د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په ميدان وردګو کې د ځانمرګو ډله ييز بريد

قادر خان
08.09.2013

ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم،
په ميدان وردګ نن د ملي امنيت پر ودانۍ طالبان ځانمرګو ډله ييز بريد کړي دي چې په کې يو سل او څلويشتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د طالبانو په دې ډله ‌ييز بريدونه نن غرمه په يوه بجه او پنځلس دقيقې د ميدان وردګو د ملي امنيت پر رياست پيل شول، چې په کې ژوبل شوي او وژل شوي ټول مسلمانان دي.
راځي چې ګورو چې الله تعالی په خپل مبارک کلام کې مونږ ته څه هدایت فرمایلي دي:
سُوۡرَةُ النِّسَاء
بِسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَمَن يَقۡتُلۡ مُؤۡمِنً۬ا مُّتَعَمِّدً۬ا فَجَزَآؤُهُ ۥ جَهَنَّمُ خَـٰلِدً۬ا فِيہَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ وَلَعَنَهُ ۥ وَأَعَدَّ لَهُ ۥ عَذَابًا عَظِيمً۬ا (٩٣)
ترجمه: او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره (او د مسلمان دغه قتل روأ هم وګڼي) نو جزأ د ده دوزخ دي (په داسې حال کښی) چې تل به وي دې (دغه حلال ګڼونکی د قتل) په دوزخ کښې، او غضب (قهر) کړي دي، الله په ده باندې او لری کړي دي (الله) دا قاتل له خپل رحمت څخه او تیار کړي دي ده ته عذاب ډېر لوي.
نو اوس تاسو د دې جنایت په اړه څه ځواب لری؟


Re: په ميدان وردګو کې د ځانمرګو ډله ييز بريد

pattang
08.09.2013

قادرخانه د غلام او اجنټ دولتي مېديا او تلويزونو خو د څلورو
ملي امنيت د غلامانو د وژنو خبره و کړه نو تا دا ۱۴۰ نفره له
کومه کړل !
تاسو اوس د خدای او رسول له کلام سره هم صداقت نلرۍ !

[quote:542fd626b6="قادر خان"]ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم،
په ميدان وردګ نن د ملي امنيت پر ودانۍ طالبان ځانمرګو ډله ييز بريد کړي دي چې په کې يو سل او څلويشتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د طالبانو په دې ډله ‌ييز بريدونه نن غرمه په يوه بجه او پنځلس دقيقې د ميدان وردګو د ملي امنيت پر رياست پيل شول، چې په کې ژوبل شوي او وژل شوي ټول مسلمانان دي.
راځي چې ګورو چې الله تعالی په خپل مبارک کلام کې مونږ ته څه هدایت فرمایلي دي:
سُوۡرَةُ النِّسَاء
بِسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَمَن يَقۡتُلۡ مُؤۡمِنً۬ا مُّتَعَمِّدً۬ا فَجَزَآؤُهُ ۥ جَهَنَّمُ خَـٰلِدً۬ا فِيہَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ وَلَعَنَهُ ۥ وَأَعَدَّ لَهُ ۥ عَذَابًا عَظِيمً۬ا (٩٣)
ترجمه: او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره (او د مسلمان دغه قتل روأ هم وګڼي) نو جزأ د ده دوزخ دي (په داسې حال کښی) چې تل به وي دې (دغه حلال ګڼونکی د قتل) په دوزخ کښې، او غضب (قهر) کړي دي، الله په ده باندې او لری کړي دي (الله) دا قاتل له خپل رحمت څخه او تیار کړي دي ده ته عذاب ډېر لوي.
نو اوس تاسو د دې جنایت په اړه څه ځواب لری؟[/quote:542fd626b6]


طیب زابلی *
09.09.2013

قادر صیب دقرآن کریم آیت دې بیځایه ایښی ده چی داهم دآخیری زمانی دفسادیوه نښه ده ،
ته خپله وایی چی برید پرملی امنیت شوی په ملی امنیت کی بېګناه مسلمانان څه کوی؟ هلته خوټول خادیان اوجاسوسان دی چی ترهرچادوئ دوژلومستحق دی ځکه چی یوخودکافر ملګری اوبل قاتلان اوظالمان دی الله ج وایی:
‏{ومن یتولهم منکم فانه منهم]
ترجمه:که له تاسو(مسلمانانو) نه که کوم چا له دوئ (یهوداونصاراوو) سره دوستی وکړه(ملګرتیایی وکړه) نوهغه له دوئ (کفارو)څخه ده(ددوئ په حکم کی ده ددئ په څیر یی مرګ رواده).


Jamez99
24.09.2013

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اسعد الله اوقاتكم بكل خير وسعادة

Get fast success in [url=http://www.pass4sure.org/]Pass4sure 100-101[/url] and testking exam questions by using our latest exam [url=http://en.wikipedia.org/wiki/EC-Council]wikipedia[/url]


قادر خان
24.09.2013

زابلی صیب السلام علیکم،

زما مقصد د مؤمن څخه دا ؤ چې مونږ افغانان (الحمدُ لله) ټول مسلمانان او کلمه ویونکی یو. خو د تا په کتاب کې مؤمن څنګه بیان شوي دي؟
دوهم دا چې د لوی ملا صیب (ملا محمد عمر آخند) زوم او د طالبانو پخوانی وزیر معتصم آغا جان ویلي چې د افغان عسکرو او پولیسو وژل روأ نه دي.
په دې هکله تاسو څه نظر لری؟

والسلام،


طیب زابلی *
27.09.2013

وعلیکم السلام
قادر صیب یو دایمان خبره ده او یوددې چی له چا سره جنګ روا ده او له چا سره نه ده روا
داخبره خوسمه ده چی دکرزی داداری عسکر اومنسوبین خوکلمه وایی او ځینی یی لمونځونه هم کوی او روژی هم نیسی مګر دوینی دحرمت لپاره یوازی داکفایت نه کوی،
په دې باره دافتوا وګوره ان شاء چی تسلی به دی وشی:
د افغانستان په پاک حريم د تيري په اړه د جیدو علماء کراموشرعي فتوی او پرېکړه ليک


په کابل کې د ۱۴۲۲/۷/۳ هـ‍‍‍‍‍‍‍ـق 2001 \9 \21م نېټې د علماء کرامو د سترې غونډې پرېکړه ليک او شرعي فتوی

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام علی أشرف الأنبياء والمرسلين محمد وعلي آله وأصحابه أجمعين. اما بعد: دا چې د افغانستان ملت همېشه د خپلو سترو مسئلو د حل لپاره علماء کرامو ته مراجعه کړې، علماء کرامو يې د مشکل د حل لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې، په اوسنۍ لويه پېښه کې چې افغانستان ته د امريکا له لورې د بريد خطر رامنځ ته شوی د افغانستان علماء‌ د خپل درانه مسئوليت له مخې د مشکلاتو د حل لپاره د اسلامي دين په رڼا کې په لاندې ډول فتوی او فیصله صادروي:

۱ - دافغانستان علماء دامریکا دتلفاتو په اړه خفګان ښکاره کوي او دافغانستان علماء په دې هیله دي چې امریکا به په افغانستان حمله ونه کړي او ددغې پیښې په اړه دې له پوره زغم او دقت څخه کار واخلي او دموضوع په اړه دې پوره تحقیقات ترسره کړي .

۲ - دافغانستان علماء غوښتنه کوي ، چې دامریکا دوروستیو پیښو په اړه دې ملګري ملتونه او اسلامي کانفرانس دقیقه پلټنه ترسره کړي ، چې اصلي حقیقت معلوم شي او دبې ګناه خلکو دځورولو مخه ونیول شي .

۳ - ملګري ملتونه او اسلامي کانفراس دې د امريکا د جمهور رئيس په دې خبره غور وکړي چې هغه ويلي دي چې دا جنګ به صلیبي جګړه وي، دغې خبرې د ټولې نړۍ مسلمانان په احساساتو راوستلي او نړۍ یې له یوې لويې خطرې سره مخامخ کړې ده.

۴ - ددې لپاره چې داوسني جنجال مخه ونیول شي او هم په آینده کې ددا ډول پیښو په صورت کې بدګوماني رامنځته نه شي ، دعلماء کرامو دغه ستره شوری اسلامي امارت ته سپارښتنه کوي ، چې اسامه بن لادن تشویق کړی ترڅو په ممکنه وخت کې په خپله خوښه له افغانستان څخه ووزي او دځان لپاره کوم بل ځای انتخاب کړي .

که دپورته پریکړو په رڼا کې بیا هم امریکا قناعت ونه کړي او په افغانستان باندې حمله وکړي دمقدس شریعت په رڼا کې یې حکم په لاندې ډول بیانیږي .

لومړی :

زمونږه د فقهې کتابونه لیکي چې که چېرته کافران د مسلمانانو د کوم هیواد د خاورې په حريم باندې حمله وکړي د هغه هېواد په مسلمانانو جهاد فرض ګرځي او د قرآن کريم ایاتونه او احادیث مبارکه او د فقهې ټول کتابونه مسلمانانو ته د جهاد امر کوي:

لومړی آیاتونه:

۱ـ ﴿يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴾ [التوبة: ۱۲۳].

ترجمه: ای هاغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! جنګ کوئ تاسې له هغو کسانو سره چې نژدې وي تاسو ته له کفارو او ودې مومي دوئ په تاسې کې کلکوالی او پوه شئ چې الله تعالی د پرهېزګارانو سره دی.

۲ـ ﴿وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ﴾[البقرة:۱۹۰].

ترجمه: جنګ کوئ په لاره د الله کې د هغو کسانو سره چې جنګ کوي له تاسې سره.
۳ـ ﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه﴾[الانفال: ۳۹].
ترجمه: او وجنګېږئ له دغو کفارو سره تر هغه پورې چې پاتې نه شي فتنه او شي دین ټول خاص الله -جل جلا له- لره.

۴ـ ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ﴾[الحج:۳۹].

ترجمه: حکم ورکړی شوی دی هغو کسانو ته چې جنګ ورسره کاوه شي په دې سبب چې بېشکه په دوئ ظلم شوی دی او بېشکه چې الله په مرسته د دوئ خامخا قادر دی.

۵ـ ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمْ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاَللهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ [البقرة: ۲۱۶].

ترجمه: فرض کړی شوي پر تاسې باندې جنګ کول حال دا چې دغه بد ښکاري تاسې ته او ښايي چې بد ګڼئ تاسې یو شی حال دا چې هغه ډېر بهتر وی تاسې لره او ښايي چې ښه وګڼئ تاسې یو شی حال دا چې هغه به ډېر بد وي تاسې ته او الله عالم دی تاسې نه پوهېږئ.

دوهم حديثونه:

۱ـ وَعَنْ أَنَس بن مالکرضی الله عنه، قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ»[رواه ابو داؤد ۳۲/۲ والنسائي ۷/۶ والحاکم ۸۱/۲].

ترجمه: د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: جهاد وکړئ مؤمنانو د مشرکانو سره په مالونو، نفسونواوپه ژبو سره.

۲ـ عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُما قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : «إِذَاتَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْبِالزَّرْعِ ، وَتَرَكْتُمْ الْجِهَادَ ، سَلَّطَ اللهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَايَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ» [رواه ابو داؤد ۷۷/۳].

ترجمه: د عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليم وسلم فرمايلي: کله چې تاسو اخستل، خرڅول، شروع کړئ، په عينې سره (بيعه د عينې دې ته وايي: چې یو انسان څه شی په انسان خرڅ کړي په معلومو روپو سره تر معلومې نېټې پورې بيا بېرته دا خرڅوونکی د دې اخستونکي څخه دغه شی واخلی په کمو روپو سره په نقدو) او تاسې ونيولې لکۍ د غوايانو او راضي شوئ په کرهنه او جهاد مو پرېښود، رابه ولي الله پاک په تاسې ذلت او سپکوالی، دا به ستاسو څخه الله تعالی نه لرې کوي ترهغه پورې چې تاسې راجع شئ خپل دين ته.

دريم د فقهاؤ رحمهم الله اقوال:

۱ـ وفی المبسوط للإمام السرخسي (۲/۱۰):ثم أمررسو الله صلى الله وسلم بالقتال إذا كانت البداية منهم فقال تعالى ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَبِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا﴾ [الحج / ۳۹] أي: أذن لهم في الدفع وقال تعالى ﴿فَإِنْقَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ﴾ [البقرة:۱۹۱] وقال تعالى ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِفَاجْنَحْ لَهَا﴾ [الأنفال: ۶۱]ثم أمر بالبداية بالقتال فقال تعالى﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ﴾ [البقرة: ۱۹۷]وقال تعالى ﴿فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُوَجَدْتُمُوهُمْ﴾ [التوبة: ۵]وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «أمرت أن أقاتل الناس حتىيقولوا: لا إله إلا الله».

ترجمه: امام سرخسي رحمه الله په مبسوط کې ذکر کړي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم بیا امر وکړ په جنګ سره کله چې د مشرکانو له طرفه جنګ شروع کړی شي الله تعالی فرمایلي حکم ورکړی شوی هغو مسلمانانو ته چې جنګ ورسره کیږي په سبب ددې چې بېشکه په دوئ ظلم شوی دی. یعنې دوئ ته حکم ورکړی شوی دی په دفاع کولو سره. او الله تعالی فرمايلي دي که چېرې کافران تاسو سره جنګ کوي نو تاسو هم د دوئ سره جنګ وکړئ او الله تعالی جل جلا له- فرمايي که دوئ رجوع صلحې ته وکړي نو ته هم رجوع صلحې ته وکړه. بیا نبی صلی الله عليه وسلم حکم وکړ د جنګ په شروع کولو سره، پس الله تعالی فرمايي: وجنګېږئ له دغو کافرانو سره ترهغې چې فتنه پاتې نه شي او الله تعالی فرمايلي: پس وژنئ تاسې مشرکان په کوم ځای کې چې دوئ ومومئ‎. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: امر شوی دی ماته د الله تعالی له طرفه چې د کافرانو سره جنګ وکړم ترهغې چې دوئلا إله إلا الله ووايي.

۲_ وَفي الهندية (۸۸/۲)وَعَامَةِ الْمَشَايخِ رحمهم الله تعالى قَالُوا: الجِهادُ فَرْضٌ عَلَى كُلّ حَالٍ غَيْرَ أنَّهُ قَبْلَ النَّفِيرِ فَرْض كِفَايَة وَبَعْدَ النَّفِيرِيَصِيرُ فَرْض عَيْنٍ وَهُوَ الصَّحِيْح، وَمَعْنَى النَّفِيرِ أنْ يُّخْبِرَ أهْل الْمَدِينَة أنَّ الْعَدُوَّ قَدْ جَاءَ يُرِيْدُ أنْفُسَكُمْ وَذُرَارِيْكُمْ وَأمْوَالَكُمْ فَإِذَا أُخْبِرُوا عَلَى هَذَا الْوَجْهِ افْتَرَضَ عَلَى كُلّ مَنْ قَدَرَ عَلَى الْجَهَادِ مِنْ أهْلِ تِلْكَ الْبَلْدَةِ أَنْ يَّخْرُجُوا لِلْجِهَادِ وَقَبْلَ هَذَا الْخَبَرِ كَانُوا فِي سَعَة أنْلَّا يَخْرُجُوا.

ترجمه: په فتاوی هنديه کې ذکر دي چې عامو مشائخو رحمهم الله ويلي چې جهاد فرض دی په هر حال کې خو د عام نفير نه وړاندې فرض کفائي دی او وروسته د عام نفير نه فرض عين ګرځي او دا صحيح خبره ده.

د عام نفير معنی دا ده چې د يوې منطقې او ښار خلکو ته خبر ورکړی شي چې دښمن راغلی اود ضرر اراده لري، ستاسې د نفسونو اولادونو او مالونو په رابطه، نو کله چې خبر ورکړی شي هغه چا ته چې په جهاد قادر وي، د دې ښار او منطقې د اوسېدونکو نه چې جهاد ته ووځي او وړاندې د دې خبرې د ده لپاره روا دي چې جهاد ته ونه ځي.

دوهم:

که کفار په کوم اسلامي هیواد تجاوز وکړي او هغه هيواد تنها د مقابلې توان ونه لري د نړۍ په ټولو مسلمانانوجهاد فرض عین ګرځي:

۱ـ في رد المختار (۲۰۱/۶ طبع جديد)(والهندیة ۱۸۸/۲ )قَالَ أبُو الْحَسَن الْكَرْخِي فِي مُخْتَصَرِه: وَلا يَنْبَغِي أن يُخلي ثغْرٌ مِن ثُغورِ المسلمين ممن يقاوم العدوَّ فِي قِتَالِهِم وَإنْ ضَعُفَ أَهْلَ ثُغر من الثغورِ عَنِ المقاومةِ وَخِيفَ عليهم فعلي مَن وراءَهم من المسلمين أن ينفروا إليهم الأقربُ فالأقربُ وأن يُمِدُّوهم بالكِرَاعِ وَالسَّلاح لِيَكُونَ الجهاد، أبدًا قائمًا كذا في المحيط.

ترجمه په ردالمحتار کې ذکر دي چې ابوالحسن الکرخي په خپل مختصر کې ویلي ، دمسلمانانو لپاره مناسبه نه ده چې دهغو سرحداتو له جملې چې هلته له کفارو سره مقاومت کیږي کوم سرحد خالي کړي ، او که چیرې ددې سرحداتو مسلمانان دکفاروپه دفعه کې کمزوري شي نو په هغو مسلمانانو چې دوئ ته نږدې دي فرض ده چې مرستې ته ورشي او که هغه هم کمزوري شول نو هغوی ته په ورنږدې نورو فرض دی همداسې الاقرب فالاقرب په دوئ لازمه ده چې دجهاد ددوام لپاره دمجاهدینو مرسته وکړي ، دامضمون په محیط کې هم ذکر دی .

۲ـ وفي الهندیة (۱۸۸-۲) ثُمَّ بَعد مَجِئ النَّفير العام لا يفترض الجهاد على جميع أهل الإسلام شَرقًا وغربًا فَرْض عَين وإن بلغهم النفير وإنَّما يَفرُضُ مَنْ كان بقَربمِنَ العَدُوّ وَهُمْ يَقْدِرُونَ عَلى الجهادِ وَإمَّا عَلَى مَا وَرَاءَهُمْ مِمَّنْ يَبْعُدُ العَدُوَّ فَإِنَّهُ يَفْتَرِضُ فَرض كِفاية لا فرض عين حتّى يسعَهم تركُه فَإذا اُحتيجَ إليهم بأن عَجَزَمَنْ کان بقرب العدوّ عن المقاومة مع العدُّوِ أو تكاسلوا ولم يجاهدوا فإنه يفترض على من يليهم فرض عين ثَمَّ وَثُمَّإلى أن يفرض على جميع أهل الأرض شرقاً وغرباً على هذا الترتيب.

ترجمه: په فتاوی هندیه کې ذکر دي: پس د ثابتېدو د عام نفیر نه جهادعینا نه فرض کېږي په ټول اهل اسلام باندې د مشرق نه تر مغرب پورې اګر که رسېدلی وي دوئ ته ثبوت د عام نفير: په تحقیق سره جهاد فرض کېږي په هغه چا چې دښمن ته نژدې دي او دوئ قادر په جهاد وي او په هغه نورو مسلمانانو چې دښمن څخه لرې وي، په دوئ جهاد فرض کفايي دی، نه فرض عین، تردې چې د دوئ لپاره جائز دي چې جهاد پرېږدي او کله چې دې لرې مسلمانانو ته ضرورت پیدا شو، په داسې شان سره چې دښمن ته نژدې مسلمانان د مقابلې نه عاجز شي او یا سستي وکړی شي او جهاد یې پرېښود نو بیا جهاد په هغه چا فرض عین دی چې دښمن ته نژدې وي په ترتیب سره، تردې چې جهاد به فرض عین شي، په ټولو مسلمانانو د مشرق نه تر مغرب پورې په دې ترتیب سره.

۳ـ فی رد المختار (۲۰۱/۶) قُلْتُ:وَحَاصِلُهُ أَنَّ كُلَّ مَوْضِعٍ خِيفَ هُجُومُ الْعَدُوِّ مِنْهُ فُرِضَ عَلَى الْإِمَامِ أَوْ عَلَى أَهْلِ ذَلِكَ الْمَوْضِعِ حِفْظُهُ وَإِنْ لَمْ يَقْدِرُوا فُرِضَ عَلَى الْأَقْرَبِ إلَيْهِمْ إعَانَتُهُمْ إلَى حُصُولِ الْكِفَايَةِ بِمُقَاوَمَةِ الْعَدُوِّ.

ترجمه: په رد المختار کې ذکر دي: زه وایم چې حاصل دا دی چې هر هغه ځای چې په هغه باندې د دښمن دتجاوز او حملې ویره وي نو په امیر د وخت او یا په اوسېدونکو د دې ځای ساتنه د دې ځای فرض ده او که اوسېدونکي د دې ځای په ساتنه قادر نه شي نو په نزدې خلکو فرض دی امداد د دوئ ترهغې چې د دښمن د مقاومت لپاره کفایت او پوره والی ثابت شي.

دريم:

که چېرته کفار د مسلمانانو د خاورې په حريم باندې حمله وکړي نو د ضرورت په وخت کې مسلمانان له اسلامي او غیر اسلامي حکومتونو څخه مرسته غوښتلی شي خو په دې شرط چې د اسلام احکام به غالب او ښکاره وي لکه چې زمونږ د فقهې کتابونه ليکي:

وفي إعلاء السنن (۵۸/۱۲) نقلاً عن شرح سير الكبير (۱۸۶/۳) ولا بأسَ بأن يَّسْتَعِين المسلمونَ بِأهلِ الشّرك عَلَى أهلِ الشّرك إذا كانحُكم الإسلام هو الظاهر عليهم، لِأنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم استعان بيهود بنيقينقاع على بني قريظة، وخرج صفوان مع النبي صلى الله عليه وسلم حتى شَهِدَ حُنَيناًوالطائف وهو مُشْرِكٌ، فَعَرَفْنَا أنَّهُ لا بأسَ بالاستعانة بهم، وما ذلك إلا نظير الاستعانةبِالكِلابِ عَلَى المشركين وَإلى ذلك أشَارَ رَسول الله بِقَولِهِ إنَّ اللهَ لَيُؤَيّدُ هَذا الدّينَ بِأقوامٍ لا خَلاقَ لَهُمْ فِي الآخرة (طبراني).

قُلتُ: وَ عبارةُ شرحِ السير تُفيد جَوازَ الاستعانةِ بالكُفَّارِ إذا كانَ حُكمُ الإسلام هُوَ الظَّاهِرُ سَواءٌ كانوا مُشرِكِينَ أو أهلُ الكِتَابِ.

ترجمه: د اعلاء السنن مصنف په خپل کتاب کې د شرح السیر الکبیر څخه دارنګې رانقلوي: او باک نشته په دې کې چې مسلمانان امداد وغواړي د مشرکانو په مقابله کې کله چې د اسلام حکم ظاهر او غالب وي په کافرانو، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، د یهودو دبني قینقاع نه امداد غوښتی وه په مقابله د بنو قریظه ؤ کې، صفوان د نبی علیه السلام سره ووت تردې چې د حنین او طائف په جنګ کې حاضر وو او حال داچې صفوان مشرک وو، نو مونږ ته معلومه شوه چې باک نشته په دې کې چې د دوی څخه امداد وغوښتل شي د کافرانو په ختمولو کې او ددې مثال داسې دی لکه د سپو څخه استفاده وشي دکفارو په ختمولوکې او دې ته نبی کریم علیه السلام اشاره کړې په دې وينا سره چې الله تعالی د دين امداد کوي په داسې خلکو سره چې آخرت کې يې هيڅ حصه نه وي.

د اعلاء السنن مصنف وايي چې: د شرح السير الکبیر د عبارت نه د کافرانو نه د امداد غوښتلو رواوالی معلومېږي کله چې د اسلام حکم غالب وي په کافرانو باندې، برابره خبره ده که دغه کافران مشرکان وي او که اهل کتاب وي.

څلورم:

که د امریکا د عملیاتو په وخت کې کوم مسلمانان هغه که افغانان او یا غیر افغانان وي له کفارو سره همکار شي معاونت او جاسوسي ورته وکړي، هغه کس هم د خارجي متجاوزینو حکم لري او واجب القتل ګرځي. لکه چې رد المختار او درالمختار د دريم ټوک په ۱۹۸ مخ کې دغه مسئله ذکر کړې ده. و الله سبحانه وتعالی اعلم.

اوپه ته شوه دمعتصم اغا خبره اول خو هغه دانه دی ویلی بیا که یی ویلی هم هغه کوم دینی عالم نه ده چی دهغه خبره زه ومنم


قادر خان
01.10.2013

[quote:3f009a490b="طیب زابلی *"]
اوپه ته شوه دمعتصم اغا خبره اول خو هغه دانه دی ویلی بیا که یی ویلی هم هغه کوم دینی عالم نه ده چی دهغه خبره زه ومنم[/quote:3f009a490b]

زابلی صیب سلامونه، محترم معتصم آغا جان چې دي یو عالم او بادرد افغان دي او بیا په دې کې کوم شک نشته چې د هغه علم او دانش اندازه لس چنده زیاته ده د هغه د خسر ملا محمد عمر آخند څخه.
او دریم دا چې د دې ټولو مبارکو آیتونو او احادیثو څخه ستا اصلي مقصد څه دي؟ (نعوذُ بالله) ته دا خو نه وایي چې زمونږ په خاوره کې ورور وژنه روأ ده؟

والسلام،


هجران
10.10.2013

ورور وژنه نه ده روا تاسي زموږ اودامریکا په منځ کي خنډ واقع ياست که تاسي له مخ ليري سئ انشآءالله زموږ به له يوازي له خارجيانو سره يې ، هغه به له دې هيواده په زوره اوشرمېدلي مخ باسو ، که دامجاهدين نه وائ نو ګران افغانستان به اوس دخارجيانو کور اومرکز واي اوترواشنګټن به دلته زياته فسق اوفساد واي .
الله جل جلاله دي زموږ هيواد په خپلونيکواوپاکوبندګانوراجوړکړي آمين آمين آمين .


pattang
11.10.2013

داسې شيان چې لونم فشار مې جګ شي !

- ورور وژنه خو روا نده خو ګه څوک دوښمن ته مخبري کوي او
په کلې وال او هېواد وال له دوشمن سره يو ځای چاپې اجوي،عام
خلک واړه او ژاړه وژني نو دداسې خلکو مرګ روادی او
تا ريخي عنعنات هم دي !

- تاسې څوک ياست ؟
له تاسو مخکې خو مونږ وو !
او تاسو خو :
cia له کلابه او له غرو څخه لکه بګيلي مړزان په دالرو را ښکته
کړۍ او د صليبي ناتار په برکت مو يوه فاسده اداره جوړه کړه !

هغه فاسده اداره چې له جنګي جنايتکارانو او غربي سګ شويانو
څخه جوړه شوې !
او تر اوسه پورې يې په جنايت او فساد کې نړۍ بې سارې ده!

- تاسو به په څه شي سره له امريکايانو سره جوړ شی ؟؟

تاسوته خو له کرزي اجنټه نيولې تر چپړاسي پورې پيسې Cia درکوي !
او تاسو خو د صليبيانو د نڅا هلکان ياست که مونږ نه وی
نو له هر يوو سره به یې لواطت هم کړی وو خو دا زمونږ برکت
دی چې صليب ته مو د داسې شرم لپاره نه پرېږدو !

✚✚✚ دچا چې چاته سترګې ټيټې وي هغه خپل حق نشي ترې
غوښتی !! پرېږده چې داحق جګ سترګی واقعي مسلمانان وغواړي !!

[quote:b784b28280="هجران"]ورور وژنه نه ده روا تاسي زموږ اودامریکا په منځ کي خنډ واقع ياست که تاسي له مخ ليري سئ انشآءالله زموږ به له يوازي له خارجيانو سره يې ، هغه به له دې هيواده په زوره اوشرمېدلي مخ باسو ، که دامجاهدين نه وائ نو ګران افغانستان به اوس دخارجيانو کور اومرکز واي اوترواشنګټن به دلته زياته فسق اوفساد واي .
الله جل جلاله دي زموږ هيواد په خپلونيکواوپاکوبندګانوراجوړکړي آمين آمين آمين .[/quote:b784b28280]


مساپر
21.10.2013

[quote:afb8bcb10c="pattang"]داسې شيان چې لونم فشار مې جګ شي !

- ورور وژنه خو روا نده خو ګه څوک دوښمن ته مخبري کوي او
په کلې وال او هېواد وال له دوشمن سره يو ځای چاپې اجوي،عام
خلک واړه او ژاړه وژني نو دداسې خلکو مرګ روادی او
تا ريخي عنعنات هم دي !

- تاسې څوک ياست ؟
له تاسو مخکې خو مونږ وو !
او تاسو خو :
cia له کلابه او له غرو څخه لکه بګيلي مړزان په دالرو را ښکته
کړۍ او د صليبي ناتار په برکت مو يوه فاسده اداره جوړه کړه !

هغه فاسده اداره چې له جنګي جنايتکارانو او غربي سګ شويانو
څخه جوړه شوې !
او تر اوسه پورې يې په جنايت او فساد کې نړۍ بې سارې ده!

- تاسو به په څه شي سره له امريکايانو سره جوړ شی ؟؟

تاسوته خو له کرزي اجنټه نيولې تر چپړاسي پورې پيسې Cia درکوي !
او تاسو خو د صليبيانو د نڅا هلکان ياست که مونږ نه وی
نو له هر يوو سره به یې لواطت هم کړی وو خو دا زمونږ برکت
دی چې صليب ته مو د داسې شرم لپاره نه پرېږدو !

✚✚✚ دچا چې چاته سترګې ټيټې وي هغه خپل حق نشي ترې
غوښتی !! پرېږده چې داحق جګ سترګی واقعي مسلمانان وغواړي !!

[/quote:afb8bcb10c][/quote]

پتنګه خدای ومنه او د دښمنانو غلامي پریږده. هغه مرداری پېسې چې تاته درلیږي زهر دي شي هغه ټولی د افغانانو وینې دي چې څکی یې. ته خو د دوی سپی ګړځیدلی یې. خدای دی تباه کړه تا غوندي خرڅ شوي سړی، افغانستان د تباهی په لور بیایې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more