د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دایران اوپاکستان دیني عالمان: انتحاري په اسلام کې حرامې دي.

اتل
24.09.2013

د فورم محترمو ګډونوالو، السلام علیکم
په کابل کې د اسلامی هیوادونو دیني عالمانو په ننۍ نړیواله غونډه کې برخه واخیسته.
د ایران او پاکستان دیني عالمانو ددې غونډې نه بهرد آزادۍ رادیو خبریال ته وویل چې انتحاري حملې په اسلام کې حرامې دي. ددې نه مخکې هم د اسلامي نړۍ معتبرو مفتیانو او ديني عالمانو دا فتوی ورکړې وه، خو طالبان د خپل خره نه، نه ښکته کیږي، او وایي چې دا انتحاري حملې نه، بلکه اشتهادي حملې دي. پداسې حال کې چې په اشتهادي حملو کې غازي ددښمن لخوا وژل کیږي، خو د طالبانو خودکشان اول ځان وژنی، او دا هم معلومه نده چې دښمن مري او که نه؟
په اسلام کې ځان وژنه حرامه ده، او عاملین یې ابدې دوزخیان دي.
======
د پاکستان او ایران عالمان: انتحاري حملې په اسلام کې حرامې دي.
02.07.1392
راپور: جمیله ظریف

د پاکستان او ایران یو شمېر دیني عالمان وایي چې؛ انتحاري حملې په اسلام کې حرامې او ناروا دي.

دیني علماوو دغه څرګندونې نن په کابل کې د اسلام او سولې په نوم د جوړ شوي کانفرانس په څنډه کې له ازادي راډیو سره وکړې.

د پاکستان او ایران دیني عالمان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې؛ افغان حکومت تل پاکستان تورنوي چې؛ په افغانستان کې تروریستی حملې تنظیموي.

د پاکستان او ایران یو شمېر دیني عالمانو د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې؛ له انتحاري حملو لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

دغو دیني عالمانو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د اسلام او سولې تر نامه لاندې د جوړ شوي کنفرانس په یوه برخه کې ازادي راډیو ته وویل چې؛ انتحاري حملې په اسلام کې حرامې دي.

د پاکستان یو دیني عالم ډاکټر احمد جان ازادي راډیو سره په مرکه کې له افغان حکومت نه هم وغوښتل، څو وسله والو مخالفینو ته د خبرو اترو زمینه مساعده کړي:

"انتحاري حملې چې په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په هره برخه کې کیږي چې په هغو کې بې ګناه خلک، ماشومان او ښځې ووژل شي اسلام هغو حملو ته اجازه نه ورکوي.

په هر ډول چې کیږي که د خبرو اترو له لارې وي او که د مصالحې له لارې خو افغان حکومت باید وسله وال مخالفین راضې کړي، د نړی عالمان په مخالفینو ډیر تاثیر لري نو هغوی دې راټول کړي چې خبرې ورسره وکړي.

اسلام د دا ډول انفرادي حملو اجازه نه ورکوي."

د پاکستان دغه دیني عالم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ افغان حکومت تل پاکستان تورنوي چې وسله وال مخالفین روزي او افغانستان ته یې د تروریستي حملو لپاره رالیږي.

افغان چارواکي وایي چې؛ له ډیرو هڅو وروسته په دې بریالي شول، څو په افغانستان کې د اسلامی هیوادونو د عالمانو یو کنفرانس جوړ کړي.

نه یواځې د پاکستان بلکې د ایران یو شمیر دیني عالمان هم انتحاري حملې حرامې بولي.

د ایران یو دیني عالم محمد سالار وایي چې؛ اسلام ټولې هغه وژنې حرامې بللي چې بې ګناه خلک پکې وژل کیږي:

"اسلام او قران هیڅکله هغو اعمالو ته چې؛ د بې ګناه خلکو د وینې توییدو لامل کیږي اجازه نه ورکوي.

ډير شمېر خلک دي چې ښایي د دین په نوم داسې کارونه وکړي، خو موږ دغه ډول اعمال د اسلام له نظره حرام بولو، او هغه خلک چې د اسلام په هکله خبرې کوي او داسې اعمالو ته لمن وي او د بې ګناه کسانو وینې تویوي بې له شکه چې د اسلام او مسلمانانو لپاره د منلو وړ نه دي."

له دې وړاندې د افغانستان دننه هم یو شمېر دیني علماوو انتحاري حملې حرامې بللی، خو د حکومت وسله وال مخالفین تر ډیره د افغان او بهرنیو چارواکو په وړاندې له دې حملو کار اخلي.

یو شمېر افغان دیني عالمان بیا وایي چې؛ که ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان تل د انتحاري حملو د حراموالي په هکله خبرې وکړي نو د هغوی خبرې به په وسله والو مخالفینو مثبت اغیز وکړي.
• چاپ
• شریکول :


Re: دایران اوپاکستان دیني عالمان: انتحاري په اسلام کې حرامې دي.

pattang
24.09.2013

[img:7e026b075f]http://nunn.asia/images/officials/ulama_confrance.jpg[/img:7e026b075f]

اتل جانه هغوی ماوليدل حتا ما ډېر کاله مخکې درباني له زوی سره
چې په تاجکستان کې اوسېده قلمي شخړه کړې ده!
داټول هغه خېټ ماران دي چې دکرزي او cia غوړې ډوډۍ به څو
ورځې ووهي او بيا به ځي !
په دې علما ؤ کې ږير رخېيلي چټ بنګيان هم ما وليدل !
ستار سيرت هم حضور پکشې لاره ؟؟
اياديني علماؤ د افغانستان په اشغال او وژنه هم خبرې وکړې اوکه
هغه څه يې ووېيل چه cia ورته ليکلي دي !

وروره دطالبانو هدف خارجي اشغالګر دي او نه ملکي وګړي !!
اتل خانه !
داخو اسانه خبره ده نو ولې صليبي اشغالګر افغانستان نه پرېږدي
چې داټول مرګونه ورک شي ! ځواب يې راکړه؟

[quote:7e026b075f="اتل"]د فورم محترمو ګډونوالو، السلام علیکم
په کابل کې د اسلامی هیوادونو دیني عالمانو په ننۍ نړیواله غونډه کې برخه واخیسته.
د ایران او پاکستان دیني عالمانو ددې غونډې نه بهرد آزادۍ رادیو خبریال ته وویل چې انتحاري حملې په اسلام کې حرامې دي. ددې نه مخکې هم د اسلامي نړۍ معتبرو مفتیانو او ديني عالمانو دا فتوی ورکړې وه، خو طالبان د خپل خره نه، نه ښکته کیږي، او وایي چې دا انتحاري حملې نه، بلکه اشتهادي حملې دي. پداسې حال کې چې په اشتهادي حملو کې غازي ددښمن لخوا وژل کیږي، خو د طالبانو خودکشان اول ځان وژنی، او دا هم معلومه نده چې دښمن مري او که نه؟
په اسلام کې ځان وژنه حرامه ده، او عاملین یې ابدې دوزخیان دي.
======
د پاکستان او ایران عالمان: انتحاري حملې په اسلام کې حرامې دي.
02.07.1392
راپور: جمیله ظریف

د پاکستان او ایران یو شمېر دیني عالمان وایي چې؛ انتحاري حملې په اسلام کې حرامې او ناروا دي.

دیني علماوو دغه څرګندونې نن په کابل کې د اسلام او سولې په نوم د جوړ شوي کانفرانس په څنډه کې له ازادي راډیو سره وکړې.

د پاکستان او ایران دیني عالمان په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې؛ افغان حکومت تل پاکستان تورنوي چې؛ په افغانستان کې تروریستی حملې تنظیموي.

د پاکستان او ایران یو شمېر دیني عالمانو د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې؛ له انتحاري حملو لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

دغو دیني عالمانو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د اسلام او سولې تر نامه لاندې د جوړ شوي کنفرانس په یوه برخه کې ازادي راډیو ته وویل چې؛ انتحاري حملې په اسلام کې حرامې دي.

د پاکستان یو دیني عالم ډاکټر احمد جان ازادي راډیو سره په مرکه کې له افغان حکومت نه هم وغوښتل، څو وسله والو مخالفینو ته د خبرو اترو زمینه مساعده کړي:

"انتحاري حملې چې په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په هره برخه کې کیږي چې په هغو کې بې ګناه خلک، ماشومان او ښځې ووژل شي اسلام هغو حملو ته اجازه نه ورکوي.

په هر ډول چې کیږي که د خبرو اترو له لارې وي او که د مصالحې له لارې خو افغان حکومت باید وسله وال مخالفین راضې کړي، د نړی عالمان په مخالفینو ډیر تاثیر لري نو هغوی دې راټول کړي چې خبرې ورسره وکړي.

اسلام د دا ډول انفرادي حملو اجازه نه ورکوي."

د پاکستان دغه دیني عالم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ افغان حکومت تل پاکستان تورنوي چې وسله وال مخالفین روزي او افغانستان ته یې د تروریستي حملو لپاره رالیږي.

افغان چارواکي وایي چې؛ له ډیرو هڅو وروسته په دې بریالي شول، څو په افغانستان کې د اسلامی هیوادونو د عالمانو یو کنفرانس جوړ کړي.

نه یواځې د پاکستان بلکې د ایران یو شمیر دیني عالمان هم انتحاري حملې حرامې بولي.

د ایران یو دیني عالم محمد سالار وایي چې؛ اسلام ټولې هغه وژنې حرامې بللي چې بې ګناه خلک پکې وژل کیږي:

"اسلام او قران هیڅکله هغو اعمالو ته چې؛ د بې ګناه خلکو د وینې توییدو لامل کیږي اجازه نه ورکوي.

ډير شمېر خلک دي چې ښایي د دین په نوم داسې کارونه وکړي، خو موږ دغه ډول اعمال د اسلام له نظره حرام بولو، او هغه خلک چې د اسلام په هکله خبرې کوي او داسې اعمالو ته لمن وي او د بې ګناه کسانو وینې تویوي بې له شکه چې د اسلام او مسلمانانو لپاره د منلو وړ نه دي."

له دې وړاندې د افغانستان دننه هم یو شمېر دیني علماوو انتحاري حملې حرامې بللی، خو د حکومت وسله وال مخالفین تر ډیره د افغان او بهرنیو چارواکو په وړاندې له دې حملو کار اخلي.

یو شمېر افغان دیني عالمان بیا وایي چې؛ که ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان تل د انتحاري حملو د حراموالي په هکله خبرې وکړي نو د هغوی خبرې به په وسله والو مخالفینو مثبت اغیز وکړي.
• چاپ
• شریکول :[/quote:7e026b075f]


تيمور
25.09.2013

پتنګ جی بهايي جان، تو چه نوع یک انسانی هستی که بغیراز یک کلمه (صليبي اشغالګران) تو دیگر هیچ چیز را ازین دنیای کلان نیاموختی. خودت باید یک اندازه از سر خر شیطان، که سوارت کرده اند، پاین شوي، هر کس را که نمیشود با یک نام صدا زد، اگر تو واقعاً مسلمان هستي (که نخواهد باشي) چطور یک مسلمان را با چنین آساني کافر میخواني؟
اگر هرکس نوکر و چاکر کافران شود پس تنها تو و مامایت در منطقه مسلمان میماني و بس.
ما افغانها از قرنهاست که به دین مقدس اسلام مشرف شده ایم، نه تو و نه بادارانت که برای قتل و کشتار مسلمانهای بیگناه و بیچاره هر روز انتحاری میفرستند، مارا ازین دین کامل و حق (اسلام) جدا کند.
اما خودت و امثالت کاري بغیر از حرفهای طفلانه و بی معني هیچ دلیل منطقي برای گفتن ندارید. بخاطریکه از روز اول نصیب شما همین گریه ها و ناله کردنها میباشد و خلاص.


pattang
25.09.2013

هلکه ولې بده درباندې لګيږي ورشه د cia ديګ باندې دی ته هم خپل
برېتونه پرې غوړ کړه ! زه او ماما مې خپل جواری د سي ای اې
په پلو نه ورکوو ! ازادي لوی نعمت دی خو بعضې جاهلان په ملي
غرور نه پوهيږي او خپلې سترګې یې سپينې پردي خيرات ته نيولې
وي !

[quote:8b9126101d="تيمور"]پتنګ جی بهايي جان، تو چه نوع یک انسانی هستی که بغیراز یک کلمه (صليبي اشغالګران) تو دیگر هیچ چیز را ازین دنیای کلان نیاموختی. خودت باید یک اندازه از سر خر شیطان، که سوارت کرده اند، پاین شوي، هر کس را که نمیشود با یک نام صدا زد، اگر تو واقعاً مسلمان هستي (که نخواهد باشي) چطور یک مسلمان را با چنین آساني کافر میخواني؟
اگر هرکس نوکر و چاکر کافران شود پس تنها تو و مامایت در منطقه مسلمان میماني و بس.
ما افغانها از قرنهاست که به دین مقدس اسلام مشرف شده ایم، نه تو و نه بادارانت که برای قتل و کشتار مسلمانهای بیگناه و بیچاره هر روز انتحاری میفرستند، مارا ازین دین کامل و حق (اسلام) جدا کند.
اما خودت و امثالت کاري بغیر از حرفهای طفلانه و بی معني هیچ دلیل منطقي برای گفتن ندارید. بخاطریکه از روز اول نصیب شما همین گریه ها و ناله کردنها میباشد و خلاص.[/quote:8b9126101d]


طیب زابلی *
27.09.2013

د افغانستان په پاک حريم د تيري په اړه د جیدو علماء کراموشرعي فتوی او پرېکړه ليک


په کابل کې د ۱۴۲۲/۷/۳ هـ‍‍‍‍‍‍‍ـق 2001 \9 \21م نېټې د علماء کرامو د سترې غونډې پرېکړه ليک او شرعي فتوی

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام علی أشرف الأنبياء والمرسلين محمد وعلي آله وأصحابه أجمعين. اما بعد: دا چې د افغانستان ملت همېشه د خپلو سترو مسئلو د حل لپاره علماء کرامو ته مراجعه کړې، علماء کرامو يې د مشکل د حل لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې، په اوسنۍ لويه پېښه کې چې افغانستان ته د امريکا له لورې د بريد خطر رامنځ ته شوی د افغانستان علماء‌ د خپل درانه مسئوليت له مخې د مشکلاتو د حل لپاره د اسلامي دين په رڼا کې په لاندې ډول فتوی او فیصله صادروي:

۱ - دافغانستان علماء دامریکا دتلفاتو په اړه خفګان ښکاره کوي او دافغانستان علماء په دې هیله دي چې امریکا به په افغانستان حمله ونه کړي او ددغې پیښې په اړه دې له پوره زغم او دقت څخه کار واخلي او دموضوع په اړه دې پوره تحقیقات ترسره کړي .

۲ - دافغانستان علماء غوښتنه کوي ، چې دامریکا دوروستیو پیښو په اړه دې ملګري ملتونه او اسلامي کانفرانس دقیقه پلټنه ترسره کړي ، چې اصلي حقیقت معلوم شي او دبې ګناه خلکو دځورولو مخه ونیول شي .

۳ - ملګري ملتونه او اسلامي کانفراس دې د امريکا د جمهور رئيس په دې خبره غور وکړي چې هغه ويلي دي چې دا جنګ به صلیبي جګړه وي، دغې خبرې د ټولې نړۍ مسلمانان په احساساتو راوستلي او نړۍ یې له یوې لويې خطرې سره مخامخ کړې ده.

۴ - ددې لپاره چې داوسني جنجال مخه ونیول شي او هم په آینده کې ددا ډول پیښو په صورت کې بدګوماني رامنځته نه شي ، دعلماء کرامو دغه ستره شوری اسلامي امارت ته سپارښتنه کوي ، چې اسامه بن لادن تشویق کړی ترڅو په ممکنه وخت کې په خپله خوښه له افغانستان څخه ووزي او دځان لپاره کوم بل ځای انتخاب کړي .

که دپورته پریکړو په رڼا کې بیا هم امریکا قناعت ونه کړي او په افغانستان باندې حمله وکړي دمقدس شریعت په رڼا کې یې حکم په لاندې ډول بیانیږي .

لومړی :

زمونږه د فقهې کتابونه لیکي چې که چېرته کافران د مسلمانانو د کوم هیواد د خاورې په حريم باندې حمله وکړي د هغه هېواد په مسلمانانو جهاد فرض ګرځي او د قرآن کريم ایاتونه او احادیث مبارکه او د فقهې ټول کتابونه مسلمانانو ته د جهاد امر کوي:

لومړی آیاتونه:

۱ـ ﴿يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴾ [التوبة: ۱۲۳].

ترجمه: ای هاغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! جنګ کوئ تاسې له هغو کسانو سره چې نژدې وي تاسو ته له کفارو او ودې مومي دوئ په تاسې کې کلکوالی او پوه شئ چې الله تعالی د پرهېزګارانو سره دی.

۲ـ ﴿وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ﴾[البقرة:۱۹۰].

ترجمه: جنګ کوئ په لاره د الله کې د هغو کسانو سره چې جنګ کوي له تاسې سره.
۳ـ ﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه﴾[الانفال: ۳۹].
ترجمه: او وجنګېږئ له دغو کفارو سره تر هغه پورې چې پاتې نه شي فتنه او شي دین ټول خاص الله -جل جلا له- لره.

۴ـ ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ﴾[الحج:۳۹].

ترجمه: حکم ورکړی شوی دی هغو کسانو ته چې جنګ ورسره کاوه شي په دې سبب چې بېشکه په دوئ ظلم شوی دی او بېشکه چې الله په مرسته د دوئ خامخا قادر دی.

۵ـ ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمْ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاَللهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ [البقرة: ۲۱۶].

ترجمه: فرض کړی شوي پر تاسې باندې جنګ کول حال دا چې دغه بد ښکاري تاسې ته او ښايي چې بد ګڼئ تاسې یو شی حال دا چې هغه ډېر بهتر وی تاسې لره او ښايي چې ښه وګڼئ تاسې یو شی حال دا چې هغه به ډېر بد وي تاسې ته او الله عالم دی تاسې نه پوهېږئ.

دوهم حديثونه:

۱ـ وَعَنْ أَنَس بن مالکرضی الله عنه، قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ»[رواه ابو داؤد ۳۲/۲ والنسائي ۷/۶ والحاکم ۸۱/۲].

ترجمه: د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: جهاد وکړئ مؤمنانو د مشرکانو سره په مالونو، نفسونواوپه ژبو سره.

۲ـ عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُما قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : «إِذَاتَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْبِالزَّرْعِ ، وَتَرَكْتُمْ الْجِهَادَ ، سَلَّطَ اللهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَايَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ» [رواه ابو داؤد ۷۷/۳].

ترجمه: د عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليم وسلم فرمايلي: کله چې تاسو اخستل، خرڅول، شروع کړئ، په عينې سره (بيعه د عينې دې ته وايي: چې یو انسان څه شی په انسان خرڅ کړي په معلومو روپو سره تر معلومې نېټې پورې بيا بېرته دا خرڅوونکی د دې اخستونکي څخه دغه شی واخلی په کمو روپو سره په نقدو) او تاسې ونيولې لکۍ د غوايانو او راضي شوئ په کرهنه او جهاد مو پرېښود، رابه ولي الله پاک په تاسې ذلت او سپکوالی، دا به ستاسو څخه الله تعالی نه لرې کوي ترهغه پورې چې تاسې راجع شئ خپل دين ته.

دريم د فقهاؤ رحمهم الله اقوال:

۱ـ وفی المبسوط للإمام السرخسي (۲/۱۰):ثم أمررسو الله صلى الله وسلم بالقتال إذا كانت البداية منهم فقال تعالى ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَبِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا﴾ [الحج / ۳۹] أي: أذن لهم في الدفع وقال تعالى ﴿فَإِنْقَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ﴾ [البقرة:۱۹۱] وقال تعالى ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِفَاجْنَحْ لَهَا﴾ [الأنفال: ۶۱]ثم أمر بالبداية بالقتال فقال تعالى﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ﴾ [البقرة: ۱۹۷]وقال تعالى ﴿فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُوَجَدْتُمُوهُمْ﴾ [التوبة: ۵]وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «أمرت أن أقاتل الناس حتىيقولوا: لا إله إلا الله».

ترجمه: امام سرخسي رحمه الله په مبسوط کې ذکر کړي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم بیا امر وکړ په جنګ سره کله چې د مشرکانو له طرفه جنګ شروع کړی شي الله تعالی فرمایلي حکم ورکړی شوی هغو مسلمانانو ته چې جنګ ورسره کیږي په سبب ددې چې بېشکه په دوئ ظلم شوی دی. یعنې دوئ ته حکم ورکړی شوی دی په دفاع کولو سره. او الله تعالی فرمايلي دي که چېرې کافران تاسو سره جنګ کوي نو تاسو هم د دوئ سره جنګ وکړئ او الله تعالی جل جلا له- فرمايي که دوئ رجوع صلحې ته وکړي نو ته هم رجوع صلحې ته وکړه. بیا نبی صلی الله عليه وسلم حکم وکړ د جنګ په شروع کولو سره، پس الله تعالی فرمايي: وجنګېږئ له دغو کافرانو سره ترهغې چې فتنه پاتې نه شي او الله تعالی فرمايلي: پس وژنئ تاسې مشرکان په کوم ځای کې چې دوئ ومومئ‎. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: امر شوی دی ماته د الله تعالی له طرفه چې د کافرانو سره جنګ وکړم ترهغې چې دوئلا إله إلا الله ووايي.

۲_ وَفي الهندية (۸۸/۲)وَعَامَةِ الْمَشَايخِ رحمهم الله تعالى قَالُوا: الجِهادُ فَرْضٌ عَلَى كُلّ حَالٍ غَيْرَ أنَّهُ قَبْلَ النَّفِيرِ فَرْض كِفَايَة وَبَعْدَ النَّفِيرِيَصِيرُ فَرْض عَيْنٍ وَهُوَ الصَّحِيْح، وَمَعْنَى النَّفِيرِ أنْ يُّخْبِرَ أهْل الْمَدِينَة أنَّ الْعَدُوَّ قَدْ جَاءَ يُرِيْدُ أنْفُسَكُمْ وَذُرَارِيْكُمْ وَأمْوَالَكُمْ فَإِذَا أُخْبِرُوا عَلَى هَذَا الْوَجْهِ افْتَرَضَ عَلَى كُلّ مَنْ قَدَرَ عَلَى الْجَهَادِ مِنْ أهْلِ تِلْكَ الْبَلْدَةِ أَنْ يَّخْرُجُوا لِلْجِهَادِ وَقَبْلَ هَذَا الْخَبَرِ كَانُوا فِي سَعَة أنْلَّا يَخْرُجُوا.

ترجمه: په فتاوی هنديه کې ذکر دي چې عامو مشائخو رحمهم الله ويلي چې جهاد فرض دی په هر حال کې خو د عام نفير نه وړاندې فرض کفائي دی او وروسته د عام نفير نه فرض عين ګرځي او دا صحيح خبره ده.

د عام نفير معنی دا ده چې د يوې منطقې او ښار خلکو ته خبر ورکړی شي چې دښمن راغلی اود ضرر اراده لري، ستاسې د نفسونو اولادونو او مالونو په رابطه، نو کله چې خبر ورکړی شي هغه چا ته چې په جهاد قادر وي، د دې ښار او منطقې د اوسېدونکو نه چې جهاد ته ووځي او وړاندې د دې خبرې د ده لپاره روا دي چې جهاد ته ونه ځي.

دوهم:

که کفار په کوم اسلامي هیواد تجاوز وکړي او هغه هيواد تنها د مقابلې توان ونه لري د نړۍ په ټولو مسلمانانوجهاد فرض عین ګرځي:

۱ـ في رد المختار (۲۰۱/۶ طبع جديد)(والهندیة ۱۸۸/۲ )قَالَ أبُو الْحَسَن الْكَرْخِي فِي مُخْتَصَرِه: وَلا يَنْبَغِي أن يُخلي ثغْرٌ مِن ثُغورِ المسلمين ممن يقاوم العدوَّ فِي قِتَالِهِم وَإنْ ضَعُفَ أَهْلَ ثُغر من الثغورِ عَنِ المقاومةِ وَخِيفَ عليهم فعلي مَن وراءَهم من المسلمين أن ينفروا إليهم الأقربُ فالأقربُ وأن يُمِدُّوهم بالكِرَاعِ وَالسَّلاح لِيَكُونَ الجهاد، أبدًا قائمًا كذا في المحيط.

ترجمه په ردالمحتار کې ذکر دي چې ابوالحسن الکرخي په خپل مختصر کې ویلي ، دمسلمانانو لپاره مناسبه نه ده چې دهغو سرحداتو له جملې چې هلته له کفارو سره مقاومت کیږي کوم سرحد خالي کړي ، او که چیرې ددې سرحداتو مسلمانان دکفاروپه دفعه کې کمزوري شي نو په هغو مسلمانانو چې دوئ ته نږدې دي فرض ده چې مرستې ته ورشي او که هغه هم کمزوري شول نو هغوی ته په ورنږدې نورو فرض دی همداسې الاقرب فالاقرب په دوئ لازمه ده چې دجهاد ددوام لپاره دمجاهدینو مرسته وکړي ، دامضمون په محیط کې هم ذکر دی .

۲ـ وفي الهندیة (۱۸۸-۲) ثُمَّ بَعد مَجِئ النَّفير العام لا يفترض الجهاد على جميع أهل الإسلام شَرقًا وغربًا فَرْض عَين وإن بلغهم النفير وإنَّما يَفرُضُ مَنْ كان بقَربمِنَ العَدُوّ وَهُمْ يَقْدِرُونَ عَلى الجهادِ وَإمَّا عَلَى مَا وَرَاءَهُمْ مِمَّنْ يَبْعُدُ العَدُوَّ فَإِنَّهُ يَفْتَرِضُ فَرض كِفاية لا فرض عين حتّى يسعَهم تركُه فَإذا اُحتيجَ إليهم بأن عَجَزَمَنْ کان بقرب العدوّ عن المقاومة مع العدُّوِ أو تكاسلوا ولم يجاهدوا فإنه يفترض على من يليهم فرض عين ثَمَّ وَثُمَّإلى أن يفرض على جميع أهل الأرض شرقاً وغرباً على هذا الترتيب.

ترجمه: په فتاوی هندیه کې ذکر دي: پس د ثابتېدو د عام نفیر نه جهادعینا نه فرض کېږي په ټول اهل اسلام باندې د مشرق نه تر مغرب پورې اګر که رسېدلی وي دوئ ته ثبوت د عام نفير: په تحقیق سره جهاد فرض کېږي په هغه چا چې دښمن ته نژدې دي او دوئ قادر په جهاد وي او په هغه نورو مسلمانانو چې دښمن څخه لرې وي، په دوئ جهاد فرض کفايي دی، نه فرض عین، تردې چې د دوئ لپاره جائز دي چې جهاد پرېږدي او کله چې دې لرې مسلمانانو ته ضرورت پیدا شو، په داسې شان سره چې دښمن ته نژدې مسلمانان د مقابلې نه عاجز شي او یا سستي وکړی شي او جهاد یې پرېښود نو بیا جهاد په هغه چا فرض عین دی چې دښمن ته نژدې وي په ترتیب سره، تردې چې جهاد به فرض عین شي، په ټولو مسلمانانو د مشرق نه تر مغرب پورې په دې ترتیب سره.

۳ـ فی رد المختار (۲۰۱/۶) قُلْتُ:وَحَاصِلُهُ أَنَّ كُلَّ مَوْضِعٍ خِيفَ هُجُومُ الْعَدُوِّ مِنْهُ فُرِضَ عَلَى الْإِمَامِ أَوْ عَلَى أَهْلِ ذَلِكَ الْمَوْضِعِ حِفْظُهُ وَإِنْ لَمْ يَقْدِرُوا فُرِضَ عَلَى الْأَقْرَبِ إلَيْهِمْ إعَانَتُهُمْ إلَى حُصُولِ الْكِفَايَةِ بِمُقَاوَمَةِ الْعَدُوِّ.

ترجمه: په رد المختار کې ذکر دي: زه وایم چې حاصل دا دی چې هر هغه ځای چې په هغه باندې د دښمن دتجاوز او حملې ویره وي نو په امیر د وخت او یا په اوسېدونکو د دې ځای ساتنه د دې ځای فرض ده او که اوسېدونکي د دې ځای په ساتنه قادر نه شي نو په نزدې خلکو فرض دی امداد د دوئ ترهغې چې د دښمن د مقاومت لپاره کفایت او پوره والی ثابت شي.

دريم:

که چېرته کفار د مسلمانانو د خاورې په حريم باندې حمله وکړي نو د ضرورت په وخت کې مسلمانان له اسلامي او غیر اسلامي حکومتونو څخه مرسته غوښتلی شي خو په دې شرط چې د اسلام احکام به غالب او ښکاره وي لکه چې زمونږ د فقهې کتابونه ليکي:

وفي إعلاء السنن (۵۸/۱۲) نقلاً عن شرح سير الكبير (۱۸۶/۳) ولا بأسَ بأن يَّسْتَعِين المسلمونَ بِأهلِ الشّرك عَلَى أهلِ الشّرك إذا كانحُكم الإسلام هو الظاهر عليهم، لِأنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم استعان بيهود بنيقينقاع على بني قريظة، وخرج صفوان مع النبي صلى الله عليه وسلم حتى شَهِدَ حُنَيناًوالطائف وهو مُشْرِكٌ، فَعَرَفْنَا أنَّهُ لا بأسَ بالاستعانة بهم، وما ذلك إلا نظير الاستعانةبِالكِلابِ عَلَى المشركين وَإلى ذلك أشَارَ رَسول الله بِقَولِهِ إنَّ اللهَ لَيُؤَيّدُ هَذا الدّينَ بِأقوامٍ لا خَلاقَ لَهُمْ فِي الآخرة (طبراني).

قُلتُ: وَ عبارةُ شرحِ السير تُفيد جَوازَ الاستعانةِ بالكُفَّارِ إذا كانَ حُكمُ الإسلام هُوَ الظَّاهِرُ سَواءٌ كانوا مُشرِكِينَ أو أهلُ الكِتَابِ.

ترجمه: د اعلاء السنن مصنف په خپل کتاب کې د شرح السیر الکبیر څخه دارنګې رانقلوي: او باک نشته په دې کې چې مسلمانان امداد وغواړي د مشرکانو په مقابله کې کله چې د اسلام حکم ظاهر او غالب وي په کافرانو، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، د یهودو دبني قینقاع نه امداد غوښتی وه په مقابله د بنو قریظه ؤ کې، صفوان د نبی علیه السلام سره ووت تردې چې د حنین او طائف په جنګ کې حاضر وو او حال داچې صفوان مشرک وو، نو مونږ ته معلومه شوه چې باک نشته په دې کې چې د دوی څخه امداد وغوښتل شي د کافرانو په ختمولو کې او ددې مثال داسې دی لکه د سپو څخه استفاده وشي دکفارو په ختمولوکې او دې ته نبی کریم علیه السلام اشاره کړې په دې وينا سره چې الله تعالی د دين امداد کوي په داسې خلکو سره چې آخرت کې يې هيڅ حصه نه وي.

د اعلاء السنن مصنف وايي چې: د شرح السير الکبیر د عبارت نه د کافرانو نه د امداد غوښتلو رواوالی معلومېږي کله چې د اسلام حکم غالب وي په کافرانو باندې، برابره خبره ده که دغه کافران مشرکان وي او که اهل کتاب وي.

څلورم:

که د امریکا د عملیاتو په وخت کې کوم مسلمانان هغه که افغانان او یا غیر افغانان وي له کفارو سره همکار شي معاونت او جاسوسي ورته وکړي، هغه کس هم د خارجي متجاوزینو حکم لري او واجب القتل ګرځي. لکه چې رد المختار او درالمختار د دريم ټوک په ۱۹۸ مخ کې دغه مسئله ذکر کړې ده. و الله سبحانه وتعالی اعلم.


pattang
27.09.2013

وروره ټول خېټور چټ بنګيیان سره را غوڼد شوي وو !
داعصري ملايانو او علما وو ،چې دکرزي او Cia پلو او چلو يې
وسپول او په انتر کانتي نينتل هوټل کې یې ارګېمي وکېښل !
وروره د پيام افغان په تلوېزون کې ما له ستار سيرت څخه چې يو
لوی اسلامي عالم دی واورېده چې هغه خانمرګي وژنه چې دوښمن يې
هدف وي رواده !


مساپر
21.10.2013

[quote:4af7229c24="pattang"]وروره ټول خېټور چټ بنګيیان سره را غوڼد شوي وو !
داعصري ملايانو او علما وو ،چې دکرزي او Cia پلو او چلو يې
وسپول او په انتر کانتي نينتل هوټل کې یې ارګېمي وکېښل !
وروره د پيام افغان په تلوېزون کې ما له ستار سيرت څخه چې يو
لوی اسلامي عالم دی واورېده چې هغه خانمرګي وژنه چې دوښمن يې
هدف وي رواده ![/quote:4af7229c24]

پتنګه خدای ومنه او د دښمنانو غلامي پریږده. هغه مرداری پېسې چې تاته درلیږي زهر دي شي هغه ټولی د افغانانو وینې دي چې څکی یې. ته خو د دوی سپی ګړځیدلی یې. خدای دی تباه کړه تا غوندي خرڅ شوي سړی، افغانستان د تباهی په لور بیایې.


pattang
21.10.2013

ټول لېونيان ياست تغير مو ندی کړی !!
حقيقت وايه له هيچا مه ډارېږه !

[quote:8d1f45db38="مساپر"][quote:8d1f45db38="pattang"]وروره ټول خېټور چټ بنګيیان سره را غوڼد شوي وو !
داعصري ملايانو او علما وو ،چې دکرزي او Cia پلو او چلو يې
وسپول او په انتر کانتي نينتل هوټل کې یې ارګېمي وکېښل !
وروره د پيام افغان په تلوېزون کې ما له ستار سيرت څخه چې يو
لوی اسلامي عالم دی واورېده چې هغه خانمرګي وژنه چې دوښمن يې
هدف وي رواده ![/quote:8d1f45db38]

پتنګه خدای ومنه او د دښمنانو غلامي پریږده. هغه مرداری پېسې چې تاته درلیږي زهر دي شي هغه ټولی د افغانانو وینې دي چې څکی یې. ته خو د دوی سپی ګړځیدلی یې. خدای دی تباه کړه تا غوندي خرڅ شوي سړی، افغانستان د تباهی په لور بیایې.[/quote:8d1f45db38]


اتل
07.03.2014

پتنګ، زابلئ او مسافر وروڼو، السلام علیکم.
مسافر صاحب، ستاسې په احترام باید دواړو نورو وروڼو ته ووایم چې د پاکستان دیني احزابو او عالمانو تیره هفته د طالبانو په مقابل کې ائتلاف جوړ کړ او پخپله طالبان او د هغوی طرفداران یې د اسلام دښمنان وبلل. اوس چې زابلئ صاحب او پتنګ صاحب په پټو سترګود طالبانو ملاتړکوی، ایا دوی هم د اسلام دښمنان ګڼل کیږي؟
پتنګ او زابلئ صاحب که تاسې دواړه انتحارحلال ګڼئ نو خپل دلایل بیان کړئ، او زه دیته تیار یم چې مناظره درسره وکړم.
په درناوی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more