د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

که په عیسویانو حملې حرامې وي، نو پر مسلمانانو څنګه؟

اتل
24.09.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د آزادۍ، ډیوې، او مشال رادیو ګانو په شمول ګڼ شمیر رسنیو، په پاکستان کې د عیسویانو پر کلیسا باندې د حملو د غندنې او په اسلام کې دهغو د حراموالي په باب د پاکستان د عالمانو دفتوي رپوټونه خپاره کړي.
د پاکستان عالمانو دغې حملې غندلې او په اسلام کې یې دغه ډول اعمال حرام بللي دي. د سوني کونسل او دیوبند سره تعلق لرونکو عالمانو داحملې په کلکو الفاظو غندلي او حرامې یې بللې دي.

البته، پر مسلمانانو او د هغوی د عبادت پر ځایونو هم حملې حرامي دي، او دپاکستان همدغه عالمان چې نن یې پر عیسویانو باندې حملې غندلې او حرامې بللې دي، باید په همدومره شدت پر مسلمانانو باندې هم حملې و غندي او حرامې یې وبولي.
الله دې ددوی د سراو مال امن وکړي.


Re: که په عیسویانو حملې حرامې وي، نو پر مسلمانانو څنګه؟

pattang
24.09.2013

نه يواځې دغه وژنه بلکې هره يوه وژنه له غمه ډکه ده خو عاملين
يې هغه عيسويان دي چې په اروپا او امريکا کې ژوند کوي او له
مسلمانانو سره بد چلند کوي !
دساري په توګه په غرب کې هر لمونځ کونکي اومسجد پالونکي
مسلمان ته اسلا ميست وايې او دا په ټولو مېديا ؤ کې یې خو بيا
دغه اسلاميست په عينې املا او انشا سره هم تروريست بولي او
دغه پرو پاګنده روانه ده !
مصري عسکروته امريکايان دکال ۱،۳ ميليارده دالر ورکوي او په
دغه عسکرو اواردو دوی بيا هر څه پرې کوي !

دمسال په دود !
دمصر اخوان المسلمين په ديموکرات ډول په ۵۲ اکسريت
رايو او انتخاباتو حکومت جوړول وګټل نو په غربي مېديا کې
داسلاميستانو او تروريستانو خبرې شروع شوې او په ماجراجويې
د غربيانو مذ دوره اردو محمد مرسي رئيس جمهور بندي او
داخوانامسلمين نور مشران يې بندي کړل او يا ووژل پرون ورځ
۲۱-۹-۲۰۱۳ دمصر يو محکمي د اخوان ګوند غيرې قانوني اعلان
او بند که او سر بېره پردې يې دګوند ټوله سرمايه ،دفترونه ضبط
او دولتي کړل !
دغه عمل په غربي ديموکراتي کې د هتلر د فاشستانو د پروګروم
pogrom شپه بلل کېږي چې ډېر بد نا جائز او دغندلو وړدی او له
داسې دولت سره چې فاشستي کارونه کوي غربيان خپل ټول سياسي
روابط قطع کوي خوداچې داکار دمسلمانانو پر خلاف شوی دی ټولو
خپل غوږونه مړه اچولي دي حتا شابسی هم ورکوي !

نو پر دې اساس به اسلامي ډلې په قهر شوې وي چې دا سې يو
عمل يې کړی دی زه داعمل غندم خو د عيسويانو تکبر، جګه پوزه
او دوه مخی چټل سياست هم غند مه !

[quote:160c24ece7="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د آزادۍ، ډیوې، او مشال رادیو ګانو په شمول ګڼ شمیر رسنیو، په پاکستان کې د عیسویانو پر کلیسا باندې د حملو د غندنې او په اسلام کې دهغو د حراموالي په باب د پاکستان د عالمانو دفتوي رپوټونه خپاره کړي.
د پاکستان عالمانو دغې حملې غندلې او په اسلام کې یې دغه ډول اعمال حرام بللي دي. د سوني کونسل او دیوبند سره تعلق لرونکو عالمانو داحملې په کلکو الفاظو غندلي او حرامې یې بللې دي.

البته، پر مسلمانانو او د هغوی د عبادت پر ځایونو هم حملې حرامي دي، او دپاکستان همدغه عالمان چې نن یې پر عیسویانو باندې حملې غندلې او حرامې بللې دي، باید په همدومره شدت پر مسلمانانو باندې هم حملې و غندي او حرامې یې وبولي.
الله دې ددوی د سراو مال امن وکړي.[/quote:160c24ece7]


اتل
04.10.2013

محترم پتنګ صاحب، السلام علیکم
دا څرګندونې چې تاسې وکړې ما هم اوریدلې دي. خو ددې معنی دا نشي کیدای چې [ په خره مې زور نه رسیږي، کته یې ډبوم].
موږ الحمدو لله مسلمان او په تیره بیا پښتانه یو. موږ درائت، عقل، منظق، او عدالت لرو. موږ نه باید بې ګناه خلک د بل چا په بدله کې ووژنو.

طالبان صاحبان خو بیا د اسلام او جها د دعوي کوي او خپلو عملیاتو ته اسلامی نومونه ورکوي، او وایې چې دالله دارشاداتو، او آنحضرت د سنتو په لاره روان دي.

کله چې کفارو مسلمانان، شکنجه کول، او وژل یې، آنحضرت محمد صلی الله علیه وصلم د هغو مسلمانانو سره چې په وس کې یې وه، مدینې ته هجرت وکړ. هلته یهودي قومونو مخالفت ورسره وکړ، او د مسلمانانو پر خلاف یې کاراوایي پیل کړه، او حتي د اسلام پیغمبر قریب پکې شهید شوې ؤ، مسلمانانو د هغوی سره د همزیستۍ تړن وکړ. خو یهودانو بیا بیا هغه تړون مات کړی.

لنډه داچې، کله چې د مسلمانانو کمکي قوت د الله په مرسته د کفارو دعظیم قوت په مقابل کې غالب شو، محمد صلی الله علیه وصلم د کفاروقومونو ته مکمل مصؤنیت ورکړ. پداسې حال کې چې هغوی دوه ځله کوښښ کړئ ؤ، چې د اسلام پیغمبر ووژني، مګر هغه مبارک بالمثل عمل ونکړ.

که واقعاً طالبان د اسلام او جهاد په لاره روان وي، نو د اسلام، د پیغمبر اواسلامي اخوت لاره دې غوره کړي،او دکفري اعمالو، بدعت او فتل نه دې لاس واخلي.
الله دې دوی ته هدایت وکړي.


pattang
05.10.2013

اتل خانه ستا په نظر ښه پښتون او مسلمان هغه دی چې اشغال ومني
او په فساد رژيم کې ځان ککړ کړي نو څکه داسې يو پلوې بې خونده
پروپا ګنده کوې!!


اتل
07.10.2013

ورورجانه، پتنګ جانه، سترګې دې جار شم، سلامونه او احترامونه
ولې په غلطه لار روان یاست؟
ولې طالبانو ته نه وایاست چې ولې د الله، د اسلام د پیغمبر او اسلام له لارې وتلي کارونه کوي؟
ترهغې چې د الله د رضا خلاف کارونو نه لاس وانخلي، الله یې نه بریالي کوي.
تاسې هم پل مه غلطوي، سم بحث وکړئ.
الله مومل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more