د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

بې پیلوټه الوتکې، د پاکستان بې ثباتۍ ته د جګړه مارانو د ګواښ په مخ نیوي کې مرسته کوي

میرویس
23.09.2013

ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د القاعدې او نورو ترورستو ډلو ټپلو چې په قبالیلو کې نفوذ کړئ، او ددې ټولې سیمې ارضي تمامیت یې تر پښو لاندې کړئ، ځایي افراطي او فرصت طلبه ډلې هم زړه ورې شوې او د خپل ملک په بې ثباطۍ کې خپل ګټې لتوي. کله چې دغسې ټکه په یوه علاقه نازله شي، په پشور کې په کلیسا باندې د حملو غوندې پیښې هم واقع کیږي.

پدې پیښه کې په لسګونو د عیسوي مذهب پیروان ووژل شول او قریب دوه پکې زخمي شول.
په قبایلو کې دخارجي ترورستانو د بې ثباتۍ له امله هره ورخ تششد روان دئ او بې ګناه مسلمانان پکې مري.

ددغو ترورستانو پرخلاف یوازنۍ مؤثره وسله بې پیلوټه الوتکې دي، چې دسیمي خلکو ته د ترورستانو دشرنه نجات ورکوي او د ثبات په رواوستواوثبات ته د ترورستانو د ګواښ په مخنیوي کې مرسته کوي.

بې پیلوټه الوتکو د شمالي وزیرستان په شیوال کې په یوه کور باندېې په ګذار کې شپږ تنه وسله وال وژلي او درۍ نور یې زخمي کړیدي.
د آزادۍ او ډېوې رادیو په شمول ګڼ شمیرسنیو پدې باب رپوټونه خپاره کړیدي.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ :
======
22.09.2013
د پاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې ډرون یا بې پائلټه هوائي جهاز شپږ مشکوک وسله والې وژلې دي.
د استخباراتي چاوراکو د وینا ترمخه، ډرون د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې یو کور د اتوار ورځ په ماسپخین په مزائیلو ویشتلو، په نتیجه کې هلته شپږ مشکوک وسله وال ووژل شو او درې نور زخمیان شو.
د چارواکو د وینا ترمخه، وژل شوي مشکوک وسله وال خارجیان دي چې په امکاني توگه ترکمن یا چیچن کیدی شي. دا نه ده معلومه چې د وسله والو تعلق د کومې ډلې او یا دوي څومره اهم خلک وو.
امریکائي چارواکې وايي ډرون د وسله والو خلاف موثره وسله ده. پاکستاني او امریکائي چارواکو او خپله وسله والو په خپلو ویب پاڼو ددې خبرې وخت په وخت تصدیق کړی دی چې ډرون حملو کې د وسله والو اهم غړي په نخښه کړی شوي دي.
پاکستان تر داوخت د امریکې لخوا شمالي وزیرستان کې میشته د وسله والو پناه ځایونو خلاف د کاروائي غوښتنې هم نه دي منلی.
امریکائي چارواکې وايي شمالي وزیرستان کې میشته د طالبانو حقاني ډله او د القاعده سره تړلې وسله وال میشته دي او افغانستان او نړۍ کې حملو منصوبه سازي هم د هلته نه کوي.


Re: بې پیلوټه الوتکې، د پاکستان بې ثباتۍ ته د جګړه مارانو د ګواښ په مخ نیوي کې مرسته کوي

pattang
23.09.2013

که غربي عيسوي تروريستان خپل ترور ، لاسوهنه بنده کړي نو
القاعده به بد وکړي ! خو القاعده له دوی سره د بيبل په اساس
چلېږي : لاس په لاس او سترګه په سترګه ...!
مکوه مکوه مکوه ظالمه ! که يې ته کوې نو زه يې هم کومه!

[quote:ce70bd067d="میرویس"]ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د القاعدې او نورو ترورستو ډلو ټپلو چې په قبالیلو کې نفوذ کړئ، او ددې ټولې سیمې ارضي تمامیت یې تر پښو لاندې کړئ، ځایي افراطي او فرصت طلبه ډلې هم زړه ورې شوې او د خپل ملک په بې ثباطۍ کې خپل ګټې لتوي. کله چې دغسې ټکه په یوه علاقه نازله شي، په پشور کې په کلیسا باندې د حملو غوندې پیښې هم واقع کیږي.

پدې پیښه کې په لسګونو د عیسوي مذهب پیروان ووژل شول او قریب دوه پکې زخمي شول.
په قبایلو کې دخارجي ترورستانو د بې ثباتۍ له امله هره ورخ تششد روان دئ او بې ګناه مسلمانان پکې مري.

ددغو ترورستانو پرخلاف یوازنۍ مؤثره وسله بې پیلوټه الوتکې دي، چې دسیمي خلکو ته د ترورستانو دشرنه نجات ورکوي او د ثبات په رواوستواوثبات ته د ترورستانو د ګواښ په مخنیوي کې مرسته کوي.

بې پیلوټه الوتکو د شمالي وزیرستان په شیوال کې په یوه کور باندېې په ګذار کې شپږ تنه وسله وال وژلي او درۍ نور یې زخمي کړیدي.
د آزادۍ او ډېوې رادیو په شمول ګڼ شمیرسنیو پدې باب رپوټونه خپاره کړیدي.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړیدئ :
======
22.09.2013
د پاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې ډرون یا بې پائلټه هوائي جهاز شپږ مشکوک وسله والې وژلې دي.
د استخباراتي چاوراکو د وینا ترمخه، ډرون د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې یو کور د اتوار ورځ په ماسپخین په مزائیلو ویشتلو، په نتیجه کې هلته شپږ مشکوک وسله وال ووژل شو او درې نور زخمیان شو.
د چارواکو د وینا ترمخه، وژل شوي مشکوک وسله وال خارجیان دي چې په امکاني توگه ترکمن یا چیچن کیدی شي. دا نه ده معلومه چې د وسله والو تعلق د کومې ډلې او یا دوي څومره اهم خلک وو.
امریکائي چارواکې وايي ډرون د وسله والو خلاف موثره وسله ده. پاکستاني او امریکائي چارواکو او خپله وسله والو په خپلو ویب پاڼو ددې خبرې وخت په وخت تصدیق کړی دی چې ډرون حملو کې د وسله والو اهم غړي په نخښه کړی شوي دي.
پاکستان تر داوخت د امریکې لخوا شمالي وزیرستان کې میشته د وسله والو پناه ځایونو خلاف د کاروائي غوښتنې هم نه دي منلی.
امریکائي چارواکې وايي شمالي وزیرستان کې میشته د طالبانو حقاني ډله او د القاعده سره تړلې وسله وال میشته دي او افغانستان او نړۍ کې حملو منصوبه سازي هم د هلته نه کوي.[/quote:ce70bd067d]


میرویس
25.09.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
ورور جانه، اول خو القاعدې زموږ په ملک کې نفوذ وکړ، ترورستي ځالې پکې وکړې، زموږ کلتور، نوامس ملي او خپلواکي یې تر پښو لاندې کړه. القاعدې زموږ ملک د خپلو نړویالو غرضونو دپاره وکاراوه، په داخل او خارج کې یې قتلونه وکړل، بدعت یې وکړ، د خوارجو جنګ یې پر موږ تحمیل کړ او بالاخره یې زموږ ملک په خارجیانو اشغال کړ.

همدغه بې پیلوټه الوتکې یې مجبورې کړې چې پدوی پسې زمو ملکونو ته راشي، او القاعده ښکار کړي. همدغه الوتکې دي چې عام ولس ته د القاعدې د شر نه نجات ورکوي، او دغه راز د بې ثباتۍ د راتلو مخه نیسي.
او تاسې وایاست چې که خارجي قواوې نه وي القاهده دلته څه کوي؟ القاعده دلته وه چې خاجي قواوې ورپسې راغلې.
او تاسې وایاست چې القاعده غچ اخلي، د څشي غچ؟

که غچ اخلي نو غربي قواوې به یې د القاعدې نه اخلي، چې د هغوی په ملکونو یې تجاوز وکړ او دهغوی ولسي خلک یې ووژل.
تاسې ته دې خدای انصف درکړی.

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي خپل ټټو او د بل آس به برابر کړي.
تو لعنت دې پداهسې منصفۍ شه = چې په هیله هیله لوی غر د مچ وزر کړې.
د الله نه بصیرت درته غواړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more