د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د طالبانو اسلامي امارت، د زوال او اضمحلال په درشل کې

میرویس
17.09.2013

د فورم شریکباڼو، السلام علیکم
هرځل چې د طالبانو سره دصلحې خبرې تودې شویدي، ورسره جوخت په طالبانو کې ددرزلویدلواو بې اتفاقۍ اوازو زور اخیستئ دئ. هرځلې دغه آوازې تر پخوا نه باوړې کیږي، او د طالبانو په تحریک کې ددرزونو بیلګې قوی کیږي، او پدې برخه کې نوي معلومات رابرسیره کیږي.

نن سبا چې دصلحې د خبرو بازار بیا تود شویدئ او د طالبانود اضمحلال آوازو زور اخیستئ، د پاکستاني مولوی چې ځان د طالبانو د تحریک معنوی پلار بولي، په اډونو ساړه ګدشوئ، او دا نارې سورې یې پیل کړیدي، چې ګواکي قدرت ته د طالبانو د رسیدونه پرته د افغانستان کشاله حل نلري.
داسې ښکاري چې د مولوي سمیع الحق دا غرغړې طالبان د زوال نه نشي بچ کولای.

له بلې خوا چې د طالبانو د کوټې د قیادي شوری غړئ ملامحمد حسن رحماني د مسئلې په نازکۍ پوه شویدئ، دطالبانو د اضمحلال د مخنیوي په مقصد یې د امریکانه غوښتي چې خبرې ورسره وکړي.

دغه رازد «معتصم آغاجان»، «مولوی عبدالرقیب » او «مولوی عبدالمنان نیازی» په شمول د طالبانو لس کسه په دوبۍ کې په سلا مشورو اخته دي چې هلته دفتر خلاص کړي. دوی هلته یوه غونډه کړې او د ازبکستان په پا فشارۍ پدې غونډه کې د افغان ازبکو یوه مشر اکبرباي او څو تنو نورو هم ګډون کړیدئ. رپوټ وايي چې ازبکستان په تاشکنت کې طالبانو ته ددفتر د پرانستلو دپاره اکبر بای ته پیسې هم ورکړیدي. ازبکستان په تاشکنت کې د طالبانو ددفتر په خلاصولو کې شدید کوښښ کوي. رپوټ وایي چې د طالبانو سره د ازبکستان د روابطو د ټینګولو هدف د سیمې په ملکونو کې د ازبکستان د حرکت اسلامي د جګړه مارانو د فعالیت مخنیوئ دئ.

د خبریال رپوټ وایي، له بلې خوا پاکستان د طالبانو د حرکت د هغو مشرانو د تنظیمولو کوښښونه پیل کړي دي، چې د طالبانو دمشر نه ناراضه دي. پاکستان په همدې هدف د عبدالله ذاکري زوی، کریم آغااو د طالبانو وتلئ قوماندان منصور دادالله د بند نه آزاد کړیدي.

له بلې خوا، طالبانو ته نږدې منابعو اعلان کړئ چې د طالبانو دویم لوی مشر ملا عبالغني برادر د پاکستان د زندان نه آزاد شوي او د علاج دپاره یوه نا معلوم روغتون ته وړل شویدئ.

محترمو لوستونکو، داسې ښکاري لکه د طالبانو زوال چې بیخي رالنډ شوئ وي، او هرلورئ کوښښ کي چې د خان دپاره یوه شوکه ترې وکړي.

د ملا محمد حسن رحماني ځرګندونې په تاند او دا بل رپوټ په ګران افغانستان کې لوستلئ شئ.


طیب زابلی *
18.09.2013

میرویس صیب عجیب خوب دی لیدلی ده یادی خیالی تصورغالبه شوی ده بس دخوب اوخیال خو همداسی کاروی


Re: د طالبانو اسلامي امارت، د زوال او اضمحلال په درشل کې

pattang
18.09.2013

انډيواله نوم دې بدل که !
اول دا ووايه چې ته څه شی غواړې ؟ ما اول فکر کاوو چې ته
مرور ،روڼ اندی مسلمان يې خو دا وروستۍ ليکنې دې چې
لونم نو دې نتيجې ته ورسېدم چې ته د امريکايې عسکري قوې
پروپاګند يست او اجنټ يې ،خبرې د درواغ او دفاسد رژيم او دهغوی
ددالري بادارانو استازيتوب کوي !
ضرورندی چې زما غوندې طالب شې خو دازادي غږ پورته کول او
حقيقت وېيل په هر حقيقي مسلمان او افغان فرض دی !

[quote:4c7c6154c8="میرویس"]د فورم شریکباڼو، السلام علیکم
هرځل چې د طالبانو سره دصلحې خبرې تودې شویدي، ورسره جوخت په طالبانو کې ددرزلویدلواو بې اتفاقۍ اوازو زور اخیستئ دئ. هرځلې دغه آوازې تر پخوا نه باوړې کیږي، او د طالبانو په تحریک کې ددرزونو بیلګې قوی کیږي، او پدې برخه کې نوي معلومات رابرسیره کیږي.

نن سبا چې دصلحې د خبرو بازار بیا تود شویدئ او د طالبانود اضمحلال آوازو زور اخیستئ، د پاکستاني مولوی چې ځان د طالبانو د تحریک معنوی پلار بولي، په اډونو ساړه ګدشوئ، او دا نارې سورې یې پیل کړیدي، چې ګواکي قدرت ته د طالبانو د رسیدونه پرته د افغانستان کشاله حل نلري.
داسې ښکاري چې د مولوي سمیع الحق دا غرغړې طالبان د زوال نه نشي بچ کولای.

له بلې خوا چې د طالبانو د کوټې د قیادي شوری غړئ ملامحمد حسن رحماني د مسئلې په نازکۍ پوه شویدئ، دطالبانو د اضمحلال د مخنیوي په مقصد یې د امریکانه غوښتي چې خبرې ورسره وکړي.

دغه رازد «معتصم آغاجان»، «مولوی عبدالرقیب » او «مولوی عبدالمنان نیازی» په شمول د طالبانو لس کسه په دوبۍ کې په سلا مشورو اخته دي چې هلته دفتر خلاص کړي. دوی هلته یوه غونډه کړې او د ازبکستان په پا فشارۍ پدې غونډه کې د افغان ازبکو یوه مشر اکبرباي او څو تنو نورو هم ګډون کړیدئ. رپوټ وايي چې ازبکستان په تاشکنت کې طالبانو ته ددفتر د پرانستلو دپاره اکبر بای ته پیسې هم ورکړیدي. ازبکستان په تاشکنت کې د طالبانو ددفتر په خلاصولو کې شدید کوښښ کوي. رپوټ وایي چې د طالبانو سره د ازبکستان د روابطو د ټینګولو هدف د سیمې په ملکونو کې د ازبکستان د حرکت اسلامي د جګړه مارانو د فعالیت مخنیوئ دئ.

د خبریال رپوټ وایي، له بلې خوا پاکستان د طالبانو د حرکت د هغو مشرانو د تنظیمولو کوښښونه پیل کړي دي، چې د طالبانو دمشر نه ناراضه دي. پاکستان په همدې هدف د عبدالله ذاکري زوی، کریم آغااو د طالبانو وتلئ قوماندان منصور دادالله د بند نه آزاد کړیدي.

له بلې خوا، طالبانو ته نږدې منابعو اعلان کړئ چې د طالبانو دویم لوی مشر ملا عبالغني برادر د پاکستان د زندان نه آزاد شوي او د علاج دپاره یوه نا معلوم روغتون ته وړل شویدئ.

محترمو لوستونکو، داسې ښکاري لکه د طالبانو زوال چې بیخي رالنډ شوئ وي، او هرلورئ کوښښ کي چې د خان دپاره یوه شوکه ترې وکړي.

د ملا محمد حسن رحماني ځرګندونې په تاند او دا بل رپوټ په ګران افغانستان کې لوستلئ شئ.[/quote:4c7c6154c8]


میرویس
18.09.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
محترمه، پر خای ددې چې اوتې بوتې وولې، دلیل او برهان ته مراجعه وکړه، او د مطبوعاتو، سیاسي مبصرانو او تحلیلګرانو خبرې غلطې ثابتې کړه، او داخبره هم په ثبوت ورسوه، چې طالبان برحقه دي او دالله او اسلام په لاره روان دي.
آلله دې مدد درسره وکړي.


میرویس
18.09.2013

پتګ صاحب، الله دې تل ستاې د نیکۍ تله درنده ساتي.
ورورګله، هر تور چې پرما لګوې، اختیار لري. وایي چې نارینه ووژڼه خو نارینتوب یې مه وژنه.
ستاسې نه زما سوال دادئ چې د طالبانو تحریک ته ښه ځیر شه او بیا د طالبانو په ارتباط د نورو افکار وڅیړه او بیا بې طرفه کره کتنه وکړه. انشاءالله تعالا چې د طالبانو د اعمالو دناروا توب پته به درته ولګیږي.
آلله مو مل شه.


pattang
19.09.2013

هرڅوک چې ظلم کوي جزا به يې ويني ،يا دينوي يا اخروي !
خو زما دسوال ځواب نه راکوې ؟ اوزه يې بيا درته ليکم :

ته کوم اقتصادي او سياسي افغانستان غواړې ؟؟؟

[quote:d696f2bd71="میرویس"]پتګ صاحب، الله دې تل ستاې د نیکۍ تله درنده ساتي.
ورورګله، هر تور چې پرما لګوې، اختیار لري. وایي چې نارینه ووژڼه خو نارینتوب یې مه وژنه.
ستاسې نه زما سوال دادئ چې د طالبانو تحریک ته ښه ځیر شه او بیا د طالبانو په ارتباط د نورو افکار وڅیړه او بیا بې طرفه کره کتنه وکړه. انشاءالله تعالا چې د طالبانو د اعمالو دناروا توب پته به درته ولګیږي.
آلله مو مل شه.[/quote:d696f2bd71]


میرویس
19.09.2013

پتنګ صاحبه بیا سلامونه
وروره،زموږ موضوع د طالبانو ددستګاه په ماتې او سقوط را څرخي او ته بیا د اصلې مسئلې نه عدول کوي چې اوبه خړط کړي او کبان ونیسي.
اصلې موضوع ته راشه او دلیل ووایه.
مننه


طالب ISI
21.09.2013

ویل کیږي د کورنیو جګړو په وقت کوم نایې چا ته ویلي و چې خلک وایې چور دی، غلاوې دي....زما دا چاړه اوماشین خو سره له ګمنځې هیچا هم را څخه چور نه کړل.

د طالبانو امارت کې یواځې امنیت ښه و خو نه طالب څه درلودل نه اولس، دواړه ښه په خوند غریب و. د ټول حکومت بودیجه یې اتیا میلیونه ډالره ده. اسلامې هیوادو په رسمیت نه پیژندو، مرسته خو لا څه کوې!

غرب خو ورته د تیږو زمانې خلک ویل. حتا دغه پنجاب چې دوی ورته معنوي پلار وایې، یو کیلومتر سړک طالب ته قیر نه کړ. بس په دوه تلتکو او ډاډسنو به خوښ و.

ملت خو داسې غریب و چې هیڅ کار او بار نه ، بس له پاسه د الله قهر و او وچکالي وه، د لاندې د طالب کیبل او وهل و.
باور وکړی چې موټر ته به کابل کې پورته شوې تا به ویل چې له مړیو ډک دی، داسې به خلک سپیره و!

نو اوسني طالبان چې زیات توره وکړي هغه پخوانی امارت به بیا جوړ کړي چې چانس یې ډیر زیات کم دی. که یې جوړ هم کړي بیا به پخوانی امارت وي چې هره خبره به په کیبل کیږي، کار به نه وي، ټوله نړی به مو په رسمیت نه پیژني، هره ورځ به بې، بې، سي وي او د رسمیت پیژندلو کیسې!

والله که خو پتنګ صاحب هغه امارت ته جرمني پریږدي!
همدا اوس داسې ولسوالۍ شته چې د امارت له وخته له طالب سره دي، پتنګ صاحب ولې هلته نه ورځي؟

ځکه پتنګ هوښیار دی!
د خپلې کورنی د ښې روغتیا، ګرمو کورو، پاکو پارکو، ښو زدکړو لپاره جرمني خوښوي!
خو د ساده پښتون لپاره بیا هغه امارت خوښوي چې دی خپله نه غواړي ژوند پکې وکړي!

پتنګ صاحب پوه شه او انصاف یې!

پایله کې به یې د ظلم له کبله بیا د پاسه وچکالي او کارته بې کاري وي، چې شاید د طالب په ضد خلک عمومي قیام وکړي او په نامه ملا هم ژوند پرې نه ږدي. بیا به د همیش لپاره د ملا ټغر له افغانستان څخه ټول شي.

د هلمند د غریب پښتون لپاره خو هغه امکانات چې پتنګ صاحب او کورنی یې لري ، زه په خوب کې هم نه شم لیدلای، خو که زه د هلمند غریب پښتون ته د جرمني د امکاناتو ۱۰ فیصده هم غواړم، پتنګ صاحب وایې نه، دا لس فیصده دې هم نه وي، خو د طالب حکومت دې وي! لکه د طالب په ۵ کلنه دوره کې چې د ژوند د اساسي امکاناتو فیصدي صفر وه!

که بیا حاکم شول خبره به منفي ته لاړه شي!

نن ورځ اداري فساد شته، غلاوې شته، رشوت دی، په شمال کې د اربکیو ظلمونه دي ، کله ناکله د امریکایې بمبارد دی....خو بیا هم یو زیات شمیر خلکو ته کار شته، رنګو کې یې وینه شته، زیات شمیر نجونې او هلکان درس وایې، بهرنی مرستې شته، په نړی کې په رسمیت پیژندل شوي یو، لس زره محصلین بهر کې درس وایې.....د طالب امارت کې دغه امکانات په صفر کې ضرب دي، خلک مو د فوټبال او کرکټ میدان کې پریږدي، نو که اوس دیرش فیصده افغانان هم ښه ژوند لري تر صفر فیصد خو ښه دی؟

که افغانستان کې اوسني حالات چې د کال دوه نیم زره اولسي خلک د طالبانو او پاتې د امریکایانو او افغان ځواکونو پوسیله وژل کیږي د لسو نورو کالو لپاره دوام وکړي ، نو لس کاله وروسته به مو د لوستو خلکو کچه لوړه شي، وطن به نور هم جوړ شي، اقتصاد به ښه شي، بیا طالب او طالبي مفکوره د خلکو په ذهن اثر نه کوي، دوی خپل ځای له لاسه ورکوي.

همدا نن ورځ هم د کوټې شورا د طالب لور او زوی پاکستانې انګلیش میدیم ښونځیو ته ځي، هغوی چې هلته درس ووایې بیا د خپل پلار په شان افغانستان کې د نجونو د ښونځیو مخالفت نه کوي.

زما د طالب سره دښمني نه شته، خو د طالبي طرز د فکر مخالف یم. هو چې د طالب فکر داسې وي لکه د آغا جان معتصم نو بس تر ټولو د اعتماد وړ سړی ماته هغه دی.

کاش چې طالب د پنجاب لپاره جهاد پریږدي ، راتلونکې ټولټاکنو کې برخه واخلي، که یې اکثریت ونه ګټلو نو له حزب اسلامي سره یوځای شي، د ټوپک په ځای د سیاست لاره غوره کړي، پارلمانې ټاکنې وګټي، همدوی دې قوانین جوړ کړي....

د طالب اوسنۍ مقاومت یواځې د پښتون د وروسته پاتې کیدو باعث کیږي، په تاجک او هزاره کې خو طالب یو شپه هم نه شي تیرولای.

طالب مخ به ذوال دی، خو افسوس چې پښتون یې ورسره تباه کړ.


Naeem sadat
22.09.2013

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

شهیرجانه ګرانه ستا د ټولی لیکنی هدف دادی چی تر څو د پښتنو حمایت را جلب کړی او پښتانه په دی غلط کړی چی ګواګی تاسی ښاغلو خو امریکایان د پښتنو د ګټو د ساتلو لپاره راوستلی حال دا چی تاسی امریکایان پر پښتنو په زور د خپل راج د چلولو لپاره راوستی یعنی چی هرکله تاسی او ستاسی امثال چی پښتنو د افغانستان له سیاسی ډګر نه سړلی نو بیا تاسی بهرنی قوتونه پسی راوستی

لومړی داچی پښتانه دومره ضعیف او بیغرته قوم نه ده چی ځانونه په امریکایانو وساتی ، پښتنو همیشه خپل ځان او نور قومونه ساتلی دی

دوهم ، ستا خوش چانسی په دی کی ده چی زه اوس ډیر بوخت یم او ډیر وخت نلرم . که نه ما به دا ډیر ښه په ډاګه کړی وو له ثبوتونو سره چی ستاسی په شان نشنلستانو له پښتنو سره په دی ورستیو دری څلور سوو کلونو کی څومره ظلم کړی او نن هم تاسی څنګه د پښتنو ضد انګریزی دسیسی د پښتون پالنی په نوم په پښتنو تطبیقوی

د انګریزی فری میسن نقشی ډیری مغلقی دی ، هغوی دومره ساده نه دی چی خپلی ضد پښتنی او په عموم کی ضد افغانی نقشو ته ضد پښتنی نوم ورکړی بلکی انګریزان خپلی ضد پښتنی پروژی د پښتون پالنی تر نوم لاندی عملی کوی او ستاسی په شان د انګریز پلوه نشنلستانو په مټ یی عملی کوی

غ


pattang
22.09.2013

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]ویل کیږي د کورنیو جګړو په وقت کوم نایې چا ته ویلي و چې خلک وایې چور دی، غلاوې دي....زما دا چاړه اوماشین خو سره له ګمنځې هیچا هم را څخه چور نه کړل.
[/quote:6f4b5de04e]
وایې :
ډ م يم هغه تور نه مې ننګ شته نه پېغور!
شهېرخانه ډم خو ددواړو سنت او سرجوړوي ،ځکه يې هر شی په ځای پاتې شوی دی!

[quote:6f4b5de04e="shaheer"] د طالبانو امارت کې یواځې امنیت ښه و خو نه طالب څه درلودل نه اولس، دواړه ښه په خوند غریب و. د ټول حکومت بودیجه یې اتیا میلیونه ډالره ده. اسلامې هیوادو په رسمیت نه پیژندو، مرسته خو لا څه کوې![/quote:6f4b5de04e]

انډيواله ډېر معذرت درځخه غواړم خو دې خبرې ته دې چې ګورم
داسې فکر کوم چې ساده پټان يې !

ګرانه امنيت په هره ټولنه کې دملي اقتصاد موراو د فکري انکشاف
زانګو ده لکه نس چې ډوډۍ غواړ ي همداسې ټولنه امنيت او سوله
غواړي هلته چې سوله نوي داسې بد فکرونه پيداکېږي لکه طفيلي
ګياه او واښه په ښکلي باغ کې !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"] غرب خو ورته د تیږو زمانې خلک ویل. حتا دغه پنجاب چې دوی ورته معنوي پلار وایې، یو کیلومتر سړک طالب ته قیر نه کړ. بس په دوه تلتکو او ډاډسنو به خوښ و.[/quote:6f4b5de04e]

غرب خو داسلام دوده انسانو غټ دوښمن دی ، عنعنوي مسلمان
ته اسلاميست وايې او اسلاميست ته بيا تروريست ! ددوی هغه
مسلمانان خوښېږي چې ددوی په خوښه وي ! او هغه داسې خلک دي
چې سينې لوڅې لينګي پورته او بوتل په سر !

طالبانو خپل سرکونه په خپله جوړل او کوم سرکونه چې دوی جوړ
کړي دي تر اوسه کلک پاخه دي خو کوم چې دصليبي اشغالګرو په
پيسو فاسد رژيم جوړ کړې هره مياشت ړنګيږي اوجوړيږي!

[quote:6f4b5de04e="shaheer"] ملت خو داسې غریب و چې هیڅ کار او بار نه ، بس له پاسه د الله قهر و او وچکالي وه، د لاندې د طالب کیبل او وهل و.
باور وکړی چې موټر ته به کابل کې پورته شوې تا به ویل چې له مړیو ډک دی، داسې به خلک سپیره و![/quote:6f4b5de04e]

ساده خانه!
ملت اوس هم وږی دی او ملت څه نلرې داخو ټولې د
cia پيسې دي چې اکسريت يې جنګي جنايتکاران غلا کوي ،داولس
لپاره دغه د ګلو باغ يوموقتې خوب دی او کومه زېر بينا نده !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]نو اوسني طالبان چې زیات توره وکړي هغه پخوانی امارت به بیا جوړ کړي چې چانس یې ډیر زیات کم دی. که یې جوړ هم کړي بیا به پخوانی امارت وي چې هره خبره به په کیبل کیږي، کار به نه وي، ټوله نړی به مو په رسمیت نه پیژني، هره ورځ به بې، بې، سي وي او د رسمیت پیژندلو کیسې![/quote:6f4b5de04e]

نه داسې به نوي له يوې خوا طالبانو سابته کړه چې دوی دافغانستان
په ټولنه کې نه يواځې يو لوی فکتور دي بلکې يو صادق ،پاک،
مسلمان ، هېواد پالونکی قشردی نو که څوک له هغو انسانانو سره چې
چې دافغانستان په خاوره کې ژوند کوي تماس نيسي او غواړې
،مجبوردي چې دطالبانو له دروازې راشي ! له بلې خوا څخه ټول
صادقه روڼ اندي افغانان چې داشغالګرو او فاسد رژيم مخالف دي
دهېواد په ابادولو کې به بېله غلا ،رشوته او ngo خپل پلرني ملت
ته خدمت وکړي.

[quote:6f4b5de04e="shaheer"] والله که خو پتنګ صاحب هغه امارت ته جرمني پریږدي!
همدا اوس داسې ولسوالۍ شته چې د امارت له وخته له طالب سره دي، پتنګ صاحب ولې هلته نه ورځي؟[/quote:6f4b5de04e]

زه خو وروره د بروسل ، امستردام ،هامبورګ ، فرانکفورت
اوهامبورګ دکوڅو پخوب کې نيم راتښتېدلی ! زه ددې لپاره رالېږل
شوی او راغلی ومه چې يو شی زدکړم او وطن ته خدمت وکړم ،
نو اوس کله چې دخلقيانو ، پرچميانو ، نظاريانو ، فاسدينو او
اشغالګرو مخ ورک شي زه به خپل هېواد ته ګرځم هلته به انکشافي
پللان جوړومه او عملي کوم به يې!

[quote:6f4b5de04e="shaheer"] ځکه پتنګ هوښیار دی!
د خپلې کورنی د ښې روغتیا، ګرمو کورو، پاکو پارکو، ښو زدکړو لپاره جرمني خوښوي!
خو د ساده پښتون لپاره بیا هغه امارت خوښوي چې دی خپله نه غواړي ژوند پکې وکړي![/quote:6f4b5de04e]

دروغ وېيل دايمان زوال دی ،زماکورنۍ دروسانوو پوخت کې
هم په افغانستان کې وه ، اوس هم ده ډېر شهيدان يې ورکړي دي او
ورکوي يې !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]
پتنګ صاحب پوه شه او انصاف یې ![/quote:6f4b5de04e]

زه پرداسې عقيده او کلتوري ميراث يم چې له ازادي او صداقته
بل ښه کار او عمل نشته !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]
پایله کې به یې د ظلم له کبله بیا د پاسه وچکالي او کارته بې کاري وي، چې شاید د طالب په ضد خلک عمومي قیام وکړي او په نامه ملا هم ژوند پرې نه ږدي. بیا به د همیش لپاره د ملا ټغر له افغانستان څخه ټول شي.[/quote:6f4b5de04e]

وچکالي به دخدای پاک له لوري وي ! ته خپله افغان اولس په لودګي
او مفتخوري متهم کوې ! چې دا لوی ظلم دی افغان اولس شه
پوهيږي.

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]
د هلمند د غریب پښتون لپاره خو هغه امکانات چې پتنګ صاحب او کورنی یې لري ، زه په خوب کې هم نه شم لیدلای، خو که زه د هلمند غریب پښتون ته د جرمني د امکاناتو ۱۰ فیصده هم غواړم، پتنګ صاحب وایې نه، دا لس فیصده دې هم نه وي، خو د طالب حکومت دې وي! لکه د طالب په ۵ کلنه دوره کې چې د ژوند د اساسي امکاناتو فیصدي صفر وه!
که بیا حاکم شول خبره به منفي ته لاړه شي![/quote:6f4b5de04e]

زما کورنۍ د هلمند له کورنيو سره يو ځای دازادي لپاره دصليبي
اشغالګرو او دفاسد رژيم پر ضد مبارزه کوي !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]
نن ورځ اداري فساد شته، غلاوې شته، رشوت دی، په شمال کې د اربکیو ظلمونه دي ، کله ناکله د امریکایې بمبارد دی....خو بیا هم یو زیات شمیر خلکو ته کار شته، رنګو کې یې وینه شته، زیات شمیر نجونې او هلکان درس وایې، بهرنی مرستې شته، په نړی کې په رسمیت پیژندل شوي یو، لس زره محصلین بهر کې درس وایې.....د طالب امارت کې دغه امکانات په صفر کې ضرب دي، خلک مو د فوټبال او کرکټ میدان کې پریږدي، نو که اوس دیرش فیصده افغانان هم ښه ژوند لري تر صفر فیصد خو ښه دی؟[/quote:6f4b5de04e]

ما مخ کې درته ليکلي دي چې افغانسستان اوس لکه فاسد پيدا شوی
کوچنی هلک او نجلۍ دي که داسې پاتي شي نو مفتخور،فاسد،تنبل،
بې ناموسه اوبې اسلامه به لوی شي چې سمه تربيه به يې بياامکان
ونلري ! دا دګلو باغ تر هغه وخته ده چې يووارې ژاولې در باندې
وزویې !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]
که افغانستان کې اوسني حالات چې د کال دوه نیم زره اولسي خلک د طالبانو او پاتې د امریکایانو او افغان ځواکونو پوسیله وژل کیږي د لسو نورو کالو لپاره دوام وکړي ، نو لس کاله وروسته به مو د لوستو خلکو کچه لوړه شي، وطن به نور هم جوړ شي، اقتصاد به ښه شي، بیا طالب او طالبي مفکوره د خلکو په ذهن اثر نه کوي، دوی خپل ځای له لاسه ورکوي.[/quote:6f4b5de04e]

ډېر ساده سړی يې افغانستان څه شی لري ؟ غله فاسق اودروغجن
يې په سر کې دي ! هلته دغلا،رشوت ، فحشا کلتور وده کوي ،چې
سوله نوي هيڅوک هلته خپله سرمايه نه بندوي!!!

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]
همدا نن ورځ هم د کوټې شورا د طالب لور او زوی پاکستانې انګلیش میدیم ښونځیو ته ځي، هغوی چې هلته درس ووایې بیا د خپل پلار په شان افغانستان کې د نجونو د ښونځیو مخالفت نه کوي.[/quote:6f4b5de04e]

لېونيه دکوټې شورا يو جعلي نوم دی کوم شی چې ته يې ليکې حقيقت
نلري دفاسدينو خبرې دي !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]
زما د طالب سره دښمني نه شته، خو د طالبي طرز د فکر مخالف یم. هو چې د طالب فکر داسې وي لکه د آغا جان معتصم نو بس تر ټولو د اعتماد وړ سړی ماته هغه دی.[/quote:6f4b5de04e]

معصوم اغاجان اجنټ دی په ترکيه کې cia پيسې ورکوي هغه مخ کې
هم له فاسد رژيم سره پټه رابطه لرله ،خکه زخمي شه !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]
کاش چې طالب د پنجاب لپاره جهاد پریږدي ، راتلونکې ټولټاکنو کې برخه واخلي، که یې اکثریت ونه ګټلو نو له حزب اسلامي سره یوځای شي، د ټوپک په ځای د سیاست لاره غوره کړي، پارلمانې ټاکنې وګټي، همدوی دې قوانین جوړ کړي....[/quote:6f4b5de04e]

دپنجاب پېغور ددې لپاره چې خپله مرداري رشوت ، غلامي پرې پټه
کړۍ ! په انخاباتو کې برخه داشغال په دوره کې فاسق توب او
هېوادته خيانت دی ،چې اشغال ورک شي بيا به ګورو !

[quote:6f4b5de04e="shaheer"]د طالب اوسنۍ مقاومت یواځې د پښتون د وروسته پاتې کیدو باعث کیږي، په تاجک او هزاره کې خو طالب یو شپه هم نه شي تیرولای.
طالب مخ به ذوال دی، خو افسوس چې پښتون یې ورسره تباه کړ.[/quote:6f4b5de04e]

دا حقيت ندی طالبان هر چېرې اوله هره قامه شته !


میرویس
24.09.2013

شهیر صاحب، السلام علیکم
وروره، په خوله دې برکت، ستاسې خبره د کاڼي کرښه ده، د کتاب د منځه غږیدلئ یې.
زه خو وایم چې طالبان د زوال په حال کې ډي. اوس چې ملا عبدالغني برادر آزاد شويدئ، د ملا محمد عمر آخند دزوم ملا معتصم آغا جان غوندې میانه روو طالبانو پله نوره هم درنده کیږي، د جګړه مارو طالبانو زوال ورسره قوي کیږي او د طالبانو د تحریک ژوند هم ورسره لنډیږي.

له بلې خوا هره ورځ دلته او هلته په جګړو کې په لسګونو طالبان یا وژل کیږي او یا هم د سولې د پروسې سره یو ځای کیږي. پدې ترتیب په ملک کې سوله پیاوړې کیږي او جګړه کمزورې کیږي.

آزادۍ رادیو رپوټ ورکړئ چې په ننګرهار کې ۳۱ تنه جګړه مار طالبان د سولې د پروسې سره یو ځای شويدي. دغې ډلې طالبانو په غني خیلو، نازیانو او بټي کوټ ولسوالیو کې تخریبي فعالیتونه کول. دوی پرونه د سولې د بهیر سره یوځاي شول.

لراوبر رپوټه ورکړئ چې د هلمند په ولایت کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان د سولې د بهیر سره ملګري شويدي.
ياده سوي ډله د سه شنبې په ورځ خپلې ۱۲ ميله وسلې د يولړمراسموپه ترڅ كي د سولې پروسې ته وسپارلې .
د هلمند والي محمد نعيم ددې مراسموپرمهال وويل چې ياده سوې ډله په دې ولايت كي د ملي امنيت اوسولې د شورا په هڅو له جگړې څخه لاس په سراود سولې له پروسې سره يوځاى سوه.
د والي په خبره چي نوموړې ډلې د تيروپنځوكلونوراپه ديخوا د لښكرگاه په مربوطاتوكي د دولت ضد فعاليتونه ترسره كول .
ددي ولايت د سولې د شورا ځايي مسؤل فضل الباري فياض وايي چې تردې مهاله په دې ولايت كي شاوخوا ۲۰۰ تنه د سولې له پروسې سره يوځاى سوي اود دوى هڅه داده چې نورې ډلې هم د سولې له پروسې سره يوځاى كړي.

د آزادئ رادیو رپوټ دئ چې په غزني کې د پولیسو سره په نښته کې یوولس طالبانو ته تلفات اوښتي دي.
چارواکي وايي، په غزني کې د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده، چې پکې يوولسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده، دوی وايي، په دغه نښته کې يو پوليس هم وژل شوي او دوه تنه عام وګړي ژوبل دي.

نښته د غزني په مقر ولسوالۍ کې تېره ورځ د طالبانو او سيمه‌ييزو پوليسو تر منځ شوې ده، چې وروسته ملي پوليس او د طالبانو پر ضد پاڅون کوونکي هم د سيمه‌ييزو پوليسو مرستې ته ورغلي دي.

چارواکي په دغه نښته کې د اوو تنو طالبانو د وژلو او څلورو نورو د ټپي کولو دعوه کوي.

د مقر د پاڅون کوونکيو مشر سيد علي خان وايي، طالبانو پرون د مقر په خوځيو سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، چې سيمې ته بيا د پاڅون کوونکيو او ملي پوليسو له ور رسېد سره نښته پيل شوه.

دی وايي، نښتې څو ساعته درلود چې پکې دوه تنه ملي پوليس او دوه کليوال هم ژوبل شوي دي.

"په دغه نښته کې يو ملي پوليس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. په دې سربېره يو توغندی په يو کور لوېدلی دی چې له امله يې يوه ښځه ژوبله شوې ده او يو بل توغندی بيا پر يو بل کور ور لوېدلی چې هلته بيا پکې يو ماشوم ژوبل شوی دی، خو د طالبانو خوا ته بيا اووه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دی.

سيدعلي خان وايي، تر نښته وروسته د طالبانو وسلې او موټر سايکلونه د جګړې په ميدان پاتې شوي وو او سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ويلي، خو وياند يې ادعا کوي، چې ملګرو يې د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د پوليسو يو موټر په ماين الوځولی، چې پکې درې تنه پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

اووه ورځې وړاندې هم پاڅونوالو په مقر کې د ديارلسو طالبانو د وژلو دعوه کوله، خو طالبانو يې ادعا بې اساسه بلله.


pattang
24.09.2013

زما هغه دخلقيانو داوائلو تيوريسنان را په ياد شول چې ټول يې
لنډغر ، تنبل ، دروغجن شاګردان وو او يوه خبره يې په اقتصاد
کې کلکه نيولې وه ❁ ديکتاتوري د پروليتاريات ❁ اويوه به يې
داخبره کوله چې ✺اول چرګه پيداده که هګۍ ✺ چې ديني مسائل
يې ترې مقصد وو !
⇐ په حقيقت ستر ګې پټول ، درواغ وېيل د ايمان زوال او بې عقلې
شکاره کوي ! د فاسد دولت او دصليبي حاميانو يې پرتوګونه ډک دي !


میرویس
17.10.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
مهبربانه شه، د بحٍث مسئله مه مسخره کوه، په اصل مطلب وغږیږه.
تاسې بیا دپل د غلطولو هڅه کړیده.
زموږ سره ټوکې مه کوه.
الله دې اصلاح کړه.


pattang
17.10.2013

تاماته تر اوسه خپل ځواب ندی وېلی ؟

- په کوم پلو ولاړ یې ؟
- افغانستان ازاد دی که محکوم ؟
- ته ولې فاسد دولت نه محکومه وې او په چل کې ځان تېروې ؟

مننه انتظار باسم !

[quote:cf29f7dc54="میرویس"]پتنګ صاحب، السلام علیکم
مهبربانه شه، د بحٍث مسئله مه مسخره کوه، په اصل مطلب وغږیږه.
تاسې بیا دپل د غلطولو هڅه کړیده.
زموږ سره ټوکې مه کوه.
الله دې اصلاح کړه.[/quote:cf29f7dc54]


Re: د طالبانو اسلامي امارت، د زوال او اضمحلال په درشل کې

مساپر
21.10.2013

[quote:531cd11a2c="pattang"]انډيواله نوم دې بدل که !
اول دا ووايه چې ته څه شی غواړې ؟ ما اول فکر کاوو چې ته
مرور ،روڼ اندی مسلمان يې خو دا وروستۍ ليکنې دې چې
لونم نو دې نتيجې ته ورسېدم چې ته د امريکايې عسکري قوې
پروپاګند يست او اجنټ يې ،خبرې د درواغ او دفاسد رژيم او دهغوی
ددالري بادارانو استازيتوب کوي !
ضرورندی چې زما غوندې طالب شې خو دازادي غږ پورته کول او
حقيقت وېيل په هر حقيقي مسلمان او افغان فرض دی !

[/quote:531cd11a2c][/quote]

پتنګه خدای ومنه او د دښمنانو غلامي پریږده. هغه مرداری پېسې چې تاته درلیږي زهر دي شي هغه ټولی د افغانانو وینې دي چې څکی یې. ته خو د دوی سپی ګړځیدلی یې. خدای دی تباه کړه تا غوندي خرڅ شوي سړی، افغانستان د تباهی په لور بیایې.


میرویس
01.11.2013

مسافره وروره، پتنګ پریږده چې اوتې بوتې وولې.
دا لاندې د طالبانو دتحریک د ناکامۍ بله بیلګه ده.
دا مضمون آزادۍ رادیو خپور کړیدي:
=====
چارواکي وايي، په غزني کې يوويشت وسله وال وژل شوي دي.
10.08.1392
د غزني چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې له طالبانو سره په نښته او عملياتو کې يو ويشت تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي. دوی وايي، عمليات له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې روان دي.

چارواکي وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې يې د ګېرو ولسوالۍ په شېلې او پارچې کليو د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې تر اوسه پورې پکې د اتلسو تنو وسله والو د وژلو او لسګونو نورو د ټپي کولو ادعا کوي.

دوی وايي، د وژلو شويو کسانو لويه برخه پاکستاني وزير دي.

دغه عمليات چې ملي اردو، ملي او سيمه‌ييز پوليس او پاڅون کوونکي پکې برخه اخلي، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو را روانو ټولټاکنو ته د سيمو د خوندي کولو، له اندړو ولسوالۍ څخه ګېرو ته د سړک د پخولو او په ګېرو کې د سيمه‌ييزو پوليسو د جوړولو په موخه پيل شوي دي.

د ګېرو ولسوال عبدالله خيرخوا وايي، ولسوالۍ ته يې له سرتېرو سره د جګړې لپاره له نورو ولسواليو څخه هم وسله وال راټول شوي دي.

دی وايي، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې په وژلو شويو وسله‌والو کې د اوبند ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ملا دور محمد هم شامل دی.

خيرخوا وايي، عمليات لا پای ته نه دي رسېدلي او تر هغو به روان وي، چې ټوله سيمه له وسله والو نه وي پاکه شوې.

"اتلس نفره وسله وال طالبان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي. د دوی مړي او وسلې په ميدان پاتې دي، خو زموږ خوا ته هيڅ کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د دوی زياته برخه پاکستانيان دي او له نورو سيمو هم راټول شوي دي."

د خيرخوا په خبره، پرون يې د ګېرو په شېله او پارچه سيمو کې د سيمه‌ييزو پوليسو پوستې هم جوړې کړې دي.

بله خوا بيا د غزني د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، چې د دغې ولسوالۍ په ناني سيمه کې تېره ورځ د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې، چې پکې اوو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، په دغه نښته کې پوليسو ته کوم ځانی زيان نه دی اوښتی.

"د ناني له بازار سره، د کابل کندهار پر پاخه سړک هم جنګ شوی دی، چې زموږ د مالوماتو په اساس درې تنه پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل دي، خو کېدای شي د دوی د مرګ ژوبلې کچه لوړه وي."

طالبانو تر اوسه د ناني د نښتې په اړه څه نه دي ويلي، خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، چې ملګرو يې د ګېرو په شېله او پارچه سيمو کې څلور تنه پوليس وژلي دي.

دی په نښته کې د يو تن طالب وژل کېدل هم مني.

سيدشاه


هجران
08.11.2013

السلام عليکم . انانحن نزلناالذکروااله لحفظونت. الله جل جلاله فرمايي : بېشکه همداذکر (يقني قرآن مجيد موږ نازل کړئ دئ اوبېشکه موږ ده لره ساتونکي يو ، صدق اللخ العظيم ، . نوله مقدس آيت څخه معلومه سوه چي کوم څوک چي دالله تعالی دقرآن لپاره جنګيږي دهغوحفاظت هم بالکل الله جل جلاله کوي په افغانستان چي څوک دالله تعالی درضا لپاره جهاد کوي له امریکاسره نو دهغه حفاظت يقينا الله جل جلاله کوي.
هغوئ به هيڅ قسم تبليغات اوپروپاګندې له دهزيمت سره مخامخ نه کړي، ځکه ماته اوهزیمت ، نصرت مدت دالله جل جلاله په قبضه کي دئ هغه چاته يې ورپه برخه کوي چي دالله جل جلاله درضا لپاره جنګيږي .
ناټو اوامریکا چي دلمر په شان عروج يې وکړ خوڅرنګه چي دالله تعالی نصرت نه وو ورسره ځکه چي دوئ حزب الشیطان وو دشیطان ډله وه بيرته له ماتي مخ تورئ سره مخامخ سول .

اوبل شهير صاحب ورور ته وايم :
خوله دي مي له خاورو نه ډکه شي خونه داسي خوار اوذليل ژوندون لکه څنګه چي ستاسي ژوندون دئ ، مسلمان ته غيرت پکار دئ نه غلامي ، مسلمان ته قبرښه دئ نه سرټيټي ، سرتيټي يوازي اويوازي الله جل جلاله ته مسلمان کوي .


هجران
08.11.2013

قال الله تعالی :
اانحن نزلناالذکرواناله لحفظون.


میرویس
17.12.2013

هجران صاجب، السلام علیکم
دقرآنکریم د آیتونو نه، مسلمانان انکار نشي کولئ.
خو اصلي خبره داده چې تاسې خو داثابته نکړه چې طالبان د الله د قرآن د حفاظت دپاره جنګیږي؟
که دوی حقیقتاً د الله د قرآن د حفاظت دپاره وجنګیږي، نو لازم ده چې ټول مسلمانان یې ملاتړ وکړي؟
په الله مو سپارم.


pattang
17.12.2013

دوی د صلپي اشغال پر ضد جنګيږي او دهغوی د مردار عمل او
دغربي ليبرالې ديموکراسي پر ضد چې دقران او شريعت مخالف
دي خپلې وينې تو يوي ! هو لازمه ده چې ټول مسلمانان یې ملا تړ
وکړي ، ځکه چې ټول صليبيان جنګيږي !

[quote:cc12980b92="میرویس"]هجران صاجب، السلام علیکم
دقرآنکریم د آیتونو نه، مسلمانان انکار نشي کولئ.
خو اصلي خبره داده چې تاسې خو داثابته نکړه چې طالبان د الله د قرآن د حفاظت دپاره جنګیږي؟
که دوی حقیقتاً د الله د قرآن د حفاظت دپاره وجنګیږي، نو لازم ده چې ټول مسلمانان یې ملاتړ وکړي؟
په الله مو سپارم.[/quote:cc12980b92]


میرویس
07.01.2014

آلسلام علیکم
پتنګه:
څومره درته ووایم چې اول طالبانو په القاعدې او بین المللي تروریزم زموږ ملک اشغال کړ، بیا یې زموږ ملک د همدغو لعنتیانو د لاسه په خارجیان اشغال کړ، ترڅوترورستان زموږد ملک نه وشري او یا یې تس نس کړي، چې بیا د افغانستان نه پر هغوی حملې ونشي.
دا لاندې رپوټ چې آشنا رادیو خپور کړ، ولونه چې طبع دې صافه شي:
====
یوه ډله نیول شوې چې مشر یې د بګرام پخوانی قیدي دی

د ملي امنیت ادارې په کندهار کې د ناامنیو په تور د یوې داسي ډلي د نیول کیدو خبر ورکړ چي مشري يې له بګرام زندان څخه خوشي شوی یو طالب قومندان کوي .

ملي امنيت وايي چي نیول شوې ورانکاره ډله په کندهار کي له تیرو څو کالو راهیسي فعاله او دوی ته مطلوبه وه ، چي پنځلس غړي يې تیره شپه د کره معلوماتو پر بنسټ د ځانګړو عملیاتو په ترځ کي ونیول شول .

پر نيول شوي وسله والي ډلي باندي تور دی چي د دې ولایت په مرکز کي په بیلا بیلو ځانمرګو اوغلچکیو بریدونو ، ماین چاودنو او ځینو نورو کړنو کې يې لاس درلود .

د ملي امنیت اداره وايي چي د نیول شوي ډلي مشري د مولوي منیب په مستعار نوم د وسله والو طالبانو يو سیمه ييز قومندان کوي چي څو میاشتي مخکي له بګرام زندان څخه خوشې شوی او اوس د ډیورنډ پولي هاخوا په چمن ښارګوټي کي اوسیږي.

ملي امنیت خبریالانوته یوه وېډیويي پیته هم وسپارله چي نیول شوي کسان د تر سره کړوغلچکیو بریدونو ، ماین چاودنو او ځینو نورو ناامنیو په اړه څرګندونې کوي .
یو تورن کس پدې اړه داسې وویل:
[زما نوم ملا داد محمد دی ، مولوي صاحب چي امریکایانو ټینګ کې د شهیدانو په چوک کې ، خو تیر کال به پسرلي ته یوه میاشت وخت پاته وو چي دی له بګرام زندان څخه راخوشې شو او چمن ته ولاړ. موږهم چمن ته مبارکۍ ته ورغلو، هلته يې راته وويل چي هغه مخکنۍ انډیوالي موده ؟ ما ورته وويل چي هو . بیا هغه وو چي په کندهار کې مي یو کس وويشت. بل هغه درې نفره نور د ښار په رنګ ریزانو دانه کي هم موږ وويشتل چي دوه يې زما ملګرو او یو يې ما وويشت].

تر دې یوه ورځ مخکې د ملي امنیت ادارې د ۱۷ نورو کسانو د نیول کيدو خبر ورکړی وو چي د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو .
که څه هم کندهار د تیر په پرتله له نسبي امنیت څخه برخمن دی خو لاهم غلچکي بریدونه او ماین چاودنې په دې ولایت کې د امنیت په وړاندې دوې هغه ستري ننګوني دي چي د کندهار ډیر اوسیدونکي ورڅخه اندېښمن دي .


pattang
07.01.2014

ميرويس خانه !
درواغ به نه وايو او د نورو خلکو غلطول اوهغوی ته
دبې عقلو ګمان کول دسړي خپله لودګي ښکاره کوي !
وروره ! اوس خو القاعده نشته نو ولې یې کرزی تر خوټو کلک نيولی
چې شرائط یې ومني ! او که د افغانستان ښځې القاعده زېږوي ؟
دوهمه خبره طالبان :
وروره طالبان يو سياسي اسلامي اپوزيڅيون دی او دازادي غرځنګ
په غاړه لري ،نو دهغوی ټکونه دخارجي قواؤ له خوا غيرې انساني
او د بينالمللي حقوقو خلافه ده !
زه بيا درته وايم چې طالبان دالقاعدې په پلان خبر نوو !
که ستاد کوټې ملګری پټ قاچاقبر وي نوته هم بايد ورسره محاکمه
شې ! نه په هيڅ صورت نه !!

[quote:3116ceb8ce="میرویس"]آلسلام علیکم
پتنګه:
څومره درته ووایم چې اول طالبانو په القاعدې او بین المللي تروریزم زموږ ملک اشغال کړ، بیا یې زموږ ملک د همدغو لعنتیانو د لاسه په خارجیان اشغال کړ، ترڅوترورستان زموږد ملک نه وشري او یا یې تس نس کړي، چې بیا د افغانستان نه پر هغوی حملې ونشي.
دا لاندې رپوټ چې آشنا رادیو خپور کړ، ولونه چې طبع دې صافه شي:
====
یوه ډله نیول شوې چې مشر یې د بګرام پخوانی قیدي دی

د ملي امنیت ادارې په کندهار کې د ناامنیو په تور د یوې داسي ډلي د نیول کیدو خبر ورکړ چي مشري يې له بګرام زندان څخه خوشي شوی یو طالب قومندان کوي .

ملي امنيت وايي چي نیول شوې ورانکاره ډله په کندهار کي له تیرو څو کالو راهیسي فعاله او دوی ته مطلوبه وه ، چي پنځلس غړي يې تیره شپه د کره معلوماتو پر بنسټ د ځانګړو عملیاتو په ترځ کي ونیول شول .

پر نيول شوي وسله والي ډلي باندي تور دی چي د دې ولایت په مرکز کي په بیلا بیلو ځانمرګو اوغلچکیو بریدونو ، ماین چاودنو او ځینو نورو کړنو کې يې لاس درلود .

د ملي امنیت اداره وايي چي د نیول شوي ډلي مشري د مولوي منیب په مستعار نوم د وسله والو طالبانو يو سیمه ييز قومندان کوي چي څو میاشتي مخکي له بګرام زندان څخه خوشې شوی او اوس د ډیورنډ پولي هاخوا په چمن ښارګوټي کي اوسیږي.

ملي امنیت خبریالانوته یوه وېډیويي پیته هم وسپارله چي نیول شوي کسان د تر سره کړوغلچکیو بریدونو ، ماین چاودنو او ځینو نورو ناامنیو په اړه څرګندونې کوي .
یو تورن کس پدې اړه داسې وویل:
[زما نوم ملا داد محمد دی ، مولوي صاحب چي امریکایانو ټینګ کې د شهیدانو په چوک کې ، خو تیر کال به پسرلي ته یوه میاشت وخت پاته وو چي دی له بګرام زندان څخه راخوشې شو او چمن ته ولاړ. موږهم چمن ته مبارکۍ ته ورغلو، هلته يې راته وويل چي هغه مخکنۍ انډیوالي موده ؟ ما ورته وويل چي هو . بیا هغه وو چي په کندهار کې مي یو کس وويشت. بل هغه درې نفره نور د ښار په رنګ ریزانو دانه کي هم موږ وويشتل چي دوه يې زما ملګرو او یو يې ما وويشت].

تر دې یوه ورځ مخکې د ملي امنیت ادارې د ۱۷ نورو کسانو د نیول کيدو خبر ورکړی وو چي د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو .
که څه هم کندهار د تیر په پرتله له نسبي امنیت څخه برخمن دی خو لاهم غلچکي بریدونه او ماین چاودنې په دې ولایت کې د امنیت په وړاندې دوې هغه ستري ننګوني دي چي د کندهار ډیر اوسیدونکي ورڅخه اندېښمن دي .[/quote:3116ceb8ce]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more