د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

ملا برادر دصلحې مذاکرې پیل کړیدي

اتل
26.09.2013

ډېرو ویاړلو لوستونکو، السلام علیکم
روهي په خپله ننۍ ګڼه کې د ملا عبدالغني برادرد صلحې د هلو ځلو په باب یو رپوټ چاپ کړئ او وایي چې هغه اول په پاکستان کې خپل فعالیت پیل کړیدئ.

د افغان طالبانو د مشر ملامحمد عمر آخند مرستیال ملا برادر چې تیره هفته د پاکستان د محبس نه خوشئ شو، سمدلاسه یې د پاکستان د تحریک طالبان او نورو ډلو سره د سولې خبرې اترې بيل کړیدي.

دپاکستان طالبان چې د افغان طالبانو مشر ملامحمد عمر آخند د خپل امیرالمؤمنین په توګه یادوي، کیدای شي د ملا برادر اثر او نفوذ هغوی د صلحې د خبرو میز ته راولي، ترڅو د پاکستان د حکومت سره د صلحې موافقه وکړي، او پدې ترتیب د افغانستان په ګاونډ کې ثبات راشي.

د افغانستان او پاکستان امنیت او بې امنیتي په یو اوبل مسقیم اثر لري. کیدای شي په پاکستان کې صلحه او امنیت په افغانستان کې هم د صلحې او امنیت سبب شي.

يو وارې چې ملا برادر په پاکستان کې د صلحې او امنیت په راوستو کې کامیاب شي، بیا به له یوې خوا په افغنستان کې د طالبانو او حکومت تر منځ د صلحې خبرو ته وزګار شي، او له بلې خوا به په افغانستان کې د صلحې خبرې ډیرې ورته آسانه شي، ځکه چې د پاکستان د صلحې او امنیت په برکت به د پاکستان طالبان پدې پوهیدلي وي، چې په افغانستان کې بې امنیتي، د هغوی د صلحې پر کړې معامله ناوړه اثر کوی، او د پاسکتان نه به خپل جنګیالي افغانستان ته د جنګ د پاره هم نه استوي، او داکار به په افغانستان کې د صلحې او امنیت په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

الله جل جلاله دې ملا عبدالغني برادر ته همت ورکړي چې پخپل دې نیک تکل کې کامیاب شي.
چې غوټې پسې وهی، په لاس به درشي = چا ویل چې په درباب کې ګوهر نشته؟
الله مو مل.


پښتون:
26.09.2013

په لمړنیو خبرونو کې ویل شوي دي چې ملا برادر او نور برادران چې پاکستان د زندان نه را خوشې کړي دي،په مختلفو مرضونو مبتلا شوی دي.
د هغوی د جملې څخه ملا برادرپه لیونتوب یا په عصبی مرض اخته دې او هیڅوک نشي پیژندلای.
البته دا به هم د امریکا او د پاکستان د مشترک پلان له مخې لمړۍ بندي او اوس د امریکایانو د بل پلان د عملي کولو لپاره له زندانه راوویستل شو.
دا خواران د امریکا او پاکستان د سوخت مواد دي او یا داسې مواد چې په ګودامونه کې د بل فصل لپاره خوندي کیږي.
او یا دهقانان چې شلغم او کچالو د خاورو لاندې کوي او بیا یی په بل موسم کې راباسی او شوخند پرې وهي.
هر څه چې د ملا امریکا او ملا پاکستان خوښه وي،هغه به ملا برادران ورته عملي کوي.
خو افسوس مو پر هغو خوارانو راځي چې د دوی د مشترکه پلان قربانیان کیږي.


اتل
26.09.2013

پښتون وروره، اسلام علیکم
اصلي خبره داده چې موږ بې حده زیات کړیدلي یو، لا کړیږو.
که چیرې د صلحې او امنیت خبرې کیږي، نو پکار دي چې لبیک ورته ووایو او و یې هڅوو. آکثره جګړې د صلحې د خبرو اترو له لارې حل شویدي. موږ د سوکالۍ، آبادۍ او پرمحتګ د کاروان، نه پاتې شوي یو، نورمه پریږدئ چې دا ملک بدوي ژوند ته نور هم په شا لاړشي.

صلحې ته آمین ووایاست چې ملائکې یې هم آمین کړي. د ملا برادر، ملا معتصم آغاجان او نورو صلح غوښتونکو سره خپل غږ غبرګ کړئ چې د الله په دربار کې زموږ نیک نیت او اراده الله ته منظوره شي، او په موږ کې عطوفت او یو بل سره مینه پیدا شي ،او الله پر موږصلح امنیت پیر زو کړي.
الله په قرآن کې ویلي، ترهغې به زه بدلون پکې رانه ولم، مګر داچې یو ملت په خپل حال کې د بدلون اراده او هڅه نه وي کړې.
په مولا دې سپارم.


پښتون:
26.09.2013

اتل صیب وعلیکم السلام.
ما پخپل ژوند کې په کراتو کراتو د سولې لپاره لبیک ویلې ،او د سولی لپاره مې د مشرانو ،کشرانو،کنډو او یتیمانو ،فقیرانو او عاجزانو په دوعا آمین ویلې دې .
ستاسو پدې نیکو او د خیر خبرو باندې هم آمین وایم چې الله ج زمونږه طالبان ورورڼه نور د سولې خواته مایل کړي.او نور دوی ځانونه د پردو لپاره قرباني نکړي.
په ریښتیا سره چې هیڅ کله شخړه په جنګ نشي ختمیدلې.سوله یواځینۍ لاره ده چې افغانان د جنګ او مصیبتونو څخه خلاص وي.
پدې مدرنه تکنالوژي کې د یو غریب ملک لپاره د جنګ ګټل د څو پرمختللی هیوادونو څخه ناممکنه ده.
که څه هم پدې جنګونو کې به بهرنیانو ته یو څه ځاني او مالی تاوان رسیدلې وي ،خو د هغوی لپاره دا تاوان د ماشي او فیل اندازه فرق لري.د ځاني تاوان په بدل کې یی په زرګونه افغانان ووژل،او د مالی تاوان په بدل کی یی ښه یورانیم او نور مواد وچلول .د ډالرو د چاپولو لپاره هم چاته حاجت نلري.نو که د غنمو د انبار څخه یوه دانه کمه شي ،انبار ته یی هیڅ فرق نه پریوځي.
نو هیله ده چې دا واری د سولې او پخلاینی خبری حقیقت ولري، او د خلکو د آزادي خیال هم وساتي.


اتل
26.09.2013

پښتون صاجپ، بیا سلامونه او احترامونه
ستاسې، زما او د افغان، په تیره بیا د پښتون د کړیدلي ولس چاره دې پاک رب وکړي. آلله دې سوله او امنیت زموږ په نصیب کړي.
ستاسې په ژبه دې برکت شي، زه هم پخپل نوبت طالبانو او نورو ته دُعا کوم چې د افغا ن ځوریدلي ملت په پرهارونو باندې دمرهم دپټۍ په لګولو کې بریالي شي.
د پاک رب نه دې بریالئ غواړم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more