د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

افغانستان مقالی او تبصری ګوډاګۍ میډیا او دتورخم برید!

pattang
02.09.2013

افغانستان مقالی او تبصری ګوډاګۍ میډیا او دتورخم برید!
ګوډاګۍ میډیا او دتورخم برید!
تفصيل بـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې 02 Sep 2013
لیکوال: عبید تنویر كـــتني:

[img:b3006d933a]http://www.nunn.asia/images/afghanistan/nangarhar/burned_vahicles-torkham.jpg[/img:b3006d933a]

باوروکړی پرون مې له یومخلص ملګري سره په دې خبره بحث کولوچې مجاهدین اخرولې دکډه په شاامریکایانوپه هغووسایطو، ټانګونواوبارقیمتي وسایلوباندي بریدنکوي چې دتورخم په يوې پوځي اډي کې راټول کړل شوي اوهره ورځ ترې یوشمیرکتارونه دپاکستان په لورروانیږي اودتیښتې لارخپلوي ، زماملګري ویل چې که په حساب ۳ مجاهدین کلک تصمیم ورته ونیسي ، هغه څوک یې چې ساتي هغوی ایمان اوغیرت نلري ، بلکل به ورته مسخرکیږي یابه تښتي اویابه سربایلي .
دالله تعالی کارونه ګوره چې نن سهاروختي همغه ملګري راته میسج ولیږلوچې خبرشوي کنه دتورخم په امریکايي اډي بریدشوي اوټول ولاړټانګونه ، ټیلر، وسلې اووسایل دمجاهدینوپه یوه تاریخي بریدکې داورلمبه اولولولپه ګرځیدلي چې پرون یې مااوتاذکرکولو.

ورسته مې چې خبرونه واوریدل اودعیني خلکوخبري چې پیښه یې په سترګولیدلې وه واوریدې ؛ نوومې ویل ، څنګه چې مااوملګري مې هسي په ګپ شپ کې خاکه اونقشه برابره کړې وي ، همغه ته ورته الله تعالی دڅوتنومجاهدینوپه مټوکې قوت اوهیبت واچاواوله استعمارڅخه یې دتیښتې په ورستۍ ځاله کې لوی انتقام اوغچ واخیست اوزړه موپرې یخ شو، ځکه له دغو ټانګو اوجنګي وسایطوڅخه به زمونږ دملت په وړاندې څومره مرمی وریدلي وي اودڅومره جنایتونودترسره کیداپه لارکې به کاریدلي وي .
دتورخم بریدپه داسې یوې نقطه کې ترسره شوی چې هغه ځای له هیچاپټ اوپه پرده کې ندی ، بلکې په راڼه میدان کې امریکایانو دخپلو ټانګونو اووسایطولپاره له ډیره وخته تم ځای اولوی مرکزجوړکړی وو، خوپه دومره توپیرچې پخوابه دپاکستان له لوري په ټیلروکې ټانګونه اونورجنګي تجهیزات دغې اډي ته راتلل اوبیابه بګرام اونورسیموته وړل کیدل ، سږ کال بیا له بګرام اونوروولایتونوڅخه امریکايي ټانګونه اودرني وسلې اولوازم همدغې اډي ته راټولیدلي اوبیابه هره شپه اوورځ له مهال ویش سره سم دافغانستان له پولي دپاکستان په لاره دخلیج بحرته رسول کیدل .
کوموعاموخلکوچې دغه بریدپه خپلو سترګولیدلی وايي چې په اډي کې ولاړټول ټانګونه اووسایط چې شمیریې له سوونوهم اوړي له منځه تللي اوتورسکاره ګرځیدلي او په خواکې دملي اردومرکزته هم درون ځاني اومالي زیان رسیدلی ؛ خوپه ډالرومسته اوګوډاګۍ میډیابیاپه دغوټولو حقایقوغواړي پرده واچوي ، هغه تورې لوخړي اوداورلمبي پټي کړي چې په کلومترګردچارپیرخلکولیدلي اوننداره یې کړي .
ولې ډالرخوري میډیابیا نوموړي پیښه دارنګه تبلیغ کړه چې (د تورخم جګړه د بريدکونکوپه وژلوپای ته ورسیده )
دیرغلګروپه خدمت اوچوپړکې دغه ولاړه اومصروفه میډیااورسنۍ دومره غلامي ته ملاتړلې چې اصلي حقایق څه چې وچ دروغ سره ګډوي اوپه رڼاورځ سپین په توراړوي ، تاسې ددې خبررنګ اوامریکايي پالش ته وګوری چې دتورخم جګړه دبریدکونکوپه وژلوپای ته ورسیده !! یعني په دغه جګړه اوبریدکې بل هیڅ هم ندي ترسره شوي اودمخالف لوري چې امریکایان اویااجیره اردوده دهغوپزه هم نده ویني شوي اودودانیو کوم دیوال اوښیښه یې هم نده ماته اونړیدلې !!!؟
زه دغې اجیرې میډیاته وایم که نورهیڅ هم نشی کولای اودخپلو بادارانوله ویرې دمجاهدینواوعیني شاهدانو هغه کره معلومات قدری هم نشی خپرولای دومره خونشرکړی چې دتورخم بریدلوی زیان اړولی خوامریکايي ویندویان یې له تفصیلاتوورکولونوره ډډه کوي !بیابه مویوڅه غاړي خلاصي شي اوکه غواړي چې دلسګونو ټانګوسکروټي اولوخړي پټي کړي دابه مولویه جفااوغداري وي .
دتورخم ورستی بریدلدې امله له ډیراهمیت څخه ډک دی اوشایدامریکایان په جنون راولي چې دسوونومیلونو ډالروپه ارزښت ټانګونه اوقیمتي وسایل اوتجهیزات یې په داسې یوه نقطه کې راټول کړی وي چې هغه ځای یې مصؤن اوله هرډول خطرڅخه خلاص باله اوکوم تکتیک چې مجاهدینوپرې وکاراوه چې لومړی یې په اډه کې په ولاړ ویو شمیر ټاڼکونو کې چسپکي ماینونه ځای پرځای کړل او وروسته یې انفجار ورکړ چې له امله یې دټانګونو او پوځي عرادجاتو په منځ کې سترې چاودنې رامنځ ته شوې او نه قابو کیدونکي اور بل شو ، بیامجاهدینو مخامخ وسلوال برید پیل کړ اوپه اډه کې میشت عسکر یې تربرید لاندي ونیول ، فکرکوم چې امریکایانواوګوډاګیانوبه په دې ډول د کوم بریداوتکتیک هیڅ سوچ اوتصورهم نه ووکړی .
زه ددغې ورستی بریاله امله افغان مجاهدولس ته دمبارکی ترڅنګ ترټولو زیات هغواتلانوته دعقیدت نذراني وړاندې کوم چې په خپل بې ساري جرأت اومتانت یې داستکبارغرورونړواوه اوپه یوه ساعت کې یې امریکایانوته دسرپه زیانوسربیره نیږدي ۲ سوه میلونه ډالره زیان اوتاوان واړاوه ، الله تعالی دې دهغوی فداکاری اوقربانی په خپل دربارکې قبولي وګرځوي .امین

عبید تنویر

د الاماره ویب پاڼي څخه په مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more