د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په زور چا کلي کړي؟

اتل
05.09.2013

ډبرو محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
دا متل خو به تاسې اوریدلئ وي چې (په زرو چا کلی کړي)؟ یعنې په زور پر چاحکومت نه کیږي.
دپارلمان غړي ښاغلي سید اسحاق ګیلاني بي بي سي رادیو ته ویلي چې طالبانو ورسره منلې چې ددود انتخاباتو په ائتلاف کې برخه اخلي.
خویندو وروڼو، تاریخ ګواه دئ چې اکثریت جنګونه او تشددونه په سوله ختم شوي او ښکیلو اړخونو په خپلو کې روغه جوړه کړې، او د انتخاباتو په میدان کې یې د خپلو مټو زور ازمیلئ دئ. همدغه اسلامي او د متمدنې دنیا لاره ده. الله دې طالبانو ته دا بصیرت ورکړي چې وسله پر مځکه کیږدي او د خپلې مبارزې د پاره همدغه لار غوره کړی:
====
ګیلاني: طالبان هم زموږ ایتلاف کې ګډون کوي
د خپريدو وخت: 12:40 گرینویچ - پنجشنبه 05 سپتمبر 2013 - 14 وږی 1392

د دغه ایتلاف مشر سید اسحق ګیلاني په وینا د افغانستان سیاسي بحران پای ته رسولو لپاره یې دغه ګام پورته کړی.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې دوه نور سیاسي اییتلافونه رامنځ ته شول، چې د مخکښانو په وینایې مقصد یې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د یوه ځانګړي کاندید ټاکنه او یا د یوه داسې کاندید ملاتړ دی چې د دوی په وینا په اصولي توګه له دوی سره همغږی وي.
افغانستان کې د ټاکنو مهال له نژدې کېدو سره سم، سیاسي منډې ترړې او فعالیتونو هم په ډېرېدو دي.
زیاتره سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، سازمانونه او ټولنې په سیاسي ډګر کې د خپل شتون ثابتولو او سیاسي بریاوو تر لاسه کولو لپاره په خبرو، غونډو او اییتلافونو جوړولو پیل کوي.
کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید وايي، دغه راز وروستی ایتلاف د ولسي جرګې د غړي سید اسحاق ګیلاني په مشرتابه جوړ شو، چې د مشرانو په وینا یې ۱۵ سیاسي ګوندونو او ۱۱۰ ټولنیزو سازمانونو ته په کې برخه ورکړله شوې وه.
د دغه ایتلاف مشر سید اسحق ګیلاني په وینا د افغانستان سیاسي بحران پای ته رسولو لپاره یې دغه ګام پورته کړی.
نوموړي بي بي سي ته وویل، چې په خپل ایتلاف کې یې د طالبانو شاملولو لپاره له هغوی سره خبرې کړې او په ننۍ غونډه کې ورسره د هغوی استازي هم شامل دي:
طالبان قانع شوي
''موږ له طالبانو سره په لوړه کچه اړیکه لرو، دوی قانع شوي، چې خپل استازي دغه مجلس ته واستوي. هر هغه څوک چې موږ یې کاندیدوو او پسې درېږو، د طالبانو د تحریک له خوا به مزاحمت نه ورته کېږي. په ښه ډاډ ویلی شم، چې زه له ډېر وخت راهیسې د طالبانو له تحریک سره په اړیکه کې یم، او دوی زموږ دا خبره منلې ده، چې خپل استازي دغه ایتلاف ته راولېږي''.


اکرم
06.09.2013

[quote:0d805746ef][color=red:0d805746ef]ډبرو[/color:0d805746ef] محترمو لوستونکو، اسلام علیکم [/quote:0d805746ef]
دا څه معنی ؟؟؟ (ډبرو) محترمو لوستونکو !!![color=darkblue:0d805746ef] اسلام [/color:0d805746ef] علیکم !!! دایې لا څه ...... ؟؟؟

اسلام زمونږ دین دی، داسلام او سلام تر منځه لوی واټن دی چې باید مراعت شي ، السلام علیکم........ زمونږ اوتاسو اسلامی او عنعنوی تحیه ده .

[quote:0d805746ef]دا متل خو به تاسې اوریدلئ وي چې ([color=darkred:0d805746ef]په زرو چا کلی کړي[/color:0d805746ef])؟ یعنې په زور پر چاحکومت نه کیږي.[/quote:0d805746ef]

نه دا متل ما نه دی اوریدلی ، اوکه اوریدلی مې هم وي په دې املا مې نه دی اوریدلی !!!

مننه


اتل
12.09.2013

السلام علیکم، اکرم ګله وروره ستړئ مشې په خیر راغلې!
د املایې او ټیپو، غلطیو په حصه کې ستاسې د هدایتونو مننه کوم، او انشاءالله چې سمدستي به یې اصلاح کړم.

خو په اصلې موضوع ستاسې نطر غواړم، چې سوله، امنیت او ثبات څنګه بولئ؟

د پاکستان حکومت د خپلوطالبانو سره د سولې کوښښونه جاري کړی، او حتی بندیان یې هم تبادله کړیدي.

پاکستان لوز کړئ چې په روانه عیسوي میاشت کې د طالبانو دویم سړئ ملا عبدالغني برادر د خپل یند نه آزادوي.

ډ پاکستان د سنا شپږ کسیز هیئت افغانستان ته تللئ چې د امنیت په برخه کې بحثونه وکړي.

په الله مو سپارم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more