تنو پوري ددښمن عسکر مړه او ژوبل شوي.

دایساف ځواکونو هم په خپله خبر پاڼه کې خبر ورکړي چې په کندهار کې یې څلور سرتیري په یوه پیښه کې وژل شوي ،په خبر پاڼه کې دپيښې دقیق ځاي نه دي ښودل شوی او نه هم دوژل شویو عسکرو هویت په ډاګه شوی.

دکندهار ولایت امنیتي چارواکو دیادې پيښه په اړه یوه خوله نه دي ،دوالي ویاند جاوید فیصل رسنیو ته ویلي چې په ژړي کې دماین په چاودنه کې څلور بهرني سرتیري وژل شوي. خو دژړۍ ولسوال وايي په ژړۍ کې له هیڅ یوې پيښې خبر نه دی.

په یاده ولسوالۍ کې بهرنیو عسکرو ته دسر دروند زیان په داسي حال کې اوړي چې څو ورځې وړاندي دژړۍ ولسوالي داناټو ځواکونو او دکندهار امنیتي چارواکو لخوا یوه پور امنه ولسوالي اعلان شوې وه .


tandar
06.10.2013

ملکه لندن کي نن ژړيږي
.................چه جنازي يې له هلمنده ورباريږي
دملالي بل بچي غازي شو
................شهيدان به يې ترقيامته تل ياديږي
دازاد هيواد په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more