د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

یوان ډي پي: د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به د ښځو ستونزې حل کړي

اتل
02.10.2013

آلسلام علیم، ګرانو خویندو میندو
دا ستاسې د پاره یو په زړه پور ې زیرئ دئ. تاسې ګرانې میرمنې پر موږډیر حق لرۍ، خو موږ د ناچارې ورځې [ندان مرسته نشو کولای، او طالبان لکه لړمان د خپل طبیعت او مزاج پر بنا د ښځو سره کینه لري او نه غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي. دوی ښځه د اولاد د زیږونې، د کور کالي، غوا لوشلو، څاروی لویولو او میړه د خوشحالولو یوه وسیله ګڼي، خو پکار دي چې د ښځو بشري حقوق خوندي شي.

الله تعالا ښځه او نارینه دواړه د یولړحقوقو سره چې هیڅوک یې نشي ترې اخیسئ پیدا کړیدي، خو ټول نارینه په تیره بیا طالبان د ښځو سره عدل او انصاف نه کوي. کاشکي دملګرو ملتون د يو ان ډي پي د مؤسسې هلې ځلې د ښځو دداعیې سره مرسته وکړي، او همدا په ملک کې د ښځو د نیکمرغۍ پیل شي.
دا لندې رپوټ د آزادۍ رادیو خپورکړیدئ.
=====
یو ان ډي پي: د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به د ښځو ستونزې حل کړي
10.07.1392
UNDP یا د ملګروملتونو پراختیایي اداره غواړي چې؛ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو د ستونزو د حل په هدف د جندر د مساواتو ټولنې جوړې کړي.

د یادو ټولنو مالي لګښت د ملګروملتونو پرمختیایي اداره ورکوي او د افغانستان د ښځو چارو وزارت په همکارۍ دا پروګرام ښځو ته د سلا مشورو له لارې عملي کیږي.

د ښځو چارو وزارت دا یو ښه اقدام بولي او وایي چې؛ دا ډول ټولنې باید د هېواد په ټولو ولایتونو کې جوړې شي.

که څه هم تراوسه معلومه نه ده چې دا ټولنې به څه خت په کار پیل وکړي خو UNDP د ملګرو ملتونو پرمختایي اداره وايي، چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به د ښځو ستونزې حل کړي.

په افغانستان کې د ملکرو ملتونو د پرمختیایي ادارې عمومي مشر الوارو رودویګویز د چهارشنبې په ورځ د جندر د مساواتو په پرانیست غونډه کې وویل چې؛ دا ټولنې به د نوي تکنالوژي له لارې د ښځو د ستونزو په راکمولو او حل کې مرسته وکړي:

"په افغانستان کې د جندر مساواتو غونډې به د جندر په مسایلو لکه سوله او امنیت، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي،عدالت ته د ښځو لاس رسۍ، د مشرتابه، روغیتا ،اقتصاد، زده کړو، خوراکي خوندیتوب په برخهو کې کار وکړی."

د ښاغلي الوارو په خبره له تیرو دولسوو کلونو راهیسي ګڼ شمېر بنستونه د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه کوی خو بیا هم په افغانستان کې له ښځوسره زور زیاتې روان دی.

همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د چارو مشرې انګبورګ ګسلیدویتور وايي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو ګڼ شمېر فعالینې موجود دې خو دوي غواړې چې د نوي تکنالوژي له لارې د ښځو ستونزې را ټولې او د افغانستان په دننه او بهرکې یې له متخصصینو سره شریکې کړي.

د افغانستان د جندر د مساواتو ټولنې به په هیواد کې له ښځو سره د آنلاین شبکې او په مخامخ ډول ، د ښځو د ظرفیتونو د لوړولو، د سولې په برخه کې د جندر مراعاتولو ،او د ښې حکومتدارۍ په برخه کې کار وکړي.

څه موده وړاندې یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې له افغان چارواکو څخه وغوښتل چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون عملي کړي.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت وايي، ، چې دا ټولنې به د متخصصینو او علمي کدرنو په واسطه د جندر پر مسایلو ښځوته سلا مشورې ورکړي.

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله سیده مژګان مصطفوي وایی چې په تیرو یوولسو کلونوکې د ښځو لپاره ډیرکارونه شوی خو څرګندوي چې لا هم په دې برخه کې ډیرې ستونزې شته.

مژګان مصطفوي وویل، دا ټولنې باید د افغانستان په لرو پرتو سیمو اوکلیو کې فعالیت وکړي تر څو هلته افغان میرمنې په خپلو حقوقو پوه شي:

"هغه وخت موږ راضي یو چې په ټولو امکانات برابر ژوند په کلیو او بانډو کې د ښځو لپاره جوړ شي له هغه پرته کومه پراختیا چې په لویو ښارونو کې وي هغه اړینه نه ده.

پراختیا باید متوازنه په ښارونو او کلیو کې،د قومونو ترمنځ .د ښځو او نارینه ترمنځ وي."

د ښځو چارو وزارت مرستیالې تایید کړه چې؛ د ښځو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي خو دا یې هم وویل چې یو شمېر ښځې لاهم له ډیرو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ دي.

کتونکي وايي، په تیرو دو کلونو کې دښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي چې پکې په بدو کې د نجونو ورکول، د ښځو وهل ټکول او په ټیټ عمر کې د نجونو ودول شامل دي.

د دوي په باور ترڅو چې افغان حکومت د ښځو حقوقوته سمه پاملرنه ونه کړي نو هغوی به همداسې له کړاونو او ناخوالو سره مخامخ وي.

مرضیه احمدزۍ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more