د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د حکیم الله محسود په مخکې د پنجابي طالبانو د مشر عصمت الله معاویه د وژلو پریګړه شوی

میرویس
03.09.2013

ډیرر پتمنو لوستونکو، اسلام علیکم
د پاکستاني طالبانو تحریک د پنجابي طالبانو دمشرقومندان عصمت الله معاویه پر کور حمله کړې چې نوموړي د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د پاکستان د حکومت د وړاندیز هرکلی کړی و.
ولسي خلک او سیاسي مبصرین تل دا ګیلې کوي چې ولې طالبان بې ګناه ولسي خلک وژني او د اسلامي قوانینو او ارشاداتو پر خلاف اعمال سرته رسوي.
دطالبانو لخوا د خپل یوه مشر پرکور حمله، د هغه تښتونه او پر خلاف یې د مرک حکم ښيي چې طالبان خپلو خودغرضه اهدافو ته د رسیدو په لاره کې نه پر چا رحم کوي، او نه د الله تعالا په اوامرو پسې کرزي، او حتي پر خپلو مشرانو هم رحم نه کوي. طالبان ښه پوهیږي چې دوی جهاد نه کوي، بلکه دولس پرخلاف نا اعلان شوئ جنګ پرمخ بیایي.
=====
طالبانو د پنجابي طالبانو د مشر پر کور برید وکړ
• Tuesday, 3 September 2013 0:03
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د خپل یوه پخواني مخکښ قومندان پر کور برید وکړ.
پاکستاني رسنیو په شمالي وزیرستان کې د دغه هیواد د استخباراتي چارواکو په قول وویل، د پاکستاني طالبانو تحریک ( ټي ټي پي) په دې خاطر د پنجابی طالبانو د قومندان عصمت الله معاویه پر کور حمله کړې چې نوموړي د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د پاکستان د حکومت د وړاندیز هرکلی کړی و.
د طالبانو تحریک د پنجابي طالبانو مشر معاویه له خپل تحریکه شړلی او ویلي یې و چې باید سزا ورکړای شي.
د پاکستان استخبارات یا آی ایس آی، چې ګومان کېږي معاویه یې نفوذي کس و، ویلي چې معاویه نامالوم ځای ته تښتېدلی دی.
تر دې حملې مخکې معاویه د طالبانو د تحریک له لوري د ځان برطرفي رد کړې وه او ویلي یې و چې پنجابي طالبان د طالبانو د تحریک او د دې ډلې د پوځي شورا د پالیسیو د ټاکنې اصلي مشران دي او هیڅوک نه شي کولی چې د پنجابي طالبانو د مشر د لېري کولو پرېکړه وکړي.
د پنجابي طالبانو مشر معاویه د پاکستان د حکومت د سولې د خبرو وړاندیز د منلو د اعلان په ترڅ کې ویلي و چې دا ډول هڅې د سولې د ټینګېدو لپاره له هلوځلو سره مرسته کوي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د عصمت الله معاویه د وژلو پرېکړه د حکیم الله مسود په حضور کې د پاکستاني طالبانو په غونډه کې شوې ده او همداراز د دوی له لوري پتېیل شوې چې هیڅوک باید له معاویه سره هیڅ راز تماس ونه نیسي.
د پاکستان حکومت په وروستیو کې ډېر تبلیغات پیل کړي چې له طالبانو سره یې خبرې پیل کړي او جوړجاړي ته نژدې شوي دي.
ادعا کېږي چې پاکستان هڅه کوي چې له خپلو طالبانو سره روغه وکړي او هغوی په افغانستان کې د جګړې دوام ته تشویق کړي.
اوس هم د پاکستاني طالبانو یوه لویه برخه په افغانستان کې د افغان طالبانو ترڅنګ د امریکا په مشرۍ له بهرنیو پوځیانو او دغه راز د افغانستان د دولت پرضد جنګېږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more