د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

جهل څه شی دی ؟؟؟

Naeem sadat
22.09.2013

درنو ورڼو السلام علیکم

الله ج د وکړی چی روغ اووسی ، دوستانو زه یوه پوښتنه لرم که دوستان مهربانی وکړی او زما دا پوښتنه ځواب کړی نو ډیره مهربانی به یی وی

پوښتنه : جهل څه شی دی ؟؟ یا کوم شخص ته جاهل ویل کیږی ؟؟؟

ایا د کم علم لرونکی ته جاهل ویل کیږی ؟؟
ایا د کمی پوهی لرونکی ته جاهل ویل کیږی ؟؟
ایا د کم عقل لرونکی ته جاهل ویل کیږی؟؟
او که یا هم جهل کوم بل تعریف لری ؟؟؟ او که جهل کوم بل تعریف لری نو هغه څه یا څه ډول دی ؟؟؟


اکرم
22.09.2013

وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته!

ښه پوښتنه ده!

لکه مااوتا اوټولو ته چې څرګنده ده، د مطلق علم او مطلقې پوهې خاوند یواځې الله جل جلاله دی.

نور ! په عامه توګه ، دانسانانو تر منځه پوه او نا پوهي نسبی ده ، اصلاً ـ جهل دناپوهۍ په معنی دی .
په دې مفهوم چې هر کله یو څوک په یو( شي ) مضمون ،موضوع ، دبل شخص په اندازه پوه نشي ، دهغه شخص په نظر په هغې خاصې مسلې کې نا پوه دی .
بسم الله الله اکبر ، دي ته په هغې موضوع کې جاهل ویل کیږي .

اوپه خاصه توګه، بیا جاهل هغه کس ته ویل کیږي چې په عامو اومنل شوو مفاهیمو نه پوهیږي.

والسلام علیکم


Naeem sadat
22.09.2013

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

یو ځل بیا تاسی ټولوته روغ والی او نیکمرغی د الله ج له درباره غوښتونکی یم

جناب اکرم صاحب که چیری ستاسی ځواب سم وی . نو بیا پداسی حالت کی موږ ټول انسانان جاهل یو یعنی زموږ په منځکی خو د مطلق علم درلودونکی نشته او یا هم زموږ څخه هره یو خامخا په یوه مسله یا په یوه شی نه پوهیږی نو له دی دا ثابیتیږی چی موږ ټول جاهلان یو
نو پدی اساس د انسان سره خبری کول هیڅ لازم ندی بلکی موږ باید جاهلانو ته سلام وکړو او ترینه لاړ شو



ع کريم حليمي
22.09.2013

السلام علیکم و رحمة الله و ربرکاته
تاسی محترمو او مکرمو ته ، ملتوال صاحب ، او اکرم صاحب ښې هیلی په عرض رسوم ، او مننه کوم ستاسي له سوالونو او جوابه

محترم ملتوال صاحب ، ماته هم اجازه را کړئ چه ستاسي پر بحث څه ور علاوه کم ، هر هغه څوک چه : پر حق مسلم ( الأخلاق الحميدة) سترګي پټوي د مادي او یا معنـــــــــوي ګټي او مـــــــــــفاد په سبب نو پر دغه فرد د شرعي جاهل اطلاق کيږي

او داچه موږ په کوڅو او بازارنو کي عامه طبقه خلک یو و بل ته جاهل وايي ، دانو بیا بازاري او بېعلمه خلکو فکري مصطلحات دي ، چه زموږ ادبیاتو ته ئې هم لار مندلې ده ، ښه مثال ئې تجاهل العارف دی
زه وایم چه : د جاهل مخالف حق فرست دی ( مشرک او مسلم )
او هم دا رنګه د قرآن په اصطلاح د علم ضد ناپوهي ده
هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون

او بل بیا دا السفهاء خلګ دي ، چه دا بیا بل جلا بحث دی (قرآن په اصطلاح )

جاهل سره دیني اختلاف مه کوی ، هر کله چه سیاسي او حربی قدرت ته ورسېږئ او ستاسي اوږده لکړه ستاسي په لاس کي ویني ، دغه او هغه وخت دوئ في آن واحد کښي له جهالت نه لاس اخلي (د مکې جهال)

درنښت


اکرم
06.10.2013

[quote:8bc707148d="نعیم ملتوال"]ګراڼو ورڼو السلام علیکم

یو ځل بیا تاسی ټولوته روغ والی او نیکمرغی د الله ج له درباره غوښتونکی یم

جناب اکرم صاحب که چیری ستاسی ځواب سم وی . نو بیا پداسی حالت کی موږ ټول انسانان جاهل یو یعنی زموږ په منځکی خو د مطلق علم درلودونکی نشته او یا هم زموږ څخه هره یو خامخا په یوه مسله یا په یوه شی نه پوهیږی نو له دی دا ثابیتیږی چی موږ ټول جاهلان یو
[color=darkblue:8bc707148d]نو پدی اساس د انسان سره خبری کول هیڅ لازم ندی بلکی موږ باید جاهلانو ته سلام وکړو او ترینه لاړ شو[/color:8bc707148d][/quote:8bc707148d]

ګران ملتوال صاحب ، محترم مشر حلیمی صاحب او ټولو ته سلامونه اودر ناوی!

دانسانانو تر منځه دعلم اوجهل دنسبیت د کچې د نه منلو په اړه ماته تر اوسه هیڅ یو داسې معقول او منطقی نظر ندی تر سترګو شوی چې زه یې ومنم ، که تاسو سره وي او سفسطه تر ې نه جوړیږي وړاندې یې کړئ.

راغلو ـ زماله خبرې ستاسو استنباط ته , چې ګواکې ټول انسانان جاهل دي نو پدې توګه با ید دیوه انسان سره هم خبرې ونشي !!!! داستاسو غلط اټکل دی او تا سو ته په دې اړه اختیار هم در په پرخه دی ، که وغواړئ او غوره وبولئ ( دسفسطې پر بنیاد)کولای شئ انعزال غوره کړئ . زه او اکثریت داسې نه وایو.
په دې اړه سفسطه هلته را منځته کیږي چې د ـ نسبی علم , نسبی جهل , عقل او په اصطلاح لیونتوب تر منځه توپیر سره ګډوډ شي.

په ډیر درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more