tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

نشنلیزم څه شی دی ؟؟؟
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اګست   31, 2013 8:54 pm    عنوان   : نشنلیزم څه شی دی ؟؟؟ Reply with quote

ګراڼو وروڼو السلام علیکم
الله ج د وکړی چی ټول روغ جوړ او د کامل صحت خاوندان اووسی !

نشنلیزم څه شی دی ؟ ددی عنوان لاندی غواړم چی یو تود بحث جوړ کړم . که چیری پتوال صاحب او نور محترمین په نومړی بحث کی وڼده راسره واخلی ، زه فکر کوم چی ډیر خوندور او علمی بحث په ترینه جوړ شی .

لومړی زه غواړم چی کوم دوست چی د نشنلستی مفکوری سره همغږی وی او د نوموړی ایډیالوژی په باره کی عمیق معلومات ولری زما دا پوښتنه ځواب کړی

نشنلیزم څه شی دی ؟؟؟؟؟؟؟؟


مننه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اګست   31, 2013 10:06 pm    عنوان   : Reply with quote

له ناڅوناليزم نه زه لرې پروت يم چې د شوينيستي
Chauvinismus له عمل او مفکورې څخه زه
يوارې خلاص شم بيا به خبرې پرې کوو !
نورو دوستانو ته موفقيت غواړم !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اګست   31, 2013 10:48 pm    عنوان   : Reply with quote

پتنګه وروره سلامونه

زه فکر کوم که چیری موږ او دوستان دا بحث اوږد او عمیق کړو ، نو ستاسی شونیستی مشکل هم شاید حل شی . ځکه چی په نوموړی بحث کی شاید شوینیسم هم عمیق وڅیړل شی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
حمید هڅــاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 23 سپتمبر   2009
ليکنې: 741

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   01, 2013 3:31 am    عنوان   : Reply with quote

ملتوال صیب! له اوږدې ناسوبتیا پس راتک ته مو هرکله راشه وایم.

ښه خبره ده. کاشکې دلته ملتپالان راغلې وای، هلته فیسبوک کې پر خپله مفکوره کلک نښتي دي. د هغوئ له جملې محمود سعید ټول افغان کې غړیتوب لري، چې دلته راشي او د خپلې مفکورې ملاتړ وکړي. دوئ وایي چې نشنلیزم او تعصب دوه بېل شیونه دي او د یو هیواد د جوړولو لپاره نشنلیزم اړین شی دی.

زه به د ځان له خوا دوئ ته بلنه ورکړم، چې ستا سره دې بحث کې ونډه واخلي.

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
مسلم قلموال



دغړيتوب نېټه: 24 ميئ   2011
ليکنې: 77

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   01, 2013 9:25 am    عنوان   : Reply with quote

دا ووایئ هغه سړی چې نشنلست وي مسلمان پاتې کیدلی شي؟
لکه پاکستانیان چې ځانونه کلک مسلمانان هم بولي خو بیا په پاکستاني نشنلزم هم اخته وي.
زما په اند مسلمان لپاره نشنلزم داسې دی لکه انسان لپاره کینسر!!!
نو پاکستانیان به یا پاکستانیان کیږي او یا مسلمانان دواړه نشي کیدلاي.

مننه
م . ق
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   01, 2013 11:10 am    عنوان   : Reply with quote

سلامونه قلموال صاحب

زه هم غواړم چی موږ ددی بحث په ترڅ کی د ډیرو پوښتنو چی د نشنلیستی ايډیالوژی په باره کی مطرح کیږی ځوابونه پیدا کړو
چی ایا نشنلیزم د اسلام د مبارک دین سره په ټکر کی ده او که نه ؟؟؟؟
ایا نشنلیزم ضد استعماری ایډیالوژی ده او د استعمار په خدمت کی ده ؟؟؟؟
ایا دا ایډیالوژی له خلکو راپورته شوی او که د استعمار لخوا زموږ پر خلکو ور تپل شوی ؟؟؟
ایا نشنلیزم زموږ او د سیمی د نورو هیوادونو په ګټه ده او که په زیان ؟؟؟
په پاکستان څه ډول نشنلیزم موجود ده ؟؟؟

او داسی ډیری نوری پوښتنی دی چی په دغه بحث کی باید ځواب ورته وویل شی خو اوس اول داچی یو شخص را پیدا شی تر څو ددی ايډیالوژی په دفاع کی زموږ سره بحث وکړی او زموږ پوښتنوته ځواب راکړی

په درناوی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   01, 2013 6:06 pm    عنوان   : Reply with quote

ډېر محترم او مکرم نعیم ملتوال صاحب او درنو ملګرو لیکونکو او لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

درند ملتوال صاحب ، ډېر ښه بحث مو مخ ته اچولی ، ګران وروره
که ملتپرستي ، دین پرستي ،‌ قوم پرستي ، عالم پرستي ، اولاد پرستي ..... سره څوګ دښمني اعلان کړي ، نو اصلاً ئې د قواعد السلوک سره دښمني اعلان کړېده ، هر وخت چه څوک په په قواعد السلوک او یا په معاییر جماعتي او معاییر فقهي ،شرعي کښي له افراط ،تفريط څخه کار واخلي ، نو ویلی سم چه دغه سړی یا سیاسي ګروپ د فطرت سره دښمني کونکي دي
نو په ښکاره او اشکار ډول ئې اسماني اخلاق ، قراردادهای بین المللی،
او قرادادهای ملي تر پښو لاندي کړي ،

زما ملتپرستي خوښه ده د اسلامي نورم د چوکاټ په داخل کښي ،
او نورو خلګو ته ئې هم خوښوم ، او دفاع ئې هم کوم

مننه په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   01, 2013 7:21 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم حلیمی صاحب او درنو دوستانو ستاسی حضورته سلامونه وړاندی کوم

محترم حلیمی صاحب تاسی د ملتپالنی یادونه کړی او ویلی مو دی چی تاسی له ملتپالنی څخه پالنه او دفاع کوی که مهربانی وکړی او لیږ وضاحت ورکړی چی ستاسی له نظره ملت څه شی ده ؟؟؟؟یا تاسی ملتپالنه څه ته وایی ؟؟
او تاسی دا ویلی چی د قوم پرستی سره مخالفت افراط دی نو کله چی موږ زموږ پیشوا او د الله ج رسول محمد ص له قوم پرستی نه منع کړی یو ایا هغه مبارک افراط کړی دی ؟؟؟

په درناوی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه سپتمبر   01, 2013 9:25 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم او مکرم نعیم ملتوال صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
اقتباس:
موږ زموږ پیشوا او د الله ج رسول محمد ص له قوم پرستی نه منع کړی یو ایا هغه مبارک افراط کړی دی ؟؟؟


نه ، زموږ خوږ معلم او نبي علیه السلام افراط نه خوښاوه او نه يې په
سیرت کي کوم اثر سته .
رب العزت د ګوتو په تعداد ممنوعات مطلق د سردار عالم په مبارکه خوله اعلان کړي ، او په هيڅ ډول اوشکل تأویلاتو ته اجازه نسته .

او چه راسو د سردار عالم ویناوو او ښوونو ته ، ډېري اخلاقي ښووني ئې کړي دي او مونږ په سر او سترګو منلي دي ، خو زده کړه او په پوهېدل کمال دي

هو !! فرمایلی دي لاتغضب ، اما زه غضب خوښوم ، او چه ځای او موقع وي غضب پر مخ او ژبه اظهار وم ، نه هغه غضب او اور قلبي چه فکري محاسبه مي را خرابه کړي ( رحماء بينهم)

زما سیاسي او اقتصادي قدرت دومره وي چه په کوچني قوم رسیږي
یعني کوچنی یم نو په یو کوچني او وړوکې قوم په خدمت کي درېږم
څومره چه سیاسي او اقتصادي او تجربوي غټېږم ، زما قوم هم پراخیږي
ټول افغان زما قوم دي ، او کله چه د یو ملک رئیس شم نو بیا قوم مي غټیږي او ټول امة زما قوم دي

او چه راسو و عصبة ته ، محترم ملتوال صاحب ، هغه عصبة یو منفور او نفرتي دی ، چه د خون شریکۍ او یا د سیاسي تمايل .......په سبب سماوي اخلاق تر پښو لاندي شي‌ ، له داسي عصبة نه زه فنا وړم
خپل خالق ته

په ملتپالۍ کښی هیڅ عیب نسته ، ناپوهي لوی او ستر عیب دی چه په ملتپالۍ او چاپلوسی کي شخصي ګټه لټوي

نوټ : عصبة ، امة ، قوم ، ملت ، زمرة ، قرابت عصب ... دا یو او بل ته ډیر نیژدې مفهومونه دي ، چه په مختلف زمان او مکان او په بیلابیل او جدا موضوعاتو او خبرو کي استعمالیږي
درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مسلم قلموال



دغړيتوب نېټه: 24 ميئ   2011
ليکنې: 77

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   سپتمبر   02, 2013 1:36 pm    عنوان   : Reply with quote

بسم الله الرحمن الرحیم

الله رب العالمین په دنیا کې دوه قسمه شیان پیدا کړي دي چې یو خیر دی او بل شر، خیر خوښوونکو ته اولیاؤ الرحمن او شر خوښوونکو ته اولیاؤ الشیطان وایي.
اولیاء الرحمن د الله په وحي او کتاب کلک ایمان لري، او هر امر او حکم یې په سر سترګو بغیر د چون او چرا نه مني، هر کار چې د کتاب الله او سنت رسول ص څخه مخالف وي د هغې څخه ډډه او نفرت کوي، د الله او رسول ص سره مینه لري او ددغې مینې سبب دی چې دوي د اولیاؤ الشیطان سره همیشه په جدل او دښمنۍ کې وي،،،اولیاؤ الشیطان د الله په کتاب او سنت رسول باندې ایمان نه لري ځکه نو د شیطان په جال کې راګیر وي او هر وخت پرې د وسوسو او شکونو باران وي، چې د دغو شکونو او وسوسو له امله دوي د الله او رسول ص د اوامرو او حکمونو څخه سرغړونه کوي او د اولیاؤ الرحمن سره یې دښمني وي او د هغوي د ټولو اعمالو څخه یې بد راځي دا ځکه چې شیطان دوي ته همداسې ښایسته کړي وي.
بل قسم هغه خلک دي چې هغوي ته مذبذبین او منافقین ویل کیږي، دوي هم اولیاؤ الشیطان دي خو په غیرشعوري او نادانسته توګه، دوي په خله خو د ایمان او اسلام خبرې کوي خو په عملي ژوند کې د اسلام هیڅ اصولو ته پابند نه وي، دا رنګه خلک همیشه ریاء کار، مکار او فریب کار وي، غواړي مسلمانان دوکه کړي خو دوي اصلا خپل ځان دوکه کوي.

یخادعون الله والذین امنوا وما یخدعون الا انفسهم ومایشعرون
دوي دوکه ورکوي الله او هغه کسانو ته چې ایمان لري خو په حقیقت کې دوي بل چاته دوکه نه ورکوي مګر خپل ځان ته خو دوي پدې خبره نه پوهیږي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   سپتمبر   03, 2013 1:55 am    عنوان   : Reply with quote

محترمو او مکرمو : نعیم ملتوال صاحب او مسلم قلموال صاحب ،
تاسوته او لوستونکوته سلام وایم (السلام علیکم و رحمة الله

اوس مجبوره یم چه هغه د سردار عالم نصحت درپیاد کم " لا تغضب "
هغه مبارک صحابی چه له خواږه نبی علیه السلام نه د نصحت غوښتنه کړې وه ، نو سردار عالم ورته فرمایلی وه چه لاتغضب ،‌ نو صحابی فکر کاوه چه دا ئې ډېر جزئي‌ نصحت راته وکی ، بیا ئې د نصحت ترې وغوښتی ، لنده ئې دا چه مبارک بیا هم ورته وفرمایل چه لاتغضب

د نبي علیه السلام کلام او جواب ډېر جامع وو

نبي علیه السلام اصلاً و صحابی ته دا وویل چه لاتغضب یعني تمرین کوه د حسن الخلق ، د حلم او صبر دا ئې مطلب نه وو چه خوابدی مه کوه

او غضب خپل اخلاق مه ګرځوه ، هر چا په اخلاقو کښي چه غضب ځای ونیسي نو دغه سړي ته بد اخلاقه ویل کیږي
هو غضب یو طبعي روحي او فطري صفت دي ، یوازي به په قلب کښي درسره وي ، هر بد په غضب دفع کیږي ، اول له شیطان سره په غضب اوسه چه د جرائت څخه ئې واچوې چه درته ذلیل او بیچاره وي

محترم قلموال صاحب ، له لیکني دي داسي احساسوم چه غضب دی د اخلاقو جز ګرځولی‌ ؟؟؟؟
ورور ته هم څوک داسي بدي خبري کوي
خدای ناخواسته او هم استغفر الله العظيم ، که یو ساده سړی در باندي پېښ سو او داسي ئې در ته وویل چه بسم الله تعالی :الا انهم هم المــــــــــــــــــــــــفسدون ولكن لايـــــــــــــشـــــــــــــــــعرون

درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مسلم قلموال



دغړيتوب نېټه: 24 ميئ   2011
ليکنې: 77

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   سپتمبر   03, 2013 7:39 am    عنوان   : Reply with quote

ع کريم حليمي ليکلي:

محترم قلموال صاحب ، له لیکني دي داسي احساسوم چه غضب دی د اخلاقو جز ګرځولی‌ ؟؟؟؟
ورور ته هم څوک داسي بدي خبري کوي
درنښت


سلام ته مو وعلیکم السلام ورحمة الله،
مشره ما خو غضب نه دی کړی، خو که ویې کړم نو هم باک نشته ځکه تا دا مسئله پخپله مخې حل کړې:
اقتباس:
هو !! فرمایلی دي لاتغضب ، اما زه غضب خوښوم ، او چه ځای او موقع وي غضب پر مخ او ژبه اظهار وم ، نه هغه غضب او اور قلبي چه فکري محاسبه مي را خرابه کړي ( رحماء بينهم)

ته چې ځان لپاره غضب خوښوې نو ما لپاره یې ولې نه خوښوې؟ عجبه ترحم لرې؟؟؟
او بل پدې کې د غضب څه خبره ده چې ما د اولیاؤ الله او اولیاؤ الشیطان باره کې معمولي معلومات ورکړل، دنیا کې همدغه دوه فرق دي یابه حزب الله کې وي او یا به په حزب الشیطان کې وي، که وايي یو کې هم نه یم نو بیا هم په حزب الشیطان کې دی، ځکه د شر او خیر پرته دریم شی نشته!
ع کريم حليمي ليکلي:

خدای ناخواسته او هم استغفر الله العظيم ، که یو ساده سړی در باندي پېښ سو او داسي ئې در ته وویل چه بسم الله تعالی :الا انهم هم المــــــــــــــــــــــــفسدون ولكن لايـــــــــــــشـــــــــــــــــعرون

که داسې کوم کس راپېښ شو نو زه به ورته ووایم چې ته خو هم د یهودانو کار کوې چې تؤمنون ببعض الکتاب و تکفرون ببعض، چې نیم ایت دې راوړي او مخکې ایتونه دې پريښي دی، او بل داچې ایت دې غلط ځاي کې استعمال کړی نو دا دې ظلم کړی ځکه چې الظلم وضع الشئ فی غیر محله.
او بیا به ورته ایتونه ټول داسې پوره ووایم:
بسم الله الرحمن الرحیم
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ (Cool يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُونَ (9) فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضاً وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (10) وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (11) أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ (12) وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُواْ كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُواْ أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاء أَلا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاء وَلَـكِن لاَّ يَعْلَمُونَ (13) وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ (14) اللّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ (15) أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ اشْتَرُوُاْ الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ (16)
نو زه به ورته ووایم چې دغه ټول ایتونه ستاسې په باره کې دي، ځکه چې په تاسو ښه تطبیقیږي. کنه سوچ پکې وکړئ چې پدې ټولو ایتونو کې فساد څنګه بیان شوی او د څه پورې تړل شوی.
که بیا هم هغه پوه نه شو نو بیا به یې ورته زه سم تشریح کړم.

مننه له لورینو او پیرزوینو څخه مو!

م او بیا ق
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
محمود سعيد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 مارچ   2011
ليکنې: 559

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   سپتمبر   03, 2013 11:01 am    عنوان   : Reply with quote

د ټول افغان پاڼې درنو چلوونکو او د بحث فورمونو درنو ګډونوالو سلامونه مې ومنئ.
په دې ورځو کې د نشلنيزم په مسله بحثونه ګرم شوې دي او ځينې کسانو بې له دې چې د دې ټکي ريښې وپلټي او يا ئې انډول نظريات زموږ په ټولنه کې مطالعه کړي؛ د فکري عقدې او تنګ نظرۍ له کبله ئې ډول ډول غلط نظريات خپاره کړي دي او د ځوانانو د بې لارې کولو هڅه کوي.
زه هم د ښاغلي هڅاند په بلنه دې بحث ته راځم. زما له نظره نشنليزم د ملتپالنې په مانا دی او د اسلام له ارزښتونو سره هیڅ ډول ټکر نه لري. ځينې کسان نشنليزم له راسيزم، فاشيزم او اومانيزم سره غلطوي او بې له دې چې په دې اړه ځان پوه کړي؛ ړانده ګذارونه کوي.
د ملت پالنې ويی په ډېر پېچلي ډول مانا شوی دی او ډول ډول تيوريکي تعريفونه لري. زه ئې دلته مطلوب او مثبت تعريف چې د تعصب او فاشيزم ضد دی؛ په ساده ټکو او بېلګو کې وړاندې کوم.
1. دا چې د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبه وي او تاسې د افغانستان د ټيم لپاره چکچکې وکړئ؛ دا نشنليزم دی.
2. دا چې لومړی د خپل هېواد د شهيدانو لپاره دعا وکړئ او د ټپيانو او بې وزلو سره تر خپلې وسې مرسته وکړئ؛ دا نشنليزم دی.
3. دا چې تاسې د خدای کور ته له ويزې او پاسپورټ پرته سفر نشئ کولای؛ دا نشنليزم دی.
4. دا چې ستا په پېژندپاڼه کې افغان ليکل شوي؛ دا نشنليزم دی.
5. دا چې احمدشاه بابا وايي:
6. د ډهلي تخت هېرومه چې راياد کړم – زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه؛ دا نشنليزم دی.
7. دا چې خوشحال بابا وايي:
8. د افغان په ننګ مې وتړله توره – ننګيالی د زمانې خوشحال خټک یم؛ دا نشنليزم دی.
9. دا چې افغان دولت د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې د افغان ملت استازيتوب کوي؛ دا نشنليزم دی.
10. دا چې له مغولو، ګرګينيانو، انګريزانو، روسانو او امريکايانو سره د خپل ولس د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوو؛ دا نشنليزم دی.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address
محمود سعيد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 مارچ   2011
ليکنې: 559

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   سپتمبر   03, 2013 11:06 am    عنوان   : Reply with quote

د دې لپاره چې په دې اړه رښتيني علمي بحث ته داخل شو نو ملګرو ته لومړی د دې ليکنې لوستل توصيه کوم:

د نشنلیزم ویی (کلمه) له دوه برخو نشن او ایزم څخه جوړشوی دی. نشن د ملت په معنا (د اصطلاحاتو په دې ټولګه کې یې په تفصیل لوستلای شئ) او ایزم دګروهنیزو آرونو په معنی دی چې په ډیرو ویوکو پسې د وروستاړی په توګه تړل کیږی، لکه سوسیالیزم ، کمونیزم او داسې نور.
نشنلیزم په پښتو کې په ملت پالنه اړول شوی، او د یوې ځانګړې واکمنۍ (معمولاً زیږنځای) او مرکزی حکومت پر وړاندې د یوې ټولنې په وګړو کې د توان اوځواک احساس دی، د لمړنیو او ښکاره نښانو له مخې داسې احساس دی چې خپلواکۍ آزادۍ غوښتلو او مرکزی حکومت ته ژمنتیا ده یعنې هغه حکومت دی چې په یو ډول د خلکو لخوا ټاکل شوی وی.
ډېری وخت د ملت پالنې مفهوم د توکم، ژبې، دودونو او ټولنیزو ارزښتونو او کلتور له لارې د رامنځته شوو تړاوونو له مخې د یوه ملت به اړه د وفادارۍ د حس او یا هم د نورو ملتونو په پرتله د هغو د ستروالی په اړه له شته احساس څخه سرچینه اخلی.
دا چې هر ملت ځانګړی ټاټوبی هم لری نو خاورې ته وفاداری او د هغې د ساتلو لپاره سرښندنه د ملت پالنې له بنسټونو څخه شمېرل کېږی.
ملت پالنه ملی دولت د سیاسی جوړښت تر ټولو مهمه بڼه ګڼی او د همداسې یوه دولت لخوا د ملت په ارزښتونو او باورنو د یرغل پر وړاندې ځواب او درېدل ملت پال غبرګون باله شی.
ملت پالنه دنړۍ په تاریخ کې یوه له مهمو سیاسی ښکارندو څخه ده، داښکارنده چې د (پېړۍ دسیاسی بم) لقب یې خپل کړی، دوه بېلابېلې څېرې لری. کله چې نشنلیزم د حکومتونو رسمی تګلاره وګرځی او د ملتونو ترمنځ د بېلتون او جګړې لامل شی منفور ایډیال او کله چې د یووالی او له ښکېلاک څخه د ملتونو د خپلواکېدو لامل ګرځی مطلوب ایډیال بلل کیږی. دا دوه څېرې د نشنلیزم د پټ او پېچلی تعریف له امله دی چې تر ننه وړاندې شوی دی.
د ملت پالنې ایډیولوژی د۱۹۴۰ مو او ۱۹۴۹ مو کلونو تر منځ راپیدا شوې. او په نړیوال ډګر کې یې د ځینو بدلونونو لپاره زمینه برابره کړه، نشنلیزم په بهرنیو سیاستونو او نړیوالو اړیکو کې د بدلونونو یو مهم لامل ګڼل کیږی، ځکه چې له نولسمې پیړۍ وروسته په نړیوال سیاسی ډګر کې د زیات شمېر نوو هیوادونو د رامنځ ته کېدو لامل شو. دا ښکارنده د لویو امپراتوریو د له منځه تللو او په آسیا، افریقا او منځنی ختیځ کې د اروپایی ښکېلاک د ماتولو لامل شوه چې په پایله کې یې زیات شمېر هیوادونو خپلواکی ترلاسه کړه. نشنلیزم د بهرنی سیاست په ډګر کې هم د یوموټی کېدو، ګډ ژوند او د سیاسی او ټولنېزو ارزښتونو په بنسټ ولاړو نظامونو د رامنځ ته کېدو لامل شو.
ملت پالنه د هیوادونو د کورنی اوبهرنی سیاست په ډګر کې د یو نوی غورځنګ نښه ده. چې په اروپایی هیوادونوکې یې له نولسمې پېړۍ اوپه وروسته پاتې او ښکیلاک شوو هیوادونو کې یې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته وده وموندله. حتی ویلای شو چې د منځنی ختیځ، آسیا، افریقا او لاتینی امریکا دټاټوبو داوسیدونکو د خپلواکۍ ترلاسه کولو او آزادۍ غوښتلو، چریکی جګړو، نړیوالو پېښو زیاتره جرړې په نشنلیزم کې دی.
په حقیقت کې دا احساس مرکب او دوه ګونی دی: یو د یووالی احساس دی چې دټولنې وګړی یې له یو بل سره دګډو ارزښتونو (تاریخ ، ژبې ، نژاد ، ګډ دښمن ، عمومی کلتور) ددرلودلو او ګډو ګټو له امله دی چې لری یې . بل : دټولنې دوګړو د بنسټیز اختلاف احساس دی چې د نورو ډلو او ټولنو له وګړو سره یې په ځان کې وینی . پورتنی احساسونه له لویو سیاسی او کلتوری پایلو سره مل دی چې له هغه جملې څخه د یو هم له خپلې واکمنۍ او مرکزی حکومت سره داړیکې او ژمنتیا د ښودلو احساس دی . دا ژمنتیا د کورنۍ د ټولنې ، دوستانو ، کلی ، ښار او ولایت په نسبت ډېره قوی ده . دلرچ په نظر نشنلیزم ددوه ډوله پروګرامونو او اقدامونو لامل کیږی .
۱ .هغه پروګرام چې د پردو او بهرنیانو د ګواښونو او تېریو په وړاندې د هیواد له سیاسی او ټولنیزو ارزښتونو څخه دساتنې او دفاع په هکله دټولنې وګړو ته متوجه دی .
۲ . هغه پروګرام چې دهغه وګړو او سیمو ملاتړ او پراختیاته چې هلته دنشنلیزم ارزښتونه دقبول وړوی مخه شی .
که څه هم دا ایډیولوژی دملی ګټو په چوکاټ کې تعریف شوېده ، خو په زیاتو مواردو کې نشنلسټی غوښتنې د ملی ګټو په ساتلو ندی چاپېرې شوې ، بلکې زیاتره یې د تندلارۍ حالت خپل کړیدی او له وطن او هغه څه سره چې (دملی ګټوخوندیتوب) نومول کیږی افراطی مینه ښودل کیږی . ملی پرستی یا نشنلیزم په اوسنۍ نړۍ کې داسې بڼه غوره کړیده چې زیاتره یې خلک یو بدیهی امر ګڼی او اویو طبیعی څیز یې بولی .
په افکارو او ګروهو کې دنشنلیزم نفوذ په دې اندازه دی چې ځینې یې یو ډول (دنیوی مذهب ) بولی او له نورو مذهبونو سره یې پرتله کوی . حتی کله کله نشنلیزم په اخلاقی او مذهبی باورونو هم پرمخ تابه پیداکوی او دهغه خوځنده ځواک د انسانیت خلاف کارونو لامل کیږی . زیاترو لیکوالو نشنلیزم د یو ګروهنیز ایډیال په توګه په نړیوالو اړیکو کې یو زیان رسوونکی لامل بللی دی ، ځکه باوری دی چې نشنلیزم انسانان د بشرله دوستانه طبیعی عواطفو څخه لیرې کړی دی او لاسی جوړې شوې ژمنتیاوې یې په ځای تپلې دی . ځینو هم له نړیوالو مرستو او ملګرتیاوو سره دنشنلیزم په نه جوړښت (سازش )تکیه کړېده .
ښکاره ده چې نشنلیزم دخپل وطن او زیږنځای سره دمینې او د پاکو او نیکو احساساتو په معنی دی . خوشونې ده چې همدا پاک او خوښ کړل شوی احساسات دخطرناکوموخو په چوپړ کې وکارول شی او دکرکې او تیتوالی د پراخیدلو لامل شی .
د آلمان نازی او د ایټالیا فاشیست (توتالیتر) نظامونه د تبلغاتی موخو لپاره له بیرغ ، دستورو او تشریفاتو څخه معمولی دی . اوددې ډول نظامونو تجربې ښوولې ده چې کیدای شی د بدو او ظالمو نظامونو څیره په نشنلیزم ښکلې او رنګینه وښودل شی . که څه هم نوی نشنلیزم له آزادی او دموکراسۍ سره په ارتباط کې بولی خو زیاتره باوری دی چې کیدای شی نشنلیزم د آزادی او دموکراسۍ په زیان وکارول شی او دآزادۍ دپراختیا په ځای دهغه د محدود کېدلو لامل شی . حتی ځینې دې پایلې ته هم رسیدلی دی چې نشنلیزم په تېره بیا په افراطی حالت کې غالبا د جګړې او کړکیچونو له عمده عواملو څخه وی او په همدې دلیل باید دیو خطرناک ځواک په توګه ورته وکتل شی .
په خواشینۍ سره تبلیغاتی دستګاوې په نړیواله سویه د حقایقوپه داسې پټولو او د پیښو داسې په زړه خبرې کوی چې دزیاتروخلکو لپاره ریښتینۍ ریفری توب ستونزمنوی . که نشنلیزم ددې فجایعو لامل دی نو باید وکتل شی چې دنورو سیاسی مکتبونو په څیر له بهره په ټولنه کې نفوذ کوی او که دننه په ټولنه کې وده کوی .
دوروستیو پېړیو تاریخ ښیی چې ټول سیاسی مکتبونه پخوا تدوین شوی وو او د پوهانو دافکارو زیږنده دی او بیایې ځنیې ډلو دهغه دتحقق لپاره هڅې کړیدی . په داسې حال کې چې نشنلیزم لمړۍ تحقق وموند اووروسته هڅه وشوه چې یو ایډیولوژیک چوکاټ ورته ومومی . دا خبره پدې وخت کې دنشنلیزم په خپل پایښت او خپلواکۍ دلالت کوی او دنشنلیزم بیلګې له ټولنې سره دهغه له تړاوه پرده پورته کوی په همدې دلیل نشنلیزم له موږ والی او زموږ والی پرته علمی او خپلواک غور او بیاکتنې ته اړتیا لری .
دعلمی او غیراحساسی سرچینوکموالی ته په کتنه مالومیږی چې نشنلیزم اوس هم ناپیژاند او مبهم دی . هرڅوک له خپلو سیاسی او کلتوری تړاوونوسره سم ددز ښکارندې په اړه خپل نظر څرګندوی او دایې لابله چې خپل نظر سم او کره هم بولی .
نشنلیزم ملی واکمنۍ له ادعاسره سم دتاریخ د دودیزو حکومتونو په مقابل کې ولاړ دی چې په معمول ډول په ټولنه کې محدودیتونه د واک او حکومت لپاره اړین بولی (البته ملی واکمنی له ولسی واکمنۍ سره برابره نده ؛ بلکه دپردۍ واکمنۍ لیرې کول دی ) داچپه اچوونکی حکومتونه دخپل چلنددتوجیه لپاره له نشنلیزم څخه په کاراخیستلو او دنورو ملتونو دحقوقو په پایمالولو اخته دی . البته حکومتونو تل هڅه کړې او اوس هم هڅیږی ترڅو په هره توګه چې کیږی خلک له ځانه سره هم غږی کړی ، د (آلوین تافلر) په وینا حکومتونه دې موخې ته درسېدلو لپاره سیاسی پوهې او اطلاعات کاروی ، په پایله کې خلک له کره او سمې روزنې او اطلاعاتو څخه بې برخې پاتې کیږی او په ناپوهۍ او تیاره کې سرګردانه کیږی یا له لیرې د اور لمبو ته ګوری یا خپله پخپله په لمبو کې ګیریږی ، نوڅنګه کولای به تمه وشی سم ریفریتوب ومیندل شی .
دآلمان خلکو د اوسنۍ پیړۍ په لومړۍ نمایی کې دنازیانو دتبلیغاتو تراغیز لاندې خپل خلاصون او آرامی دنورو په اسارت کې لیدله . بالاخره یې هم خپله او هم نړیوال کشلوته ورټیل وهل . همدا لامل دی چې د انحصارغوښتونکو د بدو روزنو له امله نشنلیزم د ابهام په پردوکې نغښتی دی . په همدې دلیل دهغه پردو له ټولولو پرته شونې نده چې دهغه واقعی ماهیت او تاریخی رسالت درک کړای شی او له بېلابېلو کلتورونوسره دنشنلیزم تړاو وجاجول شی .
لیکواله : لیلا عنایتي || ژباړن : عبدالله الهام جمالزی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address
Naeem sadat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 جون   2011
ليکنې: 229

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   سپتمبر   03, 2013 12:46 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم حلیمی صاحب ، محمود سعید صاحب او ټولو درنو وروڼو السلام علیکم

دلته زما مقصد ددی بحث له پرانیستنی څخه دا وو چی موږ پوه شو چی نشنلیزم په اصل یا پخپل بنسټ کی څه شی دی
نو په همدی خاطر ما دا بحث ددی عنوان لاندی شروع کړ چی نشنلیزم څه شی دی ؟ما همدا پوښتنه له محترم حلیمی صاحب نه هم کړی وه چی ددوی په نظر ملت څه شی دی ؟ خو حلیمی صاحب زما د پوښتنی ته په غیرمستقیم ډول ځواب ویلی دی

نو په همدی خاطر ما دا لازمه وګڼله ترڅو نشنلیزم عمیق او بنادی د یوی څیړنی په ترڅ کی لوستونکوته وړاندی کړم

تر څو موږ اول په د بنیادی پوه شو چی نشنلیزم څه شی دی

او محمود سیعید صاحب همدا اوس زه په نوموړی لیکنه بوخت یم چی یوه برخه یی دلته را نقلوم او هغه څه چی تاسی پاس لیکلی نشنلیزم سطحی معرفی کوی زما تاسی ته دا پشنهاد ده که ماته اجازه راکړی چی زه دا لیکنه مکمله کړم اوبیا به وروسته د نشنلیزم په سطحی جانبی عوارضو هم وغیږیږو

محترم حلیمی صاحب
هغه دقوم يرستی مسله یعنی د وینی د ګډوالی مسله تاسی رد کړی چی زموږ لپاره هم د منلو وړ نه ده .
او پاتی شوه د ملت یا ملت پالنه ، د نوموړی مسلی په باره کی تاسی داسی لیکلی

(زما سیاسي او اقتصادي قدرت دومره وي چه په کوچني قوم رسیږي
یعني کوچنی یم نو په یو کوچني او وړوکې قوم په خدمت کي درېږم
څومره چه سیاسي او اقتصادي او تجربوي غټېږم ، زما قوم هم پراخیږي
ټول افغان زما قوم دي ، او کله چه د یو ملک رئیس شم نو بیا قوم مي غټیږي او ټول امة زما قوم دي )


یعنی زما پوښتنی ته مو مستقیم ځواب نه ده راکړی . ما غوښتل په د پوه شم چی ستاسی له نظره ملت څه تعریف لری . خو زه ستاسی له د غیرمستقیم ځواب نه داسی پوه شوم چی ستاسی له نظره ( ټول مسلمان امت ستاسی ملت دی ، خو د خپلو سیاسی او اقتصادی امکاناتو په اندازه به ددی ملت د هغی برخی پالنه کوی کومی ته چی تاسی لاس رسی لری . او د امکاناتو په ډیریدو به تاسی د ټول اسلامی امت پالنه کوی ) که چیری ما ستاسی له لیکنی هغه برداشت اخستی وی کوم چی تاسی غوښت موږته یی ددی لیکنی په واسطه راورسوی ، بیانو زما هم همدا نظر دی او په اسلامی اساساتو ولاړ نظر دی .
یعنی ټول مسلمه امت زموږ ملت دی خو هر سړی له خپله اوسه پړ دی چی ددی ملت پالنه وکړی . له نوموړی تعریف سره زه هیڅ ستونزه نلرم . بلکی زه د ملت د هغه تعریف سره ستونزه لرم کوم چی د انګریزی فری میسن لخوا تعریف شوی او تقربیاً دوه دری سوه کاله کیږی چی انګریزان یی غواړی چی زموږ په خلکو دا تعریف د هغی ګوډاګی ایلیتی یا حاکمی طبقی او یا که په بل عبارت ووایو د مامورینو د هغه لښکر چی ددوی لخوا د همدی ایډیالوژی د تطبیق لپاره پرموږ را تپل شوی تطبیق کړی
چی په نوموړی تعریف کی د ملت د تړاوو اساسی ټکی دوه دی
یو جغرافیوی موقعیت او دوهم مادی ګټی . یعنی د نوموړی تعریف مطابق یو ملت د خلکو هغه ګروپ ته ویل کیږی چی په یوه جغرافیوی موقعیت کی سره اوسیږی او اقتصادی ګټی یی سره شریکی وی
په همدی خاطر زه غواړم وړاندی د ملت مختلف تعریفونه د تحلیل او تجزیی لاندی ونیسم

په اصل کی د ملت کلیمه د یونانی یا لاتینی د ( nation ) له کلیمی راخستل شوی ده . یا د نوموړی کلیمی لپاره معادله کلیمه جوړه شوی . او پخپل وار سره د ( nation ) کلیمه د ( nasha ) ناشه له کلیمی څخه راخستل شوی چی په زړه لاتینه یا یونانی ژبه کی (زموږ ) معنی ورکوی . یعنی د ملت له کلیمی نه د موږ یا زموږ مفهوم افاده کیږی
اوس اساسی پوښتنه داده چی کوم شخص په کومه ډله کی دی یعنی د نوموړی شخص لپاره د نوموړی ( زموږ ) یا د نوموړی ملت څوګ دی ؟ یا نوموړی شخص په کوم تړاوو ځان له نورو خلکو سره نښلوی
چی فعلاً په نړی کی څلور ډوله دا تړاونه وجود لری چی هغه دادی

۱ : د وینی یا د نسل تړاوو ، یعنی هغه داسی چی د خلکو یو ګروپ غواړی چی د وینی په تړاوو سره راټول شی
۲: مادی او جغرافیوی تړاوو ، یعنی هغه داسی چی د خلکو یو ګروپ د یوه جغرافیوی موقعیت او مادی ګټو په تړاوو سره راټول شی
۳: د جنګی کاستی یا د نارینتوب د فلسفی تړاوو
۴: عقیدوی تړاوو ، یا د خلکو هغه ګروپ چی په واحد خدای د عقیدی په تړاوو سره راټولیږی او خپل هدف د الله ج د اوامرو په مطابعت کی د عمومی عدالت پلی کیدل ټاکی


اوس ددی لپاره چی موږ په دی پوه شو چی د خلکو حقیقی یا اصلی تړاوو کوم یو دی ، موږ باید اول پدی پوه شو چی خلګ دا یوالی د څه لپاره کوی یا کوم داسی ضرورت دی چی خلګ یوالی ته رابولی

دلته موږ د ملت پالنی په اصطلاح کی د ملت د کلیمی پخوا کی یوه بله کلیمه هم لرو چی هغه د ( پالنی ) کلیمه ده . که چیری موږ د پالنی کلیمه دلته تجزیه او تحلیل کړو نو موږ کولای شو پدی پوه شو چی له یوالی هدف څه شی دی

هغه داسی ده ، چی هر انسان ته الله ج په یوه معینه اندازه وخت ورکړی ، چی دا وخت انسان په څه مصرفوی همدی ته موږ پالل هم ویلی شو
خو انسان د همدی اختیار چی د وخت په شکل کی د الله ج لخوا ورکړل شوی د مصرف له درکه الله ج ته ځواب ویونکی دی یعنی انسان به ددی اختیار د څه ډول مصرفولو ځواب الله ج ته وایی

الله ج هر انسان ته په یوه معینه اندازه وخت په اختیار کی ورکړی ، اوس دلته زموږ د ټولو انسانانو په منځکی مشکل همدا دی چی انسان باید دا وخت په څه ډول مصرف کړی یعنی څه وپالی ؟

مختلف نړی لیدونه مختلف نظریات ورکوی خو په یوه شی کی دا ټول نړی لیدونه سره موافق دی هغه داچی انسان اول باید دا وخت د ژوندی پاتی کیدو او تولید نسل لپاره مصرف کړی . یعنی د ځان او د خپلی کورنی لپاره خواړه پیدا کړی او ځان او خپله کورنی د طبعیت له جبره باید په امان کی وساتی

په همدی خاطر د طبعیت د جبر سره د مقابلی په خاطر د خلکو ټولنی رامنځته کیږی ، او خلګ د طبعیت د جبر په مقابل کی خپله هغه اصلی سرمایه یعنی وخت سره یو ځای کوی ترڅو د طبعیت له جبره ځانونه وژغوری .چی له همدی ځایه خلګ د یوالی په لور ګام اخلی

خو ستونزه دلته دا راپیدا کیږی چی د خلکو د یوالی له امله خلګ نسبی په طبعیت ور حاکمیږی او خلکو ته د طبعیت سره د مقابلی نه هاخوا نور اضافه وخت ورپاتی کیږی ، یعنی کوم اندازه وخت چی انسان یی پخپل اختیارکی لری د هغه یوه اندازه وخت خلګ په ټولنیزو کارونو کی د طبعیت د جبر سره په مقابله کی مصرفوی خو په ټولنه کی هر انسان ته یوڅه اضافه وخت ورپاتی کیږی . له همدی ځایه ډول ډول نړی لیدونه را پیدا کیږی چی د انسان دا اضافه وخت باید په څه ډول او د څه لپاره مصرف شی
زه به اوس دا څو دانی نړی لیدونه چی اوس په نړی کی موجود دی تر څیړنی لاندی ونیسم

لومړی : نړی لید چی د وینی تړاوو باید وپالل شی

نوموړی نړی لید یو ماټریالستیک نړی لید دی چی له هندو یزم او بودیزم څخه سرچینه سرچینه اخلی او یا که په بل عبارت ووایو د مشرکیت نړی لید ده

هغه نړی لید داسی دی ، چی د هندویزم له نظره زموږ کاینات یا دا مادی نړی یواځنی نړی ده ، او بغیر له د نړی بله کومه نړی وجود نلری . خو دا مادی نړی دوه اړخه لری چی یو یی زموږ لپاره د احساس یا د لیدلو وړ دی او دوهم اړخ یی زموږ لپاره د لیدلو وړ نه دی. او ددی مادی نړی دواړه خواوی یو له بل سره تړاوو لری ، او دواړه خواوی یوځای یو واحد سیستم جوړوی چی په د سیستم کی د نړی هغه برخه چی زموږ لپاره دلیدو نه ده د نړی په دی برخه چی زموږ لپاره دلیدو وړ ده حاکمه ده

او انسان چی کله مړ کیږی نو دده روح ددی نړی هغی غاړی ته اوړی ، او له څه وخت وروسته بیرته د هغه ارواح د یو نوی زیږدل شوی ماشوم په اوجود کی بیرته د نړی دی برخی ته چی زموږ لپاره د لیدو وړ ده رااوړی ، او په د ډول زمان دوران کوی چی دیته چرخ فلک هم وایی

او ددوی په نظر ددی سیستم مختلفی قواوی هماهنګی سره کوی او همدا هماهنګی په نوموړی سیستم کی نظم راولی ، په همدی خاطر دوی د طبیعیت مختلفو قواو ته یعنی هغه چی له نظره غیبی دی او هغه چی موږ ته ښکاره دی نوموړو قواوو ته مختلف بتان جوړوی او ددی په امید عبادت ورته کوی چی دا مختلفی قوی پخپل منځکی اختلاف سره ونکړی او چی په د سیستم کی همیشه نظم وی او چرخ فلک همیشه خپل څرخیدو ته ادامه ورکړی

ددوی له نظره باید عدالت د نظم قربانی شی ، په همدی خاطر دوی د خلکو په منځکی همیشه د سیستم د جوړیدو کوښښ کوی او غواړی چی د عدالت په قربانی کولو د خلکو په منځکی نظم راولی یعنی دعدل پر ځای د سیستم د جوړیدو لپاره له جبره استفاده کوی او نن چی په نړی کی اکثره ایډیالوژی ګانی یا سیستمونه جوړیږی له همدی د هندویزم له نړی لید څخه سرچینه اخلی

او ددی نړی لید لرونکی خلګ دخپلو پلرونو او نیکونو په ارواحو عقیده لری . ددوی په نظر کله چی انسان مړشی نو روح یی د نړی هغی بل پلوته اوړی ، کوم چی زموږ لپاره د لیدو وړ نه دی ، او په د نړی حاکم دی نو په همدی خاطر کله چی ارواح د نړی هغه بل پلو ته لاړه شی نو دهغه بل پلو سره په حاکمیت کی شریکه شی یعنی قدرت پیدا کړی

او ددوی په نظر ددوی د پلرونو او نیکونو ارواحوی کولی شی چی له دوی سره په د ژوند کی مرسته وکړی او د هرچا نیکونه به د خپلو اولادونو سره مرسته کوی
او ددی لپاره چی موږ د خپلو نیکونو ارواحی خوشحاله وساتو موږ باید ددوی لاره تعقیب کړو هغه لاره چی دوی پخپل ژوند کی تعقیبوله . او همیشه باید خپل پلرونه او نیکونه وستایو

چی له همدی ځایه تاریخ پرستی سرچینه اخلی . یعنی ددی خلکو لپاره تاریخ یواځی یوه تیره شوی تجربه نه ده چی دوی پند ځڼی واخلی ، بلکی تاریخ ددوی لپاره د راتلونکی د جوړولو اصلی د الهام د اخستلو منبع ده .
یعنی نوموړی ډله خلګ تاریخ پرسته دی ، او ددوی تاریخ همیشه حماسی او اسطوره یی شکل لری . دوی د تاریخ لپاره قربانی ورکوی . ځانونه له تاریخ نه قربانوی او غواړی چی د تاریخ په یوه حصه کی ثبت شی . ددوی لپاره حق او باطل ، عدالت او بی عدالتی هیڅ مفهوم نلری .
ددوی لپاره یواځی دا مهمه ده چی د خپلو نیکونو په لیکه ځان اعیار کړی .
چی له همدی ځایه د وینی یا د نصب نشنلیزم سرچینه اخلی یعنی دوی د انسان هغه اضافه شوی وخت چی د طبعیت د جبر سره د مقابلی نه اضافه شوی د نیکونو په ستایلو او د خپل نصب په پاللو ضایع کوی

دوهم : دهری نړی لید ده ، چی ددی نړی لید خلګ دهریان دی ، چی دا نړی لید د انسان له نا امیدی او مایوست نه سرچینه اخلی . ددی نړی لید خلګ هیڅ عقیده نلری او د الله ج له رحمت څخه نا امیده دی .


نور بیا


وروستی ځل بدلون  Naeem sadat   په   ٣   شنبه   سپتمبر   03, 2013 7:53 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  3

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.