د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ضرورت لري پوهــانــو ته هـیــواد

Abdullah Danishyar
07.09.2013

څوک چې دلته کړي غمونه تیر په یاد

دوی به ګرځي خوارو زارعمر برباد

دوی چې نه لري هیڅ رحم په زړګي کې

وي مدام به داسې خلک په زړه ناښاد

دلته ګرځي ببر څټ څیرې ګریوان

ته به وایې چې راغلی دی صیاد

دلته ګرځی دا پردی پّه دی وطن کې

دوی بیا وایي چې وطن مو دی آزاد

مونږ چې ږدو په لویو لارو کې بمونه

بیابه څنګه خپل وطن کړو مونږ اباد

دا وطن به څنګه جوړ شی زما وروڼو

څوک چی نه لري وطن کې ښه سواد

باید جـــــوړ کړو مکتبونه دانــشـیاره

ضرورت لري پوهــانــو ته هـیــواد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more