د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د غزني ولایتي بیارغونې پر مرکز د طالبانو ډله ییز برید

میرویس
28.08.2013

د فورم محترمو، شریکباڼو، الله مو په عمر برکت کړه، اسلام علیکم
پر ملکي اهدافو باندې ګذارونه د اسلام له نظره څنګه ګڼئ.
طالبانو نن د غزني د بیا رغونې پر ولایتي مرکز باندې په حمله کې یو شمیر ولسې خلک وژلي او ټپي کړیدي. د ګران افغانستان په شمول د مختلفو رسنیو رپوټونه وایي چې ښځې او ددوو او دریو میاشتو ماشومان هم ددې حملې قربانیان دي.
دا مرکز نه یوازې دا چې طالبانو ته کوم ګواښ نه ؤ، بلکه د مسلمه امت په خدمت بخت هم ؤ. آیا یو مسلمان افغان دا کار کولای شي، او که دا هم دبیګانه ګانو لخوا په افغانانو باندې یو تحمیلي جنګ دئ.
الله مو مل. ورځ مو نیکمرغه.


Re: د غزني ولایتي بیارغونې پر مرکز د طالبانو ډله ییز برید

pattang
28.08.2013

يوه ورځ دهم فاسدين او اشغالګر ونه ټکول !
ته مې بوزې وهه زه به د روزې وهم !

[quote:17ef9a2c6c="میرویس"]د فورم محترمو، شریکباڼو، الله مو په عمر برکت کړه، اسلام علیکم
پر ملکي اهدافو باندې ګذارونه د اسلام له نظره څنګه ګڼئ.
طالبانو نن د غزني د بیا رغونې پر ولایتي مرکز باندې په حمله کې یو شمیر ولسې خلک وژلي او ټپي کړیدي. د ګران افغانستان په شمول د مختلفو رسنیو رپوټونه وایي چې ښځې او ددوو او دریو میاشتو ماشومان هم ددې حملې قربانیان دي.
دا مرکز نه یوازې دا چې طالبانو ته کوم ګواښ نه ؤ، بلکه د مسلمه امت په خدمت بخت هم ؤ. آیا یو مسلمان افغان دا کار کولای شي، او که دا هم دبیګانه ګانو لخوا په افغانانو باندې یو تحمیلي جنګ دئ.
الله مو مل. ورځ مو نیکمرغه.[/quote:17ef9a2c6c]


Re: د غزني ولایتي بیارغونې پر مرکز د طالبانو ډله ییز برید

Takal Afghan
30.08.2013

[quote:1d43c77425="pattang"]يوه ورځ دهم فاسدين او اشغالګر ونه ټکول !
ته مې بوزې وهه زه به د روزې وهم !
[/quote:1d43c77425]
هغوی ټکولی شي؟
بیاخو پری ډالر بندیږي
--------------
دغزني په بريدونو کې 109 بهرني اوکورني دښمنان قتل ګڼ ټپيان، 2 هلیکوبتر، 6 ټانکونه او 20 موټرويجاړ شول
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 29 اګست 2013 09:54 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نورخبرونه
P.R.T
له غزني ولايت نه په پي آر ټي داستشهادي مجاهدينودبريدونوپه اړه تازه معلوماتوکې راغلي چې دښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله او مالي تلفات اوښتي دي.
دراکړل شوي خبرپه اساس دخالدبن ولید دعملياتو په لړکې هغه بريدونه چې تيره ورځ مازديګر 4 بجې د غزني ولایت په مهم خارجي مرکز ( پي آر ټي ) باندي د 11 تنو سرښندونکوفدايانو لخوا پيل شوی وو بيګا شپه تر 12 بجو یې په شدت سره دوام وموند.
دغه 8 ساعتيز بريدونه په لومړي سرکې د دوو لارۍ موټرو په وسيله چې دواړه له منفجره موادونه ډکې وې پيل شول، يوه موټر دپي آرټي نظام قراول او امنيتي پوستې او خوب خوني له منيځه يوړې او دوهم موټر د پي آرټي څنګ ته د داخلي مزدورو عسکرو دقرارګاه نظام قراول په نښه کړ.
دمونعوله منځه تلو وروسته 9 تنه استشهادي مجاهدین وتوانيدل چې د پي ار ټي انګړ ته ننوځي او د استخباراتي معلوماتو دفتر، د توپچې برخه، د ولاړو څرخکو تم ځای يو وسلتون او ډيپو او نور تأسيسات تر کلکو او ويجاړونکو ګوزارونو لاندي ونيسي.
دبريد له پيل نه لږ وروسته 6 بهرنۍ هلیکوبترې هم په پي آرټي کې کېښناستې چې سم لاسي د ګوزار لاندي ونيول شوې او له سپرلۍ سره له منځه لاړې.
دبريدونو په لړ کې چې 8 ساعته روان وو دښمن د سر او مال درانه زیانونه وليدل، د وروستيو او کره معلومات، د فدايانود تلیفوني اړيکو او سیمه ييزو خلکو او خاصو راپورونو په اساس چې 78 تنه بهرني افسران اوعسکر او 21 تنه کورني عسکر، جاسوسان او کارمندان د پي آرټي په د ننه او د کورني عسکرو په قرارګا کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
2 څرخکې، 20 عرادې موټر 6 زغروال ټانکونه مکمل ویجاړ شوي، په دې سربېره ودانۍ، وسلتون او نور تأسيسات هم تر ډېره بريده تخريب شوي.
د دې بریدونو د حمايې لپاره يوه دوهمه 15 کسيزه ډله دفاعي مجاهدين هم له بهر خوا څخه د پي آر ټي امنيتي پوستې تر برید لاندي ونيولې چې 2 پوستې يې فتحه کړې 10 عسکر يې پکې ووژل او يو رينجر موټر يې له ګڼو وسلوسره په غنيمت ونيو.
د بريد په پای کې زموږ 11 تنه فدايي مجاهدين او 4 تنه د فاعي مجاهدین هم شهيدان شول ( تقبلهم الله) او 11 تنه دفاعي مجاهدين بیرته وتوانيدل چې له سيمې نه را ووځي.
په دې فدايي بريدونوکې 11 تنو استشهادي مجاهدينو هريو تاج محمد دپکتيکا دخوشامندولسوالۍ، ولي محمد دلوګر څرخ ولسوالۍ، محمداکبر دغزني دګيلان ولسوالۍ، حميدالله دغزني دګيلان ولسوالۍ، حمدالله دپکتيکا يحي خيلو ولسوالۍ، حيات الله دغزني ګيلان ولسوالۍ، ابوبکر دغزني د آب بند ولسوالۍ، عبدالقادر دزابل خاک افغان ولسوالۍ، سميع الله دغزني دګيرو ولسوالۍ، موټر چلونکي فدايي محمدابراهيم دپکتيا سيدکرم ولسوالۍ، د دوهم موټر چلونکي فدايي محمد عمر دننګرهار دخوګياڼو ولسوالۍ ونډه اخيستي وه.
2013-08-29


حمید هڅــاند
31.08.2013

د ولایتي بیا رغونې ټیم دننه څخه زه خبر نه یم، خو بهر چې څه پېښ شوي هغه بالکل پټ باتي شوي دي او خلک ترې نه دي خبر.
په دې برید کې امریکایانو او پولنډیانو په ړندو ډزو څو اتیا افغانان شهیدان کړل. زه تازه له غزني نه راغلی یم، که یې جزیات غواړئ، ورسته به یې درسره شریک کړم.

د ښځو او ماشومانو زخمي کېدل چورلټ بې اساسه خبره او ښکرور درواغ دي.

درنښت


pattang
31.08.2013

هڅاند صيب ستا بې پلوه قضاوت په تېروکې هم دقدر وړ دی !
که دسترګو ليدلی حال راسره شريک کړې ډير به مو خوشاله کړې!
کورته ډېر تګ دغزني په لاره مکوه چې کوم خطر درته پېښ نشي!
مننه

[quote:222601ee22="حمید هڅــاند"]د ولایتي بیا رغونې ټیم دننه څخه زه خبر نه یم، خو بهر چې څه پېښ شوي هغه بالکل پټ باتي شوي دي او خلک ترې نه دي خبر.
په دې برید کې امریکایانو او پولنډیانو په ړندو ډزو څو اتیا افغانان شهیدان کړل. زه تازه له غزني نه راغلی یم، که یې جزیات غواړئ، ورسته به یې درسره شریک کړم.

د ښځو او ماشومانو زخمي کېدل چورلټ بې اساسه خبره او ښکرور درواغ دي.

درنښت[/quote:222601ee22]


حمید هڅــاند
01.09.2013

برید د شپې تر ناوخته دوام درلود، ډزې زیاتې وې او چاودنې هم پرله پسې وشوې. د لومړي موټر بم د ځانکړتیاؤ په اړه بیلابېل خبرونه خلکو ویل، خو تر ټولو کره چې ماته ښکاره شوه دا وو چې د پې ار ټي نه اشغال ایستونکي مازدا (باروړونکی موټر) په بڼه او رنک کټ مټ بل موټر طالبانو اماده درولی ؤ، د مازدا په وتلو، دوئ خپل هغه د پې ارټي لور ته لنډ او هلته یې چاودنه ورکړه او ورسره دوئ پې ار ټې ته ننوتل... لومړی موټر د پښتون اباد له خوا پر پې ار ټي وشو. له لنډو لوړ پوړیزو ودانیو څخه هم طالبانو پر پې ار ټي کوزارونه پيل کړل. ورسره د کابل-کندهار پر سړک چې د پې ار ټي د لویې دروازې په څو مترې کې اوږد غزېدلی دی، کمپاین ولاړ ؤ ( کمپاین د امریکایانو اډو ته خوراکي توکي، د سون مواد او نور اړین مواد لېږدوي). له همدې لورې هم یو موټر بم پر دروازه وشو، د اډې موټروان راته وویل چې د موټر ډول د کمپاین د ساتونکو موټرو په څېر ؤ او د دوئ له ډلې په خورا چټکیتا د دورازې په لور ولاړ او هلته وچاودېد. په دې سره امرکایانو-پولنډیانو ته ناسمپوهاوی پیدا شو چې هسې نه کمپاین زموږ د له مینځه وړلو تابیا کړې وي. امریکایان پر ډول قطار/کمپاین بې باوره شول او ړندې ډزې یې پيل کړې. د مقر اډې موټروانانو ویل چې بیا چورلکې پورته شوې او پر کمپاین یې اور ولکاوی چې په ترڅ کې یې موټروانان، لارویان، د کمپاین ساتونکې او بلار نور بېکناه کسان شهیدان او ټپیان شول. د پښتون اباد یو بل اوسېدونکی چې زما انډېوال دی، هغه بیا وایي چې هلیکوپتر نه شوه پورته، ځکه له نژدې ودانیو نه پرې د یو ډول وړو چورلکو ضد راکټونو د وېشتلو شونتیا موجوده وه. زه پخپله هم د هلیکوپتر د پورته کېدو پخلی نشم کولی. البته له جکړې وروسته بیا ان پر دا سبا یې هم چورلکې پر هوا وې.
د پې ار ټي دننه زیان په اړه څه نشم ویلی خو بهر کې د غزني ملکي روغتون د ډاکټرانو په وینا تر څو اتیا پورې مړې دوئ حسابلي ول.
زما پلار چې پخپله روغتون کې دنده لري وایي چې مړو کې د کمپاین ساتونکي، موټروانان او لارویان شامل ول چې ټول او ټول یې د امریکایانو او پولنډیانو په ډزو شهیدان شوي ول.

درنښت


pattang
01.09.2013

هڅاند صيب مننه له معلومات څخه دې!
روغ او ژوندی اوسې .


میرویس
06.09.2013

پتنګ صاحبه، سلامونه.
که دې خبرونه په ځیر کتلې او یا لوستي وي درته معلومه شوي به وي، چې پدې حمله کې پولس،عسکر او یا خارجیان ندي وژل شوي، بلکه ټول قربانسان یې ماشومان، او ملکي خلک دي. دا عمل ضد اسلامي، ضد انساني او د اسلامي امارت د پالسۍ خلاف ؤ.
جوړ اوسې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more