د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبان او د حقبقت کتمان

اتل
16.09.2013

په ټولو باندې سلامونه
طالبان تل وايي، هغه حملې چې نه يې تائیدوو، موږ ندې کړې.خو حقیت دا دئ چې په ملکې خلکو باندې حملې، او یا د طالبانو په حملو کې ملکیانو ته په اوښتو تلفاتي حملو خوله پټوي اویا پلمې کوي، چې ګواګي په دغې یا هغې حملې کې مو خارجیان وژلي دي.
دوی دغه راز د خپل مشر ملامحمد عمر د اوامرو خلاف ورزي هم کوي. هغه په عام محضر کي او یا پداسې حملو بندیز لګولئ چې ولسې خلکو او یا مال ته د زیان رسیدو احتمال پکې وي.
د کندهار د دامان په حمله کې چې دوه ماشومان او یوه ښځه پکې ووژل شول، طالبانو یې مسؤلیت په غاړه اخیستئ، بیایې دا دروغ ټکئ پکې علاوه کړئ، چې ګواګي لس تنه امریکایي عسکر یې وژلي دي.
داخبر ډیوې خپور کړیدئ:
=====
افغانستان : ځانمرگي بريد اؤ عملياتو کې ٣ اولسي وگړي اؤ ٣٨ جنگيالي وژل

14.09.2013
چارواکي وائي دافغانستان په قندهار ولايت کې دخالي په ورځ شوي يو ځانمرگي بريد کې درې اولسي وگړي اؤ دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دتير يو شواروز راهسې شوؤ عملياتو کې ٣٨ جنگيالي وژل شوي دي.
دقندهار دوالي وياند جاويد فيصل ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل” په يو گاډي کې ناستي ځانمرگي دقندهار په دامان اولسوالۍ کې دبارودو څخه ډک گاډى چولى“
هغه وويل دځانمرگي هدف بهرني ځواکونه وؤ ، خو هغه چاؤدنه دخپل هدف څخه وړاندې وکړه چې له امله يې درې اولسي وگړي ووژل شول.
په وژل شوؤ کې دوه ماشومان اؤ يوه ښځه شامل دي.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ دعوه يې کړې چې ١٥ امريکائي عسکر يې وژلي.
بلخوا دخالي په ورځ دافغانستان دکورنو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دجمعې دورځې راهسې دهيواد بيلا بيلو سيمو کې ترسره شوؤ عملياتو کې ٣٨ جنگيالي وژل شوي دي.
بيان وائي دائتلافي ځواکونو، پوليسو، نيشنل ډائريکټوريټ فار سيکورټي اؤ افغان ملي اردو لخوا قندهار، ارزگان، غزني اؤ هلمند ولايتونو کې دتير ٢٤ شواروز په مهال ترسره شوؤ عملياتو کې ٣٨ وسله وال طالب جنگيالي وژل شوي ،١٥ ژوبل شوي اؤ ١٣ نور نيول شوي دي.


pattang
16.09.2013

طالبانو ته خو ګورو چې هر وخت يې يوه خبره ده خو ستاسو دولت
له m+k فاحشو څخه جوړ شوی چې هره یوه یې ځانته کيفي خبرې
کوي !

هغه وژنې چې طالبان يې نه مني هغه د سياسي فاحشو او cia وژنې
دي چې دغه دسولې او قانون ملا ئکې تورنې او بدنامې کړي !


اتل
07.10.2013

پتنګ صاجب، السلام علیکم
که غوا توره ده، پۍ یې سپينې دئ.
که شپه تیاره ده، مڼې هم په شماردي.
وروګله هر څومره باطلې ادعاګانې چې وکړي، اوس خو پدې نه چلیږي چې د طالبانو غیر اسلامي او غیر انساني اعمال خو ټولې دنیا ته اظهر من الشمس دي.
طالبان په خپلو اعمالو اعتراف او حتی فخر کوي، خو تاسې ورپسې ټپ ټپئ یاستئ او پدلسې شان یې پرده کوئ، چې له شرم نه پرته بل څه په لاس نه درځي.
الله دې په لورې شه، چې په صراط مستقیم دې روان کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more