د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

په پشتو ویب پانه خپرولو کی ستونزه؟


عبدالمالک
10.01.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه او ښی چاری!
ما څو ځلی پښتو په خپله ویب پاڼه کی لیکلی خو چه کله یی په انټرنټ باندی خپره کړم نو هغه په بله ژبه بدله سی نه پوهیږم چه څه وکړم تر څو دا ستونزه حل سی ، :idea: :idea: :idea: :idea:
او بل که کوم ورور ته ده کوم Free web host په هکله معلومات وی کوم چه پښتو support کولی سی معلومات را کړی نو زه به ستاسو ډیر ممنون یم، :idea: :idea: :idea: :idea: :idea: :idea:
په درنښت ،
عبدالمالک افغان.



هيواد شېرزاد
10.01.2005

عبدالمالک افغان وروره ، سلامونه او نېکې هيلې!
ستا د ستونزې اصلي علت به زما په ګومان دا وي چې ستا پاڼه چې په هر ځای کې هوست host شوې ده، هغوی پښتو نه سپوټ کوي. پدې هکله له هغوی سره تماس ونیسئ.


یوسفزی
16.05.2005

ګرانه وروره
تاسو په www.freewebs.com کې خپله ویبپاڼه پورته کړی کار به وکړي که نه نو له ماسره په ayousufzai@mashriqsoft.net بریښنالیکي پته اړیکې ونیسئ ستونزه به مو حل شي

په درنښت


محمود وردګ
17.12.2009

ګرانو وړونو ته سلام،
زما کمپیوتر سم ندی زده. بس ګزاره ورسره کوم. خو کله کله چې څه لیکم په wordپراګرام کښې په پښتو کې نو کله انګلیسي هم کې ور ګده شي نو بیا دغه نوموړی پروګرام ډېر عجیب کارونه کوي. او دغه د پښتو متن دغه او هغه خوا ترپ کوي. ستاسو که څه زده وي او مرسته راسره وکړی ډېر به خوشاله شم. مننه


سلام ګرانه وروره

عبدالمتین
17.12.2009

سلامونه می قبول کړه !
ګرانه وروره اول ته باید دکامپیوټر تخنیکی ستونزی اصلی پاڼی ته ستون شی او هغلته بیا خپل پوښتنه وکړی نو ښه بوی او ستاسو ستونزه که لیګی سمه روښانه کړی چی ایا ولی پښتو لیکنه نشی کولای وسلام


محمود وردګ
17.12.2009

عبدالمتینه وروره سلامونه .
پښتو لیکلی شم. دغه کډوډېشن را ته جوړېږي چې پښتو دې انګلیسي سره ګده کړم. د بلګې په توګه دغه لاندې متن.
چه پښتو support کولی سی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more