د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د شمالي وزیرستان د غلام خان دولسوالۍد خلکو دُعا قبوله شوه.

اتل
06.09.2013

د فورم قدرمنو ګدون والو، سلامونه او احترامونه.
د شمالي وزیرستان د غلام خان د ولسوالۍ خلک هم د ځینې نورو ولسونو غوندې د القاعدې او حقانې د ترورستي ډلو ټپلو او نورو وطني او خارجې بد کارو افراطیانو نه تر سوږمو راغلي وو، او دُعاوې یې کولې چې الله مهرباني ورباندې وکړي او د تروریزم ددې شریر او شیطان آفت نه نجات ورکړي.

بالاخره ددغوخلکو دُعا قبوله شوه. وړمه شپه بې پیلوټه الوتکو د غلام خان د ولسولۍ د درګو منډې په سیمه کې د حقانې يه ترورستي ډله باندې په حمله کې ددې ډلې یو مهم قوماندان ملا سنګین زدران د شپږو عربو او پاکستاني طالبانو سره په بمبارۍ کې وواژه، او ددغو ظالمانو منګولې د ولس د ستونې نه وختلې.

د پښتنو په نورو ولسونو او درو کې چې پدغسې بمباریو کې ترورستان او بدعتیان وژل شوي او یا تښتې ته مجور شوی، ځايې خلکو خپل روزمره عادي ژوند په صلحه او صفا کې بیرته پیل کړيدئ.
روهي، لراوبر، بي بي سي اومشال پدې اړه رپوټوه خپاره کړی دي:
======
بیګا نیمه شپه مهال دابرید د افغانستان پولې ته نږدې په درګۍ منډۍ سیمه کې وشو چې په ترڅ کې یې ملا سنګین ذدراڼ او د حقاني ډلې نور وسله وال ووژل شول.

د ذداڼ د دوه زره یولسم کال راهیسې په هغه لیک لړ کې شامل و چې امریکا يي ترهګره پیژني. طا لبانو هغه د پکتیا لپاره والي ټاکلی و. نوموړی له دې امله مطلوب و چې د خلکو په تښتونه ، تروریستي چاودنو او افغانستان ته د سلګونو وسله والو په لیږدولو کې یې لاس درلودلو.

په نورو وژلو شویو کې یو عرب وسله وال ابو دجانه خراساني، دوه نور بهرني جنګیالي زبیر المودي او محمد بلال او دوه پاکستانیان هم ښودل کیږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more